فېني کراسبي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فېني کراسبي
(انګلیسي: Fanny Crosby د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فېني کراسبي
فېني کراسبي

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Frances Jane Crosby د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۴ مارچ ۱۸۲۰[۱][۲][۳]
مړینه 12 فبروري 1915 (95 کاله)[۱][۲][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر
سندرغاړي
ليکوال [۷]
ښوونکی   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شعر   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
فېني کراسبي
فېني کراسبي

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فرانسیس جېن وېن السټین (په انګلیسي ژبه: Frances Jane van Alstyne) (د ۱۸۲۰ کال د مارچ په۲۴ نېټه زېږېدلې – د ۱۹۱۵ کال د فبروري په ۱۲مه نېټه مړه شوې)، د فېني کراسبي (په انګلیسي ژبه:  (Fanny Crosbyپه نوم پېژندل کېده، یوه امریکایې مبلغه، شاعره، ترانه ویونکې-سندرغاړې او کمپوزره وه. نوموړې د ډېرو مذهبي ترانو لیکونکې ( (hymnistوه، چې له ۸۰۰۰ زیاتې مذهبي ((hymns او ګاسپېل ترانې (gospel songs) (د عیسوي کلیسایي موسیقۍ او عیسوي رسنیو بنسټیزه ترانه ډوله عنعنوي موسیقي وه) یې لیکلي، چې له سل میلیونه زیات ټوکه یې چاپ شوي دي. همدارنګه، نوموړې د ژغورنې ماموریت (rescue mission) ( د المان/ جرمني د مسیحي مبلغینو غورځنګ ؤ او دی، چې د تیودور فلیندر د طرحې په بنسټ په ۱۸۴۸ز کال کې د جان هیزیچ ویچیم له خوا په وینبرګ کې تأسیسس شو. نوموړي غورځنګ ډېر ژر له جرمني څخه نورو ملکونو ته خپور شو). او د ښوونې د کارونو له امله شهرت درلود. د نولسمې زیږدیزې پېړۍ په پای کې نوموړې یوه پېژندل شوې څېره وه. [۸]

کراسبي د "ګاسپېل ترانه لیکونکو د ملکې" او همدارنګه " په امریکا کې د معاصرې کلیسایي ډله ییزې موسیقۍ د مور" په لقبونو پېژندل کېدله، چې د ډېرو امریکايي مذهبي ترانو شعرونه (hymnals) د نوموړې د اثارو منځپانګه ده. د نوموړې ګاسپېل ترانې "د هر ډول موسیقۍ د احیا (د هغې موسیقۍ، چې د لرغونتوب یا عنعنویت په وجه ارزښت لري او د له منځه تللو په حال کې وي، د اجرا کولو او دودولو لپاره هڅو او هلو ځلو ته د موسیقۍ احیا وایي) لپاره د نمونې/ پاراډیم حیثیت لري" او ایرا سانکي د مودي او سانکي د انجیلي (evangelical) هلو ځلو/ کمپاینونو لاسته روړنې په زیاته کچه د کراسبي مذهبي ترانو(hymns) ته منسوبې کړې. د کراسبې ځینې نوموتې/ مشهورې ترانې له "Pass Me Not, O Gentle Saviour", "Blessed Assurance", "Jesus Is Tenderly Calling You Home", "Praise Him, Praise Him", "Rescue the Perishing", او "To God Be the Glory" څخه عبارت دي. ځینې خپرندویان د دوی د مذهبي ترانو په کتابونو (hymnals) کې د یوه شخص په نوم د دومره ډېرو مذهبي ترانو (hymns) د خپرولو لپاره زړه نا زړه وو، د دې لپاره کراسبي د خپل هنري عمر په اوږدو کې له ۲۰۰ ډېر مستعار نومونه(pseudonyms) وکارول.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

