سام هریس
| سام هریس | |
|---|---|
| |
| د شخص معلومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۹ اپريل ۱۹۶۷[۱][۲] لاس انجلس |
| تابعیت | |
| نسل | يهودی [۳] |
| ګوند | ديموکراتيک ګوند |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | د کیلیفورنیا پوهنتون، لاس انجلس (–۲۰۰۹) |
| تخصص تعلیم | عصبي علوم |
| تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند |
| کار/مسلک | فیلسوف [۴][۵]، د اعصابو متخصص [۵]، ليکوال |
| کاروونکې ژبه(ي) | انګليسي ژبه [۶] |
| د کړنې څانګه | عصبي علوم ، ښه اخلاق ، اخلاق ، فلسفه ، مراقبه [۷] |
| لاسليک | |
| ويبپاڼه | |
| ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول | |
ساموئل بنجامین هریس (زوکړه: د ۱۹۶۷ زکال د اپرېل ۹مه) امریکايي فیلسوف، عصب پېژندونکي، لیکوال او د پادکست چلونکی دی. د هغه لیکنې د عقلانیت، دین، اخلاقو، آزادې ارادې، عصبي علومو، سیاست، ترهګرۍ او مصنوعي ځیرکتیا په ګډون ګڼ شمېر موضوعاتو ته اړوندېږي. هریس په دین په ځانګړې توګه په اسلام باندې د نیوکو له امله شهرت وموند او د ریچارډ ډاوکینز، کریسټوفر هیچنز او ډانیل ډنټ سره په خوا کې د نوي الحاد (نیو آتئیزم) یو له «څلورو آس زغلونکو» څخه ګڼل کېږي. [۸][۹][۱۰][۱۱]
د ایمان د پای (The End of Faith؛ ۲۰۰۴ زکال) په نامه د هغه لومړني کتاب د غیر داستاني اثارو په برخه کې د امریکا د قلم د بنسټ البرانډ جایزه ترلاسه کړه؛ دغه کتاب د ۳۳ اونیو لپاره د نیویارک ټایمز له خوا د ډیرو پلورل کېدونکو کتابونو په کتار کې شامل و. هریس له هغه مهال څخه تر نن پورې شپږ نور کتابونه لیکلي چې؛ عیسوي ملت ته لیک (Letter to a Christian Nation؛ ۲۰۰۶ زکال)، اخلاقي لرلید: څه ډول علم کولای شي انساني ارزښتونه تعریف کړي (The Moral Landscape: How Science Can Determine Human Values؛ ۲۰۱۰ زکال)، د اوږدې مقالې په بڼه د دروغ ویلو په نامه اثر (Lying؛ ۲۰۱۱ زکال)، د آزادې ارادې په نامه کوچنی کتاب (Free Will؛ ۲۰۱۲ زکال)، له غفلت څخه بیداري: له دین پرته معنوي لارښود (Waking Up: A Guide to Spirituality Without Religion؛ ۲۰۱۴ زکال) او له بریتانوي لیکوال مجید نواز سره په ګډه د اسلام او راتلونکې مدارا: یو بحث (Islam and the Future of Tolerance: A Dialogue؛ ۲۰۱۵) تر عنوان لاندې کتابونه په کې شاملېږي. د هریس آثار له ۲۰ څخه په زیاتو ژبو ژباړل شوي. یو شمېر منتقدین یې استدلال کوي چې د هریس لیکنې د اسلام څخه د ترهې (اسلاموفیبیا) پر بنسټ دي. خو هریس او د هغه ملاتړي دغه توصیف رد کوي او زیاتوي چې دغه ډول ټاپه لګونې د انتقاد د له منځه وړو لپاره د هڅو بېلګه ده. [۱۲][۱۳][۱۴]
هریس د ویلیام لین کرېګ، جرډن پیټرسون، ریک وارن، رابرټ رایټ، اندرو سالیوان، رضا اصلان، ډیوېډ ولپ، ډیپاک چوپرا، بن شاپیرو او ژان هوسټون په ګډون له ګڼ شمېر مخکښو شخصیتونو سره د خدای یا دین په اړوندو موضوعاتو کې مناظرې کړې دي. نوموړی د ۲۰۱۳ زکال له سپټمبر میاشتې راهیسې د مېکېنګ سینس (احساس رامنځته کوونکي، Making Sense) په نامه پادکست مخته وړي چې په اصل کې د بیدارۍ (Waking Up) تر عنوان لاندې دی او ګڼ شمېر اورېدونکي لري. د ۲۰۱۸ زکال په سپټمبر میاشت کې هریس، د سام هریس سره د بیدارۍ (Waking Up with Sam Harris) تر عنوان لاندې د مراقبې یا میډیټېشن یو پروګرام وړاندې کړ. نوموړی همدارنګه د «فکري تیاره ویب» د مفهوم پر بنسټ جوړې ډلې یو له مرکزي غړو څخه دی، په داسې حال کې چې هریس خپله څرګنده کړې چې دی ځان د دغې ډلې برخه نه بولي. [۱۵][۱۶][۱۷]
لومړنی ژوند او زده کړې
