سسټر نويډيټا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سسټر نويډيټا
سسټر نويډيټا
سسټر نويډيټا

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۸ اکتوبر ۱۸۶۷[۱][۲]
مړینه 13 اکتوبر 1911 (44 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال
ښوونکی
پادري   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۳][۴][۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه روزنپوهنه [۶]
پرمختللې ښوونه او روزنه [۶]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
سسټر نويډيټا
سسټر نويډيټا

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سستر نويډيټا (مورنی نوم يې مارګرټ اليزابت نوبل و ۲۸ اکتوبر ۱۸۶۷ – ۱۳ اکتوبر ۱۹۱۱ز کلونه) يوه ايرلينډۍ ښوونکې، لیکواله، ټولنيزه فعاله، د ښوونځي بنسټګره او د «سوامي ويويکاناندا» شاګرده وه. ماشومتوب او د ځوانۍ لومړي کلونه يې ايرلينډ کې تېر کړل. هغه د يو ويلزي ځوان سره کوژده شوې وه، خو له کوژدنې ډېر ژر وروسته هغه مړ شو.[۷][۸][۹]

سسټر نويډيتا له سوامي ويويکاناندا سره په لندن کې په ۱۸۹۵ز کال کې وليدل او په ۱۸۹۸ز کال کې يې د هندوستان کلکتې ښار ته سفر وکړ. سوامي ويويکانانډا هغه مهال نوموړې ته «نويډيټا» نوم ورکړ (د نوم معنا يې ده خدای ته وقف شوې)، کله چې هغه د ۱۸۹۸ز کال د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه نوموړې د «براهمنچاريا» په ژمنه کې پيل کړه. د ۱۸۹۸ز کال د نومبر په مياشت کې، هغې د شمالي کلکتې په «باغبازار» کې د انجونو يو ښوونځی پرانيست. هغې غوښتل هغو انجونو ته زده کړه برابره کړي چې ان له لومړيو زده کړو بې برخې وې. په ۱۸۹۹ز کال کې په کلکته کې د طاعون د وبا پر مهال، نويډيټا د بې وزله ناروغانو رنځورپالنه او پاملرنه کوله. نويډيټا د نوي جوړ شوي «راماکريشنا» ماموريت سره نژدې اړيکې دلودې. د هندي ملتپالنې په برخه کې د هغې فعالې ونډې هغه اړ کړه چې د وخت د مشر «سوامي برهماناندا» پر مهال د راماکرشنا ماموريت له فعاليتونو څخه په څرګند ډول ځان جلا کړي. دا د دې لپاره وه چې بايد په هند کې د هغه مهال برتانوي چارواکو له خوا د تعقيب او ځورونې څخه ځان وژغوري. هغه د راماکريشنا د روحاني ملګرې او رام کرشن د ماموريت تر شا د يو مهم اغېز «ساردا ديوي» سره نژدې اړيکې درلودې، تر څنګ يې د سوامي ويويکانانډا د ټولو وروڼو شاګردانو سره اړيکې وې. هغه د ۱۹۱۱ز کال د اکتوبر په ديارلسمه نېټه «دارجيلینګ» کې مړه شوه. د هغې د قبر په ډبرليک لیکلي «دلته سسټر نيوډيټا پرته ده، چا چې خپل هر څه هندوستان ته ورکړل».[۱۰]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

مارګريت اليزابت نومبل د ۱۸۶۷ز کال د اکتوبر په اته ويشته نېټه د ايرلينډ د تايرون ولسوالۍ د «ډنګانون» په ښارګوټې کې زېږېدلې وه، د مور نوم يې «ميري ازابل» او د پلار نوم يې «سامويل ريچموڼد نوبل» و؛ نوم يې د پلرنۍ انا د نوم په تعقيب اېښودل شوی و. د نوبلانو کورنۍ د سکاټلينډي نسب څخه وه چې د پنځو پېړيو لپاره په ايرلينډ کې ميشته وه. پلار يې يو پادري و او هغه ورښودلي و چې د انسانيت خدمت کول په حقيقت کې د خدای خدمت دي. نوبل کورنۍ پنځه ماشومان درلودل چې يواځې درې يې هر يو مارګريټ (تر ټولو مشره)، مي او ريچمونډ ژوندي پاتې شوي وو.[۱۱][۱۲]

کله چې مارګريټ يو کلنه وه، سمويل د انګلستان مانچسټر ته کډه شو، په دې ځای کې هغه ته «ويسلين کليسا» کې د الاهياتو د زده کونکي په توګه داخله ورکړل شوه. کشره مارګريټ د خپل مورني نېکه «هميلټن» سره په ايرلينډ کې پاتې شوه.

