په متحده ایالاتو کې لوی اقتصادي کړکېچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په متحده ایالاتو کې لوی کړکېچ د ۱۹۲۹ ز کال په اکټوبر میاشت کې د وال سټریټ په سقوط سره پیل شو. د ونډو بازار سقوط د یوې لسیزې لپاره د لوړې بېکارۍ، بېوزلۍ، کمې ګټې، منفي پړسوب (ډیفلاسیون)، د کروندو د عاید د کمښت، د اقتصادي ودې د فرصتونو د له منځه تلو او د شخصي ودې د لاسه وتو پیل و. په ټولیز ډول په اقتصادي راتلونکې باندې باور له منځه ولاړ.[۱]

د دغه کړکېچ په معمولو توضیحاتو کې ګڼ شمېر فکتورونه، په ځانګړې توګه لوی پورونه، غیر منظم بازارونه چې د بانکونو او پانګوالو له خوا یې د حده لوړو خوشبینانه پورونو ورکولو اجازه ورکوله او د زیاتې ودې لرونکو صنایعو نشتوالی په کې شاملېږي. دغو ټولو فکتورونو د لګښتونو، باور او د تولید د کمښت په برخو کې د مخ پر ځوړ اقتصاد مارپیچ رامنځته کړ. په هغو صنایعو کې چې ډېر زیانمن شول، د ودانیزو چارو، بېړۍ چلونې، کانونو اېستنې، لرګیو غونډولو او کرنې صنعتونه شامل وو. د دوام راوړونکو توکو، لکه: د موټرو او کور د وسایلو تولیداتو چې مصرف کوونکو یې کولای شول پېرل یې وځنډوي ، لوی زیان وکړ. اقتصاد د ۱۹۳۲-۱۹۳۳ ز کال په ژمي کې خپلې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد، وروسته یې څلور کاله وده لرله، تر هغه مهاله چې په ۱۹۳۷- ۱۹۳۸ ز کال کې دغه کړکېچ د بېکارۍ د لوړې کچې لامل وګرځېد. [۲][۳]

دغه کړکېچ په متحده ایالاتو کې د یو شمېر مهمو سیاسي بدلونونو لامل وګرځېد. د کړکېچ په درېیو کلونو تېرېدو سره ولسمشر هربرت هوور، چې په پراخه کچه له دغه کړکېچ سره د مبارزې په برخه کې د کافي چارو د نه ترسره کولو له امله له نیوکو سره مخامخ و، د ۱۹۳۲ ز کال په ولمسشریزو ټاکنو کې یې د فرانکلن دلانو روزولټ پر وړاندې په تاریخي توپیر ماته وخوړه. د روزولټ د اقتصادي رغونې د نیوډیل په نامه پلان، د مرستې، بیارغونې او اصلاحاتو په برخه کې بې مخینې پروګرامونه رامنځته او د امریکا په سیاست کې د اساسي بدلونونو لامل وګرځېد.

دغه کړکېچ، د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له دغه هېواد نه د کډوالۍ د زیاتوالي لامل وګرځېد. یو شمېر کډوال بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته کډه شول او یو شمېر اصلي امریکايي وګړي کاناډا، اسټرالیا او سویلي افریقا ته ولاړل. په لویو دښتو کې له ډېرو زیانمنو برخو (اوکي وګړي) او سويل نه کیلفورنیا او نورو شمالي ښارونو ته د خلکو (لویې کډوالي) شتون درلود. په دغه مهال کې نژادي ستونزو هم وده وکړه. په ۱۹۴۰ مه ز لسیزه کې کډوالي بېرته خپلې عادي کچې ته راښکته شوه او کمښت یې وموند. د دغو کډوالو تر ټولو پېژندل شوې څېره فرانک مک کورت و چې آیرلنډ ته ولاړ او هغه دغه موضوع په خپل کتاب Angela's Ashes کې یاده کړې.[۴][۵]

د دغه کړکېچ اړوندو یادښتونو د اقتصاد نوي نظریات رامنځته کړل، چې له کړکېچ سره د مبارزې په برخه کې د دولت په چلن کې لکه د محرکو بنډلونو، کینزي اقتصاد او ټولنیز خوندیتوب نه په ګټنې د پراخ بدلون لامل وګرځېدل. معاصرو امریکايي ادبیاتو ته یې هم بڼه وربښله چې له امله یې یو شمېر مشهور ناولونه، لکه: John Steinbeck، The Grapes of Wrath او موږک او سړی (Of Mice and Men) رامنځته شول.

