شېر محمد خان

شېر محمد خان د محمد نادر شاه او د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په وخت کې د قطغن او بدخشان ولايت والي و.

شېر محمد خان خروټی چې د شېر خان ناشر په نوم مشهور دی، د امیر شيرعلي خان د دوهم ځل پاچاهي په وروستيو کلونو ۱۲۵۶ هجري لمریز کال (۱۸۷۷ زیږدیز) کې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کي زیږیدلی دی. شیرخان ناشر د خروټو ( غلجي ) قبیلې لوی خان او په ۱۹۳۰ لسیزه کې د شمالي افغانستان والي وو، چې د " کندوز پلار" په نوم پیژندل کیده. [۱] څرنګه چې نوموړي د تعلیم، تربیې،دین او تاریخ په برخو کي شاوخوا ٧٥ کتابونه لیکلي او ژباړلي وو نو شا امان الله خان نوموړي ته د ناشر لقب ورکړ. شېرخان د قطغن(بغلان، کندز، تخار او بدخشان) فاتح و او دا خاوره یې د حبیب الله کلکاني له لښکرو څخه پاکه او ونیوله. په ۱۳۰۹ هجری لمریز کال کې، هغه د قطغن مرستیال (نایب الحکومه)په توګه وټاکل شو او په دې مقام کې یې ۷ کاله خدمت وکړ. ویل کیږي چې هغه د افغانستان د پاچا له خوا مسموم شوی و. ډیری ځایونه، ښوونځي او د افغانستان ترټولو لوی بندر شیرخان بندر د هغه په نوم نومول شوی دی.
- ↑ Ludwig W. Adams (1979). First supplement to the Who's who of Afghanistan: Democratic Republic of Afghanistan. Akademische Druck- u. Verlagsanstalt. p. 41. ISBN 978-3201011136.