زين الله منلی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
زين الله منلی

الحاج مولوي زین الله منلی (د ۱۳۰۳ لمريز لېږدي کال وږی، د ننگرهار ولايت، روداتو ولسوالي - د ۱۳۹۹ ل ل کال د غويي ۱۳) يو افغان پښتو ژبی ليکوال، ديني عالم او ژباړونکی وو.

مخينه

زين الله منلی د عمر گل زوی د ۱۳۰۳ لېږديز لمریز کال د وږي په میاشت کې د ننگرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په کان کلي کې زېږېدلی دی.

اړينه ده وويل شی چې د پښتو ژبې بل نامتو شاعر او ليکوال نجيب منلی د حاجي زين الله منلي زوی دی، چې د پښتو ژبې او فرهنگ د خدمت په لاره کې په بري سره مخ په وړاندې روان دی.

زده کړې

زین الله منلي لومړنۍ زده کړې د خپل کلي او شاوخوا کلیو په جوماتونو کې پیل کړې او بیا پر ۱۳۲۲ ل.ل. کال کې د ننگرهار د هډې په نجم المدارس کې شامل شو. په ۱۳۳۳ ل کال کې یې له هغې مدرسې د بکلوریا سند تر لاسه کړ.

دندې

  • ۱۳۳۳ لېږديز لمريز کال د پښتو ټولنې د ادبیاتو مدیریت مامور.
  • ۱۳۳۴ ل ل کال د خوست د محکمې مفتي.
  • ۱۳۳۴ ل ل کال د پښتو ټولنې د کابل مجلې د مدیریت مرستیال.
  • ۱۳۳۷ ل ل کال د شرعیاتو د مدرسې، چې وروسته د ابو حنیفه په نامه و نومول شوه، ښوونکی.
  • ۱۳۴۴ ل ل کال د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د باتور منځني ښوونځي ښوونکی.
  • ۱۳۴۵ ل ل کال د افغانستان راډیو د خبر د څانگې غړی.
  • ۱۳۴۵ ل ل کال د پوهنې وزارت د عرفان مجلې مرستیال.
  • ۱۳۵۲ ل ل کال د پښتو ټولنې د تدریساتو د عمومي مدیریت مرستیال.
  • ۱۳۵۴ ل ل کال د پوهنې وزارت د سواد اموزۍ په ریاست کې د لوست د موادو اېډېټر.
  • ۱۳۵۷ ل لکال د حج او اوقافو رییس.
  • ۱۳۵۸ ل ل کال د سترې محکمې د عالي شورا غړی.
  • ۱۳۶۰ ل ل کال د ماشومانو د اختصاصي محکمې رییس.
  • ۱۳۶۲ ل ل کال د سترې محکمې د مدني دیوان غړی.
  • ۱۳۶۶ ل ل کال د اسلامي څېړنو مرکز د فقې او قانون دیپارتمنت غړی.
  • ۱۳۶۸ ل ل کال د اسلامي څېړنو د فقهې او قانون دیپارتمنت مشر، د څېړندوی علمي رتبې اخیستل.
  • ۱۳۷۰ ل ل کال د اسلامي څېړنو د مرکز رییس.

مډالونه

  • ۱۳۶۶ ل ل کال د دوستۍ عالي دولتي مډال.
  • ۱۳۹۳ ل ل کال د میر مسجدي خان عالي دولتي مډال.

مړینه

څېړنوال مولوي زین الله منلی د ۱۳۹۹ ل ل کال د غويی میاشتې پر ۱۳ د ورپېښې ناروغۍ له لامله ومړ. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي آثار

اړينه ده وویل شي چې تر اوسه د څېړنوال زين الله منلي ۳۰ اثاره چاپ شوي چې يو شمېر يې دادي:

  1. تنویر الابصار (اسلامي فقه) پښتو ژباړه.
  2. غبار خاطر، د مولانا ابو الکلام آزاد اثر، پښتو ژباړه.
  3. دوه منگورې د یوې چیني ډرامې پشتو ژباړه.
  4. کلیله و دمنه.
  5. د هیلو درشل، شعري کلیات.
  6. د اسلام تاریخ، د ډاکټر حمیدالدین اثر، پښتو ژباړه.
  7. فقه اکبر د امام ابوحنیفه اثر پشتو ژباړه.
  8. د قرآن کریم د ځینو لغاتو معنا.
  9. د هېواد په رسنيو کې شاوخوا ۲۰۰ بېلابېلې لیکنې او ژباړې.

ناچاپ آثار

  1. عشره مبشره.
  2. د قرآنکریم پښتو ژباړه.
  3. د قرآن کریم کشف الآیات.
  4. بگهود گیتا.
  5. د فردوسي د شاهنامې پښتو ژباړه او لنډون.
  6. د امام رازي د تفسیر الکبیر د الفاتحې سورت پښتو ژباړه.
  7. د امام رازي د تفسیر الکبیر د یوسف سورت پښتو ژباړه.
  8. امانات، د امام رازي له تفسیر الکبیر څخه د اماناتو بحث.
  9. په تاریخ طبري کې د عبدالله ابن عباس راغلي روایتونه.

سرچينې

۱- https://www.avapress.com/fa/news/127198/%DA%AF%D8%B1%D8%A7%D9%85%DB%8C%D8%AF%D8%A7%D8%B4%D8%AA-%D9%85%D9%82%D8%A7%D9%85-%D8%B9%D9%84%D9%85%DB%8C-%D8%B2%DB%8C%D9%86-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D9%85%D9%86%D9%84%DB%8C-%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84

۲- http://bakhtarnews.com.af/dari/culture/item/65355-%D8%B3%DB%8C%D9%85%DB%8C%D9%86%D8%A7%D8%B1-%D8%B9%D9%84%D9%85%DB%8C-%D8%AE%D8%AF%D9%85%D8%A7%D8%AA-%D8%A7%D8%AF%D8%A8%DB%8C-%D8%B2%DB%8C%D9%86-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D9%85%D9%86%D9%84%DB%8C-%D8%A8%D8%B1%DA%AF%D8%B2%D8%A7%D8%B1-%D8%B4%D8%AF.html

۳- http://afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/17636?show=full

۴- https://tolonews.com/pa/arts-culture/%D9%86%D8%A7%D9%85%D8%AA%D9%88-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D9%84%DB%8C%DA%A9%D9%88%D8%A7%D9%84-%D8%A7%D9%88-%DA%98%D8%A8%D8%A7%DA%93%D9%86-%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D8%AF-%D8%B2%DB%8C%D9%86-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D9%85%D9%86%D9%84%DB%8C-%D9%88%D9%85%DA%93