[سمول]ساموئل بنجامین هریس د ۱۹۶۷ زکال د اپرېل په ۹مه د کالیفورنیا ایالت په لاس آنجلس کې وزیږېد. نوموړی د مړ شوي لوبغاړي برکلي هریس زوی و چې تر ډېره پورې د ویسټرن کمپنۍ په فلمونو کې څرګندېده؛ مور یې سوزان هریس (کورنی نوم یې سپیواک و) د تلویزیوني خپرونو لیکواله او جوړونکې وه چې په جوړو کړو سریالانو کې یې د سوپ او ګولډن ګرلز په نومونو سریالونه شاملېږي. پلار یې په شمالي کارولینا کې وزېږېد او کواکر مخینه یې لرله؛ مور یې یهوده وه، خو ډېره مذهبي نه وه. نوموړی د خپل پلار او مور له جلا کېدو وروسته د دوه کلنۍ را وروسته د خپلې انۍ له خوا را لوی کړای شو. هریس څرګنده کړې چې په سیکولر بڼه لوی شوی او والدینو یې په ډېر په ندرت سره د دین اړوند بحث کاوه، ورته مهال یې څرګنده کړې چې هغه د یو ملحد په توګه نه دی را لوی شوی. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
په داسې حال کې چې د هغه د زده کړو اصلي څانګه د انګریزي ادبیات وو، خو هغه مهال چې په سټنفورډ پوهنتون کې و او MDMA (روان ګردانه) درمل یې تجربه کړل له فلسفي پوښتنو سره یې لیوالتیا ومونده. دغې تجربې هغه په دې فکر کړ چې کېدای شي د مخدره موادو له کارونې پرته هم معنویت تجربه کړي. هغه د زده کړو په دویم کال کې د روان ګردانه درملو له یوې ربعې کارونې وروسته سټنفورډ پوهنتون خوشی کړ او هند او نیپال ته ولاړ؛ هلته یې د ډیلګو کینټسه په ګډون له بودايي او هندي ښوونکو څخه د مراقبې په برخه کې زدکړې وکړې. نوموړی د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال د څو اونیو لپاره د دالایي لاما د ساتونکو په ډله کې داوطلبه ساتونکی و.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
په ۱۹۹۷ زکال کې وروسته له هغه چې یوولس کاله یې په بهر کې تېر کړل بېرته سټنفورډ ته راستون شو او په ۲۰۰۰ زکال کې یې د فلسفې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. هریس د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو وروسته د ایمان د پای (The End of Faith) په نامه خپل کتاب په لیکلو پیل وکړ. [۳۳][۳۴][۳۵]
نوموړي په ۲۰۰۹ زکال کې د لاس انجلس له کالیفورنیا پوهنتون څخه د اعصاب پوهنې په برخه کې د باور، نا باورۍ او نه قاطعیت د عصبي بنسټ اړوند څېړنو لپاره د مغزو د اف ام آر آی (functional magnetic resonance imaging) انځور اخیستنې له امله د دوکتورا سند ترلاسه کړ. هغه د خپلې دوکتورا تیزس د، اخلاقي لرلید: څه ډول علم کولای شي انساني ارزښتونه وټاکي، تر عنوان لاندې د مارک اس کوهن په لارښوونه ولیکه.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
مسلکي ژوند
[سمول]لیکنې
[سمول]د هریس لیکنې په فلسفې، عصب پوهنې او دیني نقد را څرخي. نوموړي په دین (په ځانګړې توګه په اسلام) باندې د نقد کولو له امله شهرت وموند او په دې سره هغه د ریچارډ ډاوکینز، کریسټوفر هیچنز او ډانیل ډنټ په خوا کې د آتئېزم یا الحاد یو له څلورو آس زغلونکو څخه شمېرل کېږي. نوموړي د نیویارک ټایمز، لاس انجلس ټایمز، اکونومېست، لندن ټایمز، بوسټون ګلوب او اتلانتیک په څېر ورځپاڼو ته لیکنې کړې دي. د هریس پنځه کتابونه د نیویارک ټایمز له خوا د ډېرو پلورل شوو کتابونو په کتار کې شامل شوي او آثار یې له ۲۰ څخه په زیاتو ژبو ژباړل شوي دي. د ایمان د پای (۲۰۰۴ زکال) په نامه د هغه اثر د ۳۳ اونیو لپاره د نیویارک ټایمز د غوره پلورل کېدونکو کتابونو په نوملړ کې شامل و. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
د دین اړوند بحثونه
