د عثمانیانو لړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د عثمانیانو لړۍ د عثماني سترواکې کورنۍ د غړو څخه جوړه وه چې د عثمانیانو په نوم هم پېژندل کیږي. د عثماني کلتور له مخې، د دغې کورنۍ ریښه د اوغوز ترکانو د قبیلې کای څانګې ته اړوند وه چې بنسټ یې د شمال لویدیځې انادولو په بلجېک سوغوت ولایت کې د لومړي عثمان له خوا کېښودل شو. د عثمانیانو د لړۍ نوم د عثماني سترواکۍ د بنسټګر، لومړي عثمان له نوم څخه سرچینه اخیستې او دغې لړۍ ته اړوندې سترواکۍ د ۱۲۹۹ زکال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې دوام وموند. [۱]

د دغې سترواکۍ په ډېری برخه تاریخ کې سلطان بشپړ واکمن پاتې شوی چې د دولت او حکومت دواړو مشري یې پرغاړه لرله؛ په داسې حال کې چې یو شمېر واکونه به یې خپل لوی وزیر ته هم تفویض کول. د دغې سترواکۍ په وروستیو کې د لومړي (۱۸۷۶ – ۱۸۷۸ زکال) او دویم مشروطیت (۱۹۰۸ – ۱۹۲۰ زکال) پر مهال مشروطه سلطنت واکمن و چې لوی وزیر په کې د حکومت او همدارنګه د منتخبې ملي شورا مشري پرغاړه لرله.

د ۱۹۲۲ زکال د نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه د ترکیې د خپلواکۍ د جګړې پر مهال سلطنتي کورنۍ له واکه لرې او سلطنت لغو کړای شو. راتلونکی کال د ترکیې د جمهوریت اعلان وشو. په پیل کې د دغې کورنۍ غړي د عادي پناه غوښتونکو په توګه تبعید شول، په داسې حال کې چې له دوی څخه یو شمېر کسانو یې وروسته اجازه ومونده بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او د ځانګړو وګړو په توګه ژوند وکړي. اوس مهال دغه کورنۍ د عثمان اوغلو د کورنۍ په نوم پېژندل کیږي.

تاریخچه[سمول]

عثماني لړۍ د څو اساسي مفروضاتو پر بنسټ عمل کاوه: سلطان د سترواکۍ په ټول قلمرو حکومت کاوه، دا چې د دغې کورنۍ هر نارینه غړی په فرضي ډول د سلطان کېدو په شرایطو برابر و، خو په یو مهال کې یوازې یو کس سلطان کېدلای شو. دغه ډول قوانین د هغه مهال د سلطنتي سترواکیو لپاره معیاري قوانین و. ورته مهال هغه بهیرونه چې له مخې یې د دغې کورنۍ نارینه د عثماني سترواکۍ د سلطنت تر څوکۍ رسېدل ډېر ځانګړي وو. د دغو ځانګړنو د جزیاتو اړوند د یادې لړۍ د سلطانانو د ځای ناستوب تاریخ په دوه دورو؛ د اورهان (۱۳۲۳ – ۱۳۶۲ زکال؛ هغه کس چې د لومړي ځل لپاره په میراثي ډول د عثماني سلطنت واکمن شو) او د لومړي احمد د واکمنۍ (۱۶۰۳ – ۱۶۱۷ زکال) تر منځ دوره؛ او د لومړي احمد له واکمنۍ وروسته دورې؛ باندې ویشل کیږي. [۲]

