عبدالرحيم ساربان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ساربان

شاليد
زېږون نوم عبدالرحيم ساربان
زېږېدنه جنوري 7, 1308(1308-01-07)
کابل, افغانستان
مړينه جنوري 8, 1373 (عمر ۶۵)
پېښور, پښتونخوا
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 1322– 1361

عبدالرحیم ساربان «محمودی» (په انگرېزي: Abdurrahim Sarban) (زېږېدنه: ۷ وري، ۱۳۰۸ لمريز، کابل - مړينه: ۸ وري، ۱۳۷۳ لمريز، پېښور) يو افغان شاعر او سندرغاړی و.

ساربان د افغانستان د لومړنيو شوقي سندرغاړو څخه و. هغه د سندرو ښه استعداد درلود او په همدې خاطر يې لومړی راډيو افغانستان ته لار پيدا کړله او بيا وروسته يې تلويزوني سندرې هم خپرې شولې. هغه سندره چې په وييلو سره يې ساربان ډېر مشهوره شو هغه د دري ژبې يوه سندره «خورشید من کجایی، سرد است خانهٔ من» ده چې شعر يې د يو ايراني شاعر ابوالقاسم لاهوتي دی.