د رای حق غوښتونکی (سفراګېټ)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یو سفراګېټ د ښځو د یو فعال بنسټ غړی وه، چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې د «ښځو لپاره رای» تر بیرغ لاندې په عامه ټولټاکنو کې د رای ورکولو حق لپاره مبارزه وکړه. دا اصطلاح په ځانګړې توګه د بریتانیې د ښځو سیاسي او ټولنیزې ټولنې (WSPU) ته راجع کېږي، د ښځو هغه یواځنی غورځنګ چې په ۱۹۰۳م  کال کې د ایمیلاین پانخورسټ له خوا یې بنسټ کېښودل شو، چې په مستقیم عمل او مدني سرغړونه کې یې ځان ورګډ کړ.د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۶م کال کې د ډېلي مېل ورځپاڼې یو راپور لیکونکي د ښځو سیاسي او ټولنیزې ټولنې لپاره د سفراګېټ اصطلاح وکاروله، د ښځو له حق نه ملاتړ کوونکي چې له مخې نه یې د ښځو د رایې ورکولو حق پرځای ښځې کم ارزښته ګڼل کېدې. وسله والو دا نوی نوم ومانه او ان دا چې د ښځو د سیاسي او ټولنیزې ټولنې له خوا د ورځپاڼې د سرلیک په توګه هم کارول کېده. [۱][۲][۳]

د نولسمې پېړۍ تر پایه ښځو په ټولو هېوادونو کې د رای ورکولو حق ترلاسه کړ. په ۱۸۹۳م کال کې نیو زیلېنډ په نړۍ کې هغه لومړنی خپلواک هېواد شو، چې ۲۱ کلونو پورته عمر لرونکو ښځو ته یې د رای ورکولو حق ورکړ، په داسې حال کې چې په ۱۹۰۳م کال کې په بریتانیا کې ښځو ته حق نه ورکول کېده، پنخورسټ داسې پرېکړه وکړه، چې ښځې باید «په خپله کار وکړي» خو د ښځو سیاسي او ټولنیزې ټولنې شعار دا وه چې «خبرې نه، عمل». رای ورکوونکو د غونډو پرمهال د سیاستوالو ویناووې په پیغور ورکولو سره پرې کولې، هڅه یې کوله چې په پارلمان برید وکړي، په داسې حال کې چې پولیسو سره د نښتو په ترڅ کې ورباندې بریدونه او جنسي تیري وشول. دوی ځانونه د اورګاډو په زنځیرونو وتړل، کړکۍ ګانې یې ماتې کړي، په ټول هېواد کې یې د بمونو چودنو او عامه شتمنیو ته د اور اچونې کمپاین ترسره کړ، چې په رسنیو کې له غوسې او خندا سره مخ شول. کله چې دوی بندیانې شوې، د خوړو اعتصاب یې وکړ چې دولت په زور سره ورباندې خواړه وخوړل. لومړی سفراګېټ چې په زوره خواړه ورباندې وخوړل شول ایوالاین هایلدا بورکیټ وه. د ایمیلي ډاویسن په نامه د یوې سفراګېټ مرګ ژوبله، کله چې هغې د ۱۹۱۳ اسپ زغاستې سیالۍ په وخت کې د پادشاه اسپ په خوا منډه کړه، د نړیوالو خبرونه سرټکی وګرځېد. د ښځو سیاسي او ټولنیزې ټولنې  کمپاین د سفراګېټ په غورځنګ د مختلفو کچو ملاتړ له ځان سره درلود. جلا شوې ډلې جوړې شوې او په خپله د ښځو په سیاسي او ټولنیزې ټولنه کې ټولو غړو د یوې غوڅې کړنې ملاتړ نه کاوه.[۴][۵] [۶]                                                                  

په ۱۹۱۴م کال کې د نړیوالې جګړې په وخت کې د سفراګېټ کمپاین وځنډول شو. له جګړې وروسته، د وګړو استازیتوب د ۱۹۱۸ قانون له مخې د رای ورکول حق هغو ښځو ته ورکړ چې د ملکیت یو لړ شرایط یې پوره کړي وي او عمر یې له ۳۰ کلونو پورته وي. لس کاله وروسته، د وګړو د استازیتوب (د مساوي حق) د ۱۹۲۸ قانون ټولو هغو ښځو ته د رای ورکولو حق ورکړ، چې عمر یې ۲۱ کاله وه.

