سردار اسد الله خان سراج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سردار اسد الله خان سراج
سردار اسد الله خان سراج

ډگر جنرال اسد الله خان سراج (۱۰ د مۍ، ۱۹۱۰ ز. - ۱۳ د ډېسمبر، ۲۰۰۰ ز.) د امير حبيب الله خان او د هغه د ښځې محبوبه بېگم عاليه جناب زوی او افغان شهزاده و. نوموړي خپلې زده کړې په فرانسه کې کړي وې بيا يې پوځي زده کړې د کابل په چارمارغه کې سر ته ورسولې او له ۱۹۲۹ - ۱۹۳۱ ز. د شاهي ساتونکو ټولی مشر شو. بيا د دفاع وزارت لوی چارواکی شو او تر هغې وروسته په وزارت حربيه کې لوی چارواکی مقرر شو. له ۱۹۳۹ - ۱۹۴۶ ز. پورې د افغان هوايي ځواک مشر جنرال و. له ۱۹۴۸ - ۱۹۴۹ ز. د افغانستان لومړی وزير او د کورنيو چارو وزير و. له ۱۹۵۱ - ۱۹۶۱ ز. پورې په استنبول کې د افغانستان سفير و، له ۱۹۶۱ - ۱۹۶۴ ز. پورې د فرانسې سفير و، له ۱۹۶۴- ۱۹۷۳ ز. پورې د ايران سفير و.

نوموړي د جنرال سردار محمد سليمان خان (د هرات او بدخشان پخوانی والي) او د هغه د مېرمن تاج سلطانه بېگم (د سردار محمد يوسف خان دويمه لور) لور کوکب بېگم سره واده کړی وه او دوه زامن او څلور لوڼې يې درلودې چې نومونه يې پدې ډول دي:

  1. ډاکټر محمد عمر خان سراج
  2. يوسف خان سراج
  3. محبوبه بېگم
  4. فاطمه بېگم
  5. عايشه بېگم
  6. حبيبه بېگم