طبيعی منابع

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Jump to navigation Jump to search
پورته کوونکی فیض الرحمن احمدی دلغمان پوهنتون کرنې پوهنځی د چاپيریال ساتنې او ځنګلونو څانګی د څلورم صنف محصل 

طبیعي منابع[سمول]

(Natural resources) : په طبعيت کې هغه توکې چې انسانانو لپاره ګټور وي طبعي منابع بلل کېږي چې بېلګې يې هوا، اوبه، ځمکه، ځنګلات، فصلونه او نور دي.

د طبيعي منابعو ډولونه[سمول]

The rainforest in Fatu-Hiva, in the Marquesas Islands, is an example of an undisturbed natural resource. Forest provides timber for humans, food, water and shelter for the flora and fauna tribes and animals. The nutrient cycle between organisms form food chains and biodiversity of species.
The Carson Fall in Mount Kinabalu, Malaysia is an example of undisturbed natural resource. Waterfalls provide spring water for humans, animals and plants for survival and also habitat for marine organisms. The water current can be used to turn turbines for hydroelectric generation.
The ocean is an example of a natural resource. Ocean waves can be used to generate wave power, a renewable energy. Ocean water is important for salt production, desalination, and providing habitat for deep water fishes. There are biodiversity of marine species in the sea where nutrient cycles are common.
A picture of the Udachnaya pipe, an open-pit diamond mine in Siberia. An example of a non-renewable natural resource.

( Types of natural resources ) نوې کېدونکې طبيعي منابع (Renewable natural resources )

په طبیعی زېرمو کې موجود توکې کوم چې په لنډه موده کې نوې يا تازه کېږي، د نوې کېدونکو طبيعي منابعو په ډله کې راځي چې بېلګې د ځمکې د تودوخي انرژي، موجي انرژي او هايدروجن څخه عبارت دي. 

نه نوې کيدونکې طبيعي منابع:( Non renewable natural resources )

په طبیعی زېرمو کې موجود هغه توکې دي چې  جوړيدل يې ډېره اوږده موده په بر کې نيسي. د بېلګې په توګه منرالونه. د منرالونو د لګښت کچه د هغوې د جوړښت تر کچې زياته ده. 

تلپاتې طبيعي منابع(Perpetual natural resources ) په طبیعی زیرموکی هغه موجوده توکې چې پای ته نه رسېږي او يا په دوامداره توګه چمتو کېږي چې بېلګې يې لمرېزه انرژي، بادي انرژي او اوبه دي.

لمر د طبيعي منبع په توګه[سمول]

(Sun as a natural resources) شنې پاڼې د لمر رڼا ترلاسه کوي او د ضيائي ترکيب د عمليي په وسيله د کاربن ډاي اکسايډ،اوبواولمر وړانګو په شتون کې خپله غذا جوړوي.


د طبيعي منابعو شتون او ستونزې يا د طبيعي منابعو بحران او د نفوسو زياتوالی[سمول]

نفوس په چټکۍ سره مخ په زياتيدو دی چې له امله يې په طبيعي منابعو (لکه هوا، اوبه، خاوره او نورو طبيعي انرژيو) باندې فشار واردېږي تر څو د مخ پر ودې نفوس اړتياوې لکه خواړه، پوښاک او سرپناه اړتياوې برابرې شي، چې دغه فشار د طبیعي منابعو د بحران په نامه يادېږي. د بېلګې په توګه،(Natural resource crisisoy(crunch) د ځمکې د لاندې اوبو سطحې کميدل، د ډبرو سکرو او پطرولو کميدل (او د بيو لوړيدل). پرمختيايي فعالیتونو هم د مهمې طبيعې زېرمې مصرفوي. د نفوسو زياتوالي او د طبيعي منابعو بحران ته په ګډه د نفوسو انفلاق(Population explosion) په نوم يادېږي.


