روبرتو مانګابیرا اونګر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
روبرتو مانګابیرا اونګر
روبرتو مانګابیرا اونګر
روبرتو مانګابیرا اونګر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ مارچ ۱۹۴۷
رايو ډي جينېرو[۱]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برازیل[۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف
سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه پرتګالي ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۳][۴]
پرتګالي ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

روبرتو مانګابیرا اونګر (په انګلیسي: Roberto Mangabeira Unger؛ پیدایښت: ۲۴-مارچ-۱۹۴۷ز) یو برازیلي فیلسوف او سیاستوال دی. فعالیت یې د کلاسیکې ټولنیزې تیورۍ او پراګماتیزم د دود پر چاپېره راګرځي او د حقوقي تیورۍ، فلسفه او دین، ټولنیزې او سیاسي تیورۍ، پرمختللي بلونجونو او اقتصاد په شمول نورو څانګو ته هم غځېږي. په طبیعي فلسفه کې هغه د «منفرده نړۍ او د وخت واقعیت» له‌امله شهرت لري. په ټولنیزې تیوري کې د هغه «سیاست: جوړښتي ټولنیزې تیورۍ په تړاو اثر» مخکښ دی. په حقوقي تیوري کې هغه د انتقادي حقوقي مطالعاتو غورځنګ غړی ؤ چې یاد غورځنګ د امریکا حقوقي پوهنتونونو کې میتودولوجیکي اجماع سره دړې‌وړې کړه. د هغه سیاسي فعالیت، له نظامي رژیم څخه وروسته برازیل ته د دېموکراسۍ په راوړلو کې مرسته وکړه او په ۲۰۰۷ او بیا په ۲۰۱۵ز کې د برازیل د ستراتیژیکو چارو وزیر په توګه د هغه له ټاکل کېدو سره خپل هسک ټکي ته ورسېد. داسې برېښي چې د هغه فعالیت د انسانیت په هکله یو لیدلوری او د وګړو د پياوړتیا او د بنسټونو بدلون په اړه یوه کړنلاره وړاندې کوي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د هغه د فلسفې محوري ټکی دا دی چې انسانیت تر هغو زمینو څخه، چې په کې واقع کېږي، ستر وښیي. هغه ویني چې هر وګړی، لا ښه ژوندون ته د رسېدلو لپاره وړتیاوې لري. د هغه ټولنیز فکر ریښه دغه اعتقاد ته رسي چې «ټولنیزه نړۍ یوه قراردادي رامنځ‌ته شوې او خیالي نړۍ ده». د هغه فعالیت له دغې فرضیې څخه پیلېږي چې هېڅ ډول طبیعي یا اړین ټولنیز، سیاسي یا اقتصادي ترتیبونه د فردي یا ټولنیز فعالیت بېخبنا نه‌ده. د اونګر په اند، د مالکیت حقوق، لېبراله دېموکراسي او مزدورکاري، واړه د انسان په لاس جوړ شوي تاریخي اوزار دي او د انسان د سمسور او ازاد فعالیت له موخو سره هېڅ کومه اړینه اړیکه نه‌لري. د اونګر په اند، بازار، دولت او انساني ټولنیز سازمان باید د مخکې له‌مخکې ټاکل شویو بنسټیزو ترتیبونو کې تنظیم نه‌کړل شي، خو د هغه څه پر بنسټ چې د فردي او ټولنیزې پياوړتیا لپاره فعالیت کوي، د ازمایښت او بیاکتنې لپاره خلاص پرېښودل شي. هغه پر دې باور دی چې په دغه توګه د انسان خلاصون امکان رامنځ‌ته کېدلای شي.[۱۴][۱۵][۱۶]

ژوندلیک[سمول]

کورنۍ[سمول]