کراسبي له زرو ډېر غیر دیني/ سیکولر (secular) شعرونه هم لیکلي او څلور شعري ټولګې، همدارنګه دوه ښه پلور لرونکي ژوند لیکونه/ اټوبایوګرافي کتابونه یې چاپ او خپاره شوي دي. پر دې سربېره، نوموړې د نورو لیکوالانو سره په ګډه مشهورې غیر دیني سندرې او همدارنګه سیاسي او وطني ترانې لیکلي او لږ تر لږه پنځه کینټاټا(cantatas) (د موسیقۍ یو ډول کمپوز چې یوه ډله یې اجرا کوي) یې د هېواد او مقدس کتاب (انجیل) په موضوع جوړ کړي دي، لکه (د ګلونو ملکه)، چې د یوه امریکایي کمپوزر له خوا لومړی غیر دیني کمپوز/ کینټاټا ؤ. نوموړې د مسیحیت د ژغورنې ماموریت ته ژمنه وه او د خپلو عامه ویناوو په خاطر یې شهرت درلود.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې[سمول]

فرانسیس جېن کراسبي د ۱۸۲۰ز کال د مارچ میاشتې په څلوریشتمه نېټه د نیویارک ښار شمال خواته په پنځوس مایلۍ(۸۰ کیلومترۍ) کې پروت، بریسټر (Brewster)، کلي کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. نوموړې د جان کراسبي او د ده د مېرمنې میرسي کراسبي یوازینی اولاد ؤ، دوی دواړه د انقلابي جنګ (Revolutionary War) د جاسوس اینوچ کراسبي (Enoch Crosby) خپلوان وو. د نوموړي لومړنۍ مېرمن مړه شوې وه، چې له هغې څخه یې یوه لور درلوده. د سي.برنارد روفین (C. Bernard Ruffin) په وینا جان او میرسي احتمالاً د یو بل د کاکا/ماما/ترور یا عمه اولادونه وو؛ په هر ترتیب " کله چې فېني کراسبي (په ۱۹۰۶ز کال کې) د خپلو خاطراتو په لیکلو پیل وکړ، دا حقیقت چې د نوموړې مور او پلار خپلوان وو... د نوموړې د شرمندګۍ باعث شو او دې ولیکل چې د خپل نسب په اړه معلومات نه لري". [۱۳]

کراسبِي په خپل میراثي پیوریتن(Puritan) (په شپاړسمه او اولسمه زېږدیزه پېړۍ کې د عیسوي مذهب د هغې ډلې غړي چې په نوموړي مذهب کې یې تصفیه او سادګي غوښته) نسب ویاړ کاوه. نوموړې د خپل نسب شجره تر انا بریګم او سیمون کراسبي پورې راوسپړله چې په ۱۶۳۵ز کال کې بوستون ته راغلي وو (او د هارورډ کالج له بنسټ ایښودونکو څخه وو)؛ د دوی اولادې د مې فلاور کورنۍ سره ودونه وکړل، چې کراسبې کورنۍ یې د مشر ویليم بریوسټر، ایډورډ وینسلاو او توماس پرینس او همدارنګه د مې فلاور کورنۍ د انحصاري لوڼو څخه د یوې اولاده وګرځوله.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

همدارنګه نوموړې د کنیکټیکټ ایالت په بریجپورټ ښار (Bridgeport, Connecticut) کې د امریکایي انقلاب د لوڼو (Daughters of the American Revolution) غړې وه، چې د کنکټیکټ برانچ د ایالاتي ترانې شعر يې لیکلی ؤ. د سایمون کراسبي له خوا(په نَسب کې)، فېني د پریسبیټیرین (Presbyterian) وزیر هاوارډ کراسبي (Howard Crosby) او د هغه د نیوابولیشنیسټ (neoabolitionist) زوی ایرنیسټ هاوارډ کراسبي (Ernest Howard Crosby) او همدارنګه د سندرغاړو بینګ او باب کراسبي هم خپلوانه وه.[۱۸][۱۹]

کراسبي د شپږو میاشتو وه چې د زکام او د سترګو د التهاب په ناروغۍ اخته شوه. د ترشحاتو د درملنې لپاره یې د شړشمو مرحم (Mustard poultices) څخه ګټه اخیستل کېده. د کراسبې په وینا د درملنې دغې طریقې د نوموړې د لیدنې اعصاب (optic nerves) زیانمن کړل او هغه یې ړنده کړله، مګر معاصر ډاکټران فکر کوي چې د نوموړې ړوندوالی به ذاتي ؤ او ښایي په کوچني والي کې به یې ورته د والدینو پام نه وي شوی.[۲۰][۲۱]

