شاهرخ خان

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شاهرخ خان
خان د کولکته نايټ رايډرز په يوې خبري غونډه کې، 2012 م. کال
خان د کولکته نايټ رايډرز په يوې خبري غونډه کې، 2012 م. کال
خان د کولکته نايټ رايډرز په يوې خبري غونډه کې، 2012 م. کال

د شخص معلومات
پيدايښت ۲ نومبر ۱۹۶۵(1965-11-02) ‏(عمر: ۵۸ کاله)[۱]

[۲]
نوی ډيلی, هند

تابعیت  هندوستان
نور نومونه کینگ خان
مذهب اسلام
پلار تاج محمد خان
مور لطیف فاطمه خان
عملي ژوند
کار/مسلک فلمي لوبگر, فلم جوړونکی, تلويزوني کوربه
د فعالیت وخت ۱۹۸۸–تر اوسه
جايزې
فلمفير جايزه د ښه لوبګر لپاره (لپاره د: Chak De! India) (۲۰۰۸)
فلمفير جايزه د ښه لوبګر لپاره (لپاره د: Swades) (۲۰۰۵)
 پدما شري په آرټ کې (۲۰۰۵)
فلمفير جايزه د ښه لوبګر لپاره (لپاره د: Devdas) (۲۰۰۳)[۳]
فلمفير جايزه د ښه لوبګر لپاره (لپاره د: Kuch Kuch Hota Hai) (۱۹۹۹)
فلمفير جايزه د ښه لوبګر لپاره (لپاره د: Dil To Pagal Hai) (۱۹۹۸)
فلمفير جايزه د ښه لوبګر لپاره (لپاره د: Dilwale Dulhania Le Jayenge) (۱۹۹۶)
فلمفير جايزه د ښه لوبګر لپاره (لپاره د: Baazigar) (۱۹۹۴)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
شاهرخ خان
شاهرخ خان

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۴]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

شاهرخ خان (په انگرېزي: Shah Rukh Khan، په هندي: शाहरुख़ ख़ान)، په ۲ د نومبر، ۱۹۶۵ لمريز کال کې زېږېدلی. دی د باليووډ تر ټولو تکړه لوبگر، پروډيوسر او د ټلويزون کوربه هم دی.

شاه رخ خان خپله منډه په ۱۹۸۰ کې په ډرامو سيريلونو کې د ښکاره کېدو نه پېل کړه. ده خپل د فلمونو پېل د بريالي سوداگريز فلم ديوانا (۱۹۹۲) نه وکړو. تر هغه وروسته، ده په ډېرو برياليو سواداگريزو کې برخه اخيستې او ډېر په زړه پورې او ښه کار يې کړی. تر اوسه ده په هندي فلم انډسټرۍ کې د تکړه لوبغاړي ۷ فلمفير اېوارډونه اخيستي او په سينيما کې يې ډېر بری ترلاسه کړی. دل والی دلهنيا لی جاينگی (۱۹۹۵)، کچ کچ هوتا هی (۱۹۹۸)، چک دی انډيا (۲۰۰۷) او اوم شانتي اوم (۲۰۰۷) د باليووډ تر ټولو لويې برياوې دي. کبهي خوشي کبهي غم (۲۰۰۱)، کل هو نا هو (۲۰۰۳)، وير-زارا (۲۰۰۴) او کبهي الوېدا نا کهنا (۲۰۰۶) هم په بهرنيو مارکيټونو کې سترې برياوې ترلاسه کړي. له ۲۰۰۰م راهيسي، شاه رخ خان د فلمونو پروډکشن او ټلوېژن کې راتگ هم پېل کړی.