د نفوسو زياتوالی[سمول]

(Population Increase)

په طبيعي منابعو باندې فشار واردوي (لکه د اوبو زېرمې) د طبيعي منابعو بحران يا کموالی (لکه د ځمکې لاندې اوبو سطحې کموالی)(۳)شکل:نفوسو زیاتوالی

Natural Resources by country[سمول]

Value of Natural Resources by country (in USD Trillions), 2016[۱]
Country Value
 روسیه 77
 د امريکا متحده ايالات 45
 سعودي عربستان 34.4
 کاناډا 34.1
 ايران 27.3
 چين 23
کينډۍ:Country data Brazil 21.8
 Australia 19.9
 Iraq 15.9
کينډۍ:Country data Venezuela 14.3

اوبه د يوې ژوندۍ طبیعي منبع په توګه[سمول]

(Water as a vital natural resource ) • شنه نباتات اوبو ته اړتيا لري. دوې د ضيائي ترکيب عمليه د کاربن ډائي اکسايډ، اوبو او لمر د رڼا په موجوديت کې ترسره کوي نباتات اوبو سره خړوبوي. • اوبيزه برېښنا له اوبو څخه ترلاسه کېږي. • په ټولو صنعتي فعاليتونو کې د سړوونکې او پاکوونکې په توګه اوبو ته اړتيا وي.

• د اوبو دوران(Water cycle or hydrological cycle) (هايدرولوژيکي دوران) د اوبو د تبخير او باران د اوبو دوران ثابت ساتي. د موجوديت او کيفت اړخونه (د ځمکې لاندې اوبو کموالی) (Availability and Quality Aspect (groundwater depletion) د مخ په زياتیدونکې نفوس له امله، د اوبو ته اړتيا زياتېږي چې له امله يې د اوبو په زېرمو فشار راځي چې په نتيجه کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه کمېږي. د نفوسو زياتوالی(Population increase) د اوبو په زېرمو فشار راوړي(Puts pressure on water resource) د اوبو د زېرمو بحران رامنځته کېږي(Water resources crisis) هغه ناروغۍ چې د اوبو له امله رامنځته کېږي: هغه ناروغۍ چې ککړو اوبو سره د مستقيم تماس له امله رامنځته کېږي، د بېلګې په ډول، د څښلو ککړې اوبه. د دوې رامینځته کیدونکي نمایندګان او نښې يې په لاندې جدول کې ورکړل شوي دي.

Sشماره د اوبو له امله رامنځته کېدونکې ناروغۍ د ناروغۍ عامل عمومي نښې ۱ لويه تبه بکتريا: salmonella typii اوږدمهاله تبه، خوله، اسهال، د ځيګر غټوالی او بالاخره مړينه ۲۲ اميب پروتوزوا: اميب د معدې درد، ستړيا، د وزن کميدل، اسهال، تبه ۳۳ بدمزاجي فيتوي چينجيان(پټه لرونکي) د کولمو ناسموالی، د وزن کموالی ۴۴ کولرا بکتريا: vibrio cholera دا ډېره خطرناکه ناروغي ده، شديد اسهال، نس ناستی، قی، کیدای شي دمړینی سبب هم شی ۵۵ په E. coli اخته کېدنه Escherichia coli زياتره وختونه اسهال د مړينې باعث کېږي ځکه چی داوبو ضایع کیدنه زیات صورت نیسي. (۱)جدول:داوبه له امله رامینځته کیدونکی ناروغی اوبو څخه رامنځته کېدونکې ناروغۍ: هغه ناروغۍ چې ککړو اوبو سره د نامستقیم تماس له امله رامنځته کېږي، په اوبو کې شاملو ناروغيو په نوم يادېږي. د چټلو اوبو په وسيله د ناروغيو خپريدنه <---- د عامل په وسيله یعني وړانګي انتقالوونکی ناروغ وينې ته رسېږي ولاړې اوبه مياشي انسان چيچي چې له امله په اوبو کې شاملې نارغې انسانانو ته انتقالیږي.


شماره د اوبو له امله رامنځته کېدونکې ناروغۍ د ناروغۍ عامل د ناروغۍ ناقل

عمو مي نښې

۱۱ ملاريا Plasmodium spp. ښځينه انافيل غوماشی تبه چې ورسره لړزه او خوله هم شامل وي. ۲۲ ډينګو ويروس غوماشی تبه

د څښلو په اوبو کې په ډېره اندازه د فلورین اخېستلو له امله د کلسيم ميتابولیزم خرابېږي چې د فلوروسز په نوم يادېږي. دا د هډوکو او غاښونو په کمزوري کولو کې رول لري. دڅښلوپه اوبو کي ډيرفلورین دکلسیم میتابولیزم خرابوي دهډوکواو غاښونو فلوروسزرامینځته کوي. Drink water+ large amount of fluoride weak teeth+weakbone

څرګند خواص: دا یوه بومي ناروغي ده چې یوې ټاکلې ساحې پورې محدوده وي چې بېلګې يې د هند په راجستان ايالت کې ليدل کېږي ځکه چې د ځمکې لاندې اوبو کې يې د فلورين اندازه په طبیعي ډول ډېره زياته ده.

