د فبروري اوښتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فبروري اوښتون (روسي: Февра́льская револю́ция, IPA: [fʲɪvˈralʲskəjə rʲɪvɐˈlʲutsɨjə], tr. Fevrálʹskaya revolyútsiya) چې د شوري په تاريخ ليکنه کې د (February Bourgeois Democratic Revolution) او ځيني وختونه د مارچ اوښتون (March Revolution) په نوم يادېږي، يو له هغو دو, اوښتونونو څخه و، چې په ۱۹۱۷ ز کال روسيه کې پېښ شو. [۱][۲]

د اوښتون اصلي پېښې د روسيې په اوسنۍ پلازمېنې Sain Petersburg او ورسره نږدې سيمو کې وشوې، چې هغه وخت د Petrograd په نوم يادېدله او هغه سيمه ده چې له پاچهۍ سره اوږد مهاله ناخوښي په کې د پخواني سبک له مخې د فبروري په ۲۳ (نوی سبک: د مارچ ۸)، د ډله ييزو لاريونونو په بڼه راښکاره شوه. اوښتنيز يا انقلابي فعاليت نږدې اته ورځې دوام وکړ، چې له پوليسو او ژاندارم يا سرحدي پوليسو (gendarmes) په نوم د روسي پاچهۍ له وروستيو شاهي ځواکونو سره ډله یيز لاريونونه او تاوتريخوالی په کې شامل وو. د پخواني سبک له مخې د فبروري پر ۲۷ (نوی سبک: د مارچ ۱۲) باندې د پلازمېنې د لښکر کوټ ځواکونه له اوښتون کوونکو سره يو ځای شول. درې ورځې وروسته تزار دويم نيکولیس Nicholas II دنده پرېښوده، چې په دې سره د Romanov کورنۍ حکومت او د روسيې سترواکي پای ته ورسېده. [۳]

لنډمهالی حکومت به په ژور ډول نامنلی ثابت شي او له پيټروګراډ شوروي (Petrograd Soviet) سره د دوه ګوني واک شريکولو ته اړ شو. د جولای له ورځو (July Days) څخه وروسته، چې حکومت په کې په سلګونو لاريون کوونکي ووژل؛ الکساندر کيرينسکي (Alexander Kerensky) د حکومت مشر شو. نوموړي د روسيې د سمدستي ستونزو لکه د ډله ايزې دندې او خوړو کمښتونه؛ حل نه شوې کړای او هڅه يې وکړه چې روسيه نوره هم په نامنلې (نامشهوره) جګړه کې وساتي. د لنډمهالي حکومت ناکامۍ د همدې کال په وروستيو کې د کمونيست بلشويکانو له لوري د اکتوبر اوښتون (October Revolution) سبب شو. د فبروري اوښتون هېواد کمزوری کړی و او د اکتوبر اوښتون مات کړ، چې پايلې يې د روسيې کورنۍ جګړه او د شوروي اتحاد جوړښت و.

داسې ښکاري چې اوښتون له رښتيني مشرۍ يا رسمي پلان جوړونې څخه پرته مات شوی وي. روسيه له يو شمېر اقتصادي او ټولنيزو ستونزو څخه کړېدله، چې په ۱۹۱۴ ز کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پيل څخه وروسته ستونزې نورې هم پېچلې شوې. د ښار له لښکر کوټ څخه ناخوښه پوځيان د ډوډۍ له بلواګرو (bread rioters) سره او سړکونو باندې له صنعتي اعتصاب کوونکو سره يو ځای شول. دا چې د پلازمېنې د ناروزلي يا نه منونکي لښکر کوټ له زيات نه زيات سرتېرو دندې پرېښودې او شاهي ځواکونو لرې په جبهه (Front) کې وو؛ له امله يې ښار په بشپړې ګډوډۍ کې ښکېل شو، چې دا ټول د تزار د دې پرېکړې سبب شول چې د خپلو جنرالانو په سلا واک پرېږدي. د ۱۹۱۷زکال فبروري لاريونونو پر مهال په ټوله کې له ۱۳۰۰ څخه زيات خلک ووژل شول. د اوښتون لپاره د تاريخ ليکنې دلايلو توپير درلود. روسي تاريخپوهانو چې د شوروي اتحاد د وخت پر مهال يې ليکل کول، د اوښتون سبب د بورژوا boiling over پر وړاندې د زيار کښې ډلې يا مزدورانو لوږه ياد کړی دی. روسي ليبرالان (Russian Liberals) يې سبب لومړۍ نړيواله جګړه ياده کړه. سمون پالونکي يې له Serf دورې څخه وورسته د ځمکې شخړو ته ورګرځوي. معاصر تاريخپوهان د دې ټولو عواملو يو ځای کېدنه د اوښتون سبب يادوي او د پېښې پر افسانه کوونه باندې نيوکه کوي. [۴][۵]

کليزې[سمول]

د ګريګوري کليزې په مارچ کې د پېښېدنې تر څنګ ياده پېښه په خورا عام ډول ځکه د فبروری اوښتون په نوم پېژندل کېږي، چې په هغه وخت روسيې Julian کليزه کاروله. ياده پېښه وروسته له هغې چې شوروي اتحاد خپله کليزه عصري کړه، ځيني وختونه د مارچ اوښتون په توګه پېژندل کېږي. د ګډوډۍ د مخنيوي په موخه د يادو پېښو لپاره د نوي او پخواني سبک دواړه تاريخونه ورکول کېږي. [۶][۷][۸]

لاملونه[سمول]

يو لړ لنډمهال او اوږدمهال عواملو د فبروري اوښتون کې مرسته وکړه. تاريخپوهان له اوښتون سره د مرستندويه اصلي عواملو په اړه هوکړه نه لري. خپلواک يا ليبرالي تاريخپوهان د جګړې له مخې په رامنځته شوي زوږ يا ناکرارۍ باندې ټينګار کوي، په داسې حال کې چې مارکس پلوي د بدلون پر لازميت باندې ټينګار کوي. الکساندر رابينوويچ (Alexander Rabinowitch) د اصلي لنډمهاله او اوږدمهاله لاملونو لنډيز په لاندې ډول بيانوي: [۹]

د ۱۹۱۷ ز کال فبروري اوښتون له جګړې څخه مخکې د جګړې د هڅې په بدغوني ناسم مديريت، پرله پسې فوځي ماتو، د کورني اقتصاد بې خايه کېدنې او د پاچهۍ ګردچاپېر ناوړه تور لګونو سره يو ځای، له سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ، ټيکنالوژيکي پاتې والي او بنسټيز ټولنيز وېش څخه وده وکړه. [۱۰]

اوږد مهاله لاملونه[سمول]

د لومړۍ نړيوالې جګړې په لوړوالي کې له پېښېدنې سره سره، د فبروري اوښتون رېښه له دې څخه وړاندې تاريخ ته ورګرځي. د دوی له منځه تر ټوله بنسټيز او مهم لامل په ټوله ۱۹ پېړۍ او د ۲۰ پېړۍ په لومړيو کې د خپلو لرغونو ټولنيزو، اقتصادي او سياسي جوړښتونو په عصري کولو کې،د سترواکې روسيې ناکامي وه، په داسې حال کې چې د يو استبدادي پاچا لپاره يې د هر اړخيزې عقيدې ثبات ته پاملرنه کوله. لکه څرنګه چې تاريخپوه (Richard Pipe) ليکي: «د پانګه والۍ او اټوکراسۍ (يو واک) نظام ناجوړتيا ټول هغه خلک وټکول، چې د دې مسئلې په اړه يې نظر څرګند کړ». [۱۱]

د روسي اوښتون لومړنۍ ستره پېښه د فبروري اوښتون و. ياد اوښتون چې يوه بې نظمه چاره وه، د عامو وګړو او د تزار او استبدادي ځمکوالو تر منځ له يوې پېړۍ څخه د زياتې نظامي ګډوډۍ تر ټولو لوړ ټکي ته د رسېدلو له امله رامنځته شو. د اوښتون لاملونه کولی شي د بورژوا يا پانګه وال پوړ له لوري کروندګرو سره روان ظالمانه چلند، د صنعتي کار کوونکو ناسم کاري حالتونو او د سياسي فعالانو له لوري د لويديځ ديموکراتيک نظريو د خپرېدنې په توګه لنډيز شي، چې په ټيټو پوړونو کې وده وال سياسي او ټولنيز پوهاوي ته لاره هواره کړه. د زيارکښو يا مزدورانو ناخوښي د خوړ د کمښت او نظامي ناکاميو له امله رامنځته شوه. په ۱۹۰۵ ز کال کې روسيې له جاپان سره جګړه او له هغې څخه وروسته خونړۍ يکشنبه (Bloody Sunday) او د ۱۹۰۵ ز کال اوښتون کې سپکوونکي زيانونه تجربه کړل، چې په وروستيو دوو پېښو کې تزاري ځواکونو د خلکو پر سوله ییزه بې وسلې ټولنه يا راټولېدنه باندې ډزې وکړې. دې پېښو دويم نيکولاس (Nicholas II) له خپلو خلکو څخه نور هم لرې کړ، چې له امله يې پراخه اعتصابونه، الې ګولې او د پوټيمکېن پر جنګي بېړۍ/ناو؟ باندې نامتو اله ګوله رامنځته شول.

دا حالتونه د کوچنيو کاري او مسلکي ډول تر منځ د زياتې پارونې لامل شول. دا کړکېچ د ۱۹۰۵ ز کال اوښتون سره او يو ځل بيا په ۱۹۱۷ ز کال کې د جګړې تر زور يا هڅې له مخې په عمومي پاڅون بدل شو، چې دا وار يې تل پاتې پاېلې لرلې.

لنډمهاله لاملونه[سمول]

اوښتون د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د روسيې د پوځي ناکاميو او د نظام له هغه څرنګوالي سره د خلکو د ناخوښۍ په واسطه هڅول شوی و، چې له مخې يې هېواد خپلې کورنۍ چارې پر مخ وړلې. اقتصادي ګواښونه د دې له امله رامنځته شوې، چې د بشپړې جګړې مخنيوي هم مرسته وکړه. [۱۲]

د ۱۹۱۴ ز کال اګسټ کې ټولو ډلو له جګړې ملاتړ وکړ او په ريښتني ډول ټولو سياسي استازو د جګړې په پلوۍ رايه وکاروله. د جګړې اعلان په روسي ټولنه کې د ملتپانې له نوي والي يا بيا خپرونې څخه وروسته و، چې په لنډمهالي ډول يې کورنۍ نښته لږه کړه. لښکر په لومړيو کې ځينې برياوې (لکه: په ۱۹۱۵ز کال Galicia کې او په ۱۹۱۶ زکال له بروسيلوف تيري کوونکو «Brusilov Offensive» سره جګړو کې) تر لاسه کړې، مګر سترې ماتې يې وزغملې. لکه: د ۱۹۱۴ اګسټ کې Tannenberg، د ۱۹۱۵ ز کال په  فبروري کې په Masuria کې د ژمي جګړه (Winter Battle in Masuria) او د ۱۹۱۵ ز کال له می څخه تر اګسټ پورې د روسي پولينډ له لاسه ورکول يې د يادونې وړ ماتې دي. د مړو، ټپيانو او نادرکه شويو په ګډون نږدې ۶ ميليونه مرګ ژوبلې د ۱۹۱۷ز کال  جنوري پورې اړه لري. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Aluf, I. A. (1979). February Bourgeois Democratic Revolution of 1917. The Great Soviet Encyclopedia (الطبعة 3rd). The Gale Group, Inc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The revolution occurred in March according to the Western calendar, and in February according to the calendar Russia was using at the time.
  3. History of the Women's Day. United Nations website.
  4. Steinberg, Mark (2017). The Russian Revolution. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 69. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-922762-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Curtis 1957, p. 30.
  6. "Russian Revolution – Causes, Timeline & Definition". www.history.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Russian Revolution | Definition, Causes, Summary, History, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bunyan او Fisher 1934، ص. 385.
  9. Acton 1990، صص. 107–108.
  10. Alexander Rabinowitch (2008). The Bolsheviks in Power: The First Year of Soviet Rule in Petrograd. Indiana UP. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0253220424. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Pipes 2008، ص. 18.
  12. Fitzpatrick 2008، ص. 38.
  13. Beckett 2007، صص. 521–522.
  14. Beckett 2007، ص. 525.
  15. Beckett 2007، ص. 518.
  16. Service 2005، ص. 26.