ستر بحران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Dorothea Lange's Migrant Mother depicts destitute pea pickers in California, centering on Florence Owens Thompson, age 32, a mother of seven children, in Nipomo, California, March 1936

ستره خواشیني(Depression)هغه نړیوال اقتصادي کړکېچ و، چې ترډېره د ۱۹۳۰مې لسیزې په بهیر کې رامنځته شو او پیل یې له امریکا متحده ایالتونو نه وشو. د ستر بحران زمان بندۍ په نړۍ کې توپیر درلود، په ډېری هېوادونو کې په ۱۹۲۹زکال کې پیل شوه او تر ۱۹۳۰مو کلونو پورې یې دوام وکړ. دا د شلمې پېړۍ تر ټولو اوږد، ژور او پراخ کړکېچ و. ستر بحران په عمومي توګه د داسې یوې بېلګې په توګه کارول کېږي، چې ښيي د نړۍ اقتصاد څومره سخت رکود کولای شي. [۱][۲][۳]

ستر بحران، په امریکا کې وروسته له هغه پیل شو چې، د ۱۹۲۹ز کال د سپتمبر په ۴مه نېټه د ونډو بيې راولوېدې او په نړۍ کې هغه مهال دا خبر تیت شو، چې د ۱۹۲۹ز کال د اکتوبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د ونډو بازار سقوط وکړ، چې توره سه شنبه یا Black Tuesday یې بولي. د ۱۹۲۹ او ۱۹۳۲ ز کلونو تر منځ، د نړۍ کورنی ناخالص تولید د یوه اټکل له مخې ٪۱۵ راولوېد. په پرتلیز ډول، د نړۍ کورنی ناخالص تولید له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۰۹ ز پورې د ستر بحران پر مهال له ٪۱ لږ راولوېد. د ۱۹۳۰مې لسیزې په نیمايي کې ځینې اقتصادونه بېرته راښه شول، خو په ډېرو هېوادونو کې د ستر کړکېچ اغېزو د دویمې نړیوالې جګړې تر پیل پورې دوام وموند. [۴][۵]

ستر بحران، په شتمنو او بې وزلو هېوادونو ویجاړونکی اغېز درلود. شخصي عاید، مالیاتي عاید، سود او بیې راولوېدې، او نړیواله سوداګري، له ٪۵۰ ډېره راکمه شوه. په امریکا کې بېکاري ٪۲۳ او په ځینو هېوادونو کې ٪۳۳ ته لوړه شوه. په ښارونو يې اغېز سخت و، په ځانګړې توګه په هغو ښارونوکې چې په درانه صنعت پورې تړلي وو. په ډېرو هېوادونو کې رغنیزې چارې عملاً ودرېدې. بزګري ټولنو او کلیوالي سیمو ضربه ولیده، ځکه د غلو دانو بیه شاوخوا ٪۶۰ ټيټه شوه. د تقاضا د سخت کمي او د دندو د لږو بدیلو سرچینو له امله، هغه ساحې چې د اولیه سکتور په صنعتونو، لکه: معدنکارۍ او ځنګل وهلو پورې تړلې وې، تر ټولې ډېرې زیانمنې شوې. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

اقتصادي تاریخپوهان په عمومي توګه د ستر بحران رامنځ ته کوونکی عامل، د امریکا د ونډو بازار بی پایه سقوط بولي، چې د ۱۹۲۹ز کال د اکتوبر په ۲۴مه نېټه پیل شو، خوځينې بیا دغه پایله نه مني او د ونډو رالوېدو ته د ستر بحران د يوې نښې او د یوه لامل په سترګه ګوري. [۱۱][۱۲][۱۳]