ژوندليک

شاه رخ خان په اره په يوې پښتنې کورنۍ کې زيږېدلی، د پلار نوم يې تاج محمد خان او د مور نوم يې لطيف فاطمه دی. [۵] دی وروسته بيا په نوي ډهيلي کې لوی شوی دی. د شاه رخ خان کورنۍ په اره د پېښور د کيسه خوانې بازار د سيمې ده، چې د هند او پاکستان د بېلېدو نه مخکې هندوستان کې مېشت شوي. [۶] شاه رخ خان د سېنټ کولمبيا سکول نه فارغ شوی چې بيا وروسته يې له ۱۹۸۵ نه تر ۱۹۸۸ پورې د هانسراج په پوهنځي کې زدکړې کړي او د اقتصاد په څانگه کې يې برېليک ترلاسه کړی. هغه بيا د مېس کميونيکېشن يا ډله ايزې مخابرې په څانگه کې د ماسټري د ترلاسه کولو په تکل جامعه ملي اسلاميه پوهنتون کې په زدکړو پېل وکړ. په ماشومتوب کې يې خپلې چوټيانې په حېدراباد کې تېرولې، دا هغه ځای دی چې د هغه د مور کورنۍ په کې اوسيږي. نوموړي د گوري خان سره واده کړی او دوی دوه ماشومان لري، د ځوی نوم يې ارين خان دی او د لور نوم يې سوهانا خان دی.
شاه رخ خان د ماشومتوب نه د يو هر اړخيزه وړتوبونو خاوند وو او کله چې په سېنټ کولمبيا ښوونځي کې وو، نو د درسونو تر څنگ به په سپورټ او ډرامه کې هم تر ټولو ځلېده. هغه په ډېر وړکينې د «د پت توره» اېوارډ گټلی وو، دا هغه جايزه وه چې د ښوونځي تر ټولو هغه پياوړي زده کوونکي ته ورکول کېده چا چې به د ښوونځي په هر يوه ډاگي کې لاس درلوده او پدې توگه به يې د ښوونځي روحي فضا لوړه ساتله.هغه د Z-18 د ښوونځي د ملي-بس، چې د ښوونځي نه تر سهيلي ډهېلي پورې د وړلو او راوړلو لاره پرې لنډه وه، مشر هم وه. همدغه ملي-بس به راهول دېو او موکول دېو، چې دواړه لوبگران دي، هم ښوونځي ته رسول.

کاري ژوند

د لوبگر په توگه

اکشن گروپ کې زده کړې. په ۲۰۰۷ کې، جون د خپل پخواني زده کوونکي په اړه داسې څرگندونه وکړه:

د شاه رخ خان د راتلونکي بريالی پرمختگ او سمبالونه د هغې خپل برکت دی.

شاه رخ خان خپل د لوبگرۍ پېل په ۱۹۸۸ کې د ټلوېژني سيريال فوجي څخه وکړو چې د کمانډو ابهيمانيو راې رول يې په کې لوبولی وو. دی په داسې نورو سيريلونو کې هم ښکاره شو، چې د يادونې وړ ښکارېدنه يې په ۱۹۸۹ کې په سېرکس (چې عزيز مرزا ډاېرېکټ کړی وو) کې وکړه. دا سيريل د سېرکس د لوبغاړو د ژوند ښکارندوی وو. په همدې کال، شاه رخ خان د ټلوېژن لپاره جوړ شوي د انگريزي ژبې فلم، اېن وېچ اني گېوز اېټ دوز ونز، کې هم يو وړوکی رول لرو. دا ټلوېژني فلم په ډهيلي يونيورسټۍ کې د ژوند په اړه وو او اروندهتي راې ليکلی وو.

د خپل مور او پلار د مړينې څخه وروسته، شاه رخ خان په ۱۹۹۱ کې له ممبېي نه نوي ډهيلي ته راغی. خپل د باليووډ د فلمونو پېل يې له ديوانا (۱۹۹۲) څخه وکړو. دې فلم په سېنيما کې ډېر بری وموند، او دا په باليووډ کې د ده د پرمختگ پېل وو. په دې فلم کې د ښې لوبگرۍ له امله ده د فلمفير غوره پېلوونکي سړي اېوارډ وگټو. د هغې د دوېم فلم، مايا مېمساب، په سر لږ څه لانجه رامنځته شوه ځکه چې دی په دې فلم کې په يو څرگند سېکس برخه کې ښکاره شوی وو.

