Jump to content

سټیو ووزنیاک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سټیو ووزنیاک
سټیو ووزنیاک
سټیو ووزنیاک

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
تابعیت د امریکا متحده ایالات

سربيا (۷ ډيسمبر ۲۰۲۳–)[۲]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۳]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه برېښنايي انجنيري ،  د سافټوير انجنیري   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی اپل شرکت   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
ځانګړې کړنې اپل شرکت   ويکيډاټا کې (P800) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

سټیفن ګاري ووزنیاک (/ˈwɒzniæk/؛ د ۱۹۵۰ ز کال د اګست په ۱۱ مه زېږېدلی)، هغه په ​​مستعار نوم «ووز» هم پېژندل شوی، یو امریکایی الکترونیکي انجنیر، د کمپیوټر پروګرامر، اختراع کونکی، انسان دوست او د ټکنالوژۍ متشبث دی. په ۱۹۷۶ ز کال کې یې د سوداګرۍ له ملګري سټیو جابز سره، Apple Inc په ګډه تاسیس کړ، چې وروسته د عاید له پلوه د نړۍ ترټولو لوی معلوماتي ټکنالوژیکي شرکت او د بازار پانګوونې له مخې د نړۍ تر ټولو لوی شرکت شو. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ ز کلونو کې په اپل کې یې د کار له لارې، په ​​پراخه کچه د شخصي کمپیوټر په انقلاب کې د مخکښانو په توګه پېژندل شوی.

په ۱۹۷۵ ز کال کې، ووزنیاک د Apple I په کمپیوټر کې رامنځته کول پیل کړل، کله چې هغه او جابز په لومړي کال کې یې بازار موندنه پیل کړه؛ نو د اپل شرکت یې پیل کړ. هغه لومړی د اپل II طراحي وکړه، چې په ۱۹۷۷ ز کال کې معرفي شوی، دا د لومړي خورا بریالي تولید شوي مایکرو کمپیوټرونو په توګه پېژندل شوی، په داسې حال کې چې جابز د دې د فوم جوړ شوي پلاستيکي بدنې د پراختیا څارنه کوله او د اپل لومړني کارمند راډ هولټ د برېښنا رسولو بدلولو ته وده ورکړه. له سافټ ویر انجینیر جیف راسکین سره، ووزنیاک له ۱۹۷۹ ز کال نه تر ۱۹۸۱ ز کال پورې د اصلي اپل مکینتاش مفکورو په ابتدايي پراختیا کې خورا لوی نفوذ درلود، دا هغه مهال و، چې جابز د یوې ټراماتیکې الوتکې پېښې له امله له شرکت نه د ووزنیاک تر لنډ وتون وروسته پروژه په غاړه واخیسته. په ۱۹۸۵ ز کال کې د تل لپاره له اپل پرېښودو وروسته یې، Wozniak CL 9 تاسیس کړ او لومړی یې د پروګرام وړ یونیورسل ریموټ جوړ کړ، چې په ۱۹۸۷ ز کال کې خپور شو. هغه بیا د خپل مسلک په اوږدو کې زیاتره نور کاروبارونه او انسان دوستانه پانګونې تعقیب کړې، چې په لویه کچه د K-12 په ښوونځیو کې پر ټیکنالوژۍ تمرکز کول وو.[۴][۵][۶][۷][۸]

د ۲۰۱۹ ز کال تر نومبر پورې، ووزنیاک په ۱۹۸۵ ز کال کې د دندې له ګوښه کېدو وروسته په تشریفاتو کې د اپل کارکوونکی پاتې شوی دی. په وروستیو کلونو کې، هغه د مخابراتو، فلش حافظې، ټیکنالوژۍ او پاپ کلتور کنوانسیونونو، ایکولوژي، سپوږمکۍ، تخنیکي زده کړې او نورو برخو کې د ډېری سوداګریزو هڅو په تمویل کې مرسته کړې.[۹][۱۰]

د ژوند په لومړیو کې

[سمول]