د فلوروسز نښې یا ډولونه اسکليټي فلوروسز.( د هډوکو کمزوري کېدل) د غاښونو فلوروزسز.( د غاښونو کمزوري کېدل) ی (۸)شکل:هډوکي کمزوري کول دفلورايد اندازه کول. د څښلو په اوبو کې فلورین د ایون انتخابي الکترود ميتر (ISE) يا سپيکتروفوتو ميتر په وسيله معلوميږي. د فلورايډ اهميت: په عمومي ډول فلورايډ په طبیعي ډول د څښلو په اوبو کې په کمه اندازه (په ليټر کې يو ملي ګرام) پيدا کېږي. داد غاښونو لپاره ګټوراوښه دي. په همدې اساس د غاښونو په کریمونو کې لږ مقدار فلورايډ علاوه کېږي چې فلوريډيشن ورته وائي. د څښلو په اوبو کې د فلورين کم مقدار (په ليټر کې ۱.۵ ملي ګرام) ته د نړیوالو معيارونو له مخې اجازه ورکول کېږي. په دوامداره توګه د داسې اوبو څښل چې په یو ليتر کې ۸ ملي ګرامو څخه زيات فلورین ولري د فلوروسز باعث کېږي.


د څښلو اوبو څخه د فلورین له منځه وړو عمليه(Defloridation) دا یوه پخوانۍ هندي طريقه ده چې د پټکرې په وسيله له اوبو څخه د فلورين ايونونه لرې یاایستل کېږي. په اوبو کې پټکړی او آهکو ډبرې اچول کېږي چې له امله يې د لوښي په تل کې فلورايډ له منځه ځي. د فلورين د له منځه وړلو دغه طريقه په هند کې يو کليوال نالګوندا (Nalgonda)نومیږي خلکو ته ښودلې وه. د اوبو نمونه چې په تل کې فلورايد لري+ پټکری + آهک ---- ښورول کېږي ---- فلورايډ د اوبو تل ته رسوب کوي چې په آسانۍ ايسته کېدی شي. Florid precipitates Water sample+ Alum + lime د(NEERI) دملي محيطي انجنيرانو د څېړنې انستيتیوت دغه لاندې طريقه د فلورايډ د ايسته کولو له پاره توصيه کوي: I. د فعاله کاربن د ګډولو په وسيله معامله کول II. د هډوکو سکاره په کارولو د فلورايډ بدلوونکې III. د اهکو او مګنييزيم د مالګې ګډول (معامله) کول) IV. د المونيم مالګو او پړنوونکو ګډول(معامله کول) V. معکوس اسموسز د څښلو په اوبو کې د ارسينک ستونزه(Arsenic problem in Drinking water) په ارسينک باندې ککړو اوبو د استعمال له امله ارسينوسز رامنځته کېږي چې د تورو پښو ناروغۍ په نوم يادېږي. د ارسينک لرونکو کيمياوي توکو د زيات استعمال له امله په اوبو کې د ارسينک اندازه زياتېږي لکه د مس ارسينک او سرپو ارسينک چې په عصري کرنه کې ډېر استعمالېږي. د ارسينک ډېر مقدار + د ځمکې اوبه( څښلو اوبه) ----- ارسينکوسز يا د تورو پښو ناروغي Blackfoot disease High levels of arsenic+ groundwater د روغتيا د نړيوالې ادارې سپارښتنې(WHO Recommendation) 1. په اوبو کې د ارسينک ساتلونکی(ساتل شوي) اندازه = 10µg په یو لټر کې، په اوس وخت کې د ارسينک ساتل شوي اندازه په یو ليټر کې 0.01µg ده. 2. د څښلو په اوبو کې د ارسينک ډېره اندازه = په یو ليټر کې 50µg نښې(Symptoms) هغه ناروغان چې په ارسينيکوسز اخته وي لاندې نښې په کې ليدل کېږي: 1. په سینه، ملا، اندامونو باندې تور داغونه چې د ميلانوسز په نوم پېژندل کېږي. 2. پوستکی کلک او فايبري ګرځي. 3. ډېره زیاته اخته کېدنه د سرطان لامل کېږي. 4. د ارسينک د زهري کیدو له امله د ځيګر او توری پېچلتياوې، د تايرويد غټیدل او د پوستکې سرطان رامنځته کېدی شي. هغه سيمي چې د ارسينک زهريت په کې شتون لري(Area reported with Arsenic Toxicity) هند: د هند له لويديځ بنګال او بهار څخه د ارسينيکوسز زياتو پېښو په اړه راپور ورکړل شوی دی. نړۍ: د بنګله ديش د ځمکې لاندې اوبه په ټوله نړۍ کي تر ټولو ککړې اوبه بلل کېږي. د بنګله ديش د سیمي ۸۵ سلنه د ځمکې لاندې اوبه په ارسينک ککړې دي. د بنګله ديش ۱.۲ مليونه وګړي د ارسينک له زهريت څخه رنځېږي.