په لومړنۍ دوره کې د ځای ناستوب بهیر د کورنیو تاوتریخوالو او نښتو تر اغېز لاندې و؛ په داسې توګه چې د مړي شوي سلطان زامنو به تر هغه مهاله له یو بل سره جګړه کوله چې له هغوی څخه به یو یې ژوندی پاتې شو او په دې سره به یې د خپل پلار سلطنت په میراث کې خپل کړ. دغه دود په عثماني سترواکۍ کې د ورور وژنې په نوم هم پېژندل کېده، خو کېدای شي د تن پالنې تکامل موندلې بڼه وي؛ چې له عثمانیانو وړاندې په ډیری ترکي – مغولي لړیو کې د ځای ناستوب معموله کړنلار وه. د سلطان د ژوندانه پر مهال به د سلطان زامنو ته ایالتي سیمې د حکومت کولو په موخه سپارل کېدې او د هغه له مړینې وروسته به بیا هر یوه د تاج او تخت پر سر له یو بل سره سیالۍ کولې. د تاریخ لیکونکي اچ. اردم جیپا په خبره، «د سلطان هر زوی باید دا ثابته کړې وای چې د نورو سیالانو څخه زیات پیاوړی دی»، خو دغه ځان ثابتونه تر ډېره پورې د پوځي بریا او یا هم بې رحمۍ پر مټ وه. ورته مهال دغه تاوتریخوالي له تمې څخه لرې او یا هم غیرعادي نه ګڼل کېدل. هماغه ډول چې جیپا اشاره کړې د عثمان کلمه د «ځای ناستوب» او «شخړې» سره ورته عربي ریښه لري، په واقعیت کې هم په دغه ۲۰۰ کلنه دوره کې یوازې یو کس بې له کومې شخړې څخه واک ته ورسېد او نور ټول د جګړې پر مټ په تخت کښېناستل. د وخت په تېرېدو سره دغه شخړې په مخ پر زیاتوالي بڼه په یو رواج واوښتې، په ځانګړې توګه د یني چري پاڅون وروسته هغه مهال چې په ۱۴۴۴ زکال کې دویم مراد هڅه وکړه واک په سوله ئیز ډول خپل زوی دویم محمد ته وسپاري. د دویم محمد د سلطنت (۱۴۵۱ – ۱۴۸۱ زکال) پر مهال دغه ورور وژنه یوه رسمي قانوني چاره وګرځېده. د دویم بایزید د سلطنت پر مهال (۱۴۸۱ – ۱۵۱۲ زکال) د بایزید له مړینې وړاندې د هغه د زامنو ترمنځ ورور وژنه وشوه؛ همدارنګه د دریم مراد (۱۵۷۴ – ۱۵۹۵ زکال) له سلطنت وروسته د هغه ځای ناستي، دریم محمد خپل ۱۹ وروڼه اعدام کړل څو د واکمنۍ ادعا وه نه کړي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

په دویمه دوره کې بیا د ورور وژنې دود ساده او له پخواني ډول څخه په لږ کچه خونړی و. په ۱۶۱۷ زکال کې د لومړي احمد له خوا لومړي مصطفې ته د واک سپارلو وروسته پرېکړه دا وشوه چې نور به واک د سلطان تر ټولو مشر خوني خپلوان – اړینه نه وه چې زوی یې وي – ته سپارل کیږي؛ دغه پرېکړه یې داسې مهال وکړه چې هغه خپله دې ته پام ونکړ چې څومره خپلوان یې لا ژوندي دي. د ځای ناستوب په کړنلار کې دغه بدلون احتمالا له ګڼ شمېر عواملو څخه سرچینه اخیسته چې له دې ډلې یو هم د عثماني واکمنانو ترمنځ له ورور وژنې سره د کرکې رامنځته کېدل و او بل دا چې لومړي احمد په ۱۶۰۳ زکال کې له دریم محمد څخه د واک ترلاسه کولو پر مهال دا پرېکړه وه نه کړه چې خپل ورور مصطفی ووژني. د دغه سیاست د بدلون لپاره د دروازو په پرانیستلو سره د هغو کسانو چې د نامحدودو سلطاني امتیازاتو ملاتړ یې کاوه او هغه کسانو ترمنځ سیاسي بحث را پیل شو چې د یوه پیاوړي او متمرکز حقوقي سیسټم څخه یې ملاتړ کاوه او آن د سلطان ځواک یې هم راکم کاوه. تاریخ لیکونکی باقي تزجان استدلال کړی چې وروستۍ ډله د بانفوذه مذهبي مشر او شیخ الاسلام خواجه زاده اسد افندی په مرسته وتوانېده بریالۍ شي. تزجان لیکي چې په ۱۶۱۷ زکال کې له لومړي احمد څخه لومړي مصطفی ته له وینې بهېدنې پرته د واک لېږد «په عثماني سترواکۍ کې د ځای ناستوب اړوند وروستۍ منبع جوړه کړه چې د یوې بهرنۍ قوې پر مټ د هغو تنظیم په واقعیت کې د دغې لړۍ په واک کې د اساسي قانون یوه ارزونه وه». د دغې کړنلارې پر مټ چې په ۱۶۱۷ زکال کې رامنځته شوه او له مخې یې د کورنۍ مشر غړي واکمني خپلوله، راتلونکو ۲۱ پاچایانو په ډېرې آسانۍ واک خپل کړ چې له دغو څخه محدود شمېر یې د خپل مخکښ پاچا له اولادونو څخه وو. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ځای ناستوب کړنلارې[سمول]

له ۱۴مې پېړۍ څخه تر ۱۶مې پېړۍ پورې عثمانیانو د پرانیستي ځای ناستوب له کړنلارې ګټنه کوله – هغه کړنلار چې تاریخ لیکونکی ډونالډ کواتارت هغه «د تر ټولو غوره، نه د مشر زوی د بقا» په توګه توصیف کړې ده. د پلار د واکمنۍ پر مهال به د هغوی ځوانو زامنو ته د ولایتونو مشري پر غاړه ورسپارل کېده څو د مدیریت په برخه کې تجربه ترلاسه کړي (هغه کړنلار چې په معمول ډول د مرکزي آسیا په کلتور کې یې شتون درلود) او هلته به د خپلو ملتیا کوونکو او لارښوونکو له خوا په چارو کې ورته لارښوونې کېدلې. د پلار له مړینې وروسته به د واکمن سلطان زامن د ځای ناستوب اړوند له یو بل سره جنګېدل څو له دوی څخه یو بریالی شي. هغه زوی به چې لومړی ځان پلازمېنې ته راورساوه او د دربار کنټرول به یې خپل کړ، په معمول ډول نوی حاکم ګڼل کېده. قسطنطنیې ته د یو شهزاده نږدېوالي د هغه د بریا چانس زیاتوه؛ ځکه چې هغه له نورو ژر د پلار د مړینې خبر ترلاسه کولای شو او همدارنګه یې کولای شو له نورو وړاندې ځان پلازمېنې ته ورسوي او د سلطنت ادعا وکړي. له همدې امله یو سلطان کولای شو په داسې توګه خپل د خوښې وړ ځای ناستی وښيي چې هغه ته به یې ځان ته نږدې ولایت ورکړ. د بېلګې په توګه دویم بایزید په ۱۴۸۰مه لسیزه کې له خپل ورور جم سلطان سره په دې جګړه وکړه څو وښيي دی د واکمنۍ حقدار دی. [۱۴][۱۵]

ځینې وختونه به میرنیو وروڼو د پلار د مړینې څخه وړاندې له یو بل سره مبارزه پیل کړه. د لوی سلیمان د واکمنۍ پر مهال (۱۵۲۰ – ۱۵۶۶ زکال) د هغه د زامنو شهزاده مصطفی او شهزاده سلیم (وروسته دویم سلیم) ترمنځ شخړو داسې کورنی کړکېچ رامنځته کړ چې هغه د خپلو زامنو شهزاده مصطفی او شهزاده بایزید د اعدام حکم ورکړ او شهزاده سلیم یې خپل یوازنی وارث پرېښود.

سرچينې[سمول]

  1. Shaw, Stanford (1976). History of the Ottoman Empire and Modern Turkey. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Çıpa, H. Erdem. The Making of Selim: Succession, Legitimacy, and Memory in the Early Modern Ottoman World. Bloomington, Indiana: Indiana University Press, 2017. Page 29.
  3. Fletcher, Joseph. Turco-Mongolian Monarchic Tradition in the Ottoman Empire. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Ukrainian Research Institute, 1979. Pages 236–251.
  4. Tezcan, Baki. The Second Ottoman Empire: Political and Social Transformation in the Early Modern World. Cambridge Studies in Islamic Civilization. New York: Cambridge University Press, 2010. Page 46.
  5. Çıpa. The Making of Selim. Page 31.
  6. Çıpa. The Making of Selim. Page 29.
  7. Peirce, Leslie P. The Imperial Harem: Women and Sovereignty in the Ottoman Empire. Studies in Middle Eastern History. New York: Oxford University Press, 1993. Page 21.
  8. Tezcan. The Second Ottoman Empire. Page 46.
  9. Çıpa. The Making of Selim. Page 30.
  10. Tezcan. The Second Ottoman Empire. Page 47.
  11. Peirce. The Imperial Harem. Page 102.
  12. Tezcan. The Second Ottoman Empire. Page 77.
  13. Peirce. The Imperial Harem. Page 22.
  14. Quataert 2005، ص. 91.
  15. Quataert 2005، ص. 90–91.