په ۱۹۹۳ کې، شاه رخ خان د ځوروونکي مين او وژوونکي لوبگر په توگه راڅرگند شو او په دې يې شهرت وموند، ځکه چې ده به ورانکارو رولونو کې لوبگري کوله. په ځانگړې توگه، په ډر او بازيگر کې يې داسې رولونه ترسره کړي. ډر د يش راج او د هغې د سرليک يش راج فلمز سره د شاه رخ خان لمړی گډ فلم وو، چې په باليووډ کې ترټولو لويه پروډکشن کمپنۍ ده. بازيگر، چې شاه رخ خان په کې د يو ناڅرگند بدله اخيستونکي په توگه ښکاره شوی چې خپله مينه وژني، د ده کتونکي اريان کړل. بيا هم، د دې فلم له امله شاه رخ خان خپل لمړی فلمفير غوره لوبگر اېوارډ وگټو. په همدې کال، شاه رخ خان د کوندن شاه په کبهي ها کبهي نا کې د يو ځوان سندرغاړي رول ولوبولو، چې د دې په سر يې د ښه لوبگرۍ لپاره د فلمفير کرېټېکس اېوارډ وگټو. شاه رخ خان وايي چې دا د هغه تر خپل ټولو فلمونو زيات خوښيږي. په ۱۹۹۴ کې، شاه رخ خان يو ځل بيا په انجام فلم کې د ځوروونکي مين په توگه رول ولوبولو. که څه هم دې فلم په سېنيما کې دومره بری ونه موند، خو شاه رخ خان د دې له امله د فلمفير غوره ورانکاري اېوارډ وگټو.

په ۱۹۹۵ کې، شاه رخ خان د اديتيه چوپړا لخوا ډاېرېکټ شوي لومړي فلم، دل والی دلهنيا لېجاينگی، چې په سوداگريزه توگه يې ډېر بری ترلاسه کړ، کې رول ولوبولو، چې له امله يې خپل دوېم د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ وگټو. دل والی دلهنيا لېجاينگی په ۲۰۰۷ کې د ممبېي په سېنيماگانو کې خپل دولسم کال ته ننوت. تر هغه وروسته، دې فلم د ۱۲ بيلينو روپو نه زياته گټه کړې وه، چې د ډېرو برياليو او لويو فلمونو په لړ کې يې ودراوه.

۱۹۹۶ د شاه رخ خان لپاره د خواشينۍ نه ډک کال وو، ځکه چې په دې کال کې د هغه ټول خوشې شوي فلمونه په سېنيما کې سم ونه چلېدل. د هغې د ۱۹۹۷ لمړۍ خوشېينه، چې د يش چوپړا دل تو پاگل هی فلم وو، د هغې کال د دوېم لوی ډېر گټه جوړوونکي فلم په توگه راڅرگند شو، او هغې خپل درېم د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ وگټو. په همدې کال، هغې د سوبهاش گاېې د پردېس – د همدې کال ډېر لوی بری موندونکی فلم– له امله بری وليد. د عزيز مرزا يس بوس هم داسې وو.

په ۱۹۹۸ کې، شاه رخ خان د کرن جوهر لخوا ډاېرېکټ شوي لومړي فلم، کچ کچ هوتا هی، کې لوبگري وکړه، چې د دې کال د لويو بري موندونکو فلمونو څخه وو. په دې فلم کې د خپلې ښې لوبگرۍ له امله يې په فلمفير کې د غوره لوبگر څلورم اېوارډ وگټو. د مني رتنم په دل سی کې د ښې لوبگرۍ له امله يې ډېره ستاېنه په برخه شوه. په هندي سېنيماگانو کې دا فلم دومره ونه چلېدو، خو په بهر کې يې ډېر سوداگريز بری وموند. په ۱۹۹۹ کې د شاه رخ خان يواځېنۍ خوشېينه، بادشاه، يو منځنی گټه جوړوونکی فلم وو.