د دغه لوی کړکېچ د عواملو څېړنې ګڼ شمېر مسائل مطرح کړل: کوم عوامل  چې په ۱۹۲۹ ز کال کې د کړکېچ د پیل لامل وګرځېدل، کومو ځانګړو پېښو او په جوړښتنو کې کومو ستونزو هغه په لوی کړکېچ بدل کړ؛ څه ډول دغه کړکېچ له یو هېواد نه بل ته سرایت وکړ او ولې بېرته اقتصادي بیارغونې دومره وخت ونیو.[۶]

ډېری بانکونه، د ۱۹۳۰ ز کال په اکتوبر میاشت کې هغه مهال له سقوط سره مخامخ شول ،چې کروندګرو ونه شو کولای، د پورونو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي. هغه مهال هېڅ فدرال دولتي بیمې شتون نه درلود او د بانکونکو سقوط د اقتصادي ژوند یوه عادي برخه وه. وېرېدلو پانګوالو له بانکونو نه د خپلو زېرمه شویو پیسو اېستلو ته مخه کړه ، له همدې امله د پیسو زیاتونکی ضریب برعکس شو. بانکونه اړ شول، څو خپله پانګه نغده کړي (لکه د نویو پورونو د ورکړې پر ځای یې خپل پورونه وغوښتل). دغه چاره د دې لامل وګرځېده، چې د پیسو عرضه کمه او اقتصاد منقبض شي (لوی کړکېچ) چې له امله یې په ټولیز ډول په پانګونه کې کموالی راغی. د پیسو په عرضه کې کمښت د بیو د رالوېدو (ډیفلاسیون) لامل وګرځېد، چې له ستونزو سره مخا مخ سوداګریو باندې یې فشار نور هم زیات کړ.[۷]

د سروزرو د معیارونو اړوند د متحده ایالاتو ژمنو په انبساطي پولي سیاستونو کې د هغو د ښکېل کېدو مخه ونیوله. د هغو بهرنیو پانګوالو د جلبولو په موخه چې بهرني اسعار یې په سروزو اخیستل، اړتیا وه چې هغوی ته د سود د ورکړې کچه لوړه وساتي. په داسې حال کې چې دغه لوړ سود د داخلي سوداګریو لپاره د پور اخیستو پر وړاندې خنډ و. د متحده ایالاتو د سود کچه د فرانسې د هغې پرېکړې تر اغېز لاندې هم راغله چې خپلو خزانو ته یې د سروزرو د جلبولو په موخه د لوړ سود ورکولو اړوند وکړه. له تیوریکي پلوه متحده ایالاتو د دغې پرېکړې اړوند دوه بالقوه غبرګونونه لرلی شو: اجازه یې ورکړې وای چې د اسعارو بیو توازن موندلی وای او یا هم یې د سروزرو د معیارونو ساتلو په موخه د سود کچه لوړه کړې وای. هغه مهال متحده ایالاتو د سرو زرو په معیارونو ټینګار درلود. له همدې امله امریکایانو خپل ډالر د فرانسې د ډېرې شتمنۍ د پېرلو په موخه په فرانک واړول، د امریکايي ډالرو غوښتنه کمه شوه او د اسعارو بیې لوړې شوې. یو له هغو کارونو چې متحده ایالاتو کولای شول، توازن ته د لاسرسي په موخه ترسره کړي، د سود د کچې زیاتول و.

د شلمې پېړۍ په وروستیو کې، د اقتصاد په علم کې د سویډن د مرکزي بانک د نوبل جایزې ګټونکي ملټون فریدمن او د هغه پیسوپلوه (مونیټرېسټ) همکار انا شوارتز استدلال وکړ چې فدرال رزرو کولای شول، د دغه کړکېچ د شدت مخه ونیسي، خو وه یې نه شو کولای د پولي سیسټم په مدیریت او د بانکوالۍ له کړکېچ نه په مخنیوي کې خپل رول ولوبوي چې له امله یې له ۱۹۲۹ ز کال نه  په ۱۹۳۳ ز کال کې د نیوډیل پروګرام تر پیل پورې لوی اقتصادي کړکېچ رامنځته شو. دغه نظر د فدرال رزور د حکامو د شورا د مشر بن برنانکه له خوا تائید شو، چې په ۲۰۰۲ ز کال کې یې د فریدمن او شوارتز نه د ستاینې په وینا کې وویل:

اجازه راکړئ، چې د فدرال رزرو د یوه رسمي استازي په توګه د خپل ځایګي نه په لږ بدې ګټې اخیستنې سره خپلې خبرې پای ته ورسوم. زه غواړم میلټون او آنا ته ووایم: د لوی کړکېچ اړوند، تاسو په حق یاست. موږ هغه رامنځته کړ. موږ ډېره بښنه غواړو، خو له تاسو مننه، موږ به بیا هېڅکله داسې و نه کړو.[۸][۹] -      بن اس. برنانکه

د کړکېچ په دوران کې سیاسي غبرګونونه[سمول]

د هوور غبرګون[سمول]

د هوور ادارې هڅه وکړه چې اقتصادي حالت په چټک ډول سم کړي، خو و یې نه شو کړای. د هوور د ولسمشرۍ پر مهال، سوداګرۍ وهڅول شوې، چې د معاشونو کچه لوړه وساتي. ولسمشر هوور او یو شمېر نورو پوهانو باور درلود چې د معاشونو د کچې په لوړ ساتلو سره به د پېرلو د توان ثابته کچه رامنځته کړي او اقتصاد به په خوځښت کې وساتي. د ۱۹۲۹ ز کال په ډسمبر میاشت کې د دغه کړکېچ د لومړنیو پړاوونو له پیل کېدو وروسته ولسمشر هوور د لوړ معاش ترویج کولو ته دوام ورکړ. دغې چارې تر ۱۹۳۱ ز کال پورې دوام وکړ، هغه مهال چې د سوداګریو مالکینو د معاشونو په راټیټولو پیل وکړ، څو وکولای شي، په خپلو پښو ولاړ پاتې شي. د دغه کال په وروستیو کې د هوور ادارې په چیک باندې مالیات ولګول، څو د دولت لپاره اضافي بودیجه ومومي. د دغو مالیاتو له مخې په ټولو بانکي چیکونو باندې دوه سنټه مالیات اضافه شول، چې په مستقیم ډول یې عام وګړي تر اغېز لاندې راتلل. دغه اضافي لګښت وګړي له چیک کارونې لرې کړل، له همدې امله ډېری وګړو له نغدو پیسو نه کار اخیستنه زیاته کړه. [۱۰][۱۱]

د روزولت نیوډیل پلان[سمول]

له ۱۹۳۳ – ۱۹۳۴ ز کال پورې د نیوډیل لومړني پلان له مخې په کلیوالي سیمو کې د کړکېچ سره د مبارزې او کرنې د پیاوړتیا، د بانکدارۍ د صنعت او په ټولیز ډول د اقتصاد په موخه په پراخه کچه پروګرامونه پیل شول. د مرستې هغه اوږد مهاله پروګرامونه، د بې کاره کسانو لپاره رامنځته شول چې دغو کسانو ته د د دندې له جوړېدو وروسته به په معمول ډول قطع کېدل.[۱۲][۱۳]

سرچینې[سمول]

  1. . 10 Moments That Made American Business. American Heritage.
  2. Chandler, Lester V. (1970). America's Greatest Depression 1929–1941. New York, Harper & Row. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Chandler (1970); Jensen (1989); Mitchell (1964)
  4. The Migrant Experience Archived October 10, 2014, at the Wayback Machine.. Memory.loc.gov (April 6, 1998). Retrieved on 2013-07-14.
  5. American Exodus The Dust Bowl Mi Archived February 28, 2019, at the Wayback Machine.. Faculty.washington.edu. Retrieved on July 14, 2013.
  6. Bordo, Michael D.; Goldin, Claudia; White, Eugene N., المحررون (1998). The Defining Moment: The Great Depression and the American Economy in the Twentieth Century. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-06589-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Robert Fuller (2012), Phantom of Fear: The Banking Panic of 1933, pp. 241–42 fn. 45
  8. Ben S. Bernanke (Nov. 8, 2002), FederalReserve.gov: "Remarks by Governor Ben S. Bernanke" Archived 2020-03-24 at the Wayback Machine. Conference to Honor Milton Friedman, University of Chicago
  9. Milton Friedman; Anna Schwartz (2008). The Great Contraction, 1929–1933 (الطبعة New). Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0691137940. مؤرشف من الأصل في March 30, 2019. د لاسرسي‌نېټه October 15, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. A Monetary History of the United States, 1867–1960. Princeton University Press. 1971. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0691003542. مؤرشف من الأصل في May 30, 2017. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. . The Great Depression and the Role of Government Intervention.
  12. Eric Rauchway. The Great Depression and the New Deal: A Very Short Introduction (2008).
  13. Aaron D. Purcell, ed. Interpreting American History: The New Deal and the Great Depression (2014).