سټیفن ګاري ووزنیاک د ۱۹۵۰ ز کال د اګست په ۱۱ مه د کالیفورنیا په سان جوز کې زېږېدلی و. له واشنګټن ایالت نه و او پلار یې فرانسیس جیکب «جیري» ووزنیاک (۱۹۲۵-۱۹۹۴) له میشیګان نه و، د لاک هیډ کارپوریشن انجینیر و. ووزنیاک په ۱۹۶۸ ز کال کې د کالیفورنیا په کیوپرټینو کې د هومسټیډ عالي لیسې نه فارغ شوی دی. هغه د لیسلي ووزنیاک  په نامه خور هم لري. هغې په کاپرټینو کې د هومسټیډ په عالي لیسه کې زده کړې کړې دي. هغه د پینځو پلونو په بنسټ کې د مرستې سلاکاره ده، چې په سان فرانسسکو کې له خطر سره مخ ځوانانو سره مرسته کوي. هغې یو ځل وویل چې دا د هغې مور وه چې هغې او د هغې خویندو ته یې فعالیت معرفي کړ.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ووزنیاک نوم په پېژندپاڼه کې «سټیفان ګاري ووزنیاک» دی، خو مور یې وویل چې هغې اراده درلوده چې نوم یې سټيفن شي، چې له هغه نه کار اخلي. وزنیاک خپل نوم لهستانی بللی دی. [۱۶]

د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې، د ووزنیاک د نیلي بکس ډیزاین هغه ته د فریکینګ په ټولنه کې د «برکلي بلیو» لقب ورکړ.[۱۷]

د نوښتونو ثبتونه

[سمول]

ووزنیاک د اپل د نوښتونو په ثبت کې د اختراع کونکي په توګه لیست شوی:

  • د متحده ایالاتو د نوښت د ثبت شمېره 4,136,359: «د ویډیو د ننداره کولو لپاره مایکرو کمپیوټر»، چې د هغه له امله د مشاهیرو په ټولنه کې ملي اختراع کونکی وبلل شو.[۱۸]
  • د متحده ایالاتو د نوښت د ثبت شمېره 4,210,959: «د مقناطیسي ډیسک، ریکارډر، یا ورته موارد»[۱۹]
  • د متحده ایالاتو د نوښت د ثبت شمېره 4,217,604: «د PAL رنګ ښودلو ډیجیټل کنټرول لپاره دستګاه»[۲۰]
  • د متحده ایالاتو د نوښت د ثبت شمېره 4,278,972: «د رنګي ډیجیټلي نمایشګر د کنټرول دستګاه»[۲۱]

بشردوستي

[سمول]

په ۱۹۹۰ ز کال کې، ووزنیاک د برېښنایي سرحدي بنسټ په موندلو کې مرسته وکړه، د سازمان لومړۍ بودجه یې چمتو کړه او په بنسټ اېښودونکي بورډ کې یې خدمت وکړ. هغه د ټیک میوزیم، سیلیکون ویلي بیلټ او د سان جوز د ماشومانو د کشف میوزیم بنسټ اېښودونکی سپانسر دی. همدارنګه د اپل تر پرېښودو وروسته، ووزنیاک په لاس ګاتوس کې د هغه د ځایي ښوونځي په سیمه کې د ټکنالوژۍ پروګرام لپاره ټولې پیسې او ډېری تخنیکي مرستې چمتو کړې. (Unite Us In Song) یوه موسسه ده، چې د متحده ایالاتو د دوو جشنونو د تنظیمولو لپاره جوړه شوې وه، اوس په ابتدايي توګه د هغه د تعلیمي او خیریه پروژو د ملاتړ دنده  ووزنیاک په غاړه لري. په 1986ز کال کې، ووزنیاک خپل نوم سټیفن جي ووزنیاک ایوارډونو ته ورکړ (چې تر ډېره  د «وزي ایوارډز» په نوم پېژندل کېږي، چې هغه د سوداګرۍ د هنر په برخو کې د کمپیوټرونو د نوښت کارولو لپاره د Bay Area عالي لیسې او کالج زده کونکو ته وړاندې کړل. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