آن وروسته له هغه چې په ۱۹۲۹ز کال وال سټریټ رکود وکړ، د ډاوجونز صنعتي منځنۍ کچه (Dow Jones Industrial Average) د دوو میاشتو په موده کې له ۳۸۱ نه ۱۹۸ ته راولوېد، د لږ وخت لپاره خوشبیني موجوده وه. د ۱۹۳۰ز کال په لومړیو کې د ونډو بازار پورته خواته ولاړ او د ۱۹۳۰ز کال په اپریل میاشت کې ډاو ۲۹۴ (د بحران نه وړاندې کچې) ته وروګرځېډ، خو بیا د کلونو لپاره په پرله پسې توګه مخ په ښکته روان و او په ۱۹۳۲ ز کال کې ان ۴۱ ته راټيټ شوی و.  [۱۴]

په پیل کې، حکومتونه او سوداګریو، د ۱۹۳۰ز کال په لومړي نیمايي کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ډېر لګښت کړی و. له بله پلوه، مصرف کوونکو، چې ډېرو يې تېر کال د ونډو په بازار کې زښته زیانونه کړي وو، خپل لګښتونه ٪۱۰ راکم کړل. پر دې سربېره، د ۱۹۳۰مې لسیزې د نیمايي په پیل کې، سختې وچکالۍ د امریکا کرنیزې مرکزي ځمکې ویجاړې کړې. [۱۵]

د ۱۹۳۰ز کال په نیمايي کې د سود نرخ ټیټې کچې ته راولوېد، خو د تمې وړ منفي تورم (deflation) او د خلکو له خوا د پور نه اخیستلو دا معنا لرله چې، مصرف کوونکو لګښتونه او پانګونه، همداسې ښکته پاتې دي. د ۱۹۳۰ ز کال په مۍ میاشت کې د اټوموبیل خرڅلاو، د ۱۹۲۸ز کال د کچو نه هم راټيټ شو. په ۱۹۳۰ز کال کې په عمومي ډول بیې راټيټې شوې، خو اجوره (لاس مزد) لا هم هماغه پخوانی و. وروسته بیا په ۱۹۳۱ز کال کې د منفي تورم یو مارپېچ پیل شو. بزګران له یوې ناوړې راتلونکې سره مخامخ شول، د غلو دانو بیه راولوېده او د سترو دښتو (Great Plains) وچکالۍ د هغوی اقتصادي راتلونکی ورفلج کړ. د ستر بحران په اوج کې، په فدرال مرستو سربېره، د سترو دښتو ٪۱۰ فارمونه له یوه نه بل نوي څښتن ته ولېږدول شول.  [۱۶][۱۷]

د امریکا د اقتصاد رکود هغه عامل و چې ډېره هېوادونه يې په لومړي سرکې له ځان سره ښکته کش کړل او بیا د هر هېواد کورني ضعف او قوت ته په کتوسره به يې شرایط ناوړه یا ښه وو. د حمایتي سیاستونو له لارې د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د هېوادونوله لوري بې اسرې هڅې، لکه په امریکا کې د ۱۹۳۰ز کال د سموت-هاولې تعرفو قانون او په نورو هېوادونو کې غچ اخیستونکې تعرفې، د دې لامل شوې چې ، نړیوال تجارت سقوط وکړي او په دې توګه له کړکېچ سره لامرسته وکړي. په ۱۹۳۳ز کال کې، اقتصادي رکود د دې لامل شو چې، نړیوال تجارت د تېرو څلورو کلونو په پرتله یو پر درې برخه راولوېږي.[۱۸][۱۹]

اقتصادي شاخصونه[سمول]

په اقتصادي شاخصونو کې بدلون ۱۹۲۹-۱۹۳۲ز[۲۰]

امریکا   انګلستان فرانسه جرمني
صنعتي تولید −46% −23% −24% −41%
عمده خرڅلاو بیې −32% −33% −34% −29%
بهرنۍ سوداګري −70% −60% −54% −61%
بېکاري +607% +129% +214% +232%

لاملونه[سمول]

Money supply decreased considerably between Black Tuesday and the Bank Holiday in March 1933 when there were massive bank runs across the United States.
د ۱۹۲۹ ز له سقوط وروسته، د وال سټریټ او بورډ سټریټ څلورلارې کې د خلکو راټولېدنه.