[سمول]هریس د ۲۰۰۶ زکال په سپټمبر میاشت کې له رابرټ رایټ سره د دیني باورونو د عقلانیت اړوند بحث وکړ. په ۲۰۰۷ زکال کې نوموړی له محافظه کاره تفسیر کوونکي اندرو سالیوان سره د بیلیف نېټ ویب پاڼې له خوا په جوړ شوي اوږده انټرنټي بحث کې ګډون وکړ. په ۲۰۰۷ زکال کې یې بیا د انجیلي کشیس ریک وارن سره د نیوزویک مجلې په یوه مناظره کې برخه واخیسته. په همدغه کال کې یې له ډېویډ ولپ سره هم د دین اړوند مناظره ترسره کړه.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ پیوستون : 132479095 — خپرېدونېټه: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/72201 — سکالو پېژند: Sam Harris
- ↑ https://www.tabletmag.com/sections/belief/articles/qa-sam-harris
- ↑ پیوستون : 132479095 — خپرېدونېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- 1 2 دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/132479095 — خپرېدونېټه: ۲۰ اپريل ۲۰۲۶ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb161774143 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jx20100630004 — خپرېدونېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۴
- ↑ Bowles, Nellie (December 14, 2018). "Patreon Bars Anti-Feminist for Racist Speech, Inciting Revolt". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه 30 August 2019.
Mr. Harris, who gathered his fan base as a pugnacious atheist and fierce critic of Islam
- ↑ Madigan, Tim (2010). "Meet the New Atheism / Same as the Old Atheism?". Philosophy Now. ترلاسهکېدو نېټه August 15, 2018.
- ↑ Bullivant, Stephen; Ruse, Michael, eds. (2013). The Oxford Handbook of Atheism. Oxford University Press (OUP). p. 246. ISBN 978-0199644650. ترلاسهکېدو نېټه 22 May 2019.
- ↑ Wood, Graeme (April 24, 2013). "The Atheist Who Strangled Me". The Atlantic. ترلاسهکېدو نېټه August 11, 2014.
- ↑ "Sam Harris, the New Atheists, and anti-Muslim animus", The Guardian, April 3, 2013.
- ↑ Religion, Politics, Free Speech | Sam Harris | ACADEMIA | Rubin Report from the YouTube channel The Rubin Report, September 11, 2015.
- ↑ "Atheists Richard Dawkins, Christopher Hitchens and Sam Harris face Islamophobia backlash", The Independent, April 13, 2013.
- ↑ Weiss, Bari (2018-05-08). "Meet the Renegades of the Intellectual Dark Web". The New York Times. New York City. ترلاسهکېدو نېټه 2022-07-30.
- ↑ Nguyen, Tina; Goldenberg, Sally (March 15, 2021). "How Yang charmed the right on his road to political stardom". Politico (in انګليسي).
- ↑ "#225 – Republic of Lies". YouTube. خوندي شوی له the original on 2021-10-30.
- ↑ Current Biography, January 2012, Vol. 73, Issue 1, p. 37
- ↑ "Playboy Interview: Sam Harris". Playboy. Vol. 66, no. 1. Winter 2019. p. 44.
- ↑ Anthony, Andrew (16 February 2019). "Sam Harris, the new atheist with a spiritual side". The Guardian. ترلاسهکېدو نېټه 22 June 2020.
- ↑ Anderson, Jon (October 20, 1985). "'Girls' Series is solid gold for Harris". Chicago Tribune TV Week. خوندي شوی له the original on October 29, 2013. ترلاسهکېدو نېټه September 18, 2013.
- ↑ Samuels, David. May 29, 2012. Q&A: Sam Harris. Tablet. Retrieved: October 6, 2014.
- ↑ "I'm Not the Sexist Pig You're Looking For". www.samharris.org. 2014-09-15. خوندي شوی له the original on April 18, 2016. ترلاسهکېدو نېټه April 23, 2016.
- ↑ Sam Harris – Extended Interview; PBS: Religion & Ethics Newsweekly; January 5, 2007
- ↑ "Sam Harris." (2008). The Science Studio. Science Network. October 3, 2008. Transcript. Archived 2018-07-12 at the Wayback Machine.
