غلام سرور ناشر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
غلام سرور ناشر
غلام سرور ناشر

غلام سرور ناشر (۱۹۲۲ – ۱۹۸۴), يو پښتون سوداگر او د شېر خان ناشر وراره ؤ. هغه د کندوز د سپين زر د پختې د فابريکې ريس هم پاتې شوی. نوموړی په افغانستان کې د سپين زر د هوټلونو بنسټ ايښودونکی دی.

دا د ده او د ده د نيکونو د زيار او کوښښ په نتيجه وه چې کندوز د افغانستان يو له بډايه او شتمنو ولايتونو په کتار کې وشمېرل شو. نوموړي د ناشر کتابتون او موزيم د بنسټ ډبره هم ايښې، دا هم څرگند و چې هغه يو ماهره عکاس ؤ او د هنرونو راغونډونکی هم پاتې شوی. په ۱۹۷۳ ز. کال کې د سردار محمد داؤد خان د کودتا په وخت کې ناشر د شخصي فيوډال په توگه بندي شو. خو په ۱۹۷۹ ز. کال کې چې کله ناشر له بنده خلاص شو نو بيا اروپا ته ولاړ او هلته په انگلستان او بيا وروسته جرمني کې تر ۱۹۸۴ ز. کال تر مړينې همالته مېشت ؤ. هغه دوه ښځې درلودلې چې ترې ۹ اولادونه پاتې دي.

سرچينې