Jump to content

کهکشان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کهکشان د جاذبې قوې له مخې د ستورو، ستوريزو پاتې شونو، د ستورو ګاز، دوړې او تياره مادې يو تړلی نظام دی. د کهکشان انګليسي ويی “Galaxy” له يوناني “galaxias” (γαλαξίας) څخه اخېستل شوی دی، چې په لفظي ډول «د شيدو» په مانا سره دی او د شيدو لار کهکشان ته يوه نغوته يا اشاره ده، چې لمريز نظام هم په کې دی. کهکشانونه د اټکل له مخې په منځني ډول ۱۰۰ ميليونه ستوري لري، چې له ۱۰۰ ميليون (۱۰۸) څخه د لږو ستورو لرونکو کوچنيو څخه د سل ترېليون (۱۰۱۴) لرونکو ستورو تر خورا لويو کهکشانونو پورې رسېږي، چې هر ستوری په کې د خپل کهکشان د کتلې له مرکز څخه دوران کوي. [۱]

کهکشانونه د هغوی د باندنۍ بڼې له مخې د بيضوي، مارپېچ يا نامنظمو کهکشانونو په توګه ډلبندي کېږي. فکر کېږي چې ډېری کهکشانونه په خپلو مرکزونو کې خورا ستر تياره سوري لری. د شيدو لار کهکشان مرکزي تور سوری چې د ساګيټاريس ای سټار “Sagittarius A*” په نوم پېژندل کېږي، د لمر په پرتله څلور ميليون برابره لويه کتله لري. د ۲۰۱۶ ز کال تر مارچ پورې جي ان-زي ۱۱ “GN-z11” تر ټولو لرغونی او خورا لرې پروت کهکشان ليدل کېږي. ياد کهکشان له ځمکې څخه ۳۲ بېليون نوري کالونه د حرکت ګډ يا “comoving” واټن لري او داسې ګڼل کېږي، چې له “Big Bang” تيوري څخه يوازې ۴۰۰ ميليون کالونه شاته پروت دی.

په ۲۰۲۱ ز کال کې د ناسا د “New Horizones” فضايي پلټنې معلومات د نږدې ۲۰۰ بيليون کهکشانونو د پخواني اټکل د کره کولو په موخه کارول کېدل، چې د ۲۰۱۶ ز کال اټکل يې تعقيب کړ، چې له مخې يې په ټوله کې د کتلو وړ طبيعت کې دوه ترېليون يا له دې څخه زيات کهکشانونه او د اټکل له مخې (1 x 1024) ستوري شته، چې د ستورو دا کچه د ځمکې د سيارې په ټولو سواحلو کې د شګو له ټولو ذرو څخه لوړه ده. ډېری کهکشانونه له ۱۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰۰ پارسېکونو [يو پارسېک درې نوري کالونه کېږي] قطر يا پنډوالی لري، چې نږدې له ۳۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰۰ نوري کالونه کېږي او د ميليونونو پارسيکونو يا مېګاپارسېکونو واټنونو له مخې يو له بل څخه بېل شوي دي. د پرتلنې په توګه: د شيدو لار کهکشان لږ تر لږه ۲۶۸۰۰ پارسيکونه (۸۷۴۰۰ نوري کالونه) قطر لري او له اندروميدا کهکشان “Andromeda Galaxy” څخه، چې نږدې ۱۵۲۰۰۰ نوري کالونه قطر لري او ورسره تر ټولو نږدې ستر کهکشان دی، د ۷۸۰۰۰۰ پارسيکونو (۲،۵ ميلون نوري کالونو) واټن لري. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د کهکشانونو تر منځ فضا په يو نازک يا نري ګاز (د کهکشانونو تر منځ وسط) سره ډکه شوې ده، چې په منځنۍ کچه په يو مکعب متر کې له يو اتوم څخه ټيټ غلظت لري. زياتره کهکشانونه د راښکون يا جاذبې د قوې له مخې په ډلو، غونچو او سترو ډلو وېشل شوي دي. د شيدو لار د سيمه ييزې ډلې يا لوکل ګروپ “Local Group” برخه دی، چې د اندوميدا کهکشان تر څنګ په دې (شيدو لار) کهکشان هم نفوذ لري. د ستورو ياده ډله د وېرګو په نوم د ستورو د سترې ډلې “Virgo Supercluster” برخه ده. دا ټولنې په تر ټولو پراخه کچه په عمومي ډول په پاڼو يا شيټونو او رښکيو يا فېلامېنټونو کې تنظيم شوې دي، چې ګرد چاپېر يې پراخه تشو نيولې ده. سيمه ييزه ډله يا لوکل ګروپ او د ستورو وېرګو نومي ستره ډله دواړه د لانياکيا “Laniakea” په نوم خورا لوی اسماني جوړښت کې ځای لري. [۹]

