عمراخان مسعودی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښاغلۍ عمراخان مسعودي ( ٥٧ ) اوه پنځوس کاله وړاندي د لوگر ولايت په محمد اغه ولسوالۍ کي سترگي نړۍ ته پرانستي دي .

زده کړې

لومړنۍ زدکړي يې په محمد اغه کي تر سره کړي ، بيا يې د منځنۍ ښونځۍ او لېسې زدکړي د هيواد پلازمينه کابل کي بشپړي کړي او د کانکور تر ازمويني وروسته يې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځۍ څخه د ليسانس دپلوم تر لاسه کړيدۍ .

دندې

د زدکړو د پای ته رسيدو سره سم يې د هيواد په فرهنگي چارو کي چوپړ ته دانگلي او پر له پسې ديرش کاله يې د افغانستان ملي موزيم کي د مسلکي کارپوه په توگه دنده تر سره کړيده . د خپلي کورنۍ سره يوځاې د هيواد په غيږ کي اوسيدلۍ او د ټولو ناخوالو سره سره د کابل د اسمايې غره په شان هسک پاته شويدۍ .


تړلې موضوع