سلېمان ماکو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سلیمان ماکو په افغانستان کي د پښتو ژبي یو پخوانی شاعر دی چی د تذکرة الاولیا په نوم کتاب یی هم لیکلی دی .

دماکو ژوند[سمول]

دسلیمان ماکو پلار بارک خان صابزی نومید او په قوم پښتون ماکو و .که چيرې د ما کو پښتنو دنسب شجره وګورو نودماکو دقبیلې خلک سړ بني پښتانه او د درانيو دپنجپای په ښاخ پورې اړه لري ٠ ددوی د وګړو شمېر لږ دی ٠ ددوی يو شمېر په کندهار او يو شمېر هم دنورزيو پښتنو سره يو ځای ميشته دي ٠

يو شمير ماکوان دهرات او غزني په ولايتو نو کې هم استو ګنه لري ٠ په کند هار کې دماکو دقبيلې دخلکو شمېر په ١٣٦٥ لمريز کال کې ١٥٥٧٤ تنه ښودل شو ي ول ،چې ښايې اوس يې په شمېر کې ډېر زيا توالی راغلی وي٠ د کند هار په ولايت کې دماکو دقبيلې خک د دامان او ار غستان په ولسواليو کې ا ستو ګنه لري ٠ دهرات په ولايت کې دما کو دقبيلې خلک ددغه ولايت دانجيل ،کشک او دکرخ په ولسواليو کې ميشته دي چې په نو موړي ولايت کې په ١٣٦٥ لمريز کال کې ددوی ټول شمېر ٢٦٨٨ تنه ښودل شوي دي چې ښا يې اوس به يې په شمېر کې ډير زياتوالی راغلی وي (١) .

تاريخ حيات افغاني ليکي چې په غزني کې هم د ماکو دقبيلې څو کلي شته چې دخاګواڼيو دقبيلې دکليو تر څنګ پراته دي اوسيمه ايز خلک دغه د خاګواڼي د قبيلې خلک هم دخاګواڼي ما کوانو په نامه يادوي .

داسې ښکار چې سلیمان ماکو دپښتونخوا په غرو رغو کې ګر ځیدلی دی او دخپل عصر روحاني او ادبي شخصیتونه یې هم لیدلي دي.

سرچینې[سمول]

https://www.afghan.tips/%D8%B3%D9%84%DB%8C%D9%85%D8%A7%D9%86-%D9%85%D8%A7%DA%A9%D9%88-%D8%A7%D9%88-%D8%AF-%D8%AF%D9%87-%D8%AA%D8%B0%DA%A9%D8%B1%D8%A9-%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%88%D9%84%DB%8C%D8%A7/