فرانسیس ګالتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرانسیس ګالتون
(انګلیسي: Francis Galton د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرانسیس ګالتون

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۶ فبروري ۱۸۲۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 17 جنوري 1911 (89 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف
ليکوال[۱۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه وګړپوهنه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ښاغلی فرانسیس ګالتون (زوکړه: د ۱۸۲۲ زکال د فبروري ۱۶ مه – مړینه: د ۱۹۱۱ زکال د جنوري ۱۷ مه) د ویکټوریايي دورې علامه و؛ نوموړی احصایوي عالم، ټولنپوه، ارواه پوه، انسان پېژندونکی، استوايي کاشف، د جغرافیا عالم، مخترع، هوا پېژندونکی، مخکښ نسل پېژندونکی، د مغزي وړتیا ارزونکی او همدارنګه د ټولنیز داروینېزم، نژادي اصلاح او علمي نژاد پالنې ملاتړی و. نوموړی په ۱۹۰۹ زکال کې شوالیه شو.

ګالتون څه باندې ۳۴۰ مقالې او کتابونه لیکلي. نوموړي همدارنګه د همبستګۍ په برخه کې احصایوي مفهوم رامنځته کړ او په پراخه کچه یې منځنۍ کچې ته د ګرځېدو (regression toward the mean) مفهوم ترویج کړ. نوموړی لومړنی کس و چې له احصایوي لارو چارو څخه یې د انساني توپیرونو او همدارنګه د ځیرکتیا د میراث وړو په برخه کې کار واخیست او د انساني ټولنو د معلوماتو ټولونې په موخه یې د پوښتنو له ټولګو او سروې ګانو څخه کار اخیستل معرفي کړل؛ هغه چاره چې نوموړي په خپلو آنتروپرومتریکي (انسان سنجونکو) مطالعاتو کې د نسل پېژندنې او بیوګرافیکي چارو لپاره ورته اړتیا لرله. نوموړی د نژادي اصلاح له مخکښانو څخه و او دغه اصطلاح یې په ۱۸۸۳ زکال کې ابداع کړه؛ همدارنګه یې د «طبیعت او تربیت» عبارت هم ابداع کړ. د ارثي نبوغ (Hereditary Genius؛ ۱۸۶۹ زکال) تر نامه لاندې د نوموړي اثر د نبوغ او عظمت اړوند څېړنو په برخه کې د هغه لومړنۍ ټولنیزه علمي هڅه وه. [۱۵][۱۶]

د انسان د ذهن څېړونکي په توګه، هغه د ذهني پیاوړتیا د اندازه کولو د علم (psychometrics)، د افتراقي ارواه پوهنې (differential psychology) او همدارنګه د شخصیت اړوند د کلماتي فرضیې (lexical hypothesis) بنسټ کېښود. نوموړي د ګوتو د نښو د طبقه بندۍ لپاره کړنلار رامنځته کړه چې په عدلي طب پوهنه کې ګټمنه وه. نوموړي همدارنګه د عبادت کولو په قوه څېړنه وکړه او دې پایلې ته ورسېد چې د نه اغېز لرلو له امله د عبادت کوونکو د عمر په اوږدوالي هېڅ اغېز نه لري. د بېلابېلو موضوعاتو اړوند د علمي اصولو د لټون لپاره د نوموړي هڅو آن په غوره توګه د چایو تر جوړونې پورې پراختیا ومونده. [۱۷][۱۸]

نوموړي د علمي هوا پېژندنې د مبتکر په توګه د هوا د حالاتو لومړنۍ نقشه جوړه کړه، د بړبوکیو د مخالف لوري (anticyclones) نظریه یې وړاندې کړه او لومړنی کس و چې په اروپايي مقیاس کې یې د لنډ مهالو اقلیمي ښکارندو ریکارډ جوړ کړ. نوموړي همدارنګه د اورېدنې د افتراقي وړتیا د ازمویلو په موخه د ګالتون شپېلاق اختراع کړ. نوموړی د چارلز داروین تربور و. [۱۹][۲۰]

لومړنی ژوند[سمول]

ګالتون د انګلستان د بېرمنګام سیمې په سپارکبروک کې د «لارچز» په نامه لوی کور کې وزېږېد. نوموړی د چارلز داروین تربور و چې دواړو له اراسموس داروین څخه مشترک اجداد لرل. د نوموړي پلار ساموئل ترتیوس ګالتون د سامئول ګالتون جونیور زوی و. نوموړی همدارنګه د دوګلاس ستروت ګالتون د تره زوی و. ګالتونان کواکر وسله تولیدونکي او بانکوال و، په داسې حال کې چې داروین طبابت او علومو ته مخه کړې وه.

د ګالتون او داروین دواړو په کورنیو کې د سلطنتي ټولنې غړي شامل و چې لیوالتیا یې لرله په خپلو اضافي وختونو کې په اختراعاتو لاس پورې کړي. اراسموس داروین او ساموئل ګالتون دواړه د بېرمنګام د لونار ټولنې بنسټ اېښودونکي غړي و، چې په غړو کې یې متیو بولتون، جیمز واټ، جوزیا ودګووډ، جوزف پریستلي او ریچارډ لاول اجورث شاملېدل. دغه دواړې کورنۍ د پریمانه ادبي استعداد په لرلو مشهورې وې. اراسموس داروین اوږدې فني رسالې د شعر په قالب کې لیکلې دي. د ګالتون عمه ماری آن ګالتون د ښکلا پوهنې او مذهب اړوند لیکنې کړې او په خپله لیکلې بیوګرافي کې یې په ماشومتوب کې پر ځان باندې د لونار ټولنې د غړو د اغېز په اړه په تفصیل لیکنه کړې.

ګالتون یو نابغه ماشوم و – هغه د دوه کلنۍ په عمر کتاب لوست. د پنځه کلنۍ په عمر په یوناني او لایتن ژبو او همدارنګه د تقسیم په عملیه پوهېده؛ د شپږ کلنۍ په عمر یې د لویانو کتابونو په ځانګړې توګه د شکسپیر آثارو ته له هغو څخه د خوند اخیستو، شعر ویلو او له هغو څخه د نقل قول کولو په موخه مخه کړه. ګالتون د بېرمنګام  کېنګ اډوارډ ښوونځي ته لاړ، خو هلته یې د کلاسیک لنډ مهالې دورې ته پام ونکړ او په ۱۶ کلنۍ کې یې هغه پرېښود. والدینو یې پر هغه فشار راوړ څو د طبابت مسلک ته مخه کړي؛ نوموړي د دوه کلونو لپاره د بېرمنګام په عمومي روغتون او د لندن د کینګ کالج په طب پوهنځۍ کې زده کړې وکړې. نوموړي له دې وروسته له ۱۸۴۰ زکال څخه د ۱۸۴۴ زکال تر لومړیو پورې د کمبرېج په ټرینټي کالج کې د ریاضي زده کړې وکړې. [۲۱][۲۲]

د انګلستان د لوی متحد لژ د سوابقو له مخې د ۱۸۴۴ زکال فبروري میاشت وه چې ګالتون د فراماسوني علمي څانګې فراماسون شو، هغه د کمبرېج د رېډ لاین هال مشري پر غاړه لرله او درې ماسوني درجې یې ترلاسه کړې: د ۱۸۴۴ زکال د فبروري په ۵ د کار زده کوونکي، د ۱۸۴۴ زکال د مارچ په ۱۱ مه د لارښود د همکار او د ۱۸۴۴ زکال د مۍ په ۱۳ مه یې د لارښود ماسون رتبه ترلاسه کړه. د دغه سوابقو په یاددښت کې لیکل شوي: «د ټرینټي کالج زده کوونکي فرانسیس ګالتون د ۱۸۴۵ زکال د مارچ په ۱۳ مه خپل سند ترلاسه کړ». له علمي څانګې څخه د ګالتون ترلاسه کړی سند د لندن د یونیورسیټي کالج په اسنادو کې شتون لري.

یو عصبي شاک ګالتون د افتخاراتو ترلاسه کولو لپاره له هڅو راوګرځاوه. نوموړي د خپل تربور چارلز داروین په څېر د انتخابي رایو پر بنسټ د لیسانس سند له ترلاسه کولو لاس واخیست. (د کمبرېج له دود څخه په پیروي هغه په ۱۸۴۷ زکال کې له نورو لوړو زده کړو پرته د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ). هغه د لنډ مهال لپاره د طبابت په برخو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، خو په ۱۸۴۴ زکال کې د پلار مړینې له عاطفي پلوه محروم کړ؛ په داسې حال کې چې له مالي پلوه پر ځان بسیا و، خو بیا یې هم طبي زده کړو ته په بشپړه توګه پای ټکی کېښود او بهرنیو سفرونو، ورزش او تخنیکي اختراعاتو ته یې مخ کړ. [۲۳]

ګالتون د خپل ژوند په لومړیو کې له سفر کولو سره ډېره لېوالتیا لرله او کمبرېج ته له تلو وړاندې یې پام وړ انفرادي سفر له اروپا څخه تر قسطنطنیې ترسره کړ. په ۱۸۴۵ او ۱۸۴۶ زکال کې مصر ته لاړ د نیل له لارې څخه یې د سوډان خرطوم ته سفر وکړ ورپسې له دغه ځایه بیروت او دمشق او بیا اردن ته ولاړ.

په ۱۸۵۰ زکال کې له جغرافیايي سلطنتي ټولنې سره یوځای شو او په راتلونکو دوه کلونو کې یې اوږد مهالی او ستونزمن سفر سویل لویدیځې افریقا (اوسنۍ نامیبیا) ته وکړ چې هغه وخت ډېره لږ پېژندل شوې سیمه وه. هغه «په استوایي افریقا کې د یو کاشف د کیسې» تر نامه لاندې یو کتاب ولیکه. نوموړي د جغرافیا د سلطنتي ټولنې د بنسټ اېښودونکي د سرو زرو مډال په ۱۸۵۳ زکال او همدارنګه په یاده سیمه کې د مخکښې نقشې اخیستو له امله د فرانسې د جغرافیايي ټولنې څخه د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ. دغه چاره لامل وګرځېده نوموړی د یو جغرافیه پوه او کاشف په توګه شهرت ومومي. هغه له دې وروسته د خپل تر ټولو زیات پلورل شوي کتاب «د سفر هنر» (The Art of Travel) په لیکلو پیل وکړ دغه کتاب سفر ته د چمتو ویکټوریايي وګړو لپاره عملي لارښوونې لرلې چې ګڼې نسخې یې راووتې او اوس مهال هم چاپېږي. [۲۴][۲۵]

وروستي کلونه[سمول]

په زیاته کچه مخاطبینو ته د لاسرسي په موخه ګالتون د ۱۹۱۰ زکال له مۍ میاشتې څخه تر دسامبر میاشتې پورې د Kantsaywhere په نامه ناول په لیکنې کار وکړ. دغه ناول هغه آرماني ټولنه توصیف کوله چې د دین پر مټ په کې نژادي اصلاح رامنځته شوې وه او د ځیرکو او مناسبو انسانانو د روزنې لپاره طراحي شوې وه. د نوموړي نه چاپ شوي یاددښتونه ښيي چې په دې کې هغه مطالب شامل و چې هغه لږ تر لږه له ۱۹۰۱ زکال څخه ورباندې لیکنې کړې وې. هغه د دغه ناول د چاپولو وړاندیز متهئون خپروندی ته وکړ خو هغو ورسره ډېره لږ لیوالتیا وښوده. ګالتون خپل خورځې ته ولیکل چې باید «یا چپ شي او یا هم یو ځای ونیسي». د هغه خورځې څرګنده کړې چې په هغو کې عاشقانه صحنو ځورولی و او د خپل ناول ډېرې برخې یې سوزولې وې، خو بیا یې هم لویه برخه پاتې ده چې د لندن د یونیورسیټي کالج له خوا په آنلاین بڼه خپور شو. [۲۶][۲۷]

ګالتون د وارویک شایر د کلاوردون کلي د سنت مایل د کلیسا په انګړ کې چې د هغوی کورنۍ مقبره وه خښ کړای شو.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122924603 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122924603 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Francis-Galton — subject named as: Sir Francis Galton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w68p66bf — subject named as: Francis Galton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10454153 — subject named as: Francis Galton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p34718.htm#i347173 — subject named as: Francis Galton, 1st Bt. — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0028890.xml — subject named as: Francis Galton — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=galtonf — subject named as: Francis Galton
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/22580 — subject named as: Francis Galton — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  10. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=21137 — subject named as: Francis Galton — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ https://cs.isabart.org/person/120385 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ S2A3 Biographical Database ID: https://www.s2a3.org.za/bio/Biograph_final.php?serial=1021 — subject named as: Francis Galton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Biographical Database of Southern African Science
  13. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122924603 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. Galton 1869.
  16. Galton 1874، صص. 227–236.
  17. Galton 1855، ص. 208.
  18. Galton 1872، صص. 125-135.
  19. Darwin 1887، ص. 5.
  20. Galton 1883.
  21. Cowan 2005.
  22. Bulmer 2003، ص. 4.
  23. Bulmer 2003، ص. 5.
  24. Galton 1853.
  25. Bulmer 2003، ص. 16.
  26. Galton او Sargent 2001، صص. 191-209.
  27. Pearson 1930a، ص. 413.