په څلور کلنۍ کې هغه د خپل پلار او مور سره د اوسېدو لپاره د «ډيونشاير» په «ګريټ تورينګټن» ته ولاړه. مارګريټ په خپل پلار ډېره ګرانه وه. کله به چې سمويل نوبل دنده تر سره کوله يا به يې د بې وزلو څخه ليدنه کوله، هغه به ورسره ملګرې وه.

کله چې هغه لس کلنه وه پلار يې په ۱۸۷۷ز کال کې مړ شو. مارګريټ د خپلې مور او دوه خوېندو وروڼو سره په ايرلينډ کې د خپل نېکه هيميلټن کور ته راستنه شوه. د مارګريټ مور ميري په لندن کې د وړکتون پاللو زده کړه وکړه او ښوونکې شوه. وروسته ميري له خپل پلار سره مرسته وکړه چې د «بلفاسټ» سره نژدې یو مېلمسون وچلوي. هميلټن د ايرلينډي ملتپال خوځشت د لومړۍ درجې د مشرانو له ډلې و. د خپل پلار د مذهبي مذاج تر څنګ، په مارګريټ کې د خپل نېکه هميلټن له لارې د خپل هېواد سره د مینې او خپلواکۍ روحيه پیدا شوه.[۱۳]

مارګريت په هالفيسک کالج کې زده کړې وکړې، کوم چې د کانګريګيشنليټ کليسا د يو غړي له خوا پر مخ وړل کېده. د دې کالج سرښوونکې هغې ته د شخصي قربانۍ په اړه زده کړه ورکړه. هغې د فزيک، هنر، موسيقۍ او ادبياتو په ګډون ګڼ مضامين ولوستل.[۱۴]

په ۱۸۸۴ز کال کې د اولس کلنۍ پر مهال، هغې په «کيسويک» کې په يو ښوونځي کې په لومړي ځل خپله دنده پيل کړه. په ۱۸۸۶ز کال کې، هغه «رګبي» ته ولاړه چې په يو دارالايتام (مرستون) کې د ښوونکې دنده پر مخ يوسي. يو کال وروسته هغې د شمالي ويلز د «رکسام» په سيمه کې د ډبرو سکرو په يو کان کې دنده تر لاسه کړه. دلته له بې وزلو سره د مينې او خدمت روحيه په کې راژوندۍ شوه چې له خپل پلار څخه يې په مېراث وړې وه. په «رکسام» کې مارګريټ د واده لپاره د يو ويلزي ځوان سره کوژدنه وکړه، خو هغه کوژدنې ډېر ژر وروسته مړ شو. په ۱۸۸۹ز کال کې، مارګريټ «چيسټر» ته وکوچېده. تر دې مهاله د هغې خور «می» او ورور «ريچمونډ» په ليورپول کې اوسېدل. ډېر ژر د هغوی مور هم له هغوی سره يو ځای شوه. مارګريټ له کورنۍ سره په يو ځای کېدو خوشحاله وه. کله ناکله به ليورپول ته تله چې له هغوی سره پاتې شي.[۱۵]

مارګريټ د زده کړې په برخه کې خپل تعليم بيا پيل کړ. هغه د سويسي تعلیمي سمونپال «جان هينريچ پيسټالوزي» او د الماني «فريډريک فروبل» له اندونو سره بلده شوه. پيسټالوزي او فروبل دواړو له ښوونځي څخه مخکې زده کړې پر اهميت ټینګار درلود. هغوی باور درلود چې د زده کړې پيل بايد له ورزش، لوبې، مشاهدې، تقليد او جوړښت لپاره د طبيعي وړتيا د خوشاله کولو او پاللو څخه وشي. د تدريس دې نوې طريقې په انګلستان کې د ښوونکو د يوې ډلې پام جلب کړ او دوی هڅه وکړه چې همدا چاره په عمل کې راولي. په همدې بنسټ د يو نوي تعليم پلوی وشو او مارګريټ يې برخه وګرځېده. ډېر ژر، هغه په سنډی کلب او ليورپول ساينس کلب کې يوه د خوښې وړ ليکواله او ويناواله وګرځېده.[۱۶][۱۷]

