د شیدو لار
اوږده ليکنه | ||||||||||||||||||||||||||||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
د شيدو لار د ۱۰۰۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰۰ نوري کالونو پورې د اټکل شوي قطر يا پېړوالي په لرلو سره، يو ليکه شوی (احاطه شوی) مارپېچ کهکشان دی. وروستي تشبیهات وړانديز کوي، چې د تياره مادې برخه هم ځينې د ليدلو وړ (څرګند) ستوري لري، چې کېدای شي د نږدې ۲ ميليونه نوري کالونو په پېړوالي (قطر) پورې وغځېږي. د شيدو لاره يو څو د سپوږمکيو کهکشانونه لري او د کهکشانونو د محلي ډلې (Local Group) يوه برخه ده، چې د Virgo Supercluster [د کهکشانونو کړۍ ده] يوه برخه جوړوي چې دا په خپله د (Laniakea Supercluster) يوه برخه ده. [۱۹][۲۰] اټکل شوې ده چې د شيدو لاره کهکشان کې ۴۰۰-۱۰۰ بېليونه ستورو او لږ تر لږه په همدې شمېر سيارې دي. لمريز نظام د کهکشاني مرکز څخه نږدې ۲۷۰۰۰ نوري کالونه لرې په يوه وړانګه يا نيمايي قطر کې د منظومې برخې پر دننۍ څنډه باندې، چې ياده څنډه د ګاز او دوړې د راټولېدنې يوه مارپېچ بڼه ده. په ۱۰۰۰۰ نوري کالونو کې دننه ستوري يو راوتلتوب (برامدګی) جوړوي او يو يا زياتې ميلې له ياد راوتلتوب څخه ځلېږي (وړانګې وهې). کهکشاني مرکز د Sagittarius A* په نوم يوه کلکه بې سيم سرچينه ده، چې يو د 4.100 (+ 0.034) ميليونه لمريزو کتلو يو خورا ستر تور سوری دی. ستوري او ګازونه د کهکشان له مرکز څخه په پراخ واټن کې نږدې په يوه ثانيه کې نږدې ۲۲۰ کيلومتره څرخي. ښکاري چې د ثابتې څرخېدنې چټکتيا د Kepler ډيناميک له قوانينو سره مخالفت لري او وړانديز کوي، چې د شيدو لارې ډېره کتله (نږدې ٪۹۰) د دوربين په واسطه د ليدلو وړ نه دی چې الکترومقناطيسي وړانګې نه خپروي او نه يې زغمي. ياده اټکلي کتله «تياره ماده: dark matter» نومول شوې ده. د څرخېدنې دوره د لمر په وړانګه کې نږدې ۲۴۰ ميليونه کالونه ده. د شيدو لاره په ټوله کې د سرچينې له کهکشاني پورته چوکاټونو ته په پام سره يوه ثانيه کې د نږدې ۶۰۰ کیلومتر په چټکتيا حرکت کوي. په دې کهکشان کې تر ټولو پخواني ستوري نږدې هغومره پخواني يا زاړه دي، څومره چې نړۍ ده او په دې ډول کېدای شي، د Big Bang له تيارو دورو (Dark Ages) څخه لږ څخه مخکې جوړ شوي وي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸] ظاهري بڼه[سمول]د شيدو لاره له ځمکې څخه د سپينې رڼا د يوې تتې ډلې په توګه د ۳۰ درجو په پراخولي سره د شپې له خوا اسمان کې د ليندۍ په بڼه د ليدلو وړ ده. د شپې له خوا د اسمان په کتنې سره که څه هم په ټول اسمان کې ټول انفرادي، لکه: د پرانيستې سترګې [پرانيستې سترګې ته ورته بڼه کې ښکاري] ستوري د شيدو لارې کهکشان برخه دي، چې د Milky Way اصطلاح د رڼا په دې ډلې پورې تړلې ده. ياده رڼا د نا تجزيه (حل) شويو ستورو او د کهکشاني سطحې په مسير کې د پرتو نورو موادو له راټولېدلو څخه رامنځته کېږي. د ډلې شاوخوا يو څه روښانه برخې د ستوري د ورېځو په نامه د نرمو څرګندو ټوټو په ډول ښکاره کېږي. د دوی له ډلې تر ټولو ستر