Jump to content

سوامي ویوکانانډا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سوامي ویوکانانډا (زوکړه: د ۱۸۶۳ زکال د جنوري ۱۲مه – مړینه: د ۱۹۰۲ زکال د جولای ۴مه نېټه) چې د نارندرانات ډاټا (په بنګالي: nɔrendronatʰ dɔto) په نامه وزیږېد؛ یو هندو پنډت، فیلسوف، لیکوال، د مذهبي چارو ښوونکی او د هندي مذهبي مخکښ راماکرېشنا یو له اصلي شاګردانو څخه و. نوموړی لویدیځې نړۍ ته د وېډانټا او یوګا په معرفي کولو کې یو له مهمو شخصیتونو او همدارنګه د معاصرې هندي ملت پالنې پلار و چې د ادیانو ترمنځ د عقیدوي اګاهۍ پرمختګ او د نړۍ د یو لوی آئین په توګه د هندوئېزم معرفي کول ورته اړوند بلل کیږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

سوامي د کلکتې په یوه اشرافي کایاستا بنګالي کورنۍ کې وزیږېد او د ځوانۍ له مهاله یې د مذهب او معنویت پر لور ګام واخیست. وروسته یې کرېشنا د خپل ګورو (لارښود) په توګه وموند او بیا پنډت شو. د راماکرېشنا له مړینې وروسته هغه د هند د ټولې نیمه لویې وچې ډېری برخو ته سفرونه وکړل او په بریتانوي هند کې یې د هندي وګړو د ژوندانه د حالاتو اړوند لومړني اطلاعات راغونډ کړل. نوموړی چې د دوی له بېوزلۍ څخه اغېزمن شوی و، پرېکړه یې وکړه له خپلو وطنوالو سره مرسته وکړي؛ ده متحده ایالاتو ته د سفر لار پیدا کړه او د ۱۸۹۳ زکال پر مهال یې په شیکاګو کې د ادیانو په پارلمان کې امریکایانو ته په دغو پیلنیو ټکو سره «زما امریکايي خویندو او وروڼو ...» د هندوئېزم په وړاندې کوونکې خپلې مشهورې وینا سره پام وړ شهرت وموند. دی په دغه پارلمان کې تر دې کچې اغېزمن کس و چې یوې امریکايي ورځپاڼې نوموړی «د خدای له لوري ویناوال او له شک پرته د دغې غونډې لوی شخصیت» وباله. [۷][۸][۹]

په دغه کنفرانس کې له خپلې لویې بریا وروسته نوموړي د راتلونکو کلونو پر مهال د متحده ایالاتو په ټولو برخو، انګلستان او اروپا کې په سلګونو ویناوې وکړې او د هندوئېزم د فلسفې اصلي اصول یې خلکو ته وړاندې کړل؛ همدارنګه یې د نیویارک وېډانټا ټولنه او د سنفرانسېسکو وېډانټا ټولنه (اوس مهال د شمالي کالیفورنیا وډانټا ټولنه ده) تاسیس کړه چې دواړې دغې ټولنې په لویدیځ کې د وېډانټا ټولنو بنسټ جوړونکې وګرځېدې. ده په هند کې د راماکرېشنا بنسټ جوړ کړ چې هندو پنډېټانو او نورو مذهبي خدمتګارانو ته معنوي روزنې وړاندې کوي او همدارنګه د مرستو، ټولنیزو چارو او زده کړو په برخه کې د راماکرېشنا ماموریت مخته وړي. [۴][۱۰]

ویوکانانډا په معاصر هند کې یو له اغېزمنو فیلسوفانو او ټولنیزو اصلاح غوښتونکو او ورته مهال په لویدیځه نړۍ کې بیا یو له بریالیو وېډانټا مبلغینو څخه و. نوموړی همدارنګه د هندوئېزم د معاصرو اصلاحي خوځښتونو اصلي محرکه قوه ګڼل کېده چې په استعماري هند کې یې د ملت پالنې د مفهوم له رامنځته کېدو سره مرسته وکړه. نوموړی اوس مهال د معاصر هند د یو اغېزمن کس او د یو وطن پالونکي پاک سړي په توګه پېژندل کیږي. د هغه د زیږون ورځ په هند کې د ځوانانو د ملي ورځې په توګه لمانځل کیږي. [۱۱][۱۲][۱۳]

