Jump to content

سُرخ کوتل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سور کوتل چي د چشمه شیر یا د سر چشمه په نامه هم یادیږي، یو لرغونې سیمه ده چي د باختر د سیمي په سویل کي ( کوم چي د پلخمري څخه د ۱۸ کیلومتر (۵۹٬۰۰۰ فوټه) په فاصله کي پرته ده) موقعيت لري. یاد سیمه په لرغوني افغانستان کي د کوشانیانو د واکمنۍ پرمهال د یادګاري ودانیو څخه ګڼل کیږي. په سرخ کوتل کي لوی عبادتځایونه، د کوشان واکمنانو پژي او د سورخ کوتل لیکنه چي د کوشاني واکمنۍ د تاریخ یوه برخه په ګوته کوي ټول شتون لري. د رباتک لیکنه چي د کوشان د کورنۍ د نسب په اړه د پام وړ نښې پکښي شتون لري هم د یادي ساحې څخه بهر په روباتک کلي کي موندل سوي دي.

د سرخ کوتل ساحه د افغانستان د لرغونپوهني فرانسیس دډیلیګیشن پروفیسور شلمبرګر لخوا د 1952 او 1966 ترمنځ کشف او په لرغوني افغانستان کي د کوشان امپراتورۍ اصلي ځای وګڼل سو. د دې سیمي ځیني پژي (مجسمې) د افغانستان ملي موزیم (چي د کابل موزیم په نوم هم یادیږي) ته ولیږدول سوې او پاته یې د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال په بشپړه توګه لوټ سوې. د سرخ کوتل تر ټولو مشهوره اثار د سور کوتل لیکونه، د پاچا کنیشکا پژۍ او د اور د قربانۍ ځای دي. د پاچا یاد لرغونۍ پژۍ د ۲۰۰۱ کال د فبرورۍ – مارچ په میاشتو کي د طالبانو د عکس العمل په ترڅ کې ویجاړه سول، خو د فرانسوي محافظه کارانو له خوا بیا ورغول سوه. د لرغوني افغانستان (اریانا) دغه درې اثار اوس مهال د افغانستان په ملي موزیم کي نندارې ته ایښودل سوي دي.