عضوي کیمیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عضوي کیمیا د کيميا هغه څانگه ده چې د هايډروکابونونو د جوړښت، خواصو، او د سینتېز د مېتودونو او د هايډروکاربونونو د اشتقاقونو څېړنه کوي. یا په بله وينا عضوي کیمیا هغه پوهنه ده چې د کاربون (کاربن) او د هغه پر مشتقاتو ويېنه (بحث) کوي.

د عضوي نومونه هغه مهال منځ ته راغله، کله چې عضوي کیمیا په لومړيو مرحلو کې وه او په هغه وخت کې داسې گروهه (عقيده) وه چې عضوي مرکبونه له ژوندويو موجوداتو څخه منځ ته راځي. سويډني کيمياپوه برزيلوس پر ۱۸۰۷ زېږدي کال داسې ويلي وو چې عضوي مرکبونه په ژونديو موجوداتو کې د يوه ځانگړي ځواک په مټ وسیله چې ( Vital force ) یا د ژوندي ځواکونه په نامه يادېږي، جوړېږي. دا الواک (نظريه) د وهلر له خوا رد شو او نوموړي د لومړي ځل لپاره له يوه غیرعضوي توکي څخه عضوي توکی په ازمېښتون (لابراتوار) کې په لاس راوړ چې امونیم سیانېټ يو غيرعضوي مرکب، چې برېښنايي اړيکه لري، يو عضوي مرکب امونيم ايزوسیانېټ چې اشتراکي اړیکه لري په لاس راوړه چې د يوريا په نوم هم يادېږي.

عضوي مرکبونه په طب، کرنه او رغاوه (صنعت) کې ډير کارول کېږي. د عضوي او غیرعضوي مرکبونو ترمنخ توپير:

۱- ټول عضوي مرکبونه د کاربون C او هايډروجن H درلودونکي وي. څينې يې بیا I, Br, Cl, F, S, P ,O ,N لري، خو غیرعضوي مرکبونه کاربن ډير لږ او یا هيڅ نه لري.

۲- عضوي مرکبونه په اوبو کې نه جلېږي، خو غیرعضوي مرکبونه په اوبو کې جليږي.

۳- عضوي مرکبونه د اشتراکي اړيکو په مټ جوړېږي، خو غيرعضوي مرکبونه د ايونيکي یا برېښنايي اړيکو په مټ جوړيږي.

۴- غضوي مرکبونه د پوليمير څانگړنه لري، خو غیرعضوي مرکبونه يي نه لري.

۵- د عضوي مرکبونو شمير زښت ډېر دی چې نږدې ۲۷ ميلیونو ته رسېږي، خو د غیرعضوي مرکبونو شمير بيا لږ دی چې يوه ميلیون ته رسېږي.

۶- عضوي مرکبونه د ايزومير څانگړنه لري، خو غیرعضوي مرکبونه يې نه لري.

۷- عضوي مرکبونه سوځي، خو غیرعضوي مرکبونه نه سوځي.

۸- عضوي مرکبونه د اېشېدو او ويلي کېدو د تودوخې ټيټ ټکي لري، خو غيرعضوي مرکبونه د اېشېدو او ويلي کيدو لوړ ټکي لري.

۹- عضوي مرکبونه د مونومير خاصيت نه لري، خو غیرعضوي مرکبونه يې لري.

۱۰- د عضوي مرکبونو ماليکوالي وزن ډېر دي، خو د غيرعضوي مرکبونو ماليکوالي وزن لږ دی.

۱۱- عضوي مرکبونه تودوخه نه تيروي، خو غیرعضوي مرکبونه تودوخه تيروي.

۱۲- عضوي مرکبونه برېښنا نه تيروي، خو غیرعضوي مرکبونه بيا برېښنا تيروي.


اخځليک[سمول]

۱- https://ru.wikipedia.org/wiki/%D0%9E%D1%80%D0%B3%D0%B0%D0%BD%D0%B8%D1%87%D0%B5%D1%81%D0%BA%D0%B0%D1%8F_%D1%85%D0%B8%D0%BC%D0%B8%D1%8F

۲-https://ru.wikipedia.org/wiki/%D0%9E%D1%80%D0%B3%D0%B0%D0%BD%D0%B8%D1%87%D0%B5%D1%81%D0%BA%D0%B8%D0%B5_%D0%B2%D0%B5%D1%89%D0%B5%D1%81%D1%82%D0%B2%D0%B0