سليم راز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سليم راز (۱۳۱۸ لمريز لېږدي کال - ۱۴۰۰ ل ل کال)، (د ۱۹۳۹ ز کال د مارچ ۲۹ -د ۲۰۲۱ ز کال د می ۱۷، خيبر پښتونخوا) د پښتو ژبې يو ليکوال او شاعر دی.

مخينه

سليم راز په ۱۹۳۹ ز کې د مارچ مياشتې په ۲۹ نېټه د خېبر بښتونخوا ايالت په دوابه سوکړ چارسده ولسوالۍ (ضلع) کې د ملک امان خان کره زېږېدلی دی.په قبیله یوسفزی (ملکال ښاخ) وو.

هغه د خيبر پښتونخوا په شاعرانو او ليکوالو کې د يوه ادبي څېړونکي او کره کتونکي په توگه هم مشهور دی.

نوموړي ته د پاکستان حکومت د هغه د ادبي خدمتونو په لړ کې د حسن کارکردگۍ صدارتي جايزه (ايوارډ) ورکړی او د نورو رسنيزو ادارو او فرهنگي تنظيمونو له خوا په يو شمېر جايزو نمانځل شوی دی. د ادبياتو اکاډېمۍ له خوا ورته د خوشال خان خټک جایزه ورکړ شوې ده.

ښاغلي راز پښتو ادب ته هر ځايې اوږه ورکړې او په دغه لړ کې يې د افغانستان او سعودي عرب نه علاوه د يو شمېر نورو هېوادونو سفرونه هم کړي دي. په نوموړي پروفېسر حنيف خليل «د سليم راز فکر، فن او شخصيت» په نوم کتاب او د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانگې طالب علم رضوان الحق پرې د سليم راز پرسنالټي پروفائيل څېړنه مکمله کړې ده.

د پښتو ادب په خدمتونو کې په ۱۹۸۷ ز کال کې او بيا په ۲۰۰۰ ز کال کې د پښتو د کاميابو نړيوالو کانفرنسونو کولو تاج هم سليم راز ته په سر شوی دی.

گن اړخيز شخصيت سليم راز د ترقي پسند فکر خاوند، د انجمن ترقي پسند مصنفين پاکستان جنرل سيکتر او د پاکستان د ادپیاتو اکاډمۍ غړی دی.

نوموړي په نظرياتي سياسي ډگر کې د ولس د جمهوري حقونو، قامي ربړو، خپلې خاورې د خپلواکۍ په تناظر کې د طبقاتي، معاشرتي فرق ختمولو سره، د خپل قلمي جهاد د لارې تل د ځپلې طبقې لپاره غږ پورته کړی، او د خپل پښتون قام وگړو غږ پورته کولو ته يې لومړيتوب ورکړی دی او خپله وايي چې انتها پسندانه او متعصبانه قام پرستي نه خوښوم.

چې سفر مې تل د مينې سفارت دی

زه د هاغه قافلې نمائنده يم

سرحدونه مې نظر کې نه ځائيږي

د نړۍ د هر وطن زه باشنده يم

نوموړي په طالب علمۍ کې، چې د ډيره اسماعيل خان په کالج کې د ديارلسم جمات زده کړيال وو، د صحافت په ډگر کې د خپل کالج د (گومل مجلې) د لارې قدم اېښودی او بيا يې دغه دنده د پوځي امرانو په هغو دورونو کې مخ په وړاندې بیولې او په هغو مسلو يې قلم راپورته کړی، د کومو څخه چې به خلکو ډډه کوله.

سليم راز د پښتو او اردو ژبې د گڼو رسالو او ورځپاڼو، چې پکې «وحدت ورځپاڼه»، «عدل»، «شهباز حقيقت»، «معيار»، «ښکلا»، «ليکوال»، «اېکسپريس»، «مشرق»، «اج ائين» او نورې شاملې دي، سټاف رپورټر، نيوز ايډيټر، مدير او کالم نگار پاتې شوی دی.


مدني اکر

چاپ شوي نښيرونه يې

تر اوسه د ښاغلي سليم راز څه کم ۵۰ بېلابېل اثار چاپ شوي، چې د ځينو نومونه يې په لاندې ډول دي:

۱- د د زخمونو پسرلی (شعري ټولگه).

۲- زه لمحه لمحه قتلېږم (شعري ټولگه)، د ۲۰۰۹ ز کال چاپ.

۳- تنقيدي کرښې (کره کتنه)، د کال غوره کتاب نوم يې گټلی دی.

۴- له باړې تر باړه گلۍ (راپورتاژ، يونليک)

۵- پاکستاني ادب ۱۹۴۷ تر ۲۰۰۸ز انتخاب پښتو

۶- پښتو ادب کښې سفرنامه (څېړنه ۱۹۴۷ ت ۱۹۹۶ز) چاپ کال ۲۰۱۵ ز

۷- ادب او تنقیدي مسایل (نثر) چاپ کال ۲۰۱۶ز

۸- رحمان بابا یوه فکري مطالعه (نثر) چاپ ۲۰۱۵

۹- یقین (نثر) اردو ژبه چاپ کال ۲۰۱۶ز

مړینه

سليم راز د ۲۰۲۱ ز کال د می میاشتې پر ۱۷ نېټه کال له دې نبمگړې نړۍ د تل لپاره سترگې پټې کړې.



اخځليک

۱- https://www.voadeewanews.com/a/salim-raz-diamond-jubilee-in-karachi/1932517.html

۲- http://pushtu.cri.cn/421/2010/03/29/1s98997.htm

۳- https://8am.media/ps/prominent-writer-and-poet-salim-raz-has-died/

۴-