Jump to content

رومانوف کورنۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رومانوف کورنۍ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
اړين مالومات
د ړنګېدو وخت
۱۷۶۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخې
جوړښت
بنسټګر
نور مالومات
وېب‌پاڼه

د رومانوف کورنۍ د روریک کورنۍ څخه وروسته په روسیه کي دوهمه او وروستۍ شاهي واکمني وه چي په 1613 کي رامنځته، او د مارچ تر 15 نیټې 1917 کال پوري یې د فبروري د انقلاب په پایله کي د زار نیکولاس II تر استعفا پوري دوام وکړ.

ددې کورنۍ په اړه د تاریخ په کتابونو کي ویل سوي دي چي پلرونو یې د څلورمې پیړۍ په پیل کي د پروشیا (په ختیځ جرمني کي یوه سیمه) څخه روسیې ته راغلي وه، خو ځیني روسي تاریخ پوهان په دې باور دي چي د دوی اصلي ځای د روسیې نووګورود سیمه ده.

د تاریخونو پر بنسټ په 1614 کي د زیمسکي شورا یا په روسیه کي د خلکو د ډلو د استازو کانګرس میخایل فیودوروویچ، د فیودور نیکیتیچ زوی او د اناستاسیا لمسئ د ټولې روسیې د زار په توګه وټاکه، او د هغه اولادونه چي په دودیز ډول د رومانوف په نوم یادیږي واک ته ورسېدل. رومانوف تر ۱۹۱۷ کال پوري پر روسیه باندي واکمني وکړه.

د ۱۹۱۸ کال د جولای په ۱۷ نیټه د روسیې د پاچا نیکولاس دویم او د هغه میرمن او ماشومان چي د رومانوف د کورنۍ وروستي غړي وه ووژل سوه او په روسیه کي ددې کورنۍ واک په رسمي توګه پای ته ورسېدی، خو ددوی جسدونه تر مړیني وروسته ورک او په ۱۹۹۱ کال کي وموندل سوه. ورپسې په ۲۰۰۶ کي د کورنۍ له پنځو ماشومانو څخه د دوو نورو جسدونه هم ساینس پوهاهو وموندل.[۱]

  1. ناشونال جيوغرافيك أبو ظبي: وثائق محيرة/أسرة رومانوف.