د امریکا صنعتي تولید، ۱۹۲۸-۱۹۳۹ز


د ستر بحران په اړه دوه سیالې کلاسیکې اقتصادې نظریې شته چې یوه يې کېنیزي یا Keynesian (تقاضا محوره) او بله يې پیسه پال (Monetarist) تعبیر دی. ځینې نورې ناآشنا نظریې هم شته چې کینیزي او پیسه پال تعبیر یا کم ارزښته ښيي او یا یې نه مني. د تقاضا محوره نظریو تر منځ اجماع پر دې ده، چې په ستره کچه د اعتماد له لاسه ورکول د مصرف او پانګې اچوونې په لګښتونو کې د ناڅاپي کمي لامل کېږي. یوځل چې وارخطایي او منفي تورم ګډ شي، ډېری خلک بیا په دې باور شي چې له بازارونو نه لرې پاتې کېدل يې د لاډېر تاوان مخه نیسي. د بیو په رالوېدلو سره د پیسو ساتل نورهم ګټه کوي او په لږو پیسو ډېرتوکی اخیستلی شي، چې دا چاره بیا د تقاضا کمښت لاډېروي. پیسه پالان په دې نظردي چې ستر بحران د یوه عادي رکود په توګه پیل شو، خو د پیسو د عرضې کمښت اقتصادي حالت ډېرخراب کړ او همدا لامل و چې رکود په یوه ستر کړکېچ واوښت. [۲۱][۲۲][۲۳]

اقتصادپوهان او اقتصادي مؤرخین په دواړو لاملونو خبره کوي او وايي: ایا دا چې د دودیزې پولي تعبیر چې پولي قوې د ستر بحران اساسي دلیل دی، سمه ده او که دودیز کینیسي تعبیر سم دی چې وايي: د خودکاره لګښتونو راکمېدل، په ځانګړې توګه د پانګې اچونې راکمېدل، د ستر بحران د پیل لومړنۍ توجیه ده. نن سبا د پور منفي تورم تیوري (debt deflation theory) او د انتظاراتو فرضیه، چې د میلټون فریډمن او انا شوارتز پر پولي تعبییر ولاړه ده، هم د پام وړ اکاډمیک ملاتړ لري چې غیرپولي تعبیرونه ډېروي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

دا ګډ باور هم شته چې، فډرال ریرزف سیسټم (Federal Reserve System)، د پیسو د عرضې د پراختیا او د وروستنۍ چارې د پور ورکوونکي په توګه، باید پولي منفي تورم او بانکي سقوط بهیر رالنډ کړي. که دوی دا کار کړی وای، اقتصادي رکود به هم ډېر سخت نه و او هم به ډېر لنډ و.  [۲۸]

د اصلي بهیرڅرګندونې[سمول]

د اصلي بهیر(mainstream) معاصر اقتصادپوهان دغه لاملونه ګوري.

  • د پیسو د عرضې راکمېدل (پیسه پالان) او په پایله کې بانکي کړکېچ، د اعتبار (کریدیټ) راکمېدل او غربت.[۲۹]

سرچینې[سمول]

