زیمبابوې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له زیمبابوی نه مخ گرځېدلی)

زېمبابوې په انګلیسي Zimbabwe), چې په رسمي توګه د زېمبابوې جمهوريت په نامه هم يادېږي د افريقا په لويه وچه کې پروت يو هېواد دی. پخوا دا هېواد په رسمي توګه د روډېشيا د جمهوريت په نامه پېژندل کېده. زېمبابوې په وچه کې ايسار يو هېواد دی او د دې جمهوریت موقعيت د افريقا د لويې وچې په سوېلي سيمه کې، د زامبېزي او ليمپوپو رودونو تر مېنځ دی. دا افريقايي هېواد د يو څو نورو هېوادونو سره ګډې پولې لري چې پدې توگه دي؛ د هېواد سوېل خوا ته د سوېلي افريقا جمهوريت سره، د لوېديځ خوا د بوټسوانا سره، سهېل ختيځې خوا کې د زېمبيا سره، او په ختيځ خوا کې يې د موزمبيق هېواد پروت دی. د زیمبابوی پلازمینه د هراره ښار دی او ۱۶ رسمی ژبي لري چې له هغی ډلی نه انګلیسي، شونا ژبه او شمالي ندلبل ژبه یې مشهوری دي، یاد هیواد ۷۵۷'۳۹۰ کیلومتره مساحت او ۳۶۲'۱۵۰'۱۶ میلیونه وګړي لري.

زيمبابوی (/zɪmˈbɑːbweɪ, -wi/) چې په رسمي ډول د زيمبابوی جمهوريت په وچه کې راګېر هېواد دی، چې د زمبيزي او ليمپوپو سيندونو تر منځ په سويل ختيځه افريقا کې پروت دی. سويل ته له سويلي افريقا، سويل لويديځ ته له بوتسوانا، شمال ته له زمبیا او ختيځ ته له موزمبيق سره ګډه پوله لري. پلازمينه او لوی ښار يې هرارا (Harara) دی. دويم لوی ښار يې بولاوايو (Bulawayo) دی. نفوس يې نږدې ۱۵ ميليونه تنه دی او ۱۶ رسمي ژبې لري، چې انګليسي، شونا او (Ndebele) يې د نورو په پرتله عامې دي. دا هېواد يو وخت د خپلې سترې سوکالۍ له امله «د افريقا د غمي يا قيمتي ډبرې» په توګه پېژندل کېده. [۱][۲][۳]

ياد هېواد د سويلي افريقا تر ټولو بډايه تاريخ لرونکی ملت دی او په ۱۱ پېړۍ کې په لومړي ځل يوه ستره سوداګريزه لاره شوه. د خپلې اوسپنې دورې په وروستيو کې د “Gokomere” د Bantu خلک چې وروسته د “Shona” توکم شو، د سترې زيمبابوی (Great Zimbabwe) پراخه ښاري دولت يې جوړ کړ. ياد دولت چې د طبيعي سرچينو پر يوه شتمنۍ باندې ودان شو، له ۱۴ تر ۱۵ پېړۍ پورې په مالي او کلتوري ډول وغوړېده او د سوداګرۍ يو داسې ځواک لرونکی دولت شو، چې له سواهيلي ساحل او بېلابېلو عربي او هندي دولتونو سره يې د سرو زرو، عاج (د فيل غاښ) او مسو سوداګرۍ اداره کړې. له همدې ځايه د زيمبابوی پاچهي او وروسته ورپسې د Rozvi، Mutapa او Mthwakazi سترواکۍ رامنځته شوې. د نورو توکمونو له منځه “Shona” او “Ndebele” وګړو زيمبابوی ته هغه مهال د يوې نېکمرغه او په ستراتيژيک ډول د مهمې سيمې بڼه ورکړه، چې اروپايانو په ۱۸۰۰ کې د سيمې مستعمر کول پيل کړل. [۴]

