عبیدالله بارکزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بارکزی
عبیدالله
عبیدالله بارکزی
د شخص معلومات
زېږېدنه ١٣٣٨
اروزګان
د وفات ځای کندهار
د مړینې لامل وسلوال برید
قاتل ناپیژند وسلوال
تابعیت افغانستان
پلرنی ټاټوبی اروزګان
مذهب اسلام
عملي ژوند
کار/مسلک وکیل

عبیدالله خان بارکزی (زوکړه، ۱۳۳۸) د اروزګان په چوره ولسوالۍ کي زېږېدلی وو. هغه د افغانستان يو ډېر غښتلي سیاستمدار، او د ولسی جرګی په ۱۶م پړاو کی دخلکو استازی وو. ښاعلی بارکزی د حمل په ۳مه د کندهار په ښار کی د یو وسلوال برید په پایله کی ووژل شو.

شخصي ژوند[سمول]

عبیدالله بارکزي ۶۰ کاله عمر درلود چه په ۱۹۵۹ کال کى زيږيدلى وو او د ارزګان د چورې ولسوالۍ اوسېدونکي و. عبیدالله بارکزي لومړنۍ زده کړي ارزګان او وروسته یې د کابل باختر پوهنتون کي د حقوقو او سیاسي علومو برخه کې زدکړې کړې وې. نوموړی له ۱۳۸۵ نه تر ۱۳۸۹ کال پورې د ارزګان د قومونو او سرحدونو د مشر په توګه هم پاته شوی دى.

کاري فعالیتونه[سمول]

عبیدالله بارکزي دوې دورې په ولسي جرګه که د ارزګان د خلکو استازی او ددغه جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر هم و.

نوموړی د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو مخکښ غړی و او په ۱۳۶۱ کال کې یې له دغه حزب سره فعالیت پیل کړی.

عبیدلله بارکزی دوه دورې په ولسي جرگه كې د ارزګان ولایت استازی او په دویمه دوره کې د همدې جرګې دشکایتونو اورېدني کمیسون مشر هم و.

ښاغلي بارکزي د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته د بېلابېلو نظامي دندو تر څنګ د ارزګان د چورې او خاص ارزګان ولسوالیو د ولسوال په توګه هم دندې درلودې.

مړينه[سمول]

هغه د ناپېژنده وسله والو لخوا په کندهار ښار کي په ډزوشهيد کړى دی. پر نوموړي دغه برید نن (شنبه ٢٣ مارچ، ۲۰۱۹) له غرمې وروسته پر شاوخوا درې بجي وروسته وسو، هغه مهال هغه د دوستانو له کوره روانیده. که څه هم وسلوال طالبان وایي په دغه برید کې لاس نه لري، خو درې کاله وړاندې همدوى په یوه برید کې د نوموړي یو زوی او څو نور کسان وژلي وو. پر ښاغلي بارکزي برید د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند شارنو سیمه کې وسو.

د کندهار د پولیسو مشر تادین خان وويل، د دوی لومړني مالومات ښي چي برید ګر دوه کسان وو او پر ښاغلي بارکزي یې هغه مهال برید وکړ چي نوموړي په ټیلیفون کې خبرې کولې.

  • په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی عبدالرحیم ایوبي وایي، د عبیدالله بارکزي او دکندهار د نورو مشرانو وژل تصادفي نه دي، بلکې نوموړی دا په کور دننه او د بهرنیو کړیو پلان شوې فعالیتونه بولي.
  • ښاغلي ایوبي پر حکومت نیوکه وکړه چي په وینا یې تېرو پنځو کلونو کي د کندهار او شاوخوا ولایتونو مخور مشران یو په بل پسې وژل شوي، خو حکومت دې برخه کې له ولس سره د دغه ډول وژنو او په اړه یې د پلټنو هیڅ ډول مالومات نه دي شریک کړي.
  • د ارزګان امنیه قومندان مطیع الله خان، حشمت خان کرزی، عبدالجبار قهرمان، جنرال عبدالرازق او عبیدالله بارکزی هغه څېرې دي چې په تېرو پنځو کلونو کي وژل شوي دي.

سرچینې[سمول]