شا لید (پس منظر)[سمول]

د ښځو رایه    [سمول]

که څه هم په ۱۸۸۱م کال کې د آئل آف مېن Isle of Man  ( د برتانیا د تاج انحصار) هغو ښځو ته د ټاینوالډ په پارلماني ټولټاکنو کې د رای ورکولو مساوي حق ورکړ، چې ملکیت یې درلود. په ۱۸۹۳م کال کې نیوزیلنډ هغه خپلواکه هېواد وه، چې ټولو ښځو ته یې د رای ورکولو حق ورکړ په داسې حال کې چې ۲۱ کلونو نه پورته ښځو ته په ټولو پارلماني ټولټاکنو کې د رای ورکولو اجازه ورکړل شوه. په سویلي اسټرالیا کې ښځو ورته حق ترلاسه او په ۱۸۹۵م کال کې د پارلمان څوکۍ لپاره د نوماند کېدو د حق ترلاسه کولو په برخه کې لومړی هېواد شو. په ۱۸۶۹م کال په متحده ایالتونو کې، له ۲۱ کلونو پورته سپین پوستو ښځو د وایومینګ په لویدیځو سیمو او په ۱۸۷۰م کال کې د اوتاه په سیمه کې د رای ورکولو حق ترلاسه کړ. [۷][۸]

د برتانیې رای ورکوونکي[سمول]

په ۱۸۶۵م کال کې جان سټوارټ مېل پارلمان ته د ټاکنیز پروګرام له لارې چې د ښځو رایې هم په کښې شاملې وې وټاکل شو او په ۱۸۶۹م کال کې یې خپله مقاله د ښځو موضوع تر عنوان لاندې د جنسیتي برابرۍ په اړه ولیکله. همدارنګه په ۱۸۶۵م کال کې د کینسینګټون ټولنې په نامه د ښځو د بحث ډله جوړه شوه. د ښځو د رایې په اړه له بحثونو وروسته، یادې ټولنې د غوښتنیلک د مسودې جوړولو او لاسلیک ټولولو په موخه کمیټه جوړه کړه، چې په اړه یې میل داسې ومنله چې د۱۰۰  لاسلیکونو راټولولو وروسته ته به پارلمان ته وړاندې کېږي. په ۱۸۶۶م کال د اکټوبر په میاشت کې  اماتور ساینس پوه لایدیا بېکر د ټولنیزو علومو د پرمختګ لپاره د ملي ټولنې په یوه غونډه په مانچسټر ښار کې ګډون وکړ او د غوښتنلیک یوه چمتو کوونکي ته یې غوږ ونېوه،بربرا باډيچون، د ښځو د حق غوښتنې لاملونو په اړه سند ووایه. بېکر د مانچسټر ښار په شاوخوا کې د لاسلیکونو راټولولو او د دې ښار په نوې جوړې شوې کمېټې کې د ګډون په برخه کې د مرسته کولو له کبله الهام اخیستی وه . په ۱۸۶۶ م کال کې مېل دا غوښتنلیک پارلمان ته د ملاتړ کوونکو له خوا د  فلورېنس نایټینګېل،هارېټ مارټینو، جوزیفاین بټلر او ماري سامروایل په ګډون د ۱۴۹۹لاسلیکونو په راټولولو سره وړاندې کړ. [۹][۱۰]