لومړنی ژوند (۱۸۶۳ – ۱۸۸۸ زکال)

[سمول]

زوکړه او ماشومتوب

[سمول]

ویوکانانډا د ۱۸۶۳ زکال د جنوري په ۱۲مه نېټه د ماکر سانکرانتي د فیستوال پر مهال د نارندرانات ډاټا په نامه (لنډه بڼه یې نارندرا یا نارن) د بریتانوي هند د پلازمېنې کلکتې ښار د ګورماهون موکرجي ۳م واټ په یوه بنګالي کورنۍ کې وزیږېد. هغه یوې سنتي کورنۍ ته اړوند و او ۹ خویندې او وروڼه یې لرل. پلار یې ویشوانات ډاټا نومېده چې د کلکتې په ستره محکمه کې وکیل و. د نارندرا نیکه دورګاچران ډاټا د سانسکرېت او فارسي ژبو څېړونکی و چې د کور په پرېښودو سره په ۲۵ کلنۍ کې پنډت شو. مور یې بوبانشواري ډیوي نومېده او یوه کلکه مذهبي مېرمن وه. د نارندرا د پلار ترقي غوښتونکي او منطقي لیدلوري او همدارنګه یې د مور مذهبي خوی د ده د تفکر او شخصیت په جوړېدو کې مرسته وکړه. نارندرانات له ځوانۍ څخه له معنویت سره علاقه لرله او د شیوا، راما، سیتا او ماهاویر هانومان په څېر خدایانو د انځورونو پر وړاندې یې مراقبه کوله. هغه له سرګردانه زاهدانو او پنډتانو سره سخته لیوالتیا لرله. د ماشومتوب پر مهال شوخ او نه کنټرول کېدونی و چې والدینو یې ډېری مهال په کنټرول کولو کې ستونزه لرله. د هغه مور یو ځل ویلي، «له شیوا څخه مې زوی وغوښت خو هغه راته شیطان راولېږه».[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۵][۱۸][۱۹][۲۰][۱۹][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

زده کړې

[سمول]

سوامي د ۱۸۷۱ زکال پر مهال د اتو کلونو په عمر د ایشوار چاندرا ویدیاساګر په دولتي ښوونځي کې نوم ثبت کړ، ده تر ۱۸۷۷ زکال پورې دلته زده کړې وکړې تر هغه چې کورنۍ یې رایپور ته کډه شوه. په ۱۸۷۹ زکال کې وروسته له هغه چې کورنۍ یې بېرته کلکتې ته راوګرځېده، دی یوازنی زده کوونکی و چې د پریزیډنسي کالج د شمولیت په ازموینه کې یې د لومړۍ درجې نمرې خپلې کړې. ده د فلسفې، دین، تاریخ، ټولنیزو علومو، هنر او ادبیاتو په ګډون د ګڼ شمېر موضوعاتو له لوستلو سره لېوالتیا لرله. ورته مهال یې د ودایانو، اوپانیشادانو، باګاود ګیتا، رامیانا، مهابهاراتا او پورنا په ګډون د هندوئېزم له سپېڅلو متونو سره هم لېوالتیا لرله. هغه د کلاسیکې هندۍ موسیقي په برخه کې زده کړې کړې وې او په منظم ډول یې په لوبو، ورزش او نورو تنظیم شوو فعالیتونو کې ونډه اخیسته. سوامي لویدیځوال منطق، د لویدیځ فلسفه او د اروپا تاریخ د عمومي اسمبلۍ په انستیتیوت (اوس مهال د سکاټلنډ د کلیسا د کالج په نوم پېژندل کیږي) کې ولوستل. ده په ۱۸۸۱ زکال کې د ښکلو هنرونو ازموینه په بریالیتوب سره وکړه او په ۱۸۸۴ زکال کې یې د لیسانس سند ترلاسه کړ. ورته مهال یې د ډېوېډ هیوم، ایمانوئل کانټ، یوهان ګوتلیب فیشته، باروخ اسپینوزا، ګئورګ ډبلیو اف، هېګل، ارتور شوپنهاور، اګوسټ کنټ، جان ستورات میل او چارلز داروین اثار مطالعه کړل. ده د هربرټ سپنسر له تکامل پالنې سره لېوالتیا ومونده، له هغه سره یې مکاتبه پیل کړه او د هربرټ سپنسر د زده کړو په نامه اثر یې په ۱۸۶۱ زکال کې په بنګالي ژبه وژباړه. هغه د لویدیځو فیلسوفانو د اثارو د لوستو پر مهال د سانسکرېت مقدس متون او بنګالي ادبیات هم ولوستل. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۲۹][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د کلکتې د کریسټین کالج (هغه کالج چې سوامي ترې فارغ شوی) مدیر ویلیام هسټي لیکلي: «نارندرا په واقعیت سره یو نابغه دی. ما ډېر ځایه سفرونه کړي دي، خو هېڅکله مې د هغه په څېر تکړه ځوان نه دی لیدلی، آن تر دې چې د جرمني پوهنتونونو د فلسفې په زده کوونکو کې هم داسې کس نه شته. دی باید په ژوندانه کې خپلې اغېزې له ځانه وړاندې کړي».[۳۸]