په ۲۰۰۰ کې، شاه رخ خان د اديتيه چوپړا په دوېم فلم، محبتی، کې د امېتاب بچن سره په گډه لوبگري وکړه. دا فلم په سېنيماگانو کې ښه وچلېدو، او د خپلې ښې لوبگرۍ له امله يې په فلمفير کې د ښې لوبگرۍ لپاره د کرېټېکس اېوارډ وگټو. هغې د منصور خان په جوش فلم کې هم لوبگري وکړه، چې دا هم يو بريالی فلم وو. په همدې کال، شاه رخ خان د جوهي چاولا سره خپله پروډکشن کمپنۍ، ډريمز انلېمېټډ، جوړه کړه. شاه رخ خان او جوهي چاولا دواړو د هغوی د پروډکشن کمپنۍ په لومړي فلم، پهر بهي دل هی هندوستاني، کې لوبگري وکړه. شاه رخ خان د کمال حسن په هی رام فلم کې هم ملاتړی رول ولوبولو. که څه هم په سېنيماگانو کې دومره ونه چلېدو، خو د دې فلم له امله يې ستاېنه په برخه شوه. دا فلم د انډيا لخوا د اوسکرز لپاره نومول شوی وو.

په ۲۰۰۱ کې، شاه رخ خان د کرن جوهر سره يو ځل بيا په کورنۍ ډرامه، کبهي خوشي کبهي غم، کې لوبگري وکړه. دا د همدې کال دوېم لوی بريالی فلم وو. د تاريخي فلم، اسوکا، له امله يې هم ډېرې ښې څرگندونې په برخه شوې. په دې فلم کې شاه رخ خان د ټولواکي اسوکا رول لوبولی دی. په ۲۰۰۲ کې، د سنجی ليلا بنسالي په دېوداس فلم کې د لوبگري کولو له امله د شاه رخ خان ډېره ستاېنه او تود هرکلی وشو. دا فلم د شرت چندرا چټوپډيايي په همدې نوم د ناول نه د هندي فلمونو لپاره درېمه اخيستنه وه، او د هغې کال د لويو برياليو فلمونو څخه وو. شاه رخ خان د سلمان خان او مادهوري ډېکشټ سره په کورنۍ ډرامه، هم تمهارې هی صنم، کې هم لوبگري وکړه، چې په سېنيماگانو کې ښه وچلېدو.

په ۲۰۰۳ کې، شاه رخ خان په منځني توگه بريالي رومېنټک فلم، چلتی چلتی، کې لوبگري وکړه. په همدې کال، هغې په بل رومېنټک ډرامه فلم، کل هو نا هو، کې لوبگري وکړه. دا فلم کرن جوهر ليکلی وو او نېکېل اډواني ډاېرېکټ کړی وو. په دې فلم کې د شاه رخ خان لوبگري، چې د زړه د ناروغ په توگه يې کار کړی وو، ډېره خوښه او وستاېل شوه. دا فلم په انډيا او په بهر دواړو کې د همدې کال د لوی بريالي فلم په توگه راڅرگند شو.

۲۰۰۴ د شاه رخ خان لپاره په هره توگه يو ښه کال وو. هغې په دې کال د فراح خان لخوا په لومړي ځل ډاېرېکټ شوي فلم، می هو نا، کې لوبگري وکړه. دا فلم په سېنيماگانو کې ښه وچلېدو. هغې وروسته د يش چوپړا په وير-زارا، چې په انډيا او بهر دواړو کې د ۲۰۰۴ تر ټولو لوی بريالی فلم وو، کې د وير رول ولوبولو. په دې فلم کې د ښې لوبگرۍ له امله شاه رخ خان د اېوارډونو په ډېرو مراسمو کې اېوارډونه وگټل. په همدې کال، د اشوتوش گوارېکر د سوادېس لپاره دی ډېر وستاېل شو. که څه هم دا فلم په سېنيماگانو کې ونه چېلدو، خو شاه رخ خان د دې فلم له امله خپل شپږم د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ وگټو. دی د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ لپاره د خپل درې واړو فلمونو لپاره نومول شوی وو، خو د سوادېس لپاره يې وگټو.

