فريد احمد ملک
| شخصي مالومات | ||||||||||||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
| بشپړ نوم | فريداحمد ملک | |||||||||||||||
| زېږېدو نېټه | ۱۰ اګست ۱۹۹۴ (عمر: ۳۱ کاله) بهسود ولسوالۍ،ننګرهار ولايت، افغانستان | |||||||||||||||
| توپ وهنه | کيڼ لاسی | |||||||||||||||
| توپ اچونه | کيڼ لاسی تېز توپ اچوونکی | |||||||||||||||
| مسلک | توپ اچوونکی | |||||||||||||||
| نړيوال مالومات | ||||||||||||||||
| ملي لوبډله |
| |||||||||||||||
| ODI debut (لوبې ۳۵) | ډېسمبر ۲ مه ۲۰۱۴ متحده عرب امارات | |||||||||||||||
| وروستۍ يو ورځنۍ | اګست ۲۶ مه ۲۰۲۲ پروړاندې پاکستان | |||||||||||||||
| يو ورځنۍ کميس شمېره | ۵۶ | |||||||||||||||
| لومړۍ شل اوريزه (لوبې ۳۳) | ډېسمبر ۱۴ مه ۲۰۱۶ او متحده عرب امارات | |||||||||||||||
| وروستۍ T20I | اکتوبر ۷ مه ۲۰۲۳ پروړاندې هند | |||||||||||||||
| کميس شمېره T20I | ۵۶ | |||||||||||||||
| لوبډلې مالومات | ||||||||||||||||
| کلونه | لوبډله | |||||||||||||||
| ۲۰۱۷ | امو سيمه | |||||||||||||||
سرچينه: Cricinfo، اکتوبر ۱۷ مه ۲۰۱۳ | ||||||||||||||||
تمغے
| ||||||||||||||||
فرید احمد (۱۰اګست ۱۹۹۴ زېږېدلی) یو افغان کرکټر دی. [۱] هغه خپله یوه ورځنۍ نړیواله (ODI) د ۲۰۱۴ کال د ډېسمبر په ۲مه نېټه د متحده عربي اماراتو په وړاندې پیل کړه[۲]. هغه په ۲۰۱۴ آسیایي لوبو کې برخه اخیستې وه. [۳] هغه خپله شل اوریزه نړیواله (T20I) لوبه د افغانستان لپاره د ۲۰۱۶ کال د ډېسمبر په ۱۴ مه نېټه د متحده عربي اماراتو په وړاندې ترسره کړه. [۴]
د ۲۰۱۸ کال په سېپټمبر کې د افغانستان غوره لیګ سیالیو په لومړي پړاو کې د کابل په لوبډله کې شامل شو. [۵] د ۲۰۲۱ په سېپتمبر کې، هغه د آی سي سي کريکېټ نارینه شل اوريزه نړیوال جام لپاره د افغانستان په لوبډله کې د دوو لوبو لپاره نومول شوی وو. [۶]
د ۲۰۲۴ز په می مياشت کې، هغه د آی سي سي ۲۰۲۴ نارینه T20 نړیوال جام سیالیو لپاره د افغانستان په لوبډله کې شامل شو. [۷]
شخړې
[سمول]د پاکستان او افغانستان تر منځ د ۲۰۲۲ کال اسیا جام سیالیو په ترڅ کې، اصف علي او فرید په ميدان کې د اصف علي تر سوځولو وروسته د شخړې او ناسم چلند له کبله د دوی د لوبې ۲۵ سلنه فيس جريمه کړای شول. دواړو ته د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سيالۍ پر مهال د ICC د اخلاقو د لومړۍ درجې د سرغړونې له امله سزا ورکړل شوه. د ICC د یوې بیانیې له مخې، فرید د ۲.۱.۱۲ مادې څخه سرغړونه کړې، کوم چې "د یوې نړیوالې لوبې په جریان کې د لوبغاړي، د لوبغاړو د ملاتړ پرسونل، لوبڅار، میچ ریفري یا کوم بل کس (د ننداره کوونکي په ګډون) سره نامناسب فزیکي تماس پورې اړه لري." اصف وموندل شو چې د لوبغاړو او د لوبغاړو ملاتړي پرسونل لپاره د ICC د چلند قانون ۲.۶ مادې سرغړونه کړې ، کوم چې "د یوې نړیوالې لوبې پرمهال د داسې اشارې کارولو سره تړاو لري چې فاحشه یا له سپکاوي ډکه وي". دواړو لوبغاړو خپل جرم منلی او د میچ ریفري انډي پیکرافټ لخوا وړاندیز شوي بندیزونه یې منلي دي. [۸] [۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Fareed Ahmad Malik". ESPN Cricinfo. بياځلي په 26 June 2015.
- ↑ "Afghanistan tour of United Arab Emirates, 3rd ODI: United Arab Emirates v Afghanistan at Dubai (CA), Dec 2, 2014". ESPN Cricinfo. بياځلي په 2 December 2014.
- ↑ "Afghanistan tour of United Arab Emirates, 3rd ODI: United Arab Emirates v Afghanistan at Dubai (CA), Dec 2, 2014". ESPN Cricinfo. بياځلي په 2 December 2014.
- ↑ "Afghanistan tour of United Arab Emirates, 1st T20I: United Arab Emirates v Afghanistan at ICCA Dubai, Dec 14, 2016". ESPN Cricinfo. بياځلي په 14 December 2016.
- ↑ "Afghanistan Premier League 2018 – All you need to know from the player draft". CricTracker. بياځلي په 10 September 2018.
- ↑ "Rashid Khan steps down as Afghanistan captain over team selection". Cricbuzz. بياځلي په 9 September 2021.
- ↑ "Afghanistan's squad for the ICC Men's T20I World Cup". ScoreWaves (in انګليسي). بياځلي په 2024-06-07.
- ↑ . 8 September 2022.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) - ↑ "Asif Ali and Fareed Ahmad punished for breaching ICC Code of Conduct".