نارندرا د خپلې پیاوړې حافظې او همدارنګه د ژر لوستلو په برخه کې د وړتیاوو له امله شهرت درلود. دلته د هغه څو کیسې د بېلګو په توګه راوړل شوې دي. هغه د یوې وینا پر مهال یو ځل د پیکویک ادبي اثر دوه درې پاڼې کلمه په کلمه له یادو وویلې. بل ځل هغه د یوه سویډني وګړي سره د سویډن د تاریخ اړوند بحث درلود چې په دغه بحث کې هغه ډېرو جزیي مسایلو ته هم اشاره وکړه او په دې سره سویډني وګړي په داسې حال کې چې لومړی یې ورسره مخالفت درلود، د ده خبره یې ومنله. په بل مورد کې دی د جرمني په کېل ښار کې له ډاکټر پل دوسن سره د یو شمېر شعري اثارو په ارزونه بوخت و او هغه مهال چې پروفیسور ورسره خبرې وکړې، ده کوم ځواب ورنکړ. وروسته یې له هغه څه بخښنه وغوښته او څرګنده یې کړه چې دی دومره د هغو په لوستلو کې غرق شوی و چې هېڅ غږ یې نه دی اورېدلی. پروفیسور د هغه په دغې توضېح قانع نه شو خو ویوکانانډا د هغو د متن یو شمېر برخې وویلې او د هغو توضېح یې وړاندې کړه، همدا و چې پروفیسور د هغه حافظې ته حک حیران پاتې شو. بل ځل نوموړي له یو کتابتون څخه د جان لوباک څو کتابونه وغوښتل، خو سبا ورځ یې هغه بېرته ورکړل او ورته یې وویل چې دغه کتابونه یې لوستي دي. د کتابتون مسئول باور پرې ونکړ خو هغه مهال چې د کتابونو د محتوا اړوند یې ترې وپوښتل وپوهېد چې دی رښتیا وايي. [۳۹]

یو شمېر روایات نارندرا د یو شروتیدهارا (د حیرانونکې حافظې لرونکی) په نوم یادوي. [۴۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Feuerstein 2002، م. 600.
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Clarke 2006، م. 209.
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Dutt 2005، م. 121.
  10. Jackson 1994، م. 115.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  13. Von Dense 1999، م. 191.
  14. Paul 2003، م. 5.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Banhatti 1995، م. 1.
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Nikhilananda 1964.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Sen 2003، م. 20.
  20. Bhuyan 2003، م. 5.
  21. Banhatti 1995، م. 2.
  22. Badrinath 2006، م. 3.
  23. Bhuyan 2003، م. 4.
  24. Badrinath 2006، م. 2.
  25. Mukherji 2011، م. 5.
  26. Sen 2003، مم. 104–105.
  27. Dhar 1976، م. 53.
  28. Prabhananda 2003، م. 233.
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Malagi او Naik 2003، مم. 36–37.
  30. Chattopadhyaya 1999، م. 31.
  31. Banhatti 1995، مم. 7–9.
  32. Pangborn او Smith 1976، م. 106.
  33. Sen 2006، مم. 12–14.
  34. Sen 2003، م. 21.
  35. Arrington او Chakrabarti 2001، مم. 628–631.
  36. Banhatti 1995، م. 4.
  37. Banhatti 1995، م. کينډۍ:Page needed.
  38. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  39. Banhatti 1995، مم. 156, 157.
  40. Swami Vivekananda's 114th death anniversary: Lesser known facts about the spiritual leader. India Today. 4 July 2016.