ویاړونه او جایزې

[سمول]
  • په ۱۹۷۹ز کال کې، ووزنیاک ته د ACM ګریس موري هوپر جایزه ورکړل شوه. په ۱۹۸۵ ز کې، هغه او سټیو جابز دواړه د متحده ایالاتو له ولسمشر رونالډ ریګن نه د ټکنالوژۍ ملي مډال ترلاسه کړ.[۳۰]
  • وروسته یې د بولډر په کولوراډو پوهنتون کې د «ووز لابراتوار» جوړولو لپاره بسپنه ورکړه. په ۱۹۹۸ ز کال کې، هغه د کمپیوټر د تاریخ  د میوزیم غړی وټاکل شو. د اپل کمپیوټر شریک بنسټ ایښودونکی او د ایپل I شخصي کمپیوټر اختراع کولو لپاره یې دا نوم خپل کړ.[۳۱]
  • د ۲۰۰۰ ز کال په سپټمبر کې، ووزنیاک د مشاهیرو ټولي په ملي اختراع کوونکو کې شامل شو او په ۲۰۰۱ ز کال کې هغه ته د ټکنالوژۍ، اقتصاد او کارموندنې لپاره د 7 کلنې هینز جایزه ورکړل شوه.[۳۲][۳۳]
  • د امریکا اومانیست ټولنې په ۲۰۱۱ ز کال کې ورته د ایزاک اسیموف علمي جایزه ورکړه.[۳۴]

په رسنیو کې

[سمول]

سټیو ووزنیاک د اپل له تاسیس نه تر نن ورځې پورې په رسنیو کې بې شمېره یاد شوی، استازی شوې یا ورسره مرکه شوې. وایرډ مجلې هغه د «زغمونکي، نوښتګر عزت النفس» شخص په توګه راپېژندلی، چې له «بې دمې غږ او سندرغاړي» سره مرکه کوي.[۳۵]

تلویزیون

[سمول]
  • د کالیفورنیا په سراتوګا کې یې د سټنډ اپ فعالیت لیدلو وروسته، ووزنیاک له کامیډین کیتی ګریفین سره ملګرتیا پیل کړه. دوی په ګډه د ۲۰۰۷ ز کال په ایمي ایوارډونو کې ګډون وکړ او وروسته یې د هغې د نندارې په څلورم فصل کې ډېری څرګندونې وکړې. ووزنیاک د امریکا د جوړونکو د ټولنې د جایزې د نندارې لپاره په دغې خپرونه کې حضور لري. په هر حال، د ۲۰۰۸ ز کال د جون په ۱۹ مه د هاورډ سټرن په نمایش کې، ګریفین دا تایید کړه چې دوی نور ملاقاتونه نه لري او پریکړه یې وکړه چې ملګري پاتې شي.[۳۶][۳۷][۳۸]

شخصي ژوند

[سمول]

ووزنیاک د کالیفورنیا په لاس ګاتوس کې ژوند کوي. هغه په ​​۲۰۱۲ ز کال کې د اسټرالیا تابعیت لپاره غوښتنه وکړه او ویلي یې دي چې هغه غواړي په راتلونکي کې د اسټرالیا په میلبورن کې ژوند وکړي. ووزنیاک په مکرر ډول د «ووز» په مستعار نوم یاد شوی؛ هغه ته د «ووز د حیرانتیا جادوګر» او «دویم سټیو» (د هغه د لومړني سوداګریز شریک او د اوږدې مودې ملګري سټیو جابز لپاره) هم ویل کېږي. د ووزنیاک شرکت په ۲۰۰۲ ز کال کې تاسیس شوی، خو په ۲۰۰۶ کې وتړل شو.[۳۹][۴۰][۴۱]