د ۱۸۶۷م کال په مارچ میاشت کې بېکر داوسنۍ( معاصرې) بیا کتنې په اړه یوه مقاله ولیکله، چې داسې یې په کې ویلې دي: په یقین سره له دې نه به انکار ونشي او باید هم ونشي، دا چې ښځو د ټول ګټو او په نړۍ کې د راپورته کېدونکو پېښو په اړه خپل نظرونه لري. خو که ښځو ته له کوم سپکاوي پرته د سیاسي نظرونو لرلو اجازه ورکړل شي، د کوم حق پر بنسټ د دوی د بیان یا د دوی په ګاونډ کې نارینه وو ته ورته د نظرونو لرلو د اغېزمخنیوی کولای شو؟ [۱۱]

د ۱۸۶۷م کال په مې میاشت کې دوه نور غوښتنلیکونه پارلمان ته وړاندې شول او مېل د ۱۸۶۷ د سمونو قانون د تعدیل وړاندیز وکړ څو چې د نارینه وو په شان ښځو ته هم یو شان سیاسي حق ورکړل شي، خو یاد تعدیل له استهزاء سره مخ او ۱۹۶ مخالفو او ۷۳ مثبتو رایو پر بنسټ ونه منل شو. [۱۲]

د ښځو رای ورکولو لپاره د مانچسټر ټولنه د ۱۸۶۷م کال په جنوري میاشت کې جوړه شوه. کله چې یعقوب برایټ، ریو.اس.ای، مېرمن ګلویني، مکس کایلمن او الیزابت وولسټینهولم د ډاکټر لویس بورچاردټ په کور کې سره ولیدل. د ۱۸۶۷م کال په فبروري میاشت کې لیدیا بېکر د ټولنې سکرترې او ډاکټر ریچارډ پانخورسټ د اجرایوي کمېټې له لومړیو غړو څخه وه. د ۱۸۷۴م کال کې یوه وینا لرونکي غونډه د بېکر له خوا په مانچسټر ښار کې جوړه شوې وه، چې ۱۴ کلنې ایمیلاین ګولډن (هغه څوک چې د ښځو د حقوقو زړوره کمپاین کوونکي کېده چې وروسته یې له ډاکټر پانخورسټ سره واده وکړ چې د ایمیلاین پانخورسټ په نوم یې شهرت پیدا کړ) په کې ګډون کړی وه.[۱۳][۱۴]

د ۱۸۸۰م کال په اوړي کې، بېکر د آیل آف مېن څخه د ښځو د راې موضوع په اړه پنځو ټول(عامه) غونډو کې د وینا کولو په موخه چې اصلي ګډون کوونکي یې ښځو وې، لیدنه وکړه. دې ویناوو د مینکس په ښځو کې د رای ورکولو هوډ رامنځته کړ او د ۱۸۸۱م کال د جنوري میاشتې په ۳۱ نېټه په ټاپو کې ملکیت لرونکو ښځو ته د رای ورکولو حق ورکړل شو. [۱۵]

د ښځو د سیاسي او ټولنیزې ټولنې جوړېدل[سمول]

په ۱۸۶۸م کال په مانچسټر ښار کې د ښځو د رای ورکولو کمېټه د خپلواک کارګر ګوند سره د ښځو د رایو خوندي کولو په موخه د کار کولو له لارې جوړه شوه. که څه هم خپلواک کارګر ګوند په دې اړه ډېر ملاتړ کوونکی وه، خو په ملي کچه دا ګوند د کاري طبقي نارینه وو د حق خوندي کولو په برخه کې ډېره لېوالتیا لرله او د لومړیتوب په توګه یې د ښځو رایې نه ډډه کوله. په ۱۸۹۷م کال کې  د مانچسټر د ښځو د رای ورکولو کمیټه د ښځو د رایو ملي ټولنو سره یو ځای شوه، خو ایمیلاین پانخورسټ چې د اصلي مانچسټر کمېټې غړې وه او د هغې مشره لور کریسټابل د خپلواک کارګر ګوند سره بې حوصلې شوې وه، د ۱۹۰۳م کال د اکټوبر په ۱۰ نېټه یې په مانچسټر ښار (په خپل کور) کې د ښځو سیاسي او ټولنیزې ټولنې په نوم د جلا شوې ډلې د جوړولو په موخه غونډه جوړه کړه.  له پیل څخه د ښځو سیاسي او ټولنیزې تولنې د دې هوډ درلود چې د ښځو د رایو ټولنود ملي تولنې له باثباته کمپایني میتودونه نه د لا زیاتو اغیزمنو کړنو په موخه جلا شي. [۱۶]

