عباس ۱
![]() ستر عباس | |
---|---|
![]() | |
زېږېدنه | ۱۵۷۱ |
مړينه | ۱۶۲۹ |
کوړنی | صفوی کرنی |
مخکنی حکمران | سلطان محمد خدابنده |
پیرو | شاه صفی |
عباس ۱ یا ستر عباس (په فارسی: عباس بزرگ) د صفوی کورنی څخه یو مشهور ایرانی شاه (پاچا) وو چی د ۱۵۸۷ کال څخه تر ۱۶۲۹ کال پورې یی په ایران کی حکومت کاوه.
عباس د خراسان د ولایت یو والی (حکمران) وو چی په ۱۵۸۷ کال کی د کودتاه په مرسته د ایران شاه (پاچا) شو.
د عباس حکومت
کله چی عباس ۱ د شاهی پر تخت کښیناست نو خپل مقر یی د قزوین څخه اصفهان ته نقل کړ او ایران په پراخه کولو یی پیل وکړ. عباس د ازبکی خانانو په خلاف په جگړه پیل وکړ او دهغه پوځ پدی وخت کی کندهار هم ونیو. عباس هم د انگلستان او نورو اروپایی هېوادونو سره دیپلوماتیک اړیکې تنگی کړی او دا د دی لپاره چی د عثمانی ترکیی پر ضد د غرب سره په تژدې اریکو ځان پیاوړی کړی. په ۱۶۰۲ کال کی عباس د عثمانی امپراطوری په خلاف جگړې وکړه او تر جگړو وروسته تبریز، ایروان او کارس د عباس لاس ته ورغلل. په ۱۶۰۶ کال کی عباس د انگریز په مرسته خپل پوځ عصری کړ او د سیس د ښار جگړه کی یی عثمانی پوځ ته ماته ور کړه. په دی وخت کی آذربیجان، کردستان، موصل او بغداد لاس ته ورغلل. عباس د انگریز جنگی بیړیو په مرسته یی پوځ په فارس خلیج کی سمندری غله له منځه یوړه. د پرتگالی مستعمره (هرمز) یی هم ونیو. تر دغو کامیابیو وروسته عباس د مغلولو پر پاچایی برید وکړ او د ایران سرحد یی د اباسن سیند ته ورساوه.