Jump to content

سراج التواریخ (کتاب)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سراج التواریخ (کتاب)
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
خپرولو نېټه
۱۹۱۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټاټوبی هېواد

سراج التواریخ د افغان لیکوال فیض محمد کاتب هزاره په لاس لیکل سوی د 18 او 19 پیړۍ د افغان تاریخ اړوند یو کتاب دی. فیض محمد کاتب له ۱۹۰۱ څخه تر ۱۹۱۹ پوري د امیر حبیب الله خان په دربار کي د افغانستان د محکمې تاریخ لیکونکی او منشي وو.

یاد کتاب د امیر د نظریې مطابق لیکل سوی وو، او لمړی ځل د افغان واکمن د درناوي په پار د (تحفة الحبیب) په نوم نومول سو، خو حبیب الله خان ته دا کار د منلو وړ نه وو او فیض محمد ته یې امر وکړ چي دویم ځل یې ولیکي. تر دویم ځل لیکلو وروسته اصلاح سوې نسخه د سراج التواریخ (د تاریخونو څراغ) په نوم د افغانستان د تاریخ اړوند په درې جلده کي ولیکل سوه چي د امیر د خوښي وړ وګرځېدل. څرنګه چي ددې کتاب په خپرېدو کي ستونزو شتون درلود، نو ځکه یې دریم ټوک په بشپړ ډول چاپ نه سو.