په ۱۸۹۱ز کا لکې، مارګريټ په «ويمبلډن» کې مېشته شوه او له « Mrs. de Leeuw» سره يې مرسته وکړه چې په لندن کې يو ښوونځی پيل کړي. په تدريس کې نوې تجربې هغې ته ډېر خوند ورکړ. يو کال وروسته، په ۱۸۹۲ز کال کې، مارګريټ په «کينګسليګيټ» کې خپل جلا ښووځی پيل کړ. د هغې په ښوونځي محدوديت لرونکې طريقې او رسمي زده کړې نه وې. ماشومانو د لوبو له لارې زده کړه کوله. هغه مهال، مارګريټ د خپل ښوونځي له يو ښوونکي «ايبينزر کوک» څخه د هنر تنقيد زده کړ، څوک چې د هنر يوه مشهوره ښوونکې او د هنري تعلیم سمونپاله وه.[۱۸]

څنګه چې هغې د يوې تعلیمي ماهرې په توګه پوهه تر لاسه کړې وه، هغه ورځپانو او مهالنیو کې يوه پوه لېواله او مشهوره ويناواله هم وه. ډېر ژر هغه د لندن د پوهانو په منځ کې يو پېژندل شوی نوم وګرځېد او د خپل وخت د ماهرو او اغېزناکو خلکو سره يې بلدتيا پيدا شوه.د دوی په منځ کې «ليډي ريبن» او ليډي ايزابيلا مارګيسن» هم وې. دوی د يوې ادبي ټولنې بنسټګرې وې، کوم چې د «سيسيم کلب» په نوم پېژندل کېده. د ۱۹۱۱ز کال د اکتوبر په شپږوېشتمه ګڼه کې د ټايمز اف لندن د مارګريټپبه اړه وليکل:«د استثنايي ډاليو يوه ماهره استاده، هغه د تعلیم د ماهرينو د هغه ډلې څخه يوه وه، چا چې د نويمې په لسيزه کې د سيسم کلب بنسټ کېښود».د «ډبليو.بي، ييټس، برنارډ شا او تاماس هاکسلي» په څېر مشهور ليکوالان د سيسم کلب منظم ويناوال وو. په دې ځای کې د ادب، اخلاقياتو، سياست او نورو ورته موضوعاتو په هکله بحثونه کېدل.[۱۹][۲۰]

په ۱۸۹۲ز کال کې، کله چې «هوم رول» قانون د پارلمان په وړاندې و، مارګريټ بې ډاره د هغې په پلوۍ وينا وکړه.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12320475c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Nivedita — subject named as: Nivedita — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12320475c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20191047145 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  5. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7641187
  6. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20191047145 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  7. Constance Jones; James D. Ryan (2007). Encyclopedia of Hinduism. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 316–317. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-7564-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. . Hindus want national holiday on October 13 to mark Sister Nivedita's 100th death anniversary. Hindustan Times (Highbeam)
  9. Ananda Kentish Coomaraswamy; Whitall N. (INT) Perry (2011). The Wisdom of Ananda Coomaraswamy: Reflections on Indian Art, Life, and Religion. World Wisdom, Inc. د کتاب پاڼي 129–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-935493-95-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Compiled (2008). Awakening Indians to India (Paperback). Chinmaya Mission. د کتاب پاڼي 370–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7597-434-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  11. Dedicated : a biography of Nivedita. [S.l.]: Arcana Pub. 1999. د کتاب نړيواله کره شمېره 0910261164. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Atmaprana, p. 1
  13. Nivedita of India (PDF) (الطبعة 1st). Kolkata: Ramakrishna Mission Institute of Culture. 2002. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 81-87332-20-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Constance Jones; James D. Ryan (2007). Encyclopedia of Hinduism. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 316–317. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-7564-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Atmaprana, p. 3
  16. "As a Teacher". Freeindia.org. Retrieved 12 June 2012.
  17. Atmaprana, pp. 3–4
  18. Atmaprana, pp. 3–4
  19. "Sister Nivedita Heritage Museum & Knowledge Centre". www.sisterniveditahouse.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Atmaprana, pp. 3–4