شامتوره
ونگبڼه
| Sturnus vulgaris معمولي شامتوره | |
|---|---|
| مملکه | ژوی |
| عمومي بڼې | Chordata |
| ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
| طبقه | مرغان |
| لاندي طبقه | الوتونکی مرغان |
| طایفه | مرغۍ |
| کورنۍ | Sturnidae |
| جنس | شامتوره |
شامتوره يا شامتوله (په لاتين:Sturnus vulgaris) د مرغۍ څخه ده چې د Sturnidae په کورنۍ او د Sturnus په جنس پورې اړه لري. اوږدوالي يې ۱۹ - ۲۲ سانتيمتره او وزن یې ۶۰ - ۹۰ گرامه دي. نوموړي مرغۍ په اروپا، آسيا کې او د ۱۸۵۰ کال څخه په اسټرېليا کې، د ۱۸۹۰ کال څخه په امريکا کې ژوند کوي. شامتوره په ځانگړي ډول پرده وزری خوځندکې، گونگټې او پتنگان خوري خو مېوې هم خوړلاي شي.