يې Large Sagittarius Star Cloud ده، چې د کهکشان د مرکزي راوتلتوب يوه برخه ده. په کړۍ کې دننه تياره برخو، لکه: ستر درز (Great Rift) او Coalsack کې د ستورو تر منځ دوړه له لرې ستورو څخه د رڼا مخه نيسي. د اسمان هغه برخه چې د شيدو لار کهکشان يې تتوي (تياره کوي)، د مخنيوي برخه يا سيمه نومول کېږي. [۲۹][۳۰][۳۱] د شيدو لاره يو څه ټيټه سطحه روښنايي لري، چې د ليدلو وړتيا يې د شاځمکې رڼا ،لکه: د رڼا ککړتيا يا د سپوږمۍ رڼا له لوري خورا کمېدلی شي. د دې لپاره چې د شيدو لاره کهکشان وکتل شي، اسمان بايد په هر مربع کمال (arc) ثانيه کې د ځلا نږدې ۲۰،۲ درجو څخه زيات تياره وي. ياد کهکشان بايد هغه وخت هم د ليدلو وړ وي، چې ټاکلې اندازه نږدې +5.1 يا له دې غوره وي او په +6.1 کې د جزياتو ستره اندازه ښيي [کهکشان به ډېر روښانه وکتل شي او په اړه به يې ډېر معلومات تر لاسه کړی شو]. په ذکر شويو حالتونو کې له روښانه ښاري يا ښاري سيمو څخه د شيدو لارې کهکشان ليدل ستونزمنوي، مګر له کليوالي سيمو څخه هغه وخت په څرګند ډول ښکاري، چې سپوږمې له افق څخه ښکته وي. د شپې اسمان د مصنوعې نقشو روښنايي ښيي، چې د ځمکې د وګړو له يو پر درې برخو څخه زيات يې د رڼا ککړتيا له امله له خپلو کورونو څخه د شيدو لارې کهکشان نه شي ليدلی. [۳۲][۳۳] لکه څرنګه چې له ځمکې څخه ښکاري، د شيدو لارې د کهکشاني سطحې روښانه (د ليدلو وړ) برخه د اسمان هغه سيمه او برخه نيسي، چې د ستورو ۳۰ ټولګې لري. کهکشاني مرکز (Galactic Center) اسماني ليندۍ پر لور پروت دی، چې Milky Way په کې تر ټولو روښانه دی. ښکاري چې له دې ليندۍ يا قوس څخه د سپينې رڼا تته کړۍ په Auriga کې د کهکشاني تمايل شاوخوا ته تېرېږي. ياده کړۍ د لارې په پاتې برخه کې د اسمان شا او خوا ته ادامه کوي، بېرته اسماني ليندۍ (Sagittarius) ته راګرځي او اسمان په نږدې دوه برابرو څنډو يا نيمه کرو وېشي. [۳۴] کهکشاني سطحه نږدې ۶۰ درجو کې د لمر مدار (د ځمکې د مدار ميلان) ته متمايله ده. د اسماني استوا اړوند دا له شمال څخه د Cassiopeia ستورو ټولګې او سويل لوري کې د Crux ستورو ټولګې ته تېرېږي، چې د ځمکې د استوايي سطحې لوړ تمايل او د کهکشاني سطحې اړوند د لمر مدار سطحه په ګوته کوي. د شمالي کهکشاني قطب د ښي مخ پر لوړې (صعود) په ۱۲ ساعتونو ۴۹ دقيقو او +27.4 درجو (B1950) کې (β Comae Berenices) ته نږدې او د سويلي کهکشان قطب a Sculptoris ته نږدې پروت دی. د شپې او کال د وخت له مخې د دې لوړ ميلان له امله د شيدو لارې ليندۍ کېدای شي، په اسمان کې يو څه ټيټ يا لوړ څرګند شي. له ۶۵ درجې شمال څخه ۶۵ درجې سويل طول البلدونو څخه، د ليدونکو لپاره د شيدو لارې کهکشان په ورځ کې دوه ځلې په سيده ډول د سر له پاسه تېرېږي. اندازه او کتله[سمول]د شيدو لاره په محلي ډله (Local Group) له Andromeda کهکشان څخه وروسته د نږدې (۲۰۰۰۰۰ – ۱۷۰۰۰۰) نوري کالونو دايروي قطر او په منځني ډول د نږدې 1000 ly (0.3kpc) ډبلوالي په لرلو سره دويم تر ټولو ستر کهکشان دی. د شيدو لارې کهکشان د يو څه فزيکي اندازې