د افغانانو او سیکانو جګړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د افغانانو او سیکانو تر منځ جکړې، د دراني سترواکۍ (په اوسني افغانستان کې مېشت وو) او د سیکانو سترواکۍ ( چې د پنجاب په سیمه کې  یې موقعیت درلود) ترمنځ د جګړو لړۍ وه. شخړه د دال خالصه له وخت نه سرچینه اخلي. د افغانستان د امارت له خوا چې  په ښکاره توګه د سلطان محمد خان، دوست محمد خان او وزیر محمداکبر خان تر مشرۍ لاندې رامنځ ته شوه، د دراني سترواکۍ تر ړنګېدو وروسته هم دې شخړې دوام درلود.

مخینه(شالید)[سمول]

د سیکانو اتحا،د په اغېزمنه توګه په ۱۷۱۶ ز کال کې له مغلي سترواکۍ نه خپلواکي ترلاسه کړه او په راتلونکو لسیزو کې په کوچنۍ عامې وژنې سربېره، په لوړه بیه پراخه شوه. په مغولي سترواکۍ د افشاري فارس سترواک نادرشاه یرغل (۱۷۳۸ – ۱۷۴۰ز) مغلو ته لوی  ګوزار ورکړ، خو د نادرشاه له مړینې وروسته په ۱۷۴۷ ز کال کې دراني سترواکۍ (چې شاوخوا اوسنۍ افغانستان او پاکستان یې تر پوښښ لاندې و) له فارس نه خپله خپلواکي اعلان کړه. نوموړی نوی افغان دولت څلور کاله وروسته د سیکانو له اتحاد سره په شخړه کې راغی.  

لومړی پړاو[سمول]

احمد شاه دراني په ۱۷۴۸ ز کې د جنوري په ۱۲مه نېټه په لاهور برید وکړ. هغه یې تر خپل واک لاندې راوست، چې د لاهور مغل والي شاه نواز خان وروسته له هغه ډیلي ته وتښتید. احمد شاه په لاهور کې د والي له ګومارلو ورسته، خپل لښکر د ختیځ پر لور وخوځاوه چې په پایله کې یې نورې سیمې هم تر واک لاندې کړې، خو د مغلو او سیکانو د اتحاد پر وړاندې د منوپور په جګړه کې بریالی نه شو او بېرته کندهار ته راستون شو. دراني ځواکونه، د چرات سینګ، جسا سینګ اهلووالیا او الا سینګ تر مشرۍ لاندې د سیکانو ډلو  له خوا وځورول شول او د شاتګ پرمهال یې له دوی څخه ټول مال بېرته وګرځاوه. په دې توګه، د شاه لومړی برید بې پایلې و، خو دې سیکانو ته موکه ورکړه چې په امرتسر کې د ۱۷۴۸ ز کال د مارچ په میاشت کې د سیکانو د اتحاد د دال خالصه په لښکر کې ځانونه تنظیم کړي. سیکانو یوازې لاهور و نیو چې د ۱۷۵۲ ز کال د اپریل په ۱۲ مه نېټه یې بېرته افغانانو ته له لاسه ورکړ.   [۱][۲][۳][۴]

سيکانو د افغانو پر وړاندې په چريکي جګړه پيل وکړ او هڅه یې وکړه چې، افغانان له پنجاب نه وباسي. د ۱۷۵۷ ز کال په نومبر میاشت کې سیکانو د امرتسر په جګړه کې (چې د ګوهلوار د جګړې په نوم هم یادېږي) افغان پوځ ته چې د احمد شاه دراني د زوی تیمور شاه دراني تر مشرۍ لاندې و، ماتې ورکړه. د دراني پوځ ستر مشر سردار جهان خان او تیمورشاه د لاهور له بایللو ورسته، ژر تر ژره ښار پرېښود، خو د چناب او راوي سیندونو نه د تېرېدو په ترڅ کې یې د پوځ زیاتره وسایل پرېښودل او په زرګونو کسان د سیند نه د تېریدو په هڅه کې ډوب شول. هغه افغانان چې د سیکانو له خوا نیول شوي وو، په امرتسر کې د هغه سپیڅلي حوض په پاکولو کې په دنده وګمارل شول چې پخوا یې افغانانو له خوا سپکاوی شوی و. د ۱۷۵۸ ز کال په لومړیو کې سیکانو خپل افغان پوځدار سعادت خان افریدي له جالندر نه بهر کړ او له دې وروسته افغانانو چې په هر لورې برید وکړ، له شاتګ سره مخامخ شول.  سیکانو ان په لاهور برید وکړ او له نیولو ورسته یې د هغه شاوخوا سیمې لوټ کړې، خو په ۱۷۶۱ ز کې افغانان بېرته راستانه شول او لاهور یې بېرته تر خپل واک لاندې راوست، مګر دا بری لنډمهاله و. د سیکانو پوځ د ۱۷۶۱ ز کال په مې میاشت کې د احمدشاه د چهارمحل د والي تر واک لاندې ځواک له منځه یووړ او د کندهار نه رالېږل شوي ملاتړلي  لښکر هم ماتې وخوړه او تسلیمېدو ته اړ شو. سیکانو په داسې حال کې بیا لاهور ونیو، چې والي یې ځان په کلا کې کلابند کړی و. د ۱۷۶۱ ز کال په سپتمبر میاشت کې د لاهور صوبې ته د احمد شاه دراني ټاکل شوي والي، د ګوجرنواله سیمې ته نږدې د سيکانو له خوا له ماتې سره مخامخ شو. سيکانو د احمدشاه نور ټاکل شوي کسان هم شاتګ ته اړ کړل او له ساتلوج نه تر سيند پورې ټوله خاوره يې تر خپل واک لاندې راوسته. افغان پوځیان د سیکانو له لوري د بُست جالندر دواب، سرهند، رچنا او چج دواب نه و اېستل شول. احمدشاه د پنجاب ډېره برخه سیکانو ته له لاسه ورکړه. [۴][۵][۵][۶][۷][۸][۷][۷][۵]