ارپوهنه[سمول]

د کهکشان “galaxy” ويی د فرانسوي او د منځنيو پېړيو لاتينې ژبې له لورې د شيدو لار (galaxías (kúklos) γαλαξίας (κύκλος)) «د شيدو کړۍ» لپاره کارېدونکې يوناني اصطلاح څخه راپور شوی دی، چې اسمان کې د شيدو ته ورته رڼا په بڼه د هغه د ښکاره کېدنې له امله نومول شوی دی. د يوناني افسانې له مخې زيوس خپل ماشوم هيراکليس، چې له مړې ښځې څخه زېږېدلی دی، په داسې حال کې د هيرا “Hera” پر ټټر باندې اچوي چې هغه ويده ده؛ نو ماشوم به د نوموړې پاکې سپېڅلې يا اسماني شيدې وڅښي او په دې ډول به تل پاتې يا نه مړ کېدونکی شي. هيرا د شيدې ورکولو پ رمهال راويښېږي او په دې پوهېږي، چې هغه د يو ناپېژانده ماشوم پالنه کوي: هغه ماشوم لرې پورې وهي، د هيرا يو څه شيدې توېيږي او د شيدو لار په نوم د رڼا ډله جوړوي. [۱۰]

د ستورو په ادبياتو کې په غټو تورو ليکل شوی “Galaxy” ويی زياتره زموږ په نړۍ کې له نورو کهکشانونو سره د توپير کولو په موخه، زموږ کهکشان (د شيدو لار) لپاره کارول کېږي. د انګليسي “Milky Way” اصطلاح تاريخ ۱۳۸۰ زکال کې د چاوسر له لورې يوې قيصې ته ورګرځي:

هلته کهکشان ته وګوره

کوم سړی د شيدو لاره پاکوي

او د نندارې لپاره سپين څرګندېږي

- جيوفري چاوسر، د شهرت کور “Geoffrey Chaucer”, The House of Fame”

کهکشانونه په لومړيو کې د دوربين په واسطه موندل (کشف) شوي وو او د مارپېچ نيبولا په نوم پېژندل کېدل. له ۱۸ څخه د ۱۹ پېړۍ پورې ډېری ستورپوهانو فکر وکړ، چې کتل شوې کتلې يا د ستورو نابېلې شوې ډلې يا غير کهکشاني نيبولا دي او هغوی يې يوازې د شيدو لار کهکشان برخې ګڼلې، مګر د هغوی اصلي جوړښت او طبيعت ناڅرګند او د يو راز په توګه پاتې شو. هغو کتنو چې د اندروميدا کهکشان په څېر د يو څو نږدې روښانه کهکشانونو له سترو دوربينونو څخه يې ګټه اخېستله، د ستورو په خورا سترو يو ځای کېدنو [راټولېدلو] کې يې هغوی د ستورو د ښکاره تتوالي او بشپړ نفوس پر بنسټ سره بېل کړل، چې د دې جسمونو اصلي واټنونو دوی د شيدو لار کهکشان تر شا په ښه ډول ځای په ځای کړل. دوی د همدې له امله په عمومي ډول د ټاپو نړيو په نوم يادېدل، مګر دا اصطلاح په چټکۍ سره له کارونې ځکه ولوېده، چې د نړۍ ويي د ټول شتون مانا درلوده او پر ځای يې يوازې د کهکشانونو په نوم وپېژندل شول.

نوم ايښودنه[سمول]

په لسګونو زره کهکشانونه په بنسټيز ډول لښتليک شوي دي، مګر يوازې يو څو يې غوره نومونه لري. لکه: اندروميدا کهکشان، ماژلاني ورېځې “Magellanic Clouds”، وايرپول کهکشان “Whirpool Galaxy” او سومبريرو کهکشان “Sombrero Galaxy”. ستورپوهان د يو شمېر معلومه لښتليکونو په مرسته کار کوي. لکه: ميزاير لښتليک يا کتلاک «Messier catalogue»، نوی عمومي لښتليک «New General Catalogue»(NGC) ، شاخص لښتليک «Index Catalogue» (IC)، د کهکشانونو او د کهکشانونو د ستوريزو ډلو لښتليک «Catalogue of Galaxies and of Clusters of Galaxies» (CGCG)، د کهکشانونو مورفولوژيک لښتليک «Morphological Catalogue of Galaxies» (MCG)، د کهکشانونو اپسالا نومي عمومي لښتليک «Uppsala General Catalogue» (UGC) او د اصلي کهکشانونو لښتليک «Catalogue of Principal Galaxies» (PGC)، چې د “LEDA” په نوم هم پېژندل کېږي. ټول پېژندل شوي کهکشانونه د پورتنيو بنسټيزو لښتليکونو په يو يا ورڅخه زياتو هغو کې هر وخت د يو بېل عدد يا ګڼې له مخې راڅرګندېږي. د بېلګې په ډول ميزاير ۱۰۹ (يا M109) يو مارپېچ کهکشان دی، چې د ميزاير لښتليک کې ۱۰۹ عدد لري. دا کهکشان د “NGC” ۳۹۹۲، د “UGC” ۶۹۳۷، د “CGCG” ۲۶۹-۰۲۳، د “MCG” ۰۴۴-۲۰-۰۹+ او د “PGC” يا “LEDA” ۳۷۶۱۷ ونډې هم لري. ميليونونه تت کهکشانونه د سلون ډيجيټل سکای سروې په څېر اسماني سروېګانو کې د هغوی د ځانګړتياوو له مخې پېژندل کېږي، چې “M109” په کې د “SDSS J115735.97+532228.9” په توګه لښتليک شوی دی.