  • انگریزی ویکی
  • اقتصادی اصطلاحات/ ع.ع.، ا. و.
  1. John A. Garraty, The Great Depression (1986)
  2. Charles Duhigg, "Depression, You Say? Check Those Safety Nets", The New York Times, March 23, 2008.
  3. Barry Eichengreen, Hall of Mirrors: The Great Depression, The Great Recession, and the Uses-and Misuses-of History (2014)
  4. Roger Lowenstein, "History Repeating," Wall Street Journal Jan 14, 2015
  5. Garraty, Great Depression (1986) ch1
  6. Frank, Robert H.; Bernanke, Ben S. (2007). Principles of Macroeconomics (الطبعة 3rd). Boston: McGraw-Hill/Irwin. د کتاب پاڼې 98. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-319397-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Commodity Data". US Bureau of Labor Statistics. د لاسرسي‌نېټه November 30, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Cochrane, Willard W. (1958). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". Farm Prices, Myth and Reality]. p. 15. 
  9. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "World Economic Survey 1932–33"]. League of Nations: 43. 
  10. Mitchell, Depression Decade
  11. Frank, Robert H.; Bernanke, Ben S. (2007). Principles of Macroeconomics (الطبعة 3rd). Boston: McGraw-Hill/Irwin. د کتاب پاڼې 98. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-319397-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Great Depression", Encyclopædia Britannica
  13. . [{{{url}}} Economics focus: The Great Depression].
  14. "1998/99 Prognosis Based Upon 1929 Market Autopsy". Gold Eagle. د اصلي آرشيف څخه پر May 17, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 22, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Drought: A Paleo Perspective – 20th Century Drought". National Climatic Data Center. د لاسرسي‌نېټه April 5, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Hamilton, James (1987). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Monetary Factors in the Great Depression"]. Journal of Monetary Economics 19 (2): 145–69. doi:10.1016/0304-3932(87)90045-6. 
  17. "The Great Depression". drought.unl.edu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه March 29, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Richard, Clay Hanes (editor) (July 2002). Historic Events for Students: The Great Depression (الطبعة Volume I). Gale. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7876-5701-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  19. Tignor, Tignor, Robert L. (October 28, 2013). Worlds together, worlds apart: a history of the world from the beginnings of humankind to the present (الطبعة Fourth). New York. OCLC 854609153. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-92207-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Jerome Blum, Rondo Cameron, Thomas G. Barnes, The European world: a history (2nd ed 1970) 885 pp.
  21. writer, Full Bio Follow Linkedin Follow Twitter Nick Lioudis is a; Professional, Multimedia; consultant; Lioudis, content manager for Bread He has also spent 10+ years as a journalist Learn about our editorial policies Nick. "What is the difference between Keynesian and monetarist economics?". Investopedia (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه July 12, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Great Depression - Causes of the decline". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه July 12, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Hayes, Adam. "What is a Monetarist?". Investopedia (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه July 12, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Whaples, Robert (1995). "Where is There Consensus Among American Economic Historians? The Results of a Survey on Forty Propositions". The Journal of Economic History 55 (1): p. 150. doi:10.1017/S0022050700040602. http://www.employees.csbsju.edu/jolson/ECON315/Whaples2123771.pdf. 
  25. Mendoza, Enrique G.; Smith, Katherine A. (September 1, 2006). "Quantitative implications of a debt-deflation theory of Sudden Stops and asset prices" (in en). Journal of International Economics 70 (1): 82–114. doi:10.1016/j.jinteco.2005.06.016. ISSN 0022-1996. http://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S002219960500098X. 
  26. Buraschi, Andrea; Jiltsov, Alexei (February 1, 2005). "Inflation risk premia and the expectations hypothesis" (in en). Journal of Financial Economics 75 (2): 429–490. doi:10.1016/j.jfineco.2004.07.003. ISSN 0304-405X. http://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S0304405X04001333. 
  27. Whaples, Robert (1995). "Where is There Consensus Among American Economic Historians? The Results of a Survey on Forty Propositions". The Journal of Economic History 55 (1): p. 143. doi:10.1017/S0022050700040602. http://www.employees.csbsju.edu/jolson/ECON315/Whaples2123771.pdf. 
  28. Whaples, Robert (1995). "Where is There Consensus Among American Economic Historians? The Results of a Survey on Forty Propositions". The Journal of Economic History 55 (1): p. 143. doi:10.1017/S0022050700040602. http://www.employees.csbsju.edu/jolson/ECON315/Whaples2123771.pdf. 
  29. Whaples, Robert (1995). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Where is There Consensus Among American Economic Historians? The Results of a Survey on Forty Propositions"]. The Journal of Economic History 55 (1): 139–154. doi:10.1017/S0022050700040602.