منځپانگې ته ورتلل

عبدالمجيد ثاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالمجيد ثاني
عبد المجید ثانى، او
II. Abdülmecid  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
عبدالمجيد ثاني
عبدالمجيد ثاني

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۹ می ۱۸۶۸[۱][۲]
مړینه 23 اگست 1944 (76 کاله)[۱][۳][۲]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
پاريس   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل د زړه حمله (ناروغي)   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت تورکيه عثماني سترواکي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
کورنۍ د عثمانیانو لړۍ   ويکيډاټا کې (P53) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
مورنۍ ژبه تورکي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه تورکي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
عبدالمجید دوهم او شهزادګۍ دار شهوار

عبدالمجيد ثاني ( ترکي :Abdülmecit )(زېږېدنه: می 29 مه، 1868 - مړینه: د اګست 23 مه، 1944 ) د عثماني امپراتورۍ او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو وروستی خليفه و، چې د عثماني سلطنت له پای ته رسېدو وروسته د سلطنتي کورنۍ د مشر په توګه وټاکل شو. د ۱۹۲۴ کال د مارچ په دریمه د ترکیې د جمهوریت له خوا د خلافت د ختمېدو په اعلان سره د هغه د خلافت مقام هم ختم شو. هغه د ۱۹۲۲ کال د نومبر له ۱۹ څخه د ۱۹۲۴ کال د مارچ تر ۳ مې پورې د مسلمانانو خلیفه و.

د ۱۹۲۲ کال د نومبر په لومړۍ نېټه وروستی عثماني سلطان محمد شپږم له واکه وشړل شو او د نومبر په ۱۹مه په انقره کې د ترکیې ملي شورا هغه نوی خلیفه وټاکه. وروسته د ۱۹۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د خلافت له ړنګیدو وروسته د خپل مخکني مشر په څېر له خپلې کورنۍ سره جلاوطن شو.

د هغه یوازېنۍ لور، شهزادګۍ خدیجه خیریه عایشه د حیدر آباد د وروستي نظام شاهوار نواب میر عثمان علي خان زوی اعظم جاه ته په نکاح شوې وه.

عبدالمجید ثاني د ۱۹۴۴ کال د اګست په ۲۳ مه د فرانسې په پاریس کې په خپل کور کې مړ شو. هغه د سعودي عربستان په مدینه منوره کې خاورو ته وسپارل شو.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/abd-ul-medjid-abd-ul-medjid-ii — سکالو پېژند: Abd ül-Medjid (Abd ül-Medjid II.) — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/6600 — سکالو پېژند: Abdul Medžid II. — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  3. Great Norwegian Encyclopedia ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Abd_al-_Majik_khan — سکالو پېژند: Abd al- Majik khan — سرليک: Store norske leksikon