احمد شاه دراني د ۱۷۶۲ ز کال په اکتوبر میاشت کې په امرتسر برید وکړ، خو د سیکانو له خوا شاتګ ته اړ شو. سیک ځواکونو د ۱۷۶۳ز کال په نومبر میاشت کې، دراني لښکر شاتګ ته اړ کړ، چې د سیالکوټ په جګړه کې د افغانانو د ماتې لامل شو او په پایله کې افغانان، د پنجاب د خوځښت پرېښودلو ته اړ شول. په ګوجرانواله کې جهان خان له سختې ماتې سره مخامخ شو او سیکانو له خپلې بریا وروسته د مالیرکوټلا او موریندا د لاس ته راوړولو هڅې پیل کړې. سیکانو ورپسې د روهتاس د کلا قوماندان سربلند خان سدوزي ته ماتې ورکړه او هغه یې زنداني کړ، خو د سیکانو د حاکمیت له منلو وروسته آزاد شو. کله چې احمدشاه د دې ناورینونو خبر واورېد، نو سخت په غوصه شو او د قلات خان ناصر خان ته یې ولیکل چې، د سیکانو په وړاندې له ده سره په جهاد کې یو موټی شي، ترڅو هغوی له منځه یوسي او د هغوی ښځې او بچیان غلامان کړي،مګر دا جهاد په ۱۷۶۴ز کال کې پنجاب ته د احمدشاه په بېرته راستنېدلو سره بې پایلې شو. پرمختللی پوځي ګارد له لاهور نه بهر د سیکانو له خوا تر کمین لاندې راغی او له ماتې سره مخامخ شو. په ۱۷۶۵ ز کال کې، کله چې احمدشاه پنجاب ته را ورسېد، د نوموړي واک تر خپل کمپ پورې محدود و. په داسې حال کې چې سیکانو د هغه د کمپ شاوخوا تګ را تګ کاوه، خو هغه په ​​دفاعي حالت کې و او له کومې جکړې پرته کابل ته راستون شو. قاضي نورمحمد خان چې په دې سفر کې یې د احمدشاه ملتیا کوله، په خواشينۍ سره د دې شاهد و چې سیکانو له سرهند نه تر دېره جات پورې هېواد په خپل منځ کې وېشلى و او "د چا نه له وېرې پرته" یې له واک نه خوند اخیست. سیکانو په لاهور کې په رسمي توګه د دوی د درېو مشرانو له خوا له اشغال وروسته د سیکې په ضرب سره خپل واک اعلان کړ. په دې سیکه کې هغه لیکنه کارول شوې وه، چې پنځه پنځوس کاله مخکې بندا بهادر په خپل مهر کې کارولې وه. د سیکانو دیارلسمه واکمني بيا را منځ ته شوه او په پښو ودرېده.   [۹][۱۰][۱۱][۱۱]

په ۱۷۷۲ز کال کې سیکانو ملتان هم تر خپل واک لاندې راوست. له دې نه وروسته دوره "د سیکانو د استراحت د دورې" په نوم یادېږي، چې له ۱۷۷۲ ز نه تر ۱۷۸۰  ز کال پورې یې دوام و کړ.  [۱۲][۱۳][۱۴]

سرچینې[سمول]

  1. Dupree, Louis (2014). Afghanistan. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 335. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400858910. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. https://archive.org/details/BabaAlaSingh/page/44/mode/2up
  3. Mehta, J. L. (2005). Advanced study in the history of modern India 1707–1813. Sterling Publishers Pvt. Ltd. د کتاب پاڼې 251. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-932705-54-6. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Lansford 2017، ص. 20.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Drahm 2020، ص. 126.
  6. Grewal, J. S. (2008). The Sikhs of the Punjab Volumes 2-3. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 91-93. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Drahm 2020، ص. 128.
  8. Grewal, J. S. (2008). The Sikhs of the Punjab Volumes 2-3. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 91-93. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. https://archive.org/details/Book_1094/mode/2up
  10. http://prr.hec.gov.pk/jspui/bitstream/123456789/5209/1/188.pdf
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Drahm 2020، ص. 129.
  12. Pakistan Historical Society (1991). Journal of the Pakistan Historical Society Volume 39. Pakistan Historical Society. د کتاب پاڼې 146. During the life time of Ahmad Shāh Abdali, the Sikhs under Jhanda Singh and Lahna Singh succeeded in capturing Multan on 5th January 1772 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sughra, Bibi (1994). "Peshawar under the AFGHANS (1753-1819)". PRR: 162. http://prr.hec.gov.pk/jspui/bitstream/123456789/5209/1/188.pdf. Retrieved 4 October 2021. 
  14. Sughra 1994، ص. 162.