په ۲۰۰۵ کې د شاه رخ خان يواځېنۍ فلمي خوشېينه خيالي فلم، پهېلي وو. که څه هم دې فلم په سېنيماگانو کې دومره بری ونه موند، خو د دې فلم په سر يې هم ډېره ستاېنه ترلاسه کړه. دا فلم د انډيا لخوا د اوسکرز لپاره نومول شوی وو. په ۲۰۰۶ کې، شاه رخ خان د څلورم ځل لپاره بيا د کرن جوهر سره په گډه د کبهي الوېدا نا کهنا لپاره لوبگري وکړه. دې فلم په انډيا او په بهرنيو مارکېټونو دواړو کې ډېر بری وموند او په بهرنيو مارکېټونو کې د باليووډ تر ټولو لوی بريالی فلم شو. د هغې دوېمه فلمي خوشېينه ډان، چې د ۱۹۷۸م کال د بريالي فلم ډان بيا جوړونه وه، ډېر بری وموند. شاه رخ خان په دې فلم کې مهم جگړيز رول لوبولی.

په ۲۰۰۷م کې د شاه رخ خان لومړۍ فلمي خوشېينه د انډيا د ښځو د ملي هاکي ډلې په اړه وه. دې فلم، چک دی انډيا، د ۶۳۹ ميلينو روپو نه زياته گټه جوړه کړه او په انډيا کې د ۲۰۰۷م کال درېم ډېره گټه جوړوونکی فلم شو. په دې فلم کې د ډلې د لارښود په توگه د لوبگرۍ کولو له امله، شاه رخ خان خپل اووم د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ وگټو. شاه رخ خان د فراح خان د ۲۰۰۷م فلم، اوم شانتي اوم، کې هم کار وکړو. دا د همدې کال تر ټولو زياته گټه جوړوونکي فلم په توگه راڅرگند شو، او د همدې له امله شاه رخ خان په فلمفير کې د غوره لوبگر لپاره ونومول شو.

د پروډيوسر په توگه

شاه رخ خان هغه مهال پروډيوسر شو چې په ۱۹۹۹ کې يې د جوهي چاولا او ډاېرېکټر عزيز مرزا سره يوه پروډکشن کمپنۍ، چې ډريمز انلېمېټډ نومېده، جوړه کړه. هغه دوه لمړني فلمونه چې ده پروډيوس کړي وو او په خپله يې په کې کار هم کړی وو، چې پهر بهي دل هی هندوستاني (۲۰۰۰) او اسوکا (۲۰۰۱) نومېدل، په سينيما کې ناکام شول. خو د هغې درېم فلم، د پروډيوسر او لوبگر په توگه، چلتی چلتی (۲۰۰۳)، د ده د کمپنۍ لومړنی داسې فلم وو چې په سينيما کې يې ډېر زيات بری ترلاسه کړ. په ۲۰۰۴ کې، هغې يوه بله پروډکشن کمپنۍ، چې رېډ چيليز اېنټرټېنمنټ نوميده، جوړه کړه او می هو نا يې پروډيوس او په خپله يې په کې د لوبگر په توگه کار وکړو، چې دا هم يوه ستره بريا وه. په ۲۰۰۵ کې هغه يو بل خيالي فلم پهېلي پروډيوس او په خپله يې په کې د لوبگر په توگه دنده ترسره کړه، چې په سينيما کې پاتې راغی. دا د انډيا لخوا د اوسکرز په غوره بهرني فلم نومونې کې رسمي ننوت وو، خو په وروستۍ ټاکنه کې يې بری ونه موند. په همدې کال ده يو بل فلم، چې کال نومېده، له کرن جوهر سره په گډه پروډيوس کړو او د همدې فلم په يوې سندره کې د ملاېکا اروړا خان سره ښکاره شو. کال په منځنۍ توگه په سېنيما کې بريا ترلاسه کړه. اوسنی فلم اوم شانتي اوم، چې په خپله يې پروډيوس کړی او د لوبگر په توگه په کې هم ښکاره شوی، په سېنيما کې ډېر ښه وچلېدو. په ۲۰۰۸ کې، رېډ چيليز اېنټرټېنمنټ په انډين پرېمير ليگ کې د کولکته ناېټ راېډرز خاوند شو. په ياده دې وي چې د دوی ټيم سږ کال بريا ترلاسه نه کړه.