د ارسينيکوسز مخنيوی(Control of arsenic) 1. دولت د اوبو نمونې معاينه کوي چې په ارسينک خو به ککړی نه وي او هغه څاګانې چې په ارسينک ککړي اوبه ولري په سور رنګ په نښه کوي او هغه چې اوبه يې ارسنیک څخه پاکې وي په شین رنګ په نښه کوي. Bioremediation 2. يو بند لرونکی نبات یا Pterris sp.دي چی له ککړو اوبو څخه ارسينک له منځه وړي.

منرالونه د طبیعي منبع په توګه[سمول]

منرالونه په کرنه، دفاع، ټرانسپورټ، صنعتي او نورو سکتورونو کې استعمالېږي. په لاندي جدول کي عمومي منرالونه او دهغوي استمعال ښودل شوی دي شماره منرالونه استعمال ۱ المونيم په طيارو، د برېښنا په مزو، او وسايل ۲ مس په برېښنايي صنعت او تارونو کې ۳ سره زر زينتي موخو لپاره

ځنګلونه د طبيعي منبع په توګه[سمول]

(Forest as a natural Resources) • ځنګل د مختلفو ونو يوې ډلې ته ويل کېږي چې د نورو نباتي او حیواني انواعو دودي ملاتړ کوونکي دي. • ایکولوژیکی انواع(د هوا تصفيه، د اوبو دوران، ګرده افشانۍ، د خاورې د تخريب مخنيوي او د ډېرو حېواناتو لپاره د اوسیدو ځای برابروي)او اقتصادي استمعال(د حېواناتو خوراکه، سون توکي، فايبر، مېوې، لرګی، دوائي، ریزین) دځنګلونو دشتون له امله . • یو ځنګل = نباتات+هرزه بوټي+ طبي بوټېو+ واښه، حېوانات، حشرات او مایکرو اورګانيزمونه مجموعه ده. • د ځنګلاتو ملي پاليسي په هوارو ځمکو کې ۳۳ او په غونډیو او غريزو سیمو کې ۶۷ سيمه د ځنګلاتو د پوښښ لپاره توصيه کوي.

د ځنګل د منابعو بې کچې استعمال(Over explosion of forest resources ) ځنګل مخ پر ودې نفوس لپاره دچارتراش مختلف انواع( لرګي) او داسې نور توکې لکه فايبر، واښه، درمل، ریزین، تيل او نور چمتو کوي. (۱۰)شکل:ځنګلونه طبیعي منبع په حیث د نفوس زياتوالی(Population increase) د ځنګل په منابعو فشار واردوي(Puts pressure on forest resources) د ځنګلاتو د منابعو کموالی تر څو مخ پر ودې نفوس د مېوو، فايبر، واښو، فرنيچر، لرګي، درملو، ریزین او تيلو اړتياوې پوره کړي. د ځنګل د منابعو ساتنه(Conservation of forest resources) د ځنګل د منابعو بې کچې استعمال له امله اړتیا ده چې ځنګلونو دلمینځه وړولویا غوڅولو مخه ونيول شي. د ځنګلونو ساتنه په دوامداره پرمختګ کې مرسته کوي. د Insitu اوEx situ په ډول ساتنه دژوندیو موجوداتودتنوع اندازه په Biodiversity تشریح شوی دي . د محيط قوانين د ځنګلاتو د ساتنې په موخه په ۱۹۸۰ او د حېواناتو د ساتنې قانون په ۱۹۷۲ کې رامنځته شوی دی.