د کتنې تاريخ[سمول]

د شيدو لار او نورو نيبولا په اړه دا پوهېدنه چې موږ په يو کهکشان کې ژوند کوو، چې د زياتو موازي يا برابرو سترو موندنو له ډلې څخه دی.

د شيدو لار کهکشان[سمول]

يوناني فيلسوف دموکريت “Democritus” (۴۵۰ – ۳۷۰ مخزېږديز کال) وړانديز وکړ، چې د شيدو لار په نوم د شپې له خوا اسمان کې روښانه ډله ښايي بېل ستوري ولري. ارستو (۳۸۴ – ۳۲۲ مخزېږديز کال) که څه هم باورمن و، چې د شيدو لار د ځينو لويو، ګڼو او يو بل ته د نږدې ستورو د اورينې څپې يا وږم له سوځېدنې له امله وه او سوځېدنه د اتموسفير په پورتنۍ برخه يا د نړۍ په هغه برخه کې پېښېږي، چې په درنو حرکتونو سره دوام کوي. نيوپلاتوني فيلسوف ځوان اوليمپيوډورس “Olympiodorus the Younger” په دې نظريې نيوکه کوله او استدلال يې کاوه، چې که چېرې د شيدو لار ځمکنی يا تر سپوږمۍ ښکته وي (د ځمکې او سپوږمۍ تر منځ پورت وي)، نو بايد په ځمکه باندې په بېلابېلو ځايونو او وختونو کې بېلابېل څرګند شي؛ بل دا چې بېلابېله بڼه بايد ولري، چې داسې نه ده. د نوموړي په اند د شيدو لار کهکشان اسماني جسم و. [۱۱][۱۲]

سرچینې[سمول]

  1. (په 11 February 2022 باندې). How many stars are in the universe? - Can we estimate the total number of stars?. Space.com.
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Castelvecchi, Davide (16 October 2016). "Universe has ten times more galaxies than researchers thought - The new estimate could help astronomers better understand how galaxies form and grow" (PDF). Nature. doi:10.1038/nature.2016.20809. S2CID 125550751. لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Christopher J. Conselice; et al. (2016). "The Evolution of Galaxy Number Density at z < 8 and its Implications". The Astrophysical Journal. 830 (2): 83. arXiv:1607.03909. Bibcode:2016ApJ...830...83C. doi:10.3847/0004-637X/830/2/83. S2CID 17424588. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. (په 17 October 2016 باندې). Two Trillion Galaxies, at the Very Least. The New York Times.
  6. Staff (2019). "How Many Stars Are There In The Universe?". European Space Agency. خونديځ د اصلي څخه September 23, 2019. لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Marov, Mikhail Ya. (2015). "The Structure of the Universe". The Fundamentals of Modern Astrophysics. مخونه 279–294. doi:10.1007/978-1-4614-8730-2_10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4614-8729-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Mackie, Glen (1 February 2002). "To see the Universe in a Grain of Taranaki Sand". Centre for Astrophysics and Supercomputing. خونديځ د اصلي څخه December 23, 2018. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Gibney, Elizabeth (2014). "Earth's new address: 'Solar System, Milky Way, Laniakea'". Nature. doi:10.1038/nature.2014.15819. S2CID 124323774. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. C. T. Onions et al., The Oxford Dictionary of English Etymology, Oxford, 1966, p. 385.
  11. Plutarch (2006). The Complete Works Volume 3: Essays and Miscellanies. Echo Library. مخونه 66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4068-3224-2. خونديځ د اصلي څخه March 24, 2021. لاسرسي‌نېټه July 25, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Ibn Bâjja". Stanford Encyclopedia of Philosophy. (September 28, 2007).