روزنپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

روزنپوهنه (انگريزي: Pedagogy) پیداګوژي (د ښوونې او روزنې علم) چې په ډېر عام ډول د تدريس د ليد په توګه هم پېژندل کېږي، د زده کړې تيوري او عملي کول دي او دا چې دا چاره د زده کوونکو په ټولنيزه، سياسي او رواني وده کوم ډول اغېز کوي، يا يې کوم ډول اغېز کړی. پیداګوژي چې د علمي نظم په توګه وبلل شي، دا مطالعه کوي چې علم او هنر په تعلیمي ليد کې څه ډول روښانه شوي دي او هغه تعاملات تر غور لاندې نيسي، کوم چې د زده کړې پر مهال منځ ته راځي. د پیداګوژي تيوري او عمل دواړه سره ډېر توپير لري، ځکه چې دوی  د جلا جلا ټولنيزو، سياسي او کلتوري ليدونو عکاسي کوي.[۱]

عموما پیداګوژي په دې ډول تشریح شوې چې دا د تدريس عمل دی. د ښوونې او روزنې هغه عمل (د پيداکوژۍ چاره) چې ښوونکو خپله کړې وي، د دوی کارونو، پرېکړو او نورو ښوونيزو تګلارو ته، په دې ډول بڼه ورکوي چې د زده کړې تيوريانې، د زده کوونکو او د هغوی اړتياوو پېژندل او په انفرادي ډول د زده کوونکو د شاليدونه او د هغوی د علاقې وړ موارد تر غور لاندې نيسي. موخه يې د ليبرال زده کړې (د انساني وړتيا عمومي وده)  له پر مخ وړلو څخه نيولې بيا تر مسلکي زده کړې (د ځانګړو مهارتونو وړاندې کول او تر لاسه کول) پورې محدوديدای شي. دوديزې لوېديځې پیداکوژۍ ښوونکي ته د علم د لرونکي او زده کوونکي ته د علم د تر لاسه کونکي په سترګه ګوري (د پالو فرير له خوا د «بانکدارۍ طريقو» په توګه تشریح شوي)، خو  پيداکوژۍ تيوريانې په تېزۍ سره زده کوونکی د استازي (عامل) او ښوونکی د اسانچاري (اسانتيا منځ ته راوړني) په توګه پېژني.[۲][۳][۴][۵]

تدريسي تګلارې د زده کوونکي د شاليد د پوهې او تجربې، موقعيت او چاپېريال او تر څنګ يې د زده کړې د هغو موخو په مرسته پر مخ وړل کېږي چې د زده کوونکي او ښونکي له خوا ټاکل شوي وي. سقراطي طريقه يې يوه بېلګه کېدای شي.[۶]

د ټکي لغوي رېښې او تلفظ

پيداګوژي (pedagogy) ټکی د يوناني ژبې له (paidagōgia) ټکي څخه اخستل شوی، دا ټکی بيا له (paidagōgos) څخه مشتق شوی، په يوناني کې خپله د دوه ټکو څخه جوړ يا مرکب نوم دی چې يوه برخه يې (ágō) ده او معنا يې ده «زه لولم» او دويمه برخه يې (país ده، چې په اضافي حالت کې يې بڼه په paidos ډول اوړي) او معنا يې ده «هلک، ماشوم»: په همدې بنسټ يې معنا په دې ډول کېږي چې «د ماشومانو د رهبرۍ لپاره هلکانو ته حاضري ورکول». جلا جلا تلفظونه لري لکه پيداګاډژي، پيداګوډژي يا پيداګاژي. د « pedagogue» ټکی چې د دې اړوند دی له دې سره د ښوونځي  تکبر په معنا منفي اړيکه لري، کوم چې لږ تر لږه له ۱۶۵۰ز لسيزې راهيسې شته، له دې سره يوه اړونده څرګندونه د تعلیمي تيوري وړاندې کونکي (تعلیمي انديال) ده.[۷][۸][۹][۱۰]

تاريخ

لوېديځ

په لوېديځه نړۍ کې، پيداګوژي د فلسفي خبرو اترو له يوناني روايت سره تړلې ده، په ځانګړي ډول د څېړنې په اړه د سقراط له طريقې سره. د دې د ودې يو زيات عام روايت دا دی چې د بشريت په اړوند د يو فعال مفهوم څخه يې سر راپورته کړی، کوم چې له وژونکي مفهوم څخه جلا دی او دا چې تاريخ او د انسان تقدير د انساني کارونو پايله ده. دا اند په لرغوني يونان کې راوټوکېده او د رنسانس، د سمون او د روښانفکرۍ په پړاونو کې يې لا زياته وده وکړه.[۱۱][۱۲]