- ↑ Harris, Sam (June 28, 2011). "MDMA Caution with Sam Harris". YouTube.
- ↑ Cogent Canine (December 6, 2017), First Time Sam Harris Took E, خوندي شوی له the original on 2020-06-02, ترلاسهکېدو نېټه December 8, 2017
- ↑ Miller, Lisa (2010). "Sam Harris Believes in God". Newsweek.
- ↑ Segal, David (October 26, 2006). "Atheist Evangelist". The Washington Post.
- ↑ Harris, Sam (November 11, 2012). "Science on the Brink of Death". خوندي شوی له the original on September 9, 2017. ترلاسهکېدو نېټه November 14, 2012.
- ↑ "Column: No God? No problem, says god-free thinker Sam Harris". Los Angeles Times (in American English). 2014-09-24. ترلاسهکېدو نېټه 2023-05-04.
- ↑ Segal, David (2006-10-26). "Atheist Evangelist". Washington Post (in American English). ISSN 0190-8286. ترلاسهکېدو نېټه 2023-05-04.
- ↑ Segal, David (October 26, 2006). "Atheist Evangelist". The Washington Post.
- ↑ Rice, Lewis I. (2005). "The Iconoclast: Sam Harris wants believers to stop believing". Stanford Magazine. Stanford Alumni Association. خوندي شوی له the original on October 16, 2009.
- ↑ "Sam Harris". The Information Philosopher. ترلاسهکېدو نېټه April 30, 2016.
- ↑ Segal, David (October 26, 2006). "Atheist Evangelist". The Washington Post.
- ↑ Greenberg, Brad A. (April 1, 2008). "Making Belief". UCLA Magazine. ترلاسهکېدو نېټه October 28, 2009.
- ↑ Healy, Melissa (September 30, 2009). "Religion: The heart believes what it will, but the brain behaves the same either way". Los Angeles Times. خوندي شوی له the original on January 24, 2014. ترلاسهکېدو نېټه October 17, 2009.
- ↑ Harris, Sam (2009). The Moral Landscape: How Science Could Determine Human Values. ProQuest (PhD). UCLA. ISBN 978-1124011905. ترلاسهکېدو نېټه June 5, 2014.
- ↑ Bowles, Nellie (December 14, 2018). "Patreon Bars Anti-Feminist for Racist Speech, Inciting Revolt". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه 30 August 2019.
Mr. Harris, who gathered his fan base as a pugnacious atheist and fierce critic of Islam
- ↑ Madigan, Tim (2010). "Meet the New Atheism / Same as the Old Atheism?". Philosophy Now. ترلاسهکېدو نېټه August 15, 2018.
- ↑ Van Biema, David (2007-12-14). "What Your Brain Looks Like on Faith". Time. خوندي شوی له the original on 2014-12-25. ترلاسهکېدو نېټه August 16, 2018.
- ↑ "Sam Harris". Edge.org. ترلاسهکېدو نېټه August 26, 2018.
- ↑ September 22, 2006 (a 90-minute debate).
- ↑ Harris, Sam; Sullivan, Andrew (January 16, 2007). "Is Religion 'Built Upon Lies'?" Beliefnet.
- ↑ Harris, Sam; Warren, Rick (April 8, 2007). "Newsweek Poll: 90% Believe in God". Newsweek.
- ↑ Padilla, Steve (29 December 2007). "Rabbi, atheist debate with passion, humor". Los Angeles Times. ترلاسهکېدو نېټه 20 June 2020.
- ↑ Harris, Dan; Brown, Ely (22 March 2010). "'Nightline' 'Face-Off': Does God Have a Future?". ABC News. ترلاسهکېدو نېټه 20 June 2020.
- ↑ Schneider, Nathan (July 1, 2013). "The New Theist". The Chronicle of Higher Education.
- ↑ Ruffolo, Michael (June 26, 2018). "Sam Harris and Jordan Peterson waste a lot of time, then talk about God for 20 minutes". National Observer. ترلاسهکېدو نېټه April 23, 2019.
- ↑ Murray, Douglas (September 16, 2018). "Arena talks in Dublin and London with Jordan Peterson, Sam Harris and Douglas Murray". The Spectator USA. ترلاسهکېدو نېټه April 23, 2019.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ Jennek, Rafal (2017). "Sam Harris on Religion in Peace and Conflict" (PDF). Department of Theology, Uppsala Universitet. ترلاسهکېدو نېټه 20 June 2020.
- هغه مخونه چې د کينډۍ په خبرتيا کې دوه اړخیزه استدلالونه کاروي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P172
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- د تن د تعلیم اړوند د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- CS1 American English-language sources (en-us)
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه

