ریمون پوانکاره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
ریمون پوانکاره
(فرانسیسی: Raymond Poincaré د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ریمون پوانکاره

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۰ اگسټ ۱۸۶۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 15 اکتوبر 1934 (74 کاله)[۱][۲][۱۶][۳][۴][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۴][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس[۱۷][۱۶]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د سږو امبولي  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه[۱۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال
خبريال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي[۳][۱۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ریمون نیکولاس لندری پوانکاره (۲۰ اګست ۱۸۶۰ – ۱۵ اکتوبر ۱۹۳۴ زکال) فرانسوي چارواکی و چې له ۱۹۱۳ زکال څخه تر ۱۹۲۰ زکال پورې یې د فرانسې د ولسمشر او سربېره له دې یې د دریو دورو لپاره د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ.[۲۰]

پوانکاره د حقوقو په برخه کې زده کړې کړې وې له همدې په ۱۸۸۷ زکال کې د منتخب وکیل او بیا یې په ۱۹۰۲ زکال کې د دوپوی او ریبو په کابینه کې خدمت وکړ. هغه د دریم جمهوریت تر چتر لاندې د تر ټولو مهم ښي اړخي معتدل ګوند یا دیموکراتیک جمهوري غوښتونکي اتحاد بنسټګر و چې په ۱۹۱۲ زکال کې لومړی وزیر شو او له ۱۹۱۳ زکال څخه تر ۱۹۲۰ زکال پورې یې د فرانسې ولسمشري وکړه. هغه د فرانسې له دولت څخه خپل مخالفین او منتقدین وویستل او له ۱۹۱۲ زکال څخه یې د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیلېدو پورې د فرانسې بهرنی سیاست په یوازې ځان کنټرول کړ. نوموړی د جرمني پر ضد د سخت لیدلوري لرلو، له تدافعي حالت څخه تهاجمي حالت ته د فرانسې او روسیې د اتحاد د بدلون، د فرانسې او روسیې د اړیکو د پیاوړتیا په موخه په ۱۹۱۲ او ۱۹۱۴ زکال کې له روسیې څخه د لیدنو او د ۱۹۱۴ زکال د جولای میاشتې په کړکېچ د روسیې د پوځي تحرک څخه د فرانسې د ملاتړ له امله پام وړ وګرځېد. له ۱۹۱۷ زکال وروسته د هغه نفوذ له دې امله را کم شو چې سیاسي مخالف یې جورج کلمانسو لومړی وزیر شو. په ۱۹۱۹ زکال کې د پاریس د سولې کنفرانس پر مهال هغه د متفقینو له خوا د لږ تر لږه ۳۰ کلونو لپاره د راینلنډ له اشغال او همدارنګه د راین له جلا غوښتې ملاتړ وکړ.

په ۱۹۲۲ زکال کې پوانکاره د لومړي وزیر په توګه بېرته واک ته راوګرځېد. په ۱۹۲۳ زکال کې نوموړي د روهر د نیولو امر ورکړ څو په جرمني باندې د تاوان ورکولو په موخه فشار راوړي. دغه مهال پوانکاره ته؛ په ځانګړې توګه په انګلیسي ژب ویونکې نړۍ کې د یو بریدګر شخصیت (پوانکاره – لا  - ګوئر) په سترګه کتل کېدل چې په ۱۹۱۴ زکال کې یې د جګړې له رامنځته کېدو سره مرسته کړې وه او اوس مهال د جرمني ضد تنبیهي سیاستونو ملاتړی و. د ۱۹۲۴ زکال په ټاکنو کې د هغه دولت د راډیکال سوسیالیست ګوند او کیڼ اړخو جمهوري غوښتونکو د ائتلاف پر وړاندې ماته وخوړه. هغه یو ځل بیا د دریم ځل لپاره له ۱۹۲۶ زکال څخه تر ۱۹۲۹ زکال پورې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ.

لومړنی ژوند[سمول]

ریمون پوانکاره د فرانسې د موز په بار-لو- دوک کې وزېږېد؛ هغه د پیاوړې مذهبي نانین ماری فیکاتیر او د مخکښ دولتي چارواکي او میترولوژیست نیوکولاس انتونین هلن پوانکاره زوی و. ریمون همدارنګه د مشهور ریاضي پوه هانري پوانکاره د تره زوی و. هغه وروسته ولیکل «ما په ښوونځي کې د زده کړو پر مهال د ژوند کولو لپاره یوازې له دې پرته چې خپلې له لاسه وتلې سیمې بېرته جوړې کړو بل هېڅ د ژوند کولو لامل وه نه موند». هغه د پاریس په پوهنتون کې زده وکړې او د پاریس د وکیلانو په ډلې کې شامل شو چې بیا د یو مهال پاره د ولتایر د حقوقي موضوعاتو مسئول و. نوموړی د ۲۰ کلنۍ په عمر د فرانسې تر ټولو ځوان وکیل شو او د پاریس د وکیلانو د ټولنې د منشي په توګه وټاکل شو. پوانکاره د ۲۶ کلنۍ په عمر د استازو جرګې ته وټاکل شو او د دغې جرګې په تر ټولو ځوان مرستیال واوښت.[۲۱][۲۲][۲۳]

لومړنۍ سیاسي چارې[سمول]

پوانکاره د نږدې یو کال لپاره تر هغه مهاله د کرهڼې په وزارت کې خدمت وکړ کله چې په ۱۸۸۷ زکال کې د موز ښار د ادارې د مرستیال په توګه وټاکل شو. هغه په جرګه کې د یو اقتصاد پوه په توګه زیات شهرت وموند او د ۱۸۹۰-۱۸۹۱ زکال او ۱۸۹۲ زکال د بودیجې په کمیسیون کې یې ونډه لرله. هغه د چارلز دوپوی په لومړۍ کابینه (اپرېل – نومبر ۱۸۹۳ زکال) کې د پوهنې، ښکلو هنرونو او مذهبي چارو وزیر او په دویمه او دریمه کابینه کې (می ۱۸۹۴زکال – جنوري ۱۸۹۵ زکال) یې د مالیې وزیر و. همدارنګه د الکساندر ریبو په کابینه کې د عمومي زده کړو وزیر شو. نوموړی د ۱۸۹۵ زکال په مني کې د فرانسې د ملي شورا مرستیال شو او له راډیکالانو سره یې له شدید مخالفت سربېره خپل دغه ځایګی د ۱۸۹۶ او ۱۸۹۷ زکال پر مهال وساته.[۲۴]

پوانکاره په ۱۹۰۲ زکال کې د لئون ګامبتا د «فرصت پالنې» له نورو پیروانو سره په خوا کې دیموکراتیک جمهوری غوښتونکی اتحاد رامنځته کړ چې ډېر ژر په دریم جمهوریت کې په مهم ښي اړخي ګوند واوښت. په ۱۹۰۶ زکال کې نوموړی د سارین د لنډ مهالي لومړي وزارت پر مهال د مالیې وزیر شو. پوانکاره د خپلو سیاسي چارو په خوا کې د وکیلانو په ډله کې خپل ځایګی ساتلی و او د ادبي او سیاسي مسایلو اړوند یې ګڼ شمېر مقالې خپرې کړې.

«پوانکارېزم» له ۱۹۰۲ زکال څخه تر ۱۹۲۰ زکال پورې سیاسي خوځښت و. په ۱۹۰۲ زکال کې جورج کلمانسو له دغې کلمې څخه د محافظه کارو سیاستوالو د ځوان نسل لپاره ګټنه وکړه چې د جمهوريت د بنسټګرو ایډیالېزم یې له له لاسه ورکړی و. له ۱۹۱۱ زکال وروسته دغه اصطلاح د جرمني د ګواښونو پر وړاندې د «ملي تجدید» په معنی وکارول شوه. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته «پوانکارېزم» له مالي او سوداګریزو ګټو څخه د هغه ملاتړ ته اشاره کوله. پوانکاره له جورج کلمانسو سره د تل پاتې دښمنۍ لرلو له امله د ټولو پام وړ وګرځېد.[۲۵][۲۶]

د لومړي ځل لپاره لومړی وزارت[سمول]

پوانکاره د ۱۹۱۲ زکال د جنوري په میاشت کې لومړي وزارت ته ورسېد او په سیستماتیکه بڼه یې خپل ټول مخالفین او منتقدین له دولت څخه ګوښه کړل؛ همدا و چې هم یې د لومړي وزارت او وروسته د ولسمشرۍ پر مهال د فرانسې په بهرني سیاست بشپړ کنټرول ترلاسه کړ. د ده د واکمنۍ پر مهال د بهرني سیاست اړوند ټولې پرېکړې د رایو په اکثریت تصویب کېدلې. هغه د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ته د یو اداري بنسټ په سترګه کتل. پوانکاره چې جرمني ضد و؛ له هغو سره یې هر ډول جوړه رد کوله. د هغې مخالفت د غچ اخیستنې پر بنسټ نه و بلکې د دغه باور له مخې و چې جرمني له حده زیات پیاوړی دی او نور هم پسې پیاوړی کېږي چې پر باور یې باید د ځواک توازن د جګړې له لارې د فرانسې په ګټه تغیر وکړي. پوانکاره د بریتانیا یا له روسیې سره د جرمني د هر ډول روغې جوړې څخه د مخنیوي په لټه کې و.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

له ۱۹۰۸ زکال څخه تر ۱۹۰۹ زکال پورې د بوسنیا د کړکېچ او همدارنګه په ۱۹۱۱ زکال کې د مراکش د دویم کړکېچ پر مهال، فرانسې او د روسیې سترواکۍ له یو بل څخه ملاتړ ونشو کولای. په ۱۹۱۲ زکال کې پوانکاره د فرانسې او روسیې ترمنځ د ۱۸۹۴ زکال اتحاد د دفاعي هوکړې پر ځای د هغې تهاجمي جګړې وسیلې ته واړوه چې کېدلای شو په بالکان کې د اختلافونو له امله پیل شي. د ۱۹۱۲ زکال په اګست میاشت کې پوانکاره له روسي تزار نیکولاس سره ولیدل څو د فرانسې او تزاري دولت ترمنځ پوځي اتحاد ته پیاوړتیا وبخښي.[۳۱][۳۰][۳۲][۳۱]

پوانکاره په دې تمه و چې د هغه پراختیا غوښتونکی سیاست به له جرمني څخه د هغو غیر رسمي متحد یا عثماني سترواکي لرې کړي. پوانکاره د Comité de l'Orient په نامه ډلې له مخکښو غړو څخه و چې په منځني ختیځ کې یې د فرانسې له پراختیا غوښتنې ملاتړ کاوه. د بالکان په لومړۍ جګړه کې د بالکان لیګ بریا د پوانکاره له خوا د اطریش د لوري له پاره پیاوړی ګواښ، د درې ګوني مثلث د غړو هېوادونو د پیاوړتیا او همدارنګه د جرمني او اتریش – هنګري د پوځي موقعیت زیانمونکی لامل وګڼل شو.[۲۲][۳۳][۳۴]

پوانکاره د فرانسې او جرمني د اتحاد په موخه د ژوزف کایلاوکس وړاندیز رد کړ او استدلال یې وکړ چې په دغه اتحاد کې به پاریس کوچنی شریک وي، ځکه ده غوښتل د فرانسې اوسني ځایګي ته په بدلون ورکولو هغه په یو لوی ځواک واړوي. د یو مالي محافظه کار په توګه نوموړی په کلکه سره د لګښتمنې تسلیحاتي سیالۍ له اغېزو اندېښمن و. همدارنګه د لورن د وګړي په توګه دغه موضوع چې هغه انتقام پالونکی و او که نه د بحث موضوع ده. د هغه کورنۍ ته اړوند کور د جګړې پر مهال د دریو کلونو لپاره تر اشغال لاندې و.[۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118792652  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://www.senat.fr/senateur-3eme-republique/poincare_raymond1024r3.html
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11920109n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ subject named as: Raymond Poincaré — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/5994 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: French National Assembly
  5. Léonore ID: http://www.culture.gouv.fr/public/mistral/leonore_fr?ACTION=CHERCHER&FIELD_1=COTE&VALUE_1=C/0/11 — subject named as: Raymond Nicolas Landry Poincare — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپرونکی: Ministry of Culture
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w608771k — subject named as: Raymond Poincaré — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Raymond-Poincare — subject named as: Raymond Poincare — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/12660 — subject named as: Raymond Poincaré — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/poincare-raymond — subject named as: Raymond Poincaré — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0051727.xml — subject named as: Raymond Poincaré — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=poincarer — subject named as: Raymond Poincare
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=http://roglo.eu/roglo?&id=p=raymond;n=poincare — subject named as: Raymond Poincaré
  13. genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00718727&tree=LEO — subject named as: Raymond Poincaré — دوتنه: Leo van de Pas
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/155125 — subject named as: Raymond Poincaré
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=2696 — subject named as: Raymond Nicolas Landry Poincare — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ http://www.senat.fr/senateur-3eme-republique/poincare_raymond1024r3.html — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Пуанкаре Раймон — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  17. پیوستون : 118792652  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  18. https://libris.kb.se/katalogisering/rp3561992kv2k9w — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۲
  19. NKCR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990006615 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  20. کينډۍ:OED
  21. ↑ a, b, c, d, e, f, g, h, i et j Rémy Porte, "Raymond Poincaré, le président de la Grande Guerre", Nouvelle Revue d'Histoire, no 88 de janvier-février 2017, p. 44-46
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Fromkin 2004، ص. 80.
  23. McMeekin 2014، ص. 66.
  24. Gooch, pp 137–151.
  25. Adamthwaite, Anthony Review of Raymond Poincaré by J. F. V. Keiger pages 491-492 from The English Historical Review, Volume 114, Issue 456, April 1999 page 491.
  26. J. F. V. Keiger, Raymond Poincaré (Cambridge University Press, 2002) p126
  27. Paddock 2019، ص. 124.
  28. Paddock 2019، ص. 118.
  29. Paddock 2019، ص. 119.
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ Paddock 2019، ص. 115.
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ McMeekin 2014، ص. 67.
  32. Tomaszewski, Fiona "Pomp, Circumstance, and Realpolitik: The Evolution of the Triple Entente of Russia, Great Britain, and France" pages 362-380 from Jahrbücher für Geschichte Osteuropas, Volume 47, Issue # 3, 1999 pages 369-370.
  33. Fromkin 2004، ص. 81.
  34. Paddock 2019، ص. 120.
  35. ↑ a, b, c, d, e, f, g, h, i et j Rémy Porte, "Raymond Poincaré, le président de la Grande Guerre", Nouvelle Revue d'Histoire, no 88 de janvier-février 2017, p. 44-46
  36. "Que dire de Poincaré ?". Mission Centenaire 14-18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Herwig, Holger & Hamilton, Richard Decisions for War, 1914-1917, Cambridge: Cambridge University Press, 2004 page 114.