سقراط

سقراط (له زېږد مخکې ۴۷۰-۳۹۹) له زده کوونکي يا له سيال سره د مصروفيدو پر مهال سقراطي طريقه وکاروله. دا طريقه پوهه نه ورکوي، بلکې د زده کوونکي د بيان پايلې د ناسمو يا سمو په ګڼلو سره هڅه کوي چې د زده کوونکي منطق پياوړی کړي. د زده کړې په دې چاپېريال کې ښوونکی د زده کوونکو د خپل ځان لپاره د فکر کولو اړتيا مني، تر څو د ستونزو او مسائلو په اړه د هغوی د فکر کولو وړتياوې اسانه کړي. دا په لومړي ځل د اپلاتون له خوا په سقراطي مکالمو کې تشریح شوي وو. [۱۳]

اپلاتون

اپلاتون (له زېږد مخکې ۴۲۸/۴۲۷ يا ۴۲۴/۴۲۳ – ۳۴۸/۳۴۷) په ريبليک (۳۷۵مخزېږديز) کې يو تعلیمي نظام تشریح کړی دی، په کوم کې چې فردي او کورني حقوق د دولت لپاره قرباني کېږي. هغه د درې فرقو ښودنه کوي: يوه يې د سوداګرۍ زده کولو لپاره، يوه يې د ادب او ښکلا خوښونې (جمالياتي خيالات) د زده کولو لپاره او درېيمه يې بايد په ادربياتو، جمالياتو، علمي او فلسفي نظرياتو کې د روزنې لپاره ده. اپلاتون زده کړې (تعليم) ته د روح د بشپړتيا په نظر کتلي دي او په دې باور دی چې د روح په بشپړېدو سره بدن ګټه تر لاسه کوي. اپلاتون د باثباته ټولنې لپاره تعليم د ټولو لپاره اړین بللی دی.[۱۴]

ارستو

ارستو (۳۸۴-۳۲۲ مخزېږديز) د زده کړې په اړه يوه رساله لیکلې وه چې وروسته ضايع شوه. خو هغه په وروستنیو اثارو کې د اپلاتون اند پرېښود او د دولت له خوا د ټولو اتباعو لپاره د لازمي زده کړې ملاتړ يې وکړ. هغه مهال د يونان په ښاري ايالتونو کې د اوسېدونکو خلکو یوه کوچنۍ ډله اتباع بلل کېدل او په دې ډول ارستو په يونان کې زده کړه تر همدې لږکيو پورې محدوده کړه. ارستو د دې پلوی دی چې بدني زده کړه بايد له فکري زده کړې مخکې وي. [۱۴]

کوانټيليان

«مارکوس فابيوس کوانټيليانيوس» (۳۵-۱۰۰ مخزېږديز) په « Institutio Oratoria» (۹۵ز) کې د ښوونې روزنې علم خپور کړ. هغه زده کړه د يو تدریجي عمل په توګه تشرېح کوي او په ښونکي ځانګړي مسئوليتونه ږدي. هغه د فصاحت، ګرامري (ژبني لارښود)، علمي او فلسفي زده کړې پلوی کوي.[۱۴]

ټرټولين

«کوانټيوس سيپټيميوس فلورينس ټرټوليانوس» (۱۵۵-۲۴۰ز) يو مسيحي پوهاند و، چا چې ټولې غېر مسيحي زده کړې رد کړې او ټينګار يې کاوه چې دا «د لرغونو فيلسوفانو د ناسم او متکبر حکمت پر لور لاره ده». [۱۴]

جيروم

«سينټ جيروم» (۳۴۷-۴۲۰ز) يا «سينټ هيرونومس»، يو مسيحي پوهاند (عالم) و، چا چې د خپل ژوند په اوږدو کې د انجونو د تعلیم او تربيې په اړه په ګڼو ليکنو کې تفصيلات بيان کړي دي. هغه د بدن په روزنه باور نه درلود، په همدې بنسټ يې د جسم په خپل واک کې نيولو لپاره د روژې او ترټنې پلوی کاوه. هغه يواځې بايبل د لوستلو د موادو په توګه، له محدودو ښودنو سره او د موسيقۍ د وسايلو په وړاندې د احتياط سپارښتنه کوي. هغه له ټولنې سره د انجونو د تعامل او «د خپلو ملګرو په منځ له يو سره د مينې» ساتلو د اجازې ورکولو خلاف دی. هغه په يادو د يادولو پر ځای د فيل د غاښ په ټوټه د الفبا حروفو د ښودلو سپارښتنه کوی، تر څو په دې ډول انجونې په لوبو کولو سره زده کړه وکړي. نوموړی د مثبتې مرستې ملاتړی دی او د انجونو په اړه وايي «که چېرې هغه (انجلۍ) په زده کړه کې له ستونزو سره مخ کېږي، نو هغه مه رټۍ. بلکې بر عکس، د ستاينې په مټ هغه وهڅوي...»[۱۴]

جين ګرسن

«جين چارلير ډي ګرسن» (۱۳ ديسمبر ۱۳۶۳ – ۱۲ جولای ۱۳۲۹)، څوک چې د پاريس د پوهنتون مدير اعلی و په « De parvulis ad Christum trahendis  » (کوچني ماشومان د وېرې په پرتله د مينې له لارې ښه اداره کېدای شي) کې لیکل کړي او د خپلو مسيحي اسلافو په پرتله يې د ډېرې زياتې نرمې تګلارې ملاتړ کړی دی. نوموړی همدا راز وايي «له هر څه پورته، ښوونکی پرېږدئ داسې هڅه وکړي لکه د خپل زده کوونکي لپاره چې پلار وي». هغه د «فينولون» (يو فرانسوي الاهيات پوه، لیکوال او شاعر و) د مخينې په توګه بلل شوی دی.[۱۴]

جان اموس کميونيس

«جان اموس کميونيس» (۲۸ مارچ ۱۵۹۲ – ۱۵ نومبر ۱۶۷۰) د نوي تعليم پلار بلل کېږي.