د ۱۹۰۳م کال د اکټوبر ۱۰ نېټه وه، چې د تولنې د موخو په اړه مې یو شمېر ښځو ته په خپل کور کې چې د مانچسټر ښار په نیسلون په کوڅه کې واقع وه، بلنه ورکړه. موږ پردې هوکړه وکړه، چې خپلې ټولنې ته د ښځو سیاسي او ټولنیزې ټولنې نوم ورکړو. چې یوه برخه یې د هغې پر ډیموکراسۍ ټینګار او بله برخه یې د پروپاګند پرځای د ټولنې د سیاسي هدف پیژندل ول. موږ پرېکړه وکړه، چې خپل غړیتوب یواځې ښځو پورې محدود کړو، د ګوند له تړاو څخه ځان په بشپړه توګه آزاد وساتو او د خپلو پوښتنو په اړه له عمل پرته له بل هیڅ څه شي سره رضایت ونه ښیو. «خبرې نه، عمل» زمونږ تلپاتې شعار وه. [۱۷][۱۸][۱۹]   

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Holton, Sandra Stanley (November 2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Challenging Masculinism: personal history and microhistory in feminist studies of the women's suffrage movement"]. Women's History Review 20 (5): (829–841), 832. doi:10.1080/09612025.2011.622533. 
  2. Strachey, Ray (1928). The Cause: A Short History of the Women's Movement in Great Britain, p. 302.
  3. "Suffragettes on file". The National Archives (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۳۰ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Pankhurst, Christabel (1959). Unshackled: The Story of How We Won the Vote. London: Hutchison, p. 43.
  5. Holton 2011، ص. 832.
  6. Harper, Ida Husted. History of Woman Suffrage, volume 6 (National American Woman Suffrage Association, 1922) p. 752.
  7. Harper, Ida Husted. History of Woman Suffrage, volume 6 (National American Woman Suffrage Association, 1922) p. 752.
  8. "Constitution (Female Suffrage) Act 1895 (SA)". Foundingdocs.gov.au. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Anon. "John Stuart Mill and the 1866 petition". UK Parliament. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Herbert, Michael (5 March 2010). "Lydia Becker (1827–1890): the fight for votes for women". مؤرشف من الأصل في ۱۳ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. The Eclectic Magazine of Foreign Literature, Science, and Art, Volume 5; Volume 68. 1867. د کتاب پاڼې 707. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Simkin, John. "John Stuart Mill". Spartacus Educational Publishers Ltd. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Anon. "THE MANCHESTER SOCIETY FOR WOMEN'S SUFFRAGE". The National Archive. The National Archive. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Culbertson, Alix. "The Suffragettes: The women who risked all to get the vote". Sky UK. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Anon. "The struggle behind the quest to secure the vote for women". IOM Today. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Anon. "Suffragette history". Pankhurst centre. مؤرشف من الأصل في ۰۶ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Crawford 1999, p. 452.
  18. Walsh, Ben. GCSE Modern World History second edition (Hodder Murray, 2008) p. 60.
  19. "Mr. Balfour and the 'Suffragettes.' Hecklers Disarmed by the Ex-Premier's Patience." Daily Mail, 10 January 1906, p. 5.کينډۍ:PbHolton, Sandra Stanley (2002). Suffrage Days: Stories From the Women's Suffrage Movement. London and New York: Routledge. د کتاب پاڼې 253. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)