عبدالروف خادم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالروف خادم په افغانستان کې د عراق او شام اسلامي دولت (داعش )ډلې لوړپوړی مسوول وو.

مخینه

ملا عبدالرووف خادم د عبدالقیوم زوی په ( ) کې د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ د آذان کلي د علیزیو په ټبر کې دنیا ته راغلی .

زدکړه

خپلې لومړنۍ دیني زده کړې یې په هلمند ولايت او یو څه یې د ډیورنډ کرښې هاخوا په کوټه ښار کې ترسره کړې وی.

ژوند او دندی

ملا عبدالرووف خادم د د طالبانو اسلامي غورځنگ د واکمنۍ پر مهال له مهمو جنگي قوماندانان څخه و. عبدالرووف خادم پر ۱۳۷۵ کال کې کله چې کابل د د طالبانو اسلامي غورځنگ له خوا ونیول شو، د مرکزي قول اردو قوماندان او تر دې وروسته د هرات ولایت د قول اردو قوماندان پاتې شوی دی. د د طالبانو اسلامي غورځنگ د واکمنۍ د سقوط پر مهال په کندوز ولايت کې یې پوځی غونډ درلود او تر ډېره د فرخار ولسوالۍ درې په جبهه کې مېشت و، چې بیا وروسته پر افغانستان د امریکایانو د برید پر مهال کله چې شمالي ولایتونو سقوط وکړ، نو په کندوز ولايت کې د عبدالرشيد دوستم د جنگیالیو له خوا ونیول شو او بیا قلعه جنگي ته انتقال شو او له هغه ځایه گوانتناموټاپو ته ولېږدول شو. ملا عبدالرووف خادم پوره ۷ کاله په گوانتناموټاپو کې بندی وو او ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې له دې زندان څخه ازاد او کابل ته راوستل شو، چې د کابل حکومت تر څارنې لاندې و. خو نوموړی له کابله په تېښته بریالی او د ډیورنډ کرښی ها خوا د کویټې ښار ته ولاړ، چې هلته د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال وټاکل شو. تر هغه وروسته د هلمند په گډون د څو ولایتونو د مسوول په توگه هم دنده ترسره کړې، چې بالاخره د طالبانو له خوا له خپلې دندې گوښه شو. عبدالرووف خادم د ۱۳۹۳لمریز کال د مرغومي په میاشت کې د عراق او شام اسلامي دولت(داعش) دجنگیالیو له لوری په افغانستان کې ددغې ډلې مرستیال وټاکل شو.

مړینه

د ۱۳۹۳ لمریز د سلواغې میاشتې ۲۰ مه نېټه غرمه مهال شا وخوا ۱۲ بجې د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ په اذان سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټو الوتکې له خوا په نښه او ووژل شو.