Jump to content

عظیم خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عظیم خان
اړوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
د سردار پاینده 'سرفراز' خان زامن او شجره

سردار محمد عظیم خان بارکزی چي د افغان واکمن دوست محمد خان ورور کیږي، یو مشهوره پښتون واکمن او له ۱۸۱۲ څخه تر ۱۸۱۹ زیږدیز کال پوري د لوی افغانستان اړوند د کشمیر والي وو. [۱] عظیم خان د بارکزو د مشر پاینده سرفراز خان دویم زوی وو، او مشر ورور فتح خان یې پخپل وخت کي د محمود شاه دراني سره د وزیر دنده مخته وړل. نوموړی د سردار پاینده خان د اتو مېرمنو له ډلي څخه هغه زوی وو چي د خپل میریزي ورور دوست محمد خان ترڅنګ یې په افغان سیاست کي ځانګړی رول درلود.

دندي

[سمول]

په افغانستان کي د دراني واکمنۍ د کاواکه کېدلو په ترڅ کي په 1810 کي عظیم خان ته د محمود شاه دراني له خوا دنده وسپارل سوه ترڅو د تخت نیولو لپاره خپل سیال شاه شجاع دراني ونیسي. عظیم خان په یاده دنده کي ښه رول ادا کړ او نه یوازي دا چي شاه شجاع ته یې ماته ورکړه، بلکي د 1812-13 په اوږدو کي یې د عطا خان بامیزي څخه کشمیر هم لاندي کړ. د کشمیر تر نیولو وروسته نوموړی د هغه ځای والي وټاکل سو او په 1814 کي یې د رنجیت سنګ په مشرۍ د سیکانو لخوا یرغل په بریالیتوب سره مات او پر شا وتمبوی.

عظیم خان سره ددې چي د افغانستان په بارکزیو واکمنو کي یو له جنګیالیو او نامتو فوځي او سیاسي اشخاصو څخه ګڼل کېدی، خو په هیواد کي د نوموړي واکمني داسي مهال رامنځ ته سول، چي د درانیانو واکمنۍ خپلي اخري سلګۍ وهلې او بارکزي مشران هم د خپلو اختلافاتو له کبله ونه توانېدل ترڅو د بریتانوي هند او سیکانو لاسونه له افغانستان څخه لنډ کړي، او په دې اوږد کش مکش د عظیم خان له لاسه لمړئ کشمیر او بیا پیښور وپرځېدی، چي په پایله کي یې لوی افغانستان ټوټه ټوټه او ځمکي یې له لویدیځ او ختیځ څخه لاندي سوې.

  1. Kashmir: History and People, 1997 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)