د پرتله کولو لپاره که چېرې له نيپتون پرته د لمريز نظام د متحده ايالتونو څلورمه برخه (24.3 mm (0.955 in)) وی، نو د شيدو لاره به کېدای شي، د متحده ايالتونو د اندازې برابر وی. د يو څه هوارې کهکشانې سرخې څخه پورته او ښکته د څپې وهونکو ستورو کړۍ ته ورته تار يا رېښه ده، چې له ۱۵۰۰۰۰ څخه تر ۱۸۰۰۰۰ نوري کالونو (46-55 kps) قطر يا پېړوالي کې د شيدو لارې شا او خوا نغښتل کېږي او کېدای شي، په خپله د شيدو لار کهکشان يوه برخه وي. [۵][۳۵][۳۶] پراخوالی[سمول]د سیارو شتون[سمول] |
- ↑
- ↑ Frommert, Hartmut; Kronberg, Christine (August 26, 2005). "Classification of the Milky Way Galaxy". SEDS. مؤرشف من الأصل في May 31, 2015. د لاسرسينېټه May 30, 2015. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Croswell, Ken (March 23, 2020). "Astronomers have found the edge of the Milky Way at last". مؤرشف من الأصل في March 24, 2020. د لاسرسينېټه March 27, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Rix, Hans-Walter; Bovy, Jo (2013). "The Milky Way's Stellar Disk". The Astronomy and Astrophysics Review. 21: 61. arXiv:1301.3168. Bibcode:2013A&ARv..21...61R. doi:10.1007/s00159-013-0061-8. S2CID 117112561. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑
- ↑
- ↑
- ↑
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲
- ↑ Karachentsev, Igor. "Double Galaxies §7.1". ned.ipac.caltech.edu. Izdatel'stvo Nauka. مؤرشف من الأصل في March 4, 2016. د لاسرسينېټه April 5, 2015. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑
- ↑
- ↑
- ↑
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱
- ↑
- ↑ . Milky Way Galaxy: Facts About Our Galactic Home. Space.com.
- ↑ "Laniakea: Our home supercluster". youtube.com. مؤرشف من الأصل في September 4, 2014. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Tully, R. Brent; et al. (September 4, 2014). "The Laniakea supercluster of galaxies". Nature. 513 (7516): 71–73. arXiv:1409.0880. Bibcode:2014Natur.513...71T. doi:10.1038/nature13674. PMID 25186900. S2CID 205240232. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Milky Way". BBC. د اصلي آرشيف څخه پر March 2, 2012 باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "How Many Stars in the Milky Way?". NASA Blueshift. مؤرشف من الأصل في January 25, 2016. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Staff (په January 2, 2013 باندې). 100 Billion Alien Planets Fill Our Milky Way Galaxy: Study. Space.com.
- ↑ (په 31 January 2022 باندې). An Electrifying View of the Heart of the Milky Way - A new radio-wave image of the center of our galaxy reveals all the forms of frenzy that a hundred million or so stars can get up to.. The New York Times.
- ↑ Heyood, I. (په 28 January 2022 باندې). The 1.28 GHz MeerKAT Galactic Center Mosaic. arXiv.
- ↑ (په March 8, 2019 باندې). The Latest Calculation of Milky Way's Mass Just Changed What We Know About Our Galaxy. ScienceAlert.com.
- ↑ Watkins, Laura L.; et al. (February 2, 2019). "Evidence for an Intermediate-Mass Milky Way from Gaia DR2 Halo Globular Cluster Motions". The Astrophysical Journal. 873 (2): 118. arXiv:1804.11348. Bibcode:2019ApJ...873..118W. doi:10.3847/1538-4357/ab089f. S2CID 85463973. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ H.E. Bond; E. P. Nelan; D. A. VandenBerg; G. H. Schaefer; et al. (February 13, 2013). "HD 140283: A Star in the Solar Neighborhood that Formed Shortly After the Big Bang". The Astrophysical Journal. 765 (1): L12. arXiv:1302.3180. Bibcode:2013ApJ...765L..12B. doi:10.1088/2041-8205/765/1/L12. S2CID 119247629. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Rey, H. A. (1976). The Stars. Houghton Mifflin Harcourt. د کتاب پاڼې 145. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0395248300. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Pasachoff, Jay M.; Filippenko, Alex (2013). The Cosmos: Astronomy in the New Millennium. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 384. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-68756-1. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Crossen, Craig (July 2013). "Observing the Milky Way, part I: Sagittarius & Scorpius". Sky & Telescope (په انګلیسي ژبه کي). 126 (1): 24. Bibcode:2013S&T...126a..24C. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Crumey, Andrew (2014). "Human contrast threshold and astronomical visibility". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society. 442 (3): 2600–2619. arXiv:1405.4209. Bibcode:2014MNRAS.442.2600C. doi:10.1093/mnras/stu992. S2CID 119210885. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Falchi, Fabio; Cinzano, Pierantonio; Duriscoe, Dan; Kyba, Christopher C. M.; Elvidge, Christopher D.; Baugh, Kimberly; Portnov, Boris A.; Rybnikova, Nataliya A.; Furgoni, Riccardo (June 1, 2016). "The new world atlas of artificial night sky brightness". Science Advances (په انګلیسي ژبه کي). 2 (6): e1600377. arXiv:1609.01041. Bibcode:2016SciA....2E0377F. doi:10.1126/sciadv.1600377. ISSN 2375-2548. PMC 4928945. PMID 27386582. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ The bright center of the galaxy is located in the constellation Sagittarius. From Sagittarius, the hazy band of white light appears to pass westward through the constellations of Scorpius, Ara, Norma, Triangulum Australe, Circinus, Centaurus, Musca, Crux, Carina, Vela, Puppis, Canis Major, Monoceros, Orion and Gemini, Taurus, to the galactic anticenter in Auriga. From there, it passes through Perseus, Andromeda, Cassiopeia, Cepheus and Lacerta, Cygnus, Vulpecula, Sagitta, Aquila, Ophiuchus, Scutum, and back to Sagittarius.
- ↑ Newberg, Heidi Jo; et al. (March 1, 2015). "Rings and Radial Waves in the Disk of the Milky Way". The Astrophysical Journal. 801 (2): 105. arXiv:1503.00257. Bibcode:2015ApJ...801..105X. doi:10.1088/0004-637X/801/2/105. S2CID 119124338. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "How Big is Our Universe: How far is it across the Milky Way?". NASA-Smithsonian Education Forum on the Structure and Evolution of the Universe, at the Harvard Smithsonian Center for Astrophysics. مؤرشف من الأصل في March 5, 2013. د لاسرسينېټه March 13, 2013. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "A New Age of Discoveries". مؤرشف من الأصل في March 31, 2020. د لاسرسينېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)