فرانسس فوکویاما

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
فرانسس فوکویاما
فرانسس فوکویاما

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Yoshihiro Francis Fukuyama د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۷ اکتوبر ۱۹۵۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده ليکوال
فیلسوف  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۷][۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
وټپوهنه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

یاشي هېرو فرانسس فوکویاما، د نوم فونوتیکي سمبول یې (/ˌfuːkuːˈjɑːmə, -kəˈ-/) د ۱۹۵۲ ز کال د اکتوبر په ۲۷ زېږېدلی، یو امریکايي سیاستوال، سیاسي اقتصاد پوه او لیکوال دی.

فوکویاما د تاریخ پای او وروستی انسان په نوم د خپل کتاب لپاره چې په ۱۹۹۲ کال کې خپور شوی پېژندل کېږي، دا کتاب استدلال کوي چې د لېبرال دیموکراسیو پراختیا او د لویديځ د سرمایه دارۍ ازاد بازار او د ژوند سبک ښايي د بشریت د سیاسي مبارزې، ټولنیز او فرهنګي تکامل د پای ټکی وي او دا به د بشري حکومت وروستۍ بڼه وي، دا ارزونه له نیوکو سره مخ شوه. د باور په نوم په خپل بل کتاب: ټولنیز فضیلتونه او سوکالي کې يې چې په ۱۹۹۵ ز کال کې خپور شو خپلې مخکینۍ موضوع ته بدلون ورکړ تر څو دا تصدیق کړي چې کلتور په خالص ډول له اقتصاد څخه نه شو بېلولی. فوکویاما د نوي محافظه کار غورځنګ په راپورته کولو کې هم لاس لري، چې له هغه مهال څخه یې ځان ترې لرې ساتلی.[۹][۱۰][۱۱]

فوکویاما د ۲۰۱۰ز کال د له جولای څخه د فریمن سپوګلي د نړیوالو مطالعاتو د مؤسسې تجربه کار غړی او د سټېنفورډ په پوهنتون کې د دیموکراسۍ د مرکز، پرمختګ او د قانون د حاکمیت مدیر و. د ۲۰۱۹ کال په اګست کې په سټېنفورډ کې د نړیوالو اړیکو د ماسترۍ په برخه کې مدیر شو. [۱۲][۱۳]

هغه تردې مخکې د جانز هاپکېنز پوهنتون د پرختللیو نړیوالو مطالعاتو په پوهنځۍ کې د استاد او د نړیوال پرمختګ برنامې د مدیر په توګه خدمت کاوه. تر دې مخکې د جورج میسون په پوهتون کې د اومراېل او نانسي هېرېست د عامه پالیسۍ په ښوونځي کې د عامه پالیسۍ پروفیسور و. [۱۴]

هغه د دیموکراتیکو مطالعاتو لپاره د نړیوال فورم(مجمع ) د شورا غړی دی، چې د دیموکراسۍ د ملي بنسټ له خوا رامنځته شوې او د RAND (په امریکا کې د سیاسي مفکورو د څېړنو او تحلیل غیر انتفاعي سازمان) د همکارۍ د سیاسي علومو د څانګې غړی دی. هغه د اطلاعاتو او دیموکراسۍ په سازمان کې یو له ۲۵ وتلو څېرو څخه دی، چې د بې پولو راپورترانو له خوا جوړ شوی.  [۱۵][۱۶]

لومړنی ژوند[سمول]

فرانسس فوکویاما د متحده ایالاتو د شیکاګو د هایډ پارک په ایلینوي سیمه کې نړۍ ته راغلی. پلارنی نیکه یې په ۱۹۰۵ کال کې د روسیې او جاپان له جګړې څخه وتښتېده او مخکې له دې چې په دویمه نړیواله جګړه کې ونیول شي په لویديځه سمندرغاړه کې يې یو پلورنځی پرانیست. پلار یې یوشیو فوکویاما د جاپاني امریکایانو له دویم نسل څخه و د عیسوي ملا په توګه یې په ټولنیزه کلیسا کې زده‌کړې وکړې. له شیکاګو پوهنتون څخه یې د ټولن‌پوهنې په برخه کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ او د دیني علومو تدریس يې پیل کړ. مور یې توشیکو کاواتافوکویاما (په جاپاني ژبه: 河田敏子) د جاپان کیوتو کې زېږېدلې او د اوزاکا په ښار کې د پوهنتون د لومړني رییس او په کیوتو پوهنتون کې د اقتصاد څانګې د بنسټ اېښودونکي شیروکاواتا (河田嗣郎) لور وه. فرانسس د یوازیني ماشوم په توګه په منهتن کې لوی شو، چې له جاپاني کلتور سره یې ډېر لږ اړیکه لرله او جاپاني يې زده نه کړه. د هغه کورنۍ په ۱۹۶۷ ز کال کې د پنسلوانیا ایالتي کالج ته کډه شوه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

زده‌کړې[سمول]

فوکویاما د کارنېل پوهنتون له کلاسیک څانګې څخه خپله د لیسانس درجه ترلاسه کړه، چېرې چې هغه له الن بلوم (د امریکايي فلیسوف نوم) څخه سیاسي فلسفه زده کړه. هغه لومړی خپلې تکمیلي زده‌کړې په یېل پوهنتون کې د تطبیقي ادبیاتو په څانګه کې وڅارلې او د شپږو میاشتو لپاره پاریس ته لاړ تر څو د رولاند بارث او جکوس درېډا تر نظر لاندې زده‌کړې وکړي خو بې اسرې شو او په هاروارډ پوهنتون کې يې سیاسي علومو ته مخه کړه. هلته یې له سمیول پي. هنتېګتون او هاروي منسفېلډ او نورو سره زده‌کړې وکړې. هغه له هاروارډ پوهنتون څخه خپله د پي اېچ ډي درجه ترلاسه کړه چې د تيزس سرلیک یې په منځني ختيځ کې د روسیې د لاس‌وهنې په اړه د شته ګواښونو په اړه و. هغه په ۱۹۷۹ ز کال کې د رانډ د همکارۍ د نړیوال سیاست له فکري خونې سره یوځای شو. [۲۲][۲۳]

فوکویاما په ټیلورېډا هوس (د کارنېل پوهنتون د استادانو او زده‌کړیالانو یوه غوره انتخابي استوګنیزه ټولنه) کې اوسېده او په کارنېل کې یې د خپلې زده‌کړیالۍ راهیسې يې د ټیلورېډا له ټولنې سره تړاو درلود. ټیلورېډا یو ښوونیز شرکت دی چې د سټیوېن واینبرګ، پاول ولفوویتز او کاتلین سالیوان په ګډون ګڼو نورو مشرانو او روښانفکرانو په کې ژوند کړی.

فوکویاما له ۱۹۹۶ ز څخه تر ۲۰۰۰ ز کال پورې د جورج مېنسون پوهنتون د عمومي سیاست په څانګه کې د عمر اېل او نانسي هېرسټ پروفیسور و. هغه د ۲۰۱۰ ز کال تر جولای پورې د بېرناردر اېل. شوارتز د نړیوال سیاسي اقتصاد استاد او په واشنګټن ډي. سي کې د جان هاپکېنز په پوهنتون کې د پاول اېچ. نېتز د نړیوالو مطالعاتو په پوهنځي کې د نړیوال پرمختګ برنامې مدیر و. هغه اوس‌مهال د اولیویر نومیلېنې تجربه کار غړی دی چې د اسټېنفورډ پوهنتون د فریمن سپېګلي د نړیوالو مطالعاتو په مؤسسه کې د ديموکراسۍ، پرمختګ او د قانون حاکمیت او د سټېنفورډ په نړیوال سیاست کې د فورډ دروسي د ماسترۍ مدیر دی.[۲۳][۲۴]

سکالرشېپ(بورس)[سمول]

فوکویاما تر ډېره د تاریخ پای او وروستي انسان کتاب د لیکوال په توګه پېژندل کېږي، چې په هغه کې نوموړی داسې استدالال کوي چې د بشر د تاریخ پرمختګ د اېډیالوژیو ترمنځ د مبارزې په توګه تر ډېره پای ته رسېدلی او نړۍ له لېبرال دیموکراسۍ څخه وروسته د برلین دېوال تر نړېدو او د سړې جګړې تر پای وروسته په ۱۹۸۹ کال کې پای ته رسېږي. دا کتاب د هغو نظریو پراختیا وه چې د «تاريخ پای» په نوم په لږ مخکینۍ مقاله کې چې د نېشنل انټرسټ/د ملي لېوالتیا له خوا خپره شوې وه تشرېح شوې وې. فوکویاما په دې مقاله کې د سیاسي او اقتصادي لېبرالیزم د راتلونکې نړیوالې بریا وړاندوینه وکړه:

هغه څه چې ښایي موږ یې شاهدان وو، نه یوازې د سړې جګړې پای، یا تر جګړې وروسته د تاریخ ځانګړې دوره ده بلکې د تاريخ پای داسې دی: چې د بشر د اېډیولوژیک تکامل د پای ټکی او د لویدیځې لېبرالې دیموکراسۍ نړیوال کېدل د انساني حکومت د وروستۍ بڼې په توګه.   - فرانسس فوکویاما، «د تاريخ پای؟»، نېشنل انټرسټ، ګڼه.۱۶ (اوړی ۱۹۸۹ز کال)

په ۱۹۹۰ زکال کې د رالف دهرندورف په څېر لیکوالانو داسې استدلال وکړ چې د فوکویاما دا مقاله یوازې ۱۵ دقیقې شهرت لري، چې ډېر زر به له یو کوچني ښويېدلو سره د تورتم لور ته ولاړه شي. فوکویاما له دې سره یو اړوند او مخکښ عمومي روڼ‌اند پاتې شو او امریکايي ټولن‌پال امېتای اېتزوني هغه «یو له لږ شمېر تل پاتې عمومي روښانفکرانو» څخه ګڼلی. هغوی ترډېره هغه رسنیز ستوري دي چې تر ۱۵ دقیقو وروسته خوړل کېږي او تو کېږي، خو هغه دوام راوړ. [۲۵][۲۶][۲۷]

د فوکویاما په وینا، د تاریخ پای په نوم کتاب کې یو د هغه له اصلي نیوکو څخه د پوست مدرنیزم (په فلسفي، هنري ادبي، انتقادي او داسې نورو لیدلورو کې پراخ بدلون) په لور د هغه سخت دريځ و. د فوکویاما په باور پوست‌مدرنه فلسفه د لېبرال دیموکراسۍ ترشا اېډیالوژي کمزورې کړه او لویدیځه نړۍ يې په لا کمزوري بالقوه ځای کې ځای پر ځای کړه. دا حقیقت چې ماکسیزم او فاشیزم د عملي کارونې لپاره کمزوری ثابت شوی و حال دا چې لېبراله دیموکراسي لا د سپړېدو په حال کې وه او د پرمختللي دوران د هيله بښونکي لیدلوري د منلو لپاره کافي دلیل و، ځکه د راتلونکې لپاره دا هيله هغه څه و چې ټولنه یې دپاتې کېدو لپاره له مبارزې ارزښتمنوله. پوست مډرنیزم چې له دغه مهاله په کلتوري پوهاوي کې ځای نیولی و، د ټولنې د اړین حس د خوندیتوب لپاره هېڅ هيله یا کوم څه نه وړاندې کول، په بدل کې یې یوازې پر لوړو فکرونو تکیه کوله. [۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 119203685  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Francis-Fukuyama — subject named as: Francis Fukuyama — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/fukuyama-francis — subject named as: Francis Fukuyama — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. General Diamond Catalogue ID: https://opac.diamond-ils.org/agent/37154 — subject named as: Francis Fukuyama
  5. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/15991 — subject named as: Francis Fukuyama
  6. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023855 — subject named as: Francis Fukuyama — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12200505w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. NKCR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0004051 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  9. Lee, Timothy Stanley, Alexander (2014-09-01). "It's Still Not the End of History". The Atlantic (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په March 22, 2006 باندې). Interview with Ex-Neocon Francis Fukuyama: "A Model Democracy Is not Emerging in Iraq".
  11. Thies, Clifford (June 24, 2011) The End of Hystery? Francis Fukuyama's Review of The Constitution of Liberty, Mises Institute
  12. (په 21 July 2019 باندې). Francis Fukuyama to lead the Ford Dorsey Master's in International Policy Program. Stanford News
  13. "Francis Fukuyama". Stanford Freeman Spogli Institute for International Studies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Francis Fukuyama". Stanford Freeman Spogli Institute for International Studies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Francis Fukuyama – International Forum for Democratic Studies Research Council Member". National Endowment for Democracy. د اصلي آرشيف څخه پر July 8, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Francis Fukuyama | Reporters without borders". RSF. September 9, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په May 23, 2011 باندې). Francis Fukuyama: 'Americans are not very good at nation-building'.
  18. (په Apr 2, 2002 باندې). A Dim View of a 'Posthuman Future'.
  19. (په May 11, 2002 باندې). History's pallbearer.
  20. کينډۍ:Cite interview
  21. "Ford-Grilliparzer". Encyclopedia of World Biography (2nd) 6. (1998). Detroit, MI: Gale Research. ISBN 978-0-7876-2546-7. 
  22. (په May 11, 2002 باندې). History's pallbearer.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ "Francis Fukuyama". The Freeman Spogli Institute for International Studies at Stanford University. Stanford University. د لاسرسي‌نېټه March 9, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 21 July 2019 باندې). Francis Fukuyama to lead the Ford Dorsey Master's in International Policy Program. Stanford News
  25. Dahrendorf (1990) Reflections on the revolution in Europe p. 37
  26. Luciano Canfora La grande illusione del capitalismo eterno preface to Ercolani, Paolo La storia infinita. Marx, il liberalismo e la maledizione di Nietzsche quotation:
    Quanto detto sin qui può forse bastare a non prendere sul serio saggi troppo fortunati (ma già quasi avviati al dimenticatoio) come La fine della storia del nippo-statunitense Fukuyama. Libro che, comunque, è stato ampiamente stroncato per le sciocchezze che contiene: e non già da tardi epigoni del marxismo-leninismo, ma da filosofi 'liberal' come Dahrendorf, il quale ha anche avuto il buon senso di elencare gli errori di fatto (tali da mettere in forse il conseguimento della "maturità classica"!) che il troppo fortunato libretto contiene.
  27. Wroe, Nicholas (May 10, 2002). "History's Pallbearer". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. 'Francis Fukuyama, "Reflections on the End of History, Five Years Later", History and Theory 34, 2: "World Historians and Their Critics" (May 1995): 43.
  29. 'Francis Fukuyama, "Reflections on the End of History, Five Years Later", History and Theory 34, 2: World Historians and Their Critics (May 1995): 36.