د سيسيل رودز د بریتانيې د سويلي افريقا شرکت (British South Africa Company of Cecil Rhodes) په لومړي ځل د ۱۸۹۰ زکال پر مهال نننۍ سيمه خپل بريد يا پوله وټاکله. دا هغه مهال و چې ياد شرکت “Mashonaland” او وروسته د “Metabele” وګړو له لورې له يو سخت ټينګار يا مقاومت څخه (چې د Metabele د لومړۍ جګړې په نوم يادېږي) “Meatabeleland” سيمې ونيولې. د شرکت حکومت په ۱۹۲۳ز کې د برتانيې د خپلواکه مستعمرې په توګه د سويلي روديشيا (Rhodesia) په رامنځته کېدنې سره پای ته ورسېد. په ۱۹۶۵ز کې د محافظه کار سپين پوستو حکومت په يو اړخيز ډول د روديشيا په نوم خپلواکي اعلان کړه. ياد دولت يوه نړېواله ګوښه کېدنه يا انزوا او له تور پوستو ملتپالو ځواکونو سره ۱۵ کلنه چريکي جګړه وزغمله، چې د سولې په يو تړون کې تر ټول لوړ ټکي ته ورسېدې. ياد تړون د ۱۹۸۰ ز کال په اپرېل کې يوه نړيواله خپلواکي او د زيمبابوی په نوم تل پاتې يا رسمي خپلواکي رامنځته کړه. زيمبابوی وروسته د ملتو له ګډو ګټو سازمان سره يو ځای شو، چې د روبرت موګابي (Robert Mugabe) تر مشرۍ لاندې د وخت د حکومت له لورې د نړيوال قانون د ماتېدنې له امله يې غړيتوب وځنډول او د ۲۰۰۳ ز په ډسمبر کې ترې بېرته واخيستل شو.

رابرت موګابي په ۱۹۸۰ ز کال کې هغه مهال د زيمبابوی لومړی وزير شو، چې د ZANU-PF ګوند د سپين پوستو لږه کيو له حکومت څخه وروسته ټاکنې وګټلې. نوموړی له ۱۹۸۷ څخه په ۲۰۱۷ز کال کې له واک څخه تر خپلې لاس اخيستنې پورې د هېواد ولسمشر و. د موګابي د واک خوښونکي نظام له مخې د دولت امنيتي ميکانېزم پر هېواد باندې واکمني وکړه او د پراخه انساني حقونو د تېريو لپاره ځواب ويونکی و. له ۲۰۰۰ ز څخه تر ۲۰۰۹ ز پورې د هېواد اقتصاد مخکې له دې، چې زيمبابوی ډالرو ته د چلند ورکولو په پرتله د نورو پولي واحدونو له کارونې څخه وروسته بېرته خپل پخواني حالت ته راوګرځي؛ شاتګ او د پيسو لوړ پړسوب (Hyperinflation) وازمويه، که څه هم اقتصادي وده له همغه وخت راهيسې کمزورې شوې ده. د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري پر ۱۵ نېټه د موګابي د حکومت پر وړاندې له يو کال څخه د زياتې مودې لاريونونو او همدرانګه په چټکۍ سره د زيمبابوی د اقتصاد ښکته کېدل يا شاتګ له امله نوموړی د هېواد ملي پوځ له لورې په يوه کودتا کې په کور دننه نظر بند او په پای کې يې شپږ ورځې وروسته له دندې څخه لاس واخيست. “Emmerson Mnangagwa” له همغه وخت راهيسې د هېواد د ولسمشر په توګه خدمت کړی دی. [۵]

زيمبابوی د ملګرو ملتونو، د سويلي افريقا د پرمختګ ټولنې، افريقايي اتحاديې او د ختيځې او سويلي افريقا لپاره د عام بازار (COMESA) غړی هېواد دی.

رېښه

د “Zimbabwe” نوم د سترې زيمبابوی لپاره د شونا ژبې له اصطلاح څخه اخيستل شوی دی، چې د هېواد په سويل ختيځ کې د “Masvingo” په نوم د منځنيو پېړيو يو ښار و، چې پاتې شونې يې اوس تر قيموميت لاندې سيمه ده. دوه بېلابېلې نظريې د ياد ياد ويي اصليت په ګوته کوي. زياتې سرچينې په پام کې لري، چې “Zimbabwe” له “dzimba-dza-mabwe” څخه اخيستل شوی دی، چې د شونا ژبې له “Karanga” ګړدود يا لهجې څخه «د تيږو کورونه» په توګه ژباړل شوی دی؛ (dzimba چې د imba جمعه حالت دی، د «کور» په معنا سره او “mabwe” چې د “bwe” جمعه حالت دی، تيږې يا ډبرې ته وايي). د کارانګا ګړدود ويونکي شونا وګړي سترې زيمبابوی ته نږدې په نني “masvingo” ولايت کې ژوند کوي. لرغون پېژندونکی پيتر ګارلېک (Peter Garlake) استدلال کوي، چې “Zimbabwe” د “dzimba-hwe” د لنډيز شوې بڼې استازولي کوي، چې د شونا ژبې د “Zezuru” ګړدود له مخې «د نمانځل شويو کورونو» معنا ورکوي او په عادي ډول د مشرانو کورونو يا ګورونو په معنا سره کارول کېږي. [۶][۷][۸][۹]

زيمبابوی پخوا په ۱۸۹۸ ز کې د سويلي روديشيا (Southern Thodesia)، په ۱۹۶۵ ز کې د روديشيا او په ۱۹۷۹ ز کې د زيمبابوی روديشيا (Zimbabwe Rhodesia) په توګه پېژندل کېدله. د ملي ماخذ د اصطلاح په توګه د “Zimbabwe” لومړني ثبت شوې کارونه تاريخ د يوې سکې وهنې په توګه ۱۹۶۰ کال څخه ګڼل کېږي. ياده سکه تور پوستي ملتپال مايکل ماويما (Michael Mawema) جوړه کړه، چې د زيمبابوی ملي ګوند (Zimbabwe National Party) ګوند يې لومړنۍ ډله شوه، چې په رسمي ډول يې په ۱۹۶۱ کې ياد نوم وکاروه. د “Rhodesai” اصطلاح د افريقايي ملتپالو له لورې د خپل استعماري اصليت او پېچلتياوو له امله نامناسب وګڼل شوه. روديشيا اصطلاح د “Cecil Rhodes” له کورني نوم څخه اخيستل شوې ده، چې د ۱۹ پېړۍ د وروستيو پر مهال د سيمې د برتانوي استعمار لومړنی يا مهم پاروونکی و. [۱۰][۱۱]

د “Mawema” له نظره تور پوستو ملتپالو په ۱۹۶۰ ز کې هېواد لپاره د يو ځایناستي يا بديل نوم د غوره کولو په موخه يوه ناسته وکړه. مخکې له دې چې د نوموړی له لورې د “Zimbabwe” وړانديز خپور شي، ځيني نومونه لکه “Matshobana” او “Monomotapa” هم وړاندې شول. يو څه زيات ځايناستی نوم چې په “Matabeleland” کې د ملتپالو له لورې وړاندې شو، “Matopos” و چې د “Bulawayo” سوېل کې پرتو ماټوپوس غونډيو (Matopos Hills) ته ويل کېږي. [۱۲][۱۳]

په لومړيو کې د غوره شوې اصطلاح د کارونې څرنګوالی روښانه نه و، مګر “Zimbabwe” په ۱۹۶۲ ز کې په پراخه ډول رامنځته شوه، چې موخه يې د تور پوستي ملتپال خوځښت په عمومي ډول د لومړيتوب ورکړای شوې اصطلاح کېدل وه. د ۲۰۰۱ ز کال په يوه مرکه کې تورپوستي ملتپال (Edson Zvobgo) يو ځل بيا غوښتنه وکړه، چې “Mawema” ياد نوم د سياسي ګټې اخيستنې پر مهال ذکر کړه «او همداسې ومنل شوه». تور پوستو ملتپالو ډلو په وروستيو کې ياد نوم د (۱۹۷۹-۱۹۶۴ز کال) روديشيايي بوش جګړې (Rhodesian Bush War) پر مهال د روديشيا د حکومت پر وړاندې د دويمې “Chimurenga” مبارزو پر مهال وکاروه. په دې کمپ کې دوه سترې ډلې وې: يوه يې «د زيمبابوی افريقايي ملي اتحاديې :Zimbabwe African National Union» ډله وه، چې له ۱۹۷۵ ز څخه يې مشري رابرت موګابي وکړه او بله يې «د زيمبابوی د افريقايي خلکو اتحاديه: Zimbabwe African People’s Union» وه، چې د ۱۹۶۰ لسيزې په لومړيو کې له خپلې بنسټ ايښودنې راهيسې يې Joshua Nkomo مشري وکړه. [۱۴]

سرچينې

  1. (په 15 November 2017 باندې). Robert Mugabe tarnished the jewel that is Zimbabwe. Now is its chance to shine again.کينډۍ:Cbignore
  2. Lessing, Doris (10 April 2003). "The Jewel of Africa" – عبر www.nybooks.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite magazine requires |magazine= (مساعدة)
  3. Chifera, Irwin. "What Happened to Zimbabwe, Once Known as The Jewel of Africa?". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Who built Great Zimbabwe? And why? - Breeanna Elliott". TED-Ed (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Zimbabwe 2015 Human Rights Report". United States Department of State Bureau of Democracy, Human Rights, and Labor. 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Zimbabwe – big house of stone". Somali Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lafon, Michel (1994). "Shona Class 5 revisited: a case against *ri as Class 5 nominal prefix". Zambezia 21: 51–80. http://archive.lib.msu.edu/DMC/African%20Journals/pdfs/Journal%20of%20the%20University%20of%20Zimbabwe/vol21n1/juz021001005.pdf. 
  8. Vale, Lawrence J. (1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mediated monuments and national identity"]. Journal of Architecture 4 (4): 391–408. doi:10.1080/136023699373774. 
  9. Garlake, Peter (1973). Great Zimbabwe: New Aspects of Archaeology. London, UK: Thames & Hudson. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8128-1599-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Fontein, Joost (September 2006). The Silence of Great Zimbabwe: Contested Landscapes and the Power of Heritage (الطبعة First). London: University College London Press. د کتاب پاڼي 119–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1844721238. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ndlovu-Gatsheni, Sabelo J. (2009). Do "Zimbabweans" Exist? Trajectories of Nationalism, National Identity Formation and Crisis in a Postcolonial State (الطبعة First). Bern: Peter Lang AG. د کتاب پاڼي 113–14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-03911-941-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "What's in a Name? Welcome to the 'Republic of Machobana'"]. Read on (Harare: Training Aids Development Group): 40. 1991. 
  13. Ndlovu-Gatsheni, Sabelo J. (2009). Do "Zimbabweans" Exist? Trajectories of Nationalism, National Identity Formation and Crisis in a Postcolonial State (الطبعة First). Bern: Peter Lang AG. د کتاب پاڼي 113–14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-03911-941-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Zimbabwe - Cultural life | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
بيرغ نښان
Location of  زیمبابوې  () in آفریقا  ()
Location of  زیمبابوې  ()

in آفریقا  ()

نخشه
موقعيت
Location of  زیمبابوې  ()

in آفریقا  ()

حکومت
 -  ولسمشر امرسون منانګاګوا
 -  مرستیال ولسمشر کونستانتینو چوینګا
کمبړ موهادی
Legislature ولسي جرګه
 -  Upper House مشرانو جرګه
 -  Lower House لویه جرګه
جوړښت
 -  اعلان ۱۱ نوامبر ۱۹۶۵ 
 -  رودزیا ۲ مارچ ۱۹۷۰ 
 -  زیمبابوه رودزیا ۱ جون ۱۹۷۹ 
 -  د زیمبابوې ولسمشریزه ۱۸ افریل ۱۹۸۰ 
 -  د زمبابوې اساسي قانون ۱۵ مې ۲۰۱۳ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۳۹۰٬۷۵۷ کيلومتر2 (۶۰ام)
۱۵۰٬۸۷۱ sq mi 
 -  اوبه (%) ۱
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۱۹ estimate ۱۴٬۲۱۵٬۸۰۹[۱] (۷۴ام)
 -  ۲۰۱۲ census ۱۲٬۹۷۳٬۸۰۸[۲] 
 -  ګڼه ګونه ۲۶/km2 (۱۷۰ام)
۵۷/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۴۱٫۰۳۱ بیلیونه 
 -  پر کس $۲٬۶۲۱[۳] 
GDP (nominal) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۲۲٫۲۹۰ بیلیونه 
 -  پر کس $۱٬۴۲۴[۳] 
Gini (۱۹۹۵) ۵۰٫۱ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰٫۵۶۳ (150th)
د وخت سيمه (UTC+۲)
د موټر چلولو لوری چپ
د انټرنټ مخکښ شپول .zw
پيل ګڼ +۲۶۳

ایداري وېش

تاریخ

اقتصاد

کلتور

جغرافیه

  1. Zimstat. "2019 Labour Force Report" (PDF). د لاسرسي‌نېټه September 20, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Census Results in Brief" (PDF). Zimbabwe National Statistical Agency. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ "Report for Selected Countries and Subjects". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)