ووزنیاک په ۱۹۷۹ ز کال کې له فري میسنسن سره د یوځای کېدو لپاره د هغه هڅونه بیانوي، چې د خپلې مېرمنې الیس رابرټسن سره، چې له Order of Eastern Star  سره او دا له میسن سره تړاو لري، ډېر وخت تېر کړي. ووزنیاک ویلي چې هغه په ​​چټکۍ سره د درېیمې درجې فري میسن ته ورسېد؛ ځکه چې هر څه چې کوي؛ نو هڅه کوي چې ښه یې ترسره کړي. هغه خپل کار په ۱۹۷۹ ز کال کې د کالیفورنیا په کمپبل کې د خیریه لاج له ۳۶۲ شمېرې سره پیل کړ، چې اوس په لاس ګاتوس کې د ماټ موریا لاج ۲۹۲ شمېرې برخه ده. نن ورځ هغه نور ایسار نه دی: «زه یو فری میسن شوم او پوهېږم چې دا د څه لپاره دی، خو دا په رېښتیا زما د فني / جیک شخصیت سره سمون نه لري. بیا هم زه کولای شم د ژوند له نورو اړخونو نه نورو ته متوجه شم. وروسته له دې چې زموږ طلاق ثبت شو؛ نو ما بیا هېڅکله په کې ګډون ونه کړ، خو ما د ټول عمر غړیتوب لپاره کافي مرسته وکړه».[۴۲][۴۳]