د ټلوېژن کوربه په توگه

په ۲۰۰۷ کې، شاه رخ خان د کون بنېگا کروړ پتي، چې د هو وانټس ټو بي ای ملينير هندي لمسېه ده، د درېم پړاو د کوربه په توگه د امېتاب بچن ځاېناستی شو. امېتاب بچن د ۵ کالو لپاره د ۲۰۰۰-۰۵ پورې د دې ښودنې کوربه پاتې شوی وو. په ۲۲ جنوري، ۲۰۰۷، کون بنيگا کروړ پتي، چې شاه رخ خان يې نوی کوربه وو، خپره شوه او وروسته بيا په ۱۹ اپرېل، ۲۰۰۷ کې ختمه شوه. په ۲۵ اپرېل، ۲۰۰۸، شاه رخ خان د کيا اپ پانچوي پاس سې تېز هی ښودنې کوربه توب پېل کړ، چې د ار يو سمارټر دېن ای ففد گرېډر هندي لمېسه ده. په ياده دې وي چې دا دواړه ښودنې، کيا اپ پانچوي پاس سې تېز هی او کون بنېگا کروړ پتي، په سټار پلس خپرېدل.


اېوارډونه او نومېدنې

آرنۍ ليکنه: د شاه رخ خان د اېوارډونو او نومېدنې لړ

فلموگرافي

لوبگر

کال سرليک دنده يادښت
۱۹۹۲ ديوانا راجا ساهاي گټونکی, د فلمفير غوره پېلوونکي سړي اېوارډ
چمتکار سندر سريوستوا
راجو بن گيا جنټلمن راجو (راج ماټور)
دل اشنا هی کرن
۱۹۹۳ مايا مېمساب للېت کومار
کنگ انکل انيل
بازيگر اجی شرما/ويکي ملهوترا گټونکی, د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
ډر راهول مهرا نومېدنه، د فلمفير غوره ورانکاري اېوارډ
کبهي ها کبهي نا سنيل گټونکی، د فلمفير کرېټېکس اېوارډ د ښه لوبگرۍ لپاره
نومېدنه, د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
۱۹۹۴ انجام وېجی اگنېهوتري گټونکی، د فلمفير غوره ورانکاري اېوارډ
۱۹۹۵ کرن ارجون ارجون سنگ/وېجی
زمانا ديوانا راهول ملهوترا
گوډو گوډو بهادر
وه ډارلنگ! يی هی انډيا هيرو
دل والی دلهنيا لېجاينگی راج ملهوترا گټونکی، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
رام جانی رام جاني
ترېمورتي رومي سنگ/بهولي
۱۹۹۶ انگلش بابو ديسي مېم ويکرم/هاري/گوپال ميور
چاهت روپ راټوړ
ارمي ارجون ځانگړې ښکارېدنه
دشمن دنيا کا بدرو
۱۹۹۷ گدگدي ځانگړې ښکارېدنه
کوېلا شنکر
يس بوس راهول جوشي نومېدنه، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
پردېس ارجن ساگر
دل تو پاگل هی راهول گټونکی، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
۱۹۹۸ ‌ډوپليکېټ ببلو چهودري/منو دادا نومېدنه، د فلمفير غوره ورانکاري اېوارډ
اچانک پخپله ځانگړې ښکارېدنه
دل سی امرکنټ ورما د "يويري" په نوم په ټامېل ژباړل شوی
د "پرېما تو" په نوم په ټېلېگو ژباړل شوی'
کچ کچ هوتا هی راهول کهنا گټونکی، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
۱۹۹۹ بادشاه راج هيرا/بادشاه نومېدنه، د فلمفير غوره ټوکار اېوارډ
۲۰۰۰ پهر بهي دل هی هندوستاني اجی بکشي
هی رام امجد علي خان هممهاله په ټامېل کې هم د هی رام په نوم جوړ شو
د انډيا لخوا په اوسکرز کې رسمي ننوتنې
جوش مېکس
هر دل جو پيار کرېگا راهول ځانگړې ښکارېدنه
محبتی راج ارين ملهوترا گټونکی د فلمفير کرېټېکس اېوارډ د ښه لوبگرۍ لپاره