د خوړو منابع[سمول]

(Food resources) د خوړو د منابعو ساتنه: باثباته کرنه (دوامداره کرنه) یا د عصري کرنې حل(Conservation of food resources Sustainable agriculture (organic farming )or solution to modern agriculture ) په عصري کرنه کې د پخوانۍ کرنې بشپړيدل د دوامداره او با ثباته کرنې مفهوم دی. د دوامداره او باثباته د مختلفو تخنيکونو لسټ په لاندې ډول ورکړل شوی دی: 1. کرنېزه ځنګلداری: په کرنېزو فارمونو کې د ځنګلي ونو کرل لاندې ګټې لري: • د ونو ريښي د خاورې ذرات سره نږدې ساتي او د خاورې د تخريب مخنيوی کوي. • د ونو تولیدات دهقانانو ته د حاصل ورکړی څخه نورو وختو کي اقتصادی ګټي تهیه او وړاندي کوی .


2. بیولوژیکي آفت وژونکي: (Biopesticides)

د کيمياوي افت وژونکو په ځای د بيولوژيکي افت وژونکو استعمال  چې ښه بېلګه يې د neem ونه ده. 

3. ژوندی سره (شنه سره): په طبیعي ډول ژوندي اورګانيزمونه چې د سرې په توګه دنده اجرا کوي د طبيعي ژوندي سرې په نوم يادېږي.

دوې نباتاتو ته زیات توکي دمختلفو میتابولیکي بدلونونوپواسطه علاوه کوي چې نباتات يې په اسانۍ سره جذبولی شي. Faba beanــ باقلي(Vacia faba)ـ مټرــ Jak Bean جیک  لوبیا (Canavalia ensiformis)ــCommon bean عام لوبیا ــ ، Mung bean غرنجډول (Vigna radiate )ــ Kidney bean بډوډی شکل لوبیا (Phasila vugari)ــ Soyabean  ,سويابين(Glycin max)__ Rice bean وریجی لوبیا (Vigna radiate )،__ Cow pea   بیډول مټر(Vignne ungaenlyt)Lime bean__ ناقص لوبیا (phasealus lunata)__  Velvet bean والویټ لوبیا (Muccuna pruiens)__، Winged bean، زرچوبه يي نخودAspragis pea (Psophocapus tetragonolobus)_، sunhemp لمریز نبات(Rotatoria juncea ) __د شنې سرې ښه بېلګې دي. 

4. نانځکې(Scare crow)

دا د انسانانو په څېر جوړې شوې نانځکې دي چې په کروندو کې د مرغانو د ويرولو لپاره کارول کېږي. 

5. ګډه کرنه(Mixed cropping) يو شمېر مختلف نباتات په کرونده کې په ګډه کرل کېږي. دا د افتونو د يرغل پر وړاندې د نباتاتو ساتنه کوي. په کرونده کې د یو شان نباتو د کرنې له امله د افتونو يرغل ته زمينه برابروي ځکه چې افتونه يو شان نباتاتو پر وړاندې مقاومت ترلاسه کوي.چي د Monoculture په نامه یادیږي یعني که نباتات مختلف وي نو زیات یرغل نشي کولاي خو په عنعنوي ډول، په یوه کرونده کې د څو نباتاتو ګډ کرلو له امله د افتونو د يرغل مخه نيول کېږي.

