فضا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په پورتنی تصویر کې ۲,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰ دوه ټریلیونه کهکشانونه موجود دي.

فضا (جهان) هغه څه چې د انسانانو سره د ننۍ ټکنالوژې په مرسته د لیدلو وړ دي.

مونږ په فضا (جهان) کې سپوږمۍ زمونږ له نړۍ (سارې) نه ۲۸۴,۴۰۰ کیلومتره فاصله لري, یعنی که مونګه د یوه موټر سره چې په یو ۱ ساعت کې ۱۰۰ کیلومتره مساحت ووښي سپوږمۍ ته حراکت وکړو نو ۱۶۰ ورځې شپې به وخت ونیسی ترڅو مونګه ترټولو نږدی سیارې یعنی سپوږمۍ ته ورسیږو. په دوهم قدم کې ځمکې ته نږدی مریخ دی چې څولسیزې کیږي انسانان پرې څیړنې کوي مریخ د ځمکې په ۲۲۵,۰۰۰,۰۰۰ کیلومترې کې موقیعت لري چې د لمر د سرعت پر آساس ۲,۵ ثانیې له ځمکې سره فاصله لري، یعنی که مونږ و غواړو چې مریخ ته یو صوتي پیغام ولیګو نو ۲۰ دقیقې وخت به ونیسی ترڅو مریخ ته ورسیږي او ۲۰ دقیقې وخت نیسی ترڅو بیرته ځمکې ته راورسیږي. وویجر یو (سپوږمکې) چې په ۱۹۷۷م کال کې د ناسا له خوا د څیړنو لپاره فضا ته استول شوی په ثانیه کې ۱۷ کیلومتره مساحت وښی چې کابو (۴۳ کاله) کیږي لا خپل فعالیت ته ایدامه ورکوی د ځمکې سره د ۱۳۸ نجومي واحدونو په فاصله کې چې یو نجومي واحد د ځمکې او لمر د فاصلې په اندازه دی موقیعت لري, که وویجر ۱ په ثانیه کې ۱۷کیلومتره مزل وښلو سره خپل سفر ته ایدامه ورکړئ نو ۳۰,۰۰۰ کاله وخت به ونیسی ترڅو ورت وریځ ته ورسیږي. له دی وروسته باید د لمر سرعت سره محاسبه وشي چې ترټولو تیز سرعت لري. یو لمریز کال د ۹,۴۰۰,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰ (نه آشاریا څلور) km کیلومترو سره برابر دی یعنی له وویجر یو نه وروسته ځمکې ته نږدی د له محلي ستورو څخه یادونه کولی شو چې له یادو ستورو څخه د الفها ستوری Alpha Cetauri) ځمکې ته ترټولو نږدی ستوری دی چې د ځمکې سره په ۴,۲ لمریزه کاله فاصله کې موقیعت لري یعنی که وویجر یو هلته روان شي نو ۷۰ زره کاله وخت به ونیسي ترڅو هلته ورسیږي. له محلی ستورو له فاصلي وروسته ځمکې ته نږدی د شیدو لار موقیعت لري چې د ټولې شیدو لار جوړښت ۱۰۰,۰۰۰ لمریزه کاله پراخوالی لري. په یاد کهکشان کې د لمر په اندازه ۱۰۰,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰ میلیارده ستوري او همدارنګه له ۱۰۰,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰ میلیاردو ډیرې سیارې شتون لري, له دی وروسته فاصله کې د کهکشانانو سیمه ییز ګروپ موقیعت لري چې پراخوالی یې ۱۰,۰۰۰,۰۰۰ میلیونه لمریځه کاله دی، له دی ټولو ورهاخوا د سنبلې لوړه برخه نومې له کهکشانونو جوړه برخه ده چې له ۱۰۰ ډوله ډیر کهکشانونه پکې شتون لري ددی سنبلې پراخوالی ۱۱۰,۰۰۰,۰۰۰ میلیونه لمریزه کاله دی. د سنبلې لوړه برخه لا زمونږ د لیدلو وړ فضا آخر ندی له دی وروسته د لاناکیا لوړه برخه راځی چې پکې ۱۰۰,۰۰۰ زره کهکشانونه پراته دي, یاده لوړه د ځمکې سره په ۵۲۰,۰۰۰,۰۰۰ میلیونه لمریزه کاله فاصله کې پرته ده. له هغه وروسته زمونږ د ټکنالوژې پرمټ د لیدلو وړ وروستې برخه پورتنی تصویر دی چې پکې ۲,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰ ټریلیونه کهکشانونه پراته دي په ساده اصتلاح زمونږ د نړۍ د سمندر د شګو نه ډیرې سیارې پکې شتون لري.

اړوند مخونه