نوميدنه، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
گجا گامېني پخپله ځانگړې ښکارېدنه
۲۰۰۱ ون ۲ کا ۴ ارون ورما
اسوکا اسوکا د "سمرت اسوکا" په نوم په ټامېل ژباړل شوی
کبهي خوشي کبهي غم راهول راېچند نومېدنه، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
۲۰۰۲ هم تمهارې هی صنم گوپال
ديوداس دېوداس مکرجي گټونکی'، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
د انډيا لخوا په اوسکرز کې رسمي ننوتنې
شکتي: ده پاور جېسنگ ځانگړې ښکارېدنه
ساتهيا يشونت راو وړه دنده
۲۰۰۳ چلتی چلتی راج ماټور
کل هو نا هو امن ماټوړ نومېدنه، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
۲۰۰۴ يی لمهی جدايي کي دوشنت
می هو نا رام پرساد شرما نومېدنه، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
وير-زارا وير پرتاپ سنگ نومېدنه، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
سوادېس موهن برگوا گټونکی، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
د "دېسم" په نوم په ټامېل ژباړل شوی
۲۰۰۵ کچ ميټها هو جایی پخپله ځانگړې ښکارېدنه
کال کال دهمال سندره کې ځانگړې ښکارېدنه
سلسلی ستردار جب جب دل ملی سندره کې ځانگړې ښکارېدنه
پهېلي کرېشنلال/سايه يا بوت د انډيا لخوا په اوسکرز کې رسمي ننوتنې
ده اېنر اېنډ اوټر ورلډ اف شاه رخ خان پخپله د برتانوۍ ليکوالې او ډاېرېکټرې نصرين مني کبير لخوا ډاېرېکټ شوی مستند فلم
۲۰۰۶ الگ په سب سی الگ سندره کې ځانگړې ښکارېدنه
کبهي الوېدا نا کهنا ديو سارن نومېدنه، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
ډان - ده چېز بېگېنز اگېن وېجی/ډان نومېدنه، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
اېې سي يو صبح صبح سندره کې ځانگړې ښکارېدنه
۲۰۰۷ چک دی انډيا کبير خان گټونکی، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
هی بېبی راج ملهوترا مست کلندر سندره کې ځانگړې ښکارېدنه
اوم شانتي اوم اوم پرکاش مکېجا/اوم کپور نومېدنه، د فلمفير غوره لوبگر اېوارډ
۲۰۰۸ کرېزي ۴ په برېک فري سندره کې ځانگړې ښکارېدنه'
بهوتنات اديتيه شرما ځانگړې ښکارېدنه
دلها مل گيا راج جوړيږي
بېلو باربر جوړيږي
رب نې بنا دي جوړي 2010

پروډيوسر

سندرغاړی

سټنټس لارښود

ټلوېژني ښکارېدنه

اخځونه

  1. Chopra 2007، p. 27: "په 2 د نومبر، 1965 ز. کال کې د نوي ډيلي په تلوار زېږنتون کې زېږېدلی"
  2. https://wealthymindset.in/shah-rukh-khan-net-worth/
  3. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/8f9536d0-7be2-4c64-b6a4-ef73bb1c3876 — د نشر نېټه: ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  4. The Shah Rukh Connection
  5. Rediff News Gallery: The Shah Rukh Khan Connection

باندنۍ تړنې

دا هم وگورﺉ