سترنج
شطرنج[۱][۲]، شطرنج چې ځينې يې سطرنج يا شطرنج[۳][۴][۵] هم ليکې يوه مشهوره لوبه ده چې د هند څخه نورې نړۍ ته تللې ده. د دې لوبې په هکله لومړۍ يادونې، په هندکې د پنځمې زيږديزې پيړۍ په قلمي نسخو کې شوي. بايد وويل شي، چې دغه لوبه د ((چاترونګا)) په نوم ياده شوې او هغه

مهال د دې لوبې نه يوازې قواعد بل ډول وو ، بلکې لوبغاړي يې هم څلورو تنو ته رسيدل او همدا راز د لوبو د پرمخ بيولو لپاره کمسايي يا دوه مکعب ډوله هډوکي کارول کېدل.
په روسي ژبه کې شطرنج ته شاخمات «шахмат» يانې شاه مات وايي. د روسي ژبو سرچينو په وينا د پارسي ژبې څخه دا کلمه دوی ته ورغلې او مانا يې په پارسي کې ده: شاه مات يانې شاه مړ. بايد وويل شي، د مات کلمه په پښتو کې اوس هم کارول کيږي او د پوځ ماته ، يا د چا مغلوبولو ته هم مات وايي او زما په اند په دې هکله تامل په کار دی. له بلې خوا په هند کې د پښتنو ډېر پاچاهۍ هم تيرې شوي، چې کيدی شي ورسره تړاو ولري.(په دې هکله څېړنې ته اړتيا شته !).
| په نوم د |
|---|
| عمومي مالومات |
دړ لوبه سيالۍ ډول دوه تنه لوبه game-based sport (en) hobby (en) abstract strategy game (en) table sports (en) |
|---|---|
| ژانر | |
| ژانر | |
| ځانګړې وېشنيزه |
| مهمې پېښې |
|---|
د شطرنج لوبه د عربو له برکته په اتمه پيړۍ کې اروپا ته هغه مهال رسيدلې، چې دوی اسپانيه او د اروپا ځينې نورې برخې تر خپلې ولکې ﻻندې راوستې. روسيې ته د بېلګې په توګه دغه لوبه په لسمه او يولسمه پيړۍ کې رسيدلې.
د شطرنج لوبې لومړی تورنير يا سيالي په 1575 ز کال کې د اسپانيې پاچا دوهم فيليپ په دربار کې تر سره شوې.
شطرنج نن يوه نړیواله عملي لوبه ده چې اصول او قواعد يې په هرځای کې يو ډول دي. دغه لوبه د يوې تختې پر مخ چې په څلور شپيتو تورو اوسپينو مربع گانو وېشل شوې ده د دوو تنو له خوا په ۳۲ دانو سره اجرا کېږي چې دواړه لوبغاړي ۱۶، ۱۶ دانې( Piece) لري،
سرچینې
ويکيپېډيا
http://www.vokrugsveta.ru
- ↑
د افغانستان, سيداحمدعلومو اکاډمۍ (.). "انگريزي پښتو قاموس". قاموسونه ټکی کام.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "شطرنج". لېوال قاموس. .
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "Chess". د پښتو ټکی کام. .
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑
شاه, سيداحمد (.). "انگريزي پښتو قاموس". قاموسونه ټکی کام.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑
د افغانستان, سيداحمدعلومو اکاډمۍ (.). "انگريزي پښتو قاموس". قاموسونه ټکی کام.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې
- هغه پاڼې چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P136 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P279 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P793 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18