پلار يې د ۱۸۲۰ز کال په نومبر میاشت کې ومړ، په هغه وخت کې د فېني عمر یوازې  شپږ میاشتې ؤ، نو پالنه یې مور او مورنۍ نیا ایونیس پادوک کراسبي (د ۱۷۷۸ز کال په شاوخوا کې زېږېدلې – د ۱۸۳۱ز کال په شاوخوا کې مړه شوې) وکړه. نوموړو ښځو کراسبي د مسیحي اصولو په بنسټ تربیه کړه او له هغې سره یې مرسته وکړه چې د انجیل ډېره برخه حفظ کړي او نوموړې په منهاتن (Manhattan) کې د جان سټریټ میتودیست ایپیسکاپل کلیسا (John Street Methodist Episcopal Church) فعاله غړې شوه.

کراسبي شپږ کلنه وه چې کورنۍ یې د نیویارک، نارت سالیم ښار (North Salem, New York) ته کډه شوه په دغه ښار کې ایونیس هم رالویه شوې وه. د ۱۸۲۵ز کال په اپرېل میاشت کې نوموړې، جراح ډاکټر والټاین مات وکتله/ معاینه کړه او دې نتیجې ته ورسېد چې د نوموړې حالت د عملیات وړ نه دی او ړوندوالی یې تلپاتې/ دایمي دی.

په اته کلنۍ کې کراسبي خپل لومړۍ شعر چې موضوع یې د دې د خپل حالت شرح وه ولیکه. نوموړې وروسته وضاحت ورکړ: " داسې ښکاري چې دا به د خدای خوښه او الهی تقدیر ؤ چې زه دې د ټول عمر لپاره ړنده یم او زه په دې راکړه د هغه شُکر ادا کوم. که ما ته سبا د ټولې ځمکې د لیدنې وړاندیز وشي قبول به یې نه کړم. زما شاوخوا چې کوم ښایسته او جالب شیان وجود لري، ښایي زما حواس یې تیت او پرک/ پریشان کړي وای او زه یې د خدای د ثناء له ویلو غافله کړې وای." همدارنګه، نوموړې یو وار ویلي وو، " کله چې جنت ته لاړه شم، لومړنۍ مخ چې په لیدلو به یې خوشحاله شم، زما د خدای هغه به وي (مخ به وي)". د ژوند لیکونکي اني ویلیس په وینا "که نوموړې رنځوره نه وای، ښایي دومره ښې زده کړې یې نه وای کړې یا دومره ځلېدلې نه وای او یقیناً دومره ښه حافظه به یې نه وه".[۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۸۲۸ز کال کې میرسي او فېني د کنیکټیکټ ایالت په ریجفیلډ ښار کې د هاولي په نامه د یوې مېرمنې کور ته نقلِ مکان وکړ. په ریجفیلډ ښار کې د اوسېدلو په دوران کې یې د ګرین کلي په پریسبایټیرین کلیسا کې ګډون کاوه. تاریخ لیکونکي ایډیت ایل.بلومهوفر د کراسبي د کور چاپېریال د " یوې تلپاتې مسیحي عقیدې" په توګه توصیف کړی دی. کراسبي له لس کلنۍ وروسته د خپلې نيا او بیا د میرمن هاولي په هڅونې، هره اونۍ د انجیل پنځه فصله حفظول؛ تر پنځلس کلنۍ پورې نوموړې څلور انجیلونه (four gospels)، تورات/ د لرغوني وخت پنځه کتابونه (Pentateuch)، د سلیمان د امثالو کتاب(Book of Proverbs)، د سلیمان ترانه(Song of Solomon)، او ډېر مزامیر (Psalms)  حفظ کړي وو. له ۱۸۳۲ز کال څخه د موسیقۍ یو ښوونکی په اونۍ کې دوه ځله ریجفیلډ ته راتللو تر څو فېني او او څو نورو ماشومانو ته د ترانو درس ورکړي. تقریباً په همغه وخت کې د لومړي ځل لپاره نوموړې د کلیسا په میتودیست مراسمو کې، په میتودیست ایپیسکاپېل کلیسا کې (Methodist Episcopal Church) برخه واخیسته او د دوی مذهبي ترانو ډېره خوشحاله کړه.[۲۵][۲۶]