سرچينې

[سمول]
  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6k4862w — subject named as: Steve Wozniak — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. https://www.politika.rs/scc/clanak/588146/Stiv-Voznijak-od-sutra-drzavljanin-Srbije
  3. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/88024419
  4. Wozniak, Steve; Smith, Gina (2006). iWoz: Computer Geek to Cult Icon: How I Invented the Personal Computer, Co-Founded Apple, and Had Fun Doing It. W. W. Norton & Company. ISBN 0-393-06143-4. OCLC 502898652.
  5. Reimer, Jeremy (December 14, 2005). "Total share: 30 years of personal computer market share figures". Ars Technica. بياځلي په May 22, 2017.
  6. "Nolan Bushnell Appointed to Atari Board — AtariAge Forums — Page 30". Atariage.com. April 29, 2010. بياځلي په November 11, 2010.
  7. "Steve Wozniak on Newton, Tesla, and why the original Macintosh was a 'lousy' product". The Verge. June 27, 2013. خوندي شوی له the original on March 12, 2016. بياځلي په June 28, 2013.
  8. "About Steve Wozniak aka 'The Woz'". Woz.org. بياځلي په March 19, 2017.
  9. "I Never Left Apple". Woz.org (in American English). January 3, 2018. بياځلي په October 2, 2018.
  10. "Steve Wozniak on Twitter". Twitter. بياځلي په November 11, 2019.
  11. "Steve Wozniak". Biography.com. بياځلي په July 4, 2016.
  12. Rebecca Gold (1994). Steve Wozniak: A Wizard Called Woz. Lerner. ISBN 9780822528814.
  13. Linzmayer, Owen W. (2004). Apple Confidential 2.0 : The Definitive History of the World's Most Colorful Company (Rev. 2nd ed.). San Francisco, Calif.: No Starch Press. ISBN 1-59327-010-0.
  14. "Steve Wozniak Family - Parents, Wife, Children, Siblings". CelebFamily (in American English). 2017-02-19. بياځلي په 2021-11-01.
  15. "RootsWeb's WorldConnect Project: Dowling Family Genealogy". wc.rootsweb.com.[مړه لينکونه]
  16. Wozniak, Steve (January 3, 2018). "About your last name". Woz.org. بياځلي په August 28, 2020.
  17. Lapsley, Phil (February 16, 2013). "From "phreaks" to Apple: Steve Jobs and Steve Wozniak's "eureka!" moment". Salon.com. بياځلي په March 22, 2013.
  18. US Patent No. 4,136,359, US Patent & Trademark Office, Patent Full Text and Image Database.
  19. Controller for magnetic disc, recorder, or the like US Patent 4210959, US Patent & Trademark Office, Patent Full Text and Image Database.
  20. Apparatus for digitally controlling PAL color display US Patent 4217604, US Patent & Trademark Office, Patent Full Text and Image Database.
  21. Digitally-controlled color signal generation means for use with display US Patent 4278972, US Patent & Trademark Office, Patent Full Text and Image Database.
  22. John Perry Barlow (November 8, 1990). "A Not Terribly Brief History of the Electronic Frontier Foundation". خوندي شوی له the original on June 27, 2001. بياځلي په December 28, 2015.
  23. "Formation documents and mission statement for the EFF". خوندي شوی له the original on December 4, 2015. بياځلي په December 28, 2015.
  24. Mike Saunders (July 3, 2013). "Inside the Electronic Frontier Foundation". TuxRadar.com. بياځلي په December 28, 2015.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  25. "About Steve Wozniak aka 'The Woz'". Woz.org. بياځلي په March 19, 2017.
  26. Wozniak, Steve; Smith, Gina (2006). iWoz: Computer Geek to Cult Icon: How I Invented the Personal Computer, Co-Founded Apple, and Had Fun Doing It. W. W. Norton & Company. ISBN 0-393-06143-4. OCLC 502898652.
  27. Wolf, Gary (September 1, 1998). "The World According to Woz". Wired. بياځلي په July 18, 2019.
  28. "Camp Woz: The Admirable Lunacy of Philanthropy". YouTube.com. بياځلي په 5 August 2020.
  29. "SIX BAY AREA STUDENTS WIN WOZNIAK ACHIEVEMENT AWARDS". San Jose Mercury News (in انګليسي). September 13, 1986. p. 3D. بياځلي په 5 August 2020.
  30. Wozniak, Steve; Smith, Gina (2006). iWoz: Computer Geek to Cult Icon: How I Invented the Personal Computer, Co-Founded Apple, and Had Fun Doing It. W. W. Norton & Company. ISBN 0-393-06143-4. OCLC 502898652.
  31. "Steve Wozniak — CHM Fellow Award Winner". Computer History Museum. بياځلي په March 30, 2015.
  32. Inventor Profile — National Inventors Hall of Fame. Archived February 21, 2014, at the Wayback Machine.
  33. "The Heinz Awards, Steve Wozniak profile". Heinzawards.net. بياځلي په November 11, 2010.
  34. "Past Honorees". Telluride Tech Festival. بياځلي په 8 August 2020.
  35. Wolf, Gary (September 1, 1998). "The World According to Woz". Wired. بياځلي په July 18, 2019.
  36. Collins, Michelle. "VH1 Best Week Ever — Off The Market: Kathy Griffin Finds a New Man!". خوندي شوی له the original on August 20, 2007. بياځلي په September 18, 2007.
  37. "Apple Co-Founder Steve Wozniak Escorted Comedian Kathy Griffin & Her Potty Mouth To The Emmy's". خوندي شوی له the original on December 17, 2007. بياځلي په September 18, 2007.()
  38. Who's so vain? June 19, 2008 — The Howard Stern Show. Archived November 5, 2013, at the Wayback Machine.
  39. Hopewell, Luke (September 25, 2012). "Steve Wozniak Is Becoming An Australian Citizen". Gizmodo. بياځلي په June 12, 2014.
  40. Mulligan, Sean. "Steve "The Woz" Wozniak: 2011 Isaac Asimoz Science Award". American Humanist Association. خوندي شوی له the original on September 13, 2012. بياځلي په May 13, 2012.
  41. Kanellos, Michael. "Wozniak shuts down Wheels of Zeus". CNET (in انګليسي). بياځلي په 8 August 2020.
  42. "A Few Famous Masons". Grand Lodge of British Columbia and the Yukon. بياځلي په March 25, 2013.
  43. "Ask Steve Wozniak Anything". Slashdot. October 1, 2012. بياځلي په October 25, 2018.