جان پیسټالوژي

«جان هينريک پيسټالوزي» (۱۲ جنوري ۱۷۴۶ – ۱۷ فبروري ۱۸۲۷)، څوک چې د سويټزيرلینډ په الماني او فرانسوي ژبو سيمو کې د ګڼو تعليمي ادارو بنسټګر دی، د خپلو نويو تعليمي انقلابي اصولو د تشریح په اړه یې ګڼ اثار ليکلي دي. د هغه شعار دا و چې «په سر، لاس او زړه ده کړه». [۱۵]

جان هربرټ

د «جان فريډريک هربرټ» (۴ مۍ ۱۷۷۶ – ۱۴ اګست ۱۸۴۱) تعليمي فلسفه او پيداکوژۍ د ذاتي پرمختګ او د هغې په پايله کې ټولنې ته د رسېدونکو ګټو تر منځ اړيکه روښانه کړې ده. په نورو ټکو، «هربرټ» وړانديز کړی چې کله انسان خپل ځان د توليدي ښاري په توګه ثابت کړي، نو هغه بشپړ شي. له «هربرټيرينيزم» څخه موخه هغه خوځښت دی، کوم چې د «هربرټ» د تويرۍ (اند/نظريې) پر بنسټ ولاړ دی. د ښوونې عمل ته په کتنې سره، «هربرټ» د پنځه پړاونو او مهمو برخو وړاندې کړی دی. په ځانګړي ډول، په دې پنځو پړاونو کې دا شامل دي: چمتوالی، وړاندې کول، يو ځای کېدل، عمومي کول او عملي کول. «هربرټ» وړانديز کړی چې پیداګوژي د يو ښوونکي په توګه له اټکلونو او په ذهن کې په خپله خوښه د وروستۍ موخې سره يو ځای د وړتياوو له خاصو ټولګو سره اړیکه لري.[۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې

  1. Li, G., 2012. Culturally contested Pedagogy: Battles of literacy and schooling between mainstream teachers and Asian immigrant parents. Suny Press.
  2. "Definition of PEDAGOGY". Merriam-webster.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Blueprint for government schools. Flagship strategy 1: Student Learning. The Principles of Learning and Teaching P-12 Background Paper" (PDF). Department of Education and Training Victoria. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Shulman, Lee (1987). "Knowledge and Teaching: Foundations of the New Reform". Harvard Educational Review 15 (2): 4–14. https://people.ucsc.edu/~ktellez/shulman.pdf. Retrieved 12 June 2017. 
  5. Freire, P., 2018. Pedagogy of the oppressed. Bloomsbury Publishing USA.
  6. Petrie et al. (2009). Pedagogy – a holistic, personal approach to work with children and young people, across services. p. 4.
  7. "pedagogy". Online Etymology Dictionary.
  8. "Pedagogy definition and meaning | Collins English Dictionary". Collinsdictionary.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "pedagogue". Online Etymology Dictionary.
  10. "pedagogy noun – definition in British English Dictionary & Thesaurus – Cambridge Dictionary Online". Dictionary.cambridge.org. 10 October 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Crappell, Courtney (2019). Teaching Piano Pedagogy: A Guidebook for Training Effective Teachers (په انګلیسي ژبه کي). New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 160. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-067052-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Coussée, Filip; Verschelden, Griet; Williamson, Howard (2009). The History of Youth Work in Europe: Relevance for Youth Policy Today. Strasbourg Cedex: Council of Europe. د کتاب پاڼې 96. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-871-7244-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Chesters, Sarah Davey (2012). The Socratic Classroom. Cham, Switzerland: Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-6091-855-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ ۱۴٫۳ ۱۴٫۴ ۱۴٫۵ Compayré, Gabriel (1892). The History of Pedagogy (په انګلیسي ژبه کي). D.C. Heath & Company. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Barnard, Henry; Pestalozzi, Johann (1859). Pestalozzi and Pestalozzianism: Life, Educational Principles, and Methods of Johann Heinrich Pestalozzi. FC Brownell. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  16. "Johann Friedrich Herbart | biography – German educator". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Kenklies, Karsten (12 February 2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Educational Theory as Topological Rhetoric: The Concepts of Pedagogy of Johann Friedrich Herbart and Friedrich Schleiermacher"]. Studies in Philosophy and Education 31 (3): 265–273. doi:10.1007/s11217-012-9287-6. ISSN 0039-3746. 
  18. "Herbartianism | education". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)