د اونګر مورنی نیکه، اوکتاویو مانګابیرا ؤ چې د ۱۹۲۰ز لسیزې په وروستیو کې د برازیل د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی ؤ، تر هغو چې د ګېتولیو وارګاس د ډېکتاتورۍ له‌امله څو اروپا او امریکا کې څو ځلي بندي او تبعید شو. په ۱۹۴۵ز کې برازیل ته له راستنېدو وروسته یو منځنی-کیڼ‌اړخی ګوند یې تاسیس کړ. په کال ۱۹۴۶ز کې په کامارا فدرال کې د استازي په توګه، په ۱۹۴۷ز کې د باهیا والي، او په ۱۹۵۸ز کې د سناتور په توګه وټاکل شو.[۱۷]

د اونګر مور او پلار دواړه روښاندي وو. آلماني‌الاصل پلار یې، آرتور اونګر، په ماشومتوب کې له درسدن څخه امریکا ته کډوال او وروسته بیا د متحده ایالاتو تبعه شو. مور یې اېدیلا مانګابیرا نومېده او د برازیل یوه شاعره او خبریاله وه. آرتور او اېدیلا په متحده ایالاتو کې د اوکتاویو مانګابیرا د تبعید په موده کې سره ولېدل. [۱۸][۱۹]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

روبرتو مانګابیرا اونګر په کال ۱۹۴۷ز په ریو دې ژانیرو کې زېږېدلی او خپل د ماشومتوب دوره یې د منهتن په «اپر ایست سایډ» کې تېره کړې ده. هغه د آلن ستیونسن په خصوصي ښوونځي کې شامل شو. په یوولس کلنۍ کې یې پلار مړ شو او مور یې سره له کورنۍ برازیل ته کډه وکړه. هلته په یوه یسوعي ښوونځي کې شامل شو او د ریو دې ژانیرو په فدرال پوهنتون کې یې حقوق ولوستل. [۲۰]

اونګر د ۱۹۶۹ز کال په سپټمبر کې د هاروارډ حقوقو پوهنځي ته لار ومونده. د LLM سند په ترلاسه کولو سره یې، بیا هم یو کال له تحصیلي بورسیې سره په هاروارډ کې پاتې شو او وروسته بیا د ډوکتورا زده‌کړې یې پیل کړې. اونګر په ۲۳ کلنۍ کې د د لومړي کال زده‌کړیالانو ته فقه ښودله. په ۱۹۷۶ کې، کله چې ۲۹ کلن ؤ، خپل SJD سند یې ترلاسه کړ او د علمي کادر یو ځوان غړی او وروسته د هاروارډ په حقوقو پوهنځي کې د دایمي استاد په توګه پاتې شو.[۲۱]

اکاډمیک ژوند[سمول]

د اونګر اکاډمیک ژوند له «پوهه او سیاست» او «په نومهالې ټولنه کې حقوق» کتابونو سره پیلېږي چې په ترتیب سره په ۱۹۷۵ او ۱۹۷۶ز کلونو کې چاپ شوي دي. دغه آثار د دې لامل شول چې اونګر سره له ډنکن کېندي او مورتون هورویتز سره د انتقادي حقوقي مطالعاتو (CLS) مرکز پرانېزي. نوموړي غورځنګ، معیاري حقوقي بورسیې له ننګونو سره مخ کړې او د حقوقي زده‌کړو لپاره یې راډیکالي وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د امریکا په ټولو حقوقي پوهنتونونو کې یې لانجې راوپارولې.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د ۱۹۸۰ز لسیزې په اوږدو کې، اونګر پر خپل ستر کتاب – سیاست: په جوړښتي ټولنیزې نظریې کې یو اثر – باندې کار وکړ؛ یاد کتاب په درې ټوکونو کې چاپ ته چمتو شو چې په هغو کې کلاسیکه ټولنیزه نظریه تر څېړنې او ارزونې لاندې نیول شوې او یو سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بلونج په‌کې پنځول شوی ؤ. د کتابونو دغه لړۍ د داسې یوې فرضیې پر بنسټ ولیکل شول چې ګنې ټولنه یوه قراردادي ښکارنده ده؛ یاد کتابونه ