Jump to content

روث هانا مک کورمیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
روت هانا مک کروميک
Ruth McCormick-Simms (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
Cleveland (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۷ مارچ ۱۸۸۰[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۳۱ ډيسمبر ۱۹۴۴[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې ځای
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
وروڼه او خويندې

روث مک کورمیک (کورنی نوم یې هانا؛ زوکړه: د ۱۸۸۰ زکال د مارچ ۲۷مه – مړینه: د ۱۹۴۴ زکال د ډسمبر ۳۱مه نېټه) امریکايي سیاستواله، فعاله او خپرونکې وه. نوموړې په ۱۹۲۸ زکال کې د ایلینوی ایالت د څوکۍ په خپلولو سره د یوې دورې لپاره د متحده ایالاتو د استازو په جرګه کې خدمت وکړ. هغې له ایلینوی څخه د متحده ایالاتو د سنا جرګې ته د ځان د نوماند کولو له چانس څخه ګټه وه نه کړه. ورته مهال د جمهوري غوښتونکي ګوند په پیلنیو ټاکنو کې برحاله سناتور چارلز اس. ډنین ته په ماتې ورکولو سره له یو لوی ګوند څخه سنا ته نومانده شوه، خو په عامه ټاکنو کې یې ماته وخوړه. یوه لسیزه وروسته نوموړې لومړنۍ ښځینه وه چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې د یو نوماند ټاکنیزې مبارزې مدیریت کړې، خو د هغې نوماند توماس اډمونډ ډیوي ونشو کولای له ګوند څخه د نوماندۍ چانس ترلاسه کړي.

سیاست د ماشومتوب له مهاله د مک کورمیک د ژوندانه برخه وه. دا د سیاستوال او سناتور مارک هانا لور وه چې د ولسمشر ویلیام مک کینلي په ټاکنه کې یې پام وړ رول درلود. مک کورمیک خپل پلار ته په کتو سیاست زده کړ او له دغو څخه یې بیا د ښځو لپاره د رایو د حق او همدارنګه د ښځو د کاري شرایطو د ښه کېدو په څېر موخو لپاره په مبارزه کې کار واخیست. مک کورمیک د ۱۹۱۳ زکال پر مهال په ایلینوی کې ښځو ته د رایو د جزیي حق د ورکړې د قانون په تصویب کې اساسي ونډه لرله؛ د دغه قانون له مخې ښځو کولای شول د شاروالۍ په ټاکنو او ولسمشریزو ټاکنو کې رایه ورکړي. دې له دوه سیاستوالو؛ له سناتور میډیل مک کورمیک او د هغه له مړینې وروسته د استازو د جرګې د غړي البرټ ګالاټین سیمز سره واده وکړ. مک کورمیک په لوړه کچه سیاستونو کې ښځو ته د شته نوو فرصتونو څخه د ګټنې په موخه کافي شهرت، مخینه او هوډ درلود. هغې د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکو او همدارنګه د جمهوري غوښتونکي ګوند د ویاندې په توګه د ګوندي ښځو لپاره سیاسي چارې لا جذابې کړې.

د مک کورمیک هڅې یوازې سیاست ته محدودې نه وې. دې د خپل ژوند په اوږدو کې له کرهڼې سره علاقه لرله. له همدې امله یې په ایلینوی، نیومکسیکو او کلراډو کې کرهڼیزې ځمکې لرلې او د هغو اداره یې کوله. ورته مهال یې څو اخبارونه او نشریې هم لرلې.

لومړنی ژوند او کورنۍ[سمول]

روث هانا د ۱۸۸۰ زکال د مارچ په ۲۷مه نېټه د اوهایو په کلیولنډ کې وزیږېده. دا د جمهوري غوښتونکي سوداګر او سیاستوال مارک هانا او شارلوټ اګوستا هانا (کورنی نوم یې روډز) دریمه ماشومه وه. مور یې په ورمونټ کې د ډبرو د سکرو او اوسپنې د کان ویستونکو له یوې بډایې کورنۍ څخه وه. هغې وروسته له هغه چې پلار یې د پنځه کلنۍ په عمر یو آس په ډالۍ کې ورکړ آس زغلونه یې پیل کړه. هانا د آس په زین باندې د ناستې پر ځای چې هغه مهال نجونو هماغه ډول په آس سورلي کوله د هلکانو په څېر په آس سپرېده. دې د کلیولنډ په هاتاوې براون ښوونځي، د نیویارک په ډابس فېري کې په ماسټر نومي ښوونځي او د کانکټیکاټ د فارمینګټون سیمې په مېس پورټرز ښوونځي کې زده کړې وکړې. [۴][۵][۶]

هانا د ۱۶ کلنۍ په عمر تکړه آس زغلونکې وه، خو هېڅکله یې د آس زغلونې جامې نه اغوستې. ویل کېږي چې دې ځانته خپلواکه روحیه لرله. هغه عملي ټوکه چې دې په مک کېنلي کې ترسره کړه، وه یې ښووله چې په یوازې ځان یې یوه وحشي پیشو وژلې او دغه موضوع لامل وګرځېده څو ټول وپوهېږي چې دا له ښکار سره ډېره لېوالتیا لري. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ښوونځي له بشپړولو وروسته واشنګټن ډي سي ته ولاړه څو د خپل پلار د سکرټرې په توګه کار وکړي؛ دغه مهال د دې پلار له اوهایو څخه د متحده ایالاتو سناتور و. د هغې په چارو کې د سنا له غونډو څخه د یاددښتونو لیکل شامل وو. یو ځل یې پلار د سهارنۍ پر مهال په واشنګټن ډي سي کې سیاستوال مېلمانه کړل څو هانا له سیاسي مخکښانو سره بلده شي؛ په دغو مېلمنو کې ولسمشران مک کېنلی او ټیوډور روزولټ هم شامل وو. هغې د کلیولنډ، واشنګټن ډي سي او شیکاګو په ټولنیزو کړیو کې پریمانه شهرت درلود. له دې سره چې دا یوې بډایې کورنۍ ته اړوند وه، خو هېڅکله یې خپل ملګري د هغوی د ټولنیز ځایګي له مخې نه ټاکل.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

وروسته ژوند[سمول]

مک کورمیک او سیمز له واده وروسته لوس بوبلانوس ته کډه شول، دا په البوکرکي کې ۸۰۰ هکټاره کرهڼیزه ځمکه وه. مک کورمیک، جان ګاو میم وګماره څو په دغه کرونده کې شته کور پراخه کړي چې وروسته یې بیا په کې لاکوینټا کلتوري مرکز جوړ کړ؛ په دغه مرکز کې کتابتون، د نڅا سالون، د هنرونو ګالري او د لامبو حوض شتون درلود. سیمز او مک کورمیک د نیومکسیکو یو له هغو بډایو جوړو څخه وه چې له خپلې شتمنۍ څخه یې په څو بشرپالونکو هڅو کې ګټنه وکړه. دوی په ۱۹۳۲ زکال کې سانډیا ښوونځی او په ۱۹۳۸ زکال کې یې د مانزانو په نامه ورځنی ښوونځی تاسیس کړ. مک کورمیک بیا د البوکرکي د کوچني تیاتر دویمه مشره شوه. [۱۶][۱۷][۱۸]

مک کورمیک د جمهوري غوښتونکي ګوند په سیاستونو کې فعاله پاتې شوه. دا لومړنۍ مېرمن وه چې په ۱۹۳۶ زکال کې یې د جمهوري غوښتونکو د ملي کنوانسیون د مشرۍ پر مهال د دغه کنوانسیون د مشرتابه پلاوي رهبري وکړه. دې په ۱۹۳۷ زکال کې په ایلینوی کې د لبنیاتو تولید کوونکې خپله کرونده وپلورله او پر ځای یې په کلراډو کې د غویانو او پسونو د ساتلو په موخه ۲۵۰ زره اکړه بله کرونده وپېرله. د ۱۹۳۸ زکال په جون میاشت کې د هغې زوی جان میډل هغه مهال ورک شو چې له خپل یو ملګري سره د سانډیا غرونو ته د ختنې په موخه تللی و. د هغه مړی له څو ورځو لټون وروسته په دغو غرونو کې وموندل شو. د زوی له مړینې وروسته یې پښه ماته شوه او له امله یې د دې فعالیتونه محدود شول. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د دندې له خوشي کولو اته کاله وروسته نوموړې د ۱۹۴۰ زکال له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې سیاست ته د بېرته مخې کولو اعلان وکړ. هغه یوځل بیا په سیاست کې ورګډه شوه او د ۱۹۴۰ زکال پر مهال یې د توماس ډیوي ټاکنیزې مبارزې مدیریت کړې، په دغې چارې سره لومړنۍ هغه مېرمن شوه چې د ولسمشریزو ټاکنو په مبارزو کې یې دغه ډول ونډه لرله. د پښې د جوړېدو پر مهال دې نیویارک ته سفر وکړ او هلته یې خپل اوښی جوزف میډل پیټرسون چې د نیویارک ډایلي نیوز اخبار مسئول مدیر و دې ته متقاعد کړ څو اجازه ورکړي په هغه ماښامنۍ کې برخه واخلي چې ډیوي په کې مېلمه و. مک کورمیک او ډیوی له یو بل سره د ملګرتیا اړیکې جوړې کړې او په دې سره دا د هغه د ټاکنیز کمپاین یو له لومړنیو او پیاوړو ملاتړو څخه شوه. په ګوندي ټاکنو کې د ډیوي له ماتې وروسته نوموړې د جمهوري غوښتونکي ګوند له نوماند وینډل ویلکي څخه ملاتړ اعلان کړ. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د ډیوي د کمپاین د له لاسه ورکولو او همدارنګه په یو پوځي روغتون باندې د سانډیا ښوونځي له بدلېدو وروسته دې خپل ډېر وخت په کلراډو کې تېر کړ، چېرې چې یې په خپله کرونده کې په چارو تمرکز وکړ. دې وروسته له هغه چې ډیوي په ۱۹۴۴ زکال کې یوځل بیا د ولمسشریزو ټاکنو نوماند شو هڅه یې وکړه نوموړي ته سیاسي مشورې ورکړي خو ده د دې د انزوا پالنې اړوند له احتیاط څخه کار اخیست. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

مړینه او میراث[سمول]

مک کورمیک د ۱۹۴۴ زکال په اکتوبر میاشت کې له آس څخه راوغورځېده او اوږې ته یې زیان واوښت. له روغتون څخه له رخصت کېدو لږ وروسته مالومه شوه چې دا د پانکراس د التهاب (پانکراتیت) په ناروغۍ اخته ده. د دې د پانکراس عملیات د ډسمبر په ۴مه نېټه وشول، خو د ۱۹۴۴ زکال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه په شیکاګو کې مړه او مړی یې په البوکرکي کې خښ کړای شو. د تدفین د مراسمو په ورځ یې د درناوي په موخه د البوکرکي د ښار او ښارګوټي ټول کمیسیونونه، د البوکرکي ملي بانک او د مانزانو ورځنی ښوونځی رخصت وو. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د مک کورمیک له مړینې وروسته البرټ سیمز خپله څه باندې ۱۲۰۰۰ اکړه ځمکه د البوکرکي اکاډمۍ ته وبخښله. دغې اکاډمۍ بیا په ۱۹۷۴ زکال کې د سیمز او مک کورمیک په نامه د غوره هنرونو یو مرکز پرانیست. د راکفورډ د سوداګرۍ خونې هم له مړینې وروسته نوموړې د شمالي ایلینوي د مشهورو سوداګرو په تالار کې شامله کړه. [۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Stated in: SNAC. SNAC ARK ID: w6n59394. Subject named as: Ruth Hanna McCormick. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Stated in: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 6886257. Subject named as: Ruth McCormick. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Stated in: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Ruth-Hanna-McCormick-Simms. Subject named as: Ruth Hanna McCormick Simms. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. "TR Center - Ruth Hanna McCormick Simms". www.theodorerooseveltcenter.org. لاسرسي‌نېټه January 3, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. (په September 20, 1896 باندې). She is a Straddler. The Herald.
  7. (په May 23, 1920 باندې). Learned the Game of Politics at Mark Hanna's Knee. New-York Tribune.
  8. (په January 1, 1945 باندې). Ruth Hanna McCormick Simms GOP Woman Leader, Dies at 64. Evening Star.
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. (په September 30, 1902 باندې). Ruth Hanna to Wed. The Topeka State Journal..
  11. (په April 10, 1899 باندې). Ruth Hanna's Wildcat. The Anaconda Standard.
  12. "TR Center - Ruth Hanna McCormick Simms". www.theodorerooseveltcenter.org. لاسرسي‌نېټه January 3, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. (په April 17, 1902 باندې). The Two Hanna Girls. The Bottineau Courant.
  14. (په January 1, 1945 باندې). Ruth Hanna McCormick Simms GOP Woman Leader, Dies at 64. Evening Star.
  15. (په September 30, 1902 باندې). Ruth Hanna to Wed. The Topeka State Journal..
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. (په March 10, 1932 باندې). Mrs. M'Cormick is Wed to Simms. Evening Star.
  18. (په March 9, 1932 باندې). Mrs. M'Cormick to Marry Simms. Evening Star.
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. "History". lospoblanos.com. لاسرسي‌نېټه January 19, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Mahoney, Jane (July 5, 2008). "ABQJOURNAL HOMES: Tour buildings at Los Poblanos lavender fest". www.abqjournal.com. لاسرسي‌نېټه January 19, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  23. (په June 8, 1936 باندې). Women of Party Roll Up Sleeves. Evening Star.
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. (په June 25, 1938 باندې). M'Cormick Dead, Searchers Fear. Evening Star.
  27. (په July 2, 1938 باندې). Col. M'Cormick Flies to Rites. Evening Star.
  28. (په October 8, 1939 باندې). Dewey a Shrewd Campaigner. Evening Star.
  29. (په October 8, 1939 باندې). Dean of U.S. Women Politicians Returns to Aid G.O.P. in '40. Evening Star.
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. (په March 10, 1940 باندې). White House 'Hostesses' are Grilled. Evening Star.
  32. (په July 14, 1940 باندې). Mrs. Simms, Backer of Dewey, Promises to Aid Willkie. Evening Star.
  33. (په January 1, 1945 باندې). Ruth Hanna McCormick Simms GOP Woman Leader, Dies at 64. Evening Star.
  34. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  35. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  36. (په October 18, 1944 باندې). Mrs. Ruth Hanna Simms' Conditioned is Improved. Evening Star.
  37. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  38. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  39. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  40. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  41. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  42. Contreras, Russell (August 28, 2004). "ABQjournal: Academy Marks 50th Year Early". www.abqjournal.com. لاسرسي‌نېټه January 19, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).