په ۱۸۳۵ز کال کې د خپلې پنځلسمې کلیزې د ورځې څخه لږ مخکې کراسبي د نیویارک د ړندو/ نابینایانو په موسسه (NYIB) (New York Institution for the Blind)کې نوم لیکنه وکړه. نوموړې اته کاله د زدکړیالې او دوه کاله د فارغ التحصیل زدکړیالې په حیث هلته پاتې شوه، په دغه موده کې نوموړې ګیتار، اورګان(organ)، هارپ(harp) [اورګان او هارپ د موسقۍ الې دي] او پیانو غږول زده کړل او ډېره ښه سوپرانو (soprano) سندرغاړې/ ترانه ویونکې شوه. په ۱۸۳۸ز کال کې چې نوموړې په (NYIB) کې زده کړې کولې مور یې میرسي بل واده وکړ او له دغه واده څخه یې درې اولاده وزېږول. میرسي یې خاوند په ۱۸۴۴ز کال کې خوشې کړه.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 121799670  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Fanny-Crosby — subject named as: Fanny Crosby — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. https://mormonarts.lib.byu.edu/people/fanny-j-crosby/
  4. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6vm5gss — subject named as: Fanny Crosby — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4173 — subject named as: Frances Jane Crosby — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. subject named as: Fanny Crosby — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Crosby,_Fanny — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  7. سرليک: American Women Writers
  8. Hawkinson, Don (2005). Character for Life: An American Heritage: Profiles of Great Men and Women of Faith who Shaped Western Civilization. New Leaf Publishing Group. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780892216291. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Fanny Crosby". LANDMARKS PRESERVATION SOCIETY of Southeast, Inc. February 11, 2010. Archived from the original on May 3, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  10. Wilhoit, Mel. R (October 1984). "The Music of Urban Revivalism". The Hymn. Hymn Society of America. 35: 222. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Commire, Anne; Klezmer, Deborah (2000). Women in world history : a biographical encyclopedia. Waterford, CT: Yorkin Publications. د کتاب پاڼې 220. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780787637361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Church Publishing 2010، صص. 216–217.
  13. "Fanny Crosby | Biography, Hymns, Poems, & Facts | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "S.G. Drake, 1860". The New England Historical & Genealogical Register and Antiquarian Journal. New England Historic Genealogical Society. 14: 310–311. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Crosby, Eleanor Francis (Davis) (1914). Simon Crosby the Emigrant: His English Ancestry, and Some of his American Descendants. GH Ellis Co. د کتاب پاڼي 45, 98. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Foster, Warren Dunham (1913). Heroines of Modern Religion. Ayer. د کتاب پاڼې 117. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Blumhofer 2006a، ص. کينډۍ:Page needed.
  18. "Proceedings of the Continental Congress of the National Society of the Daughters of the American Revolution". Daughters of the American Revolution Continental Congress. The Congress. 24: 446. 1915. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Luker, Ralph E. (1998), The Social Gospel in Black and White: American Racial Reform, 1885–1912, UNC Press Books, د کتاب پاڼې 242 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په August 30, 1992 باندې). Westchester Guide: Fanny Crosby's Day. New York Times.
  21. "Fanny Crosby: The Early Years". Leben: A Journal of Reformation Life. 4 (3). July–September 2008. د اصلي آرشيف څخه پر July 19, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 4, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  22. "Fanny Crosby; America's Hymn Queen", Glimpses of Christian History 198, http://www.christianhistorytimeline.com/GLIMPSEF/Glimpses2/glimpses198.shtml
  23. The Sunday-School World. 1900. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Annie Isabel Willis, "A Blind Hymn Writer", Daily True American, August 1, 1889, p. 2.
  25. Annie Isabel Willis, "A Blind Hymn Writer", Daily True American, August 1, 1889, p. 2.
  26. Severance, Diane, "Fanny Crosby; Queen of American Hymn Writers", Glimpses of Christian History, 30, Christian History timeline الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)