زويکوف کلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زويکوف کلا
Hrad Zvíkov
هېواد دچېک جمهوریت
ښار Písek
معمار
سپک گوتی سپک
د کلا بنسټ ۱۲۳۴ (لمړنی ‌ذکر)
وب
زويکوف کلا
زويکوف کلا

زويکوف کلا (په چېکي: Hrad Zvíkov) د گوتي سبک یوه لرغونی پاچايي کلا ده چې د ولټاوا او اوټاوا د سیندونو په دمو کې په جنوبي بوهميا کې پرته ده. نوموړي کلا د ۱۹۵۰ کال څخه د چېکي یادگارونو په فهرست کې دي. [۱]

تاریخ[سمول]

۱۳ پېړۍ[سمول]

د زويکوف کلا په هکله لمړني ‌ذکر په ۱۲۳۴ کال کې لیکل شو. د واتسلاف ۱ د حکومت په وخت کې زويکوف کلا مهم پاچايي مقر وو. په ۱۲۵۰ کال کې د پښيميسل اوتاکار ۲ د حکومت په وخت کې په کلا کې پاچايي ماڼۍ جوړه شوه او ساتونکي ديوالونه هم قوي شول. په ۱۲۸۰ کال کې زويکوف کلا د لخوا محاصره شوه. [۲]

۱۴ پېړۍ[سمول]

زويکوف کلا د کارل ۴ د حکومت په وخت کې بيا جوړه شوه او په دي کلا کې د چېکی امپراطوری تاج هم پټ شوی وو. [۳]

۱۵ پېړۍ[سمول]

د کارل ۴ تر مړينې وروسته زويکوف کلا د واکمن زيکمونډ لوگزامبورگ په لاس کې وو. په ۱۴۲۹ کال کې د هوسيانو مذهبي غورځنگ په وخت کې زويکوف کلا د هوسيانو د ځواکونو لخوا محاصره شوه. [۴]

۱۶ پېړۍ[سمول]

په ۱۶ پېړۍ کې زويکوف کلا د روژومبرگ د اشرافانو په لاس کې وو. کله چی په ۱۶۱۱ کال کې د روژومبرگ وروستي واکمن له دنیا سترگی پټی کړی نو د شوامبېرگ اشرافان د روژومبرک د اشرافانو ټول مال لاس ته ورغله. کله چې په ۱۶۱۸ کال کې په بوهميايي واکمنۍ کې د اشرافانو غورځنگ پېل شو او چېکي اشرافانو د هابسبورگ د واکمنانو پر ضد قیام وکړل نو زويکوف کلا د هابسبورگ پوځ لخوا محاصره شوه ، وروسته ويجاړ شوه او د شوامبېرگ د اشرافانو ټول مال د امپراتور لخوا مُصادِره شوه. د دېرش کالو تر جگړې وروسته زويکوف کلا د اېگېنبېرگيانو او وروسته شوانزېنبېرگيانو د اشرافانو په لاس کې وه. په ۱۷۵۱ کال کې نوموړي کلا د یوې پښې (یو تصادف) په سبب سوځ شوه. [۵]

سرچينې[سمول]

  1. https://cs.wikipedia.org/wiki/Zv%C3%ADkov_(hrad)
  2. http://www.pruvodce.com/zvikov/
  3. http://www.jiznicechy.cz/skolnivylety/didakticke_listy/hrad_zvikov.pdf
  4. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جولای ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. http://www.jiznicechy.cz/skolnivylety/didakticke_listy/hrad_zvikov.pdf