Jump to content

غیررسمي اړیکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
غیررسمي اړیکه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
casual sex (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځانګړې وېشنيزه
د غیر رسمي اړیکو د ښکارونې لپاره جوړه شوې مجسمه

غير رسمي اړيکه (په انګرېزي: fling) د دوو تنو ترمېنځ احساسي او فېزيکي اړیکه ده چې ښايي له يوبل سره جنسي اړیکې هم ولري، پرته له دې چې د يوبل سره د مينې اړيکه يا بل څه ولري... په دې حالت کې له يو بل څخه هيڅ تمه نه لري يوازې د يوبل څخه د ګټې اخيستنې او خوند اخيستنې په موخه سکس يا نور فعاليتونه کوي. دا ډول اړيکې ښايي بېلابېل دلیلونه ولري خو تر ډېره ځوانان او پېغلې د يوبل سره دا ډول اړيکې لري چې ښايي تفريحي موخې ولري.

غيررسمي اړيکه ښايي لنډمهاله يا اوږدمهاله اوسي خو په دې موخه چې له يوبل څخه د جنسي اړيکو په برخه کې خوند واخلي. په بېلابېلو حالتونو کې ښځې او نارينه دا خوښوي چې د رسمي اړيکو يعنې واده يا د مينې اړيکې سربېره دا ډول اړيکې هم ولري چې لنډمهاله د خوند په موخه وي خو کومه لويه تمه په مېنځ کې نه وي. د بېلګې په توګه يو نارینه په خپل کارځي کې د خپلې همکارې سره دا ډول اړيکه ولري چې يوازې جنسي خوند سره اخلي، خو په اصل کې دوی له يو بل څخه د واده يا بل څه تمه نه لري يا دا چې دوی خبر وي چې واده لري.

اړونده ليکنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]