شاهزاده سرای

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شاهزاده سرای د افغانستان په پلازمېنه کابل کې يو نامتو سرای دی چې پر ۱۳۳۴ ل کال جوړ شوی او د پيسو د ادلون بدلون چارې پکې سرته رسېږي.

تاريخچه[سمول]

په افغانستان کې د پيسو د تبادلې او سراپۍ چارې لومړی ځل پر ۱۸۶۳ زېږدي کال د افغانستان د واکمن امير شېر علي خان د واکمنۍ په وخت کې په کندهار کې پیل شوې، خو ډېره لومړنۍ (ابتدایي) بڼه یې درلودله.

د کابل د اسعارو د تبادلې، د پیسو د راکړې ورکړې او بدلولو منځۍ د شاهزاده سرای چې ځیني خلک یې د شازده سرای هم بولي، پر ۱۳۳۴ لمريز کال د احمد شاه بابا له لمسیانو څخه یوخ کس شاهزاده عبدالعزیز خان له خوا چې د کابل د اندرابیو په گذر کې اوسیده، جوړ شو، نو ځکه دغه سرای د هغه د نامه له کبله د شاهزاده سرای په نامه یادېږي. نوموړي په هماغه وخت کې د افغانستان د حکومته د ۷۰۰ زره افغانیو په بدل کې یوه ټوټه ځمکه، چې د کابل پل خشتي جومات ته څېرمه د کابل سیند پر غاړه پرته وه، رانیوله او دلته یې یو سرای پکې جوړ کړ چې نن د شاهزاده سرای په نامه یادیږي او د اسعارو د بدلولو یو مشهور مرکز گڼل کېږي.

د شاهزاده سرای د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه، شهید محمد داود خان او په نورو رژیمونو کې هم له ښه رونقه برخمن وو او د اسعارو د تبادلې یو پیاوړی او اعتباري مرکز شمیرل کېده. په پیل کې د افغانستان د پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو د صرافانو تر څنگ یو شمېر هغه یهودیان، هندوان او سیکهان، چې په کابل کې اوسېدل، په دغه سرای کې هم د صرافۍ دوکانونه درلودل.

د جگړو په کلونو کې په تیره بیا د مجاهدینو د حکومت او تر هغه وروسته تر ننه ددغه سرای ۲۰ تنه صرافان وژل شوي دي؛ ځینې صرافان تښتول شوي دي، د ۲۰۰ صرافي دوکانونو پیسې غلا شوې، درې ځلې دغه سرای چور او لوټ شوی دی او یو ځل ورته اور اچول شوی دی.

په دغه سرای کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو اسعار تبادله کېږي. که څه هم په پخوا وختونو کې نوې ټکنالوژي او انټرنیټ نه وو، خو اوس د پیسو او حوالو راکړې ورکړې د نوې ټکنالوجۍ په برکت اسانې او بریښنایي شوې دي.

په اوسني وخت کې په شاهزاده سرای کې د پیسو تبادله په څلورو برخو کې ترسره کېږي، چې هغه د پیسو تبادله (صرافي)، د حوالو ترسره کول (پولي خدمتونه)، بهرنۍ حوالې او کورنۍ حوالې دي.

په اوسني وخت کې په شاهزاده سرای کې د صرافانو ۴۰۰ دوکانونه شته او ۲۰۰۰ تنه خلک د صرافۍ او پیسو د تبادلې په کار و بار بوخت دي. هغه کسان چې په دغه سرای کې د صرافۍ کار کوي باید د افغانستان بانک د صرافۍ د جواز سند ولري.

اخځليک[سمول]

۱- د لیکوال لطيف ياد فېسبوک پاڼه.