کرنیزه ځنګلداري[سمول]

د ونواو کرنیزو نباتاتو یوځاي کرلو ګټي: کرنیز نباتات(فصلونه) (فصلونو)ونې ۱)د خاورې سمون ۲)حاصل خېزي او محیطي خونديتوب ايکالوژيکي دندې د هوا تصفيه د ځمکې لاندی اوبو تصفيه د خاورې د تخريب مخنیوی د کرنېزې ځمکې د ايکو سيستم ثبات محصولات د سون لپاره لرګي چارتراش مېوې نور کوچني تولیدات لکه ریزین، درمل، ژاوله او نور

کرلوګټی

باثباته کرنه (د طبعي افتونو مخه نيسي) 6. کرنېز تناوب(Crop rotation )

په يوه کرونده کې مختلف نباتات کرل کېږي تر څو هغه توکي چې یو نبات په مصرف رسولې وي د بل نبات په وسيله بېرته په خاوره کې علاوه شي. د بېلګې په توګه، غنم له خاورې څخه نايتروجن مصرفوي پلي يې بېرته نصبوي (د رايزوبيم بکترياو چي لیګومي نباتاتو پواسطه دهوا نایتروجن چي دبیولوژیکي نایتروجن نصبونی عملیه پواسطه په خاوره کي نایتروجن پریږدي.

غنمو کښت دغنمو په کرونده کي د

نایتروجن دجذب کمښت په خاوره کي د نایترایت په شکل دی د لیګومي نباتاتو کرل

                                     په لیګومي  

نباتاتو کي د نایتروجن نصبیدل دریښوي غوټي پواسطه

                                                                             N2   په شکل په خاوره کي  بشپړیدل

7. نوښتګر تخنيکونه(Innovative Techniques )

      شړشم د غنمو په کرونده کې کرل کېږي. د شړشمو بوی څخه حشرات تښتي. دا نباتات د حشراتو له بريد څخه ساتې. 

8. په تراسونو کې کرنه(Terrace farming )

      په غونډۍ لرونکو سیمو کې نباتات په تراسونو کې کرل کېږي تر څو د خاورې  تخريب ودرول شي اویا مخه ونیول شي. 


9. قلبه کول(Ploughing ) کورني حېوانات چې د قلبې لپاره استعمالېږي په کرونده کې د منرالي موادو په خوندي کولو کې هم رول لري. د حېواناتو فاضله مواد خاورې ته کافي غذايي مواد، مايکرو اورګانيزمونه او مايکرو غذايي توکي علاوه کوي. هغه اضافي مواد چې په کرونده کې له فصلونو پاتې کېږي حېواناتو د تغذيي لپاره استعمالېږي. 10. پوښل (Mulching)

غير عضوي توکې (پلاستيک، تيږي او نور) او عضوي توکې (بوس، کمپوسټ د ارې بور)  حاصل ټولولو وروسته د ځمکې د پوښلو په منظور استعمالېږي. دا د نباتاتو ريښې له تودوخې، سړوښې او وچوبې څخه ساتې او همدارنګه د خاورې د تخريب مخه نيسي.

11. ځمکه د یو مهم طبيعي منبع په توګه(Land as a Important natural resources ) خاوره د انسانانو د استعمال لپاره د منرالونو او دنباتاتو دودی لپاره غني منبع دي. د خاورې د حاصلخېزۍ په ساتلو د خاورې د خونديتوب مهم اصل دی.

12. د ځمکې تخريب(Land Degradation) د انسانانو د فعاليتونو له امله د خاورې د حاصلخېزۍ کموالی د ځمکې د تخريب په توګه پېژندل کېږي

ځینې ګټوري سپارښتني[سمول]

۱ــ منابع په کافي ډول شتون لري خو داستخراج لپاره وسایل او شرایط شتون نه لري. ۲ــ باید په کافي ډول بودیجه ورکړل شي تر څو طبیعي منابع پرمختګ وکړي. ۳ــ هیڅ شی د طبیعي منابع ځای نشي نیولی بناً ورنه ساتنه وشي. ۴ــ د طبیعي منابع لپاره باید په پوره ډول خلک تیارۍ ونیسي ترڅو طبیعي منابع وساتل شي. ۵ــ د خلکو د عامه پوهاوی سطحه لوړول ترڅو طبیعي منابع خپل ملي پانګه وګني. ۶ــ دطبیعي منابعو مدیریت په سنتي شکل سره دي.

سرچيني[سمول]

راټولوونکی سید نظیر سادات سید جماالدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونو او طبيعي منابعو څانګه

  1. (په 12 September 2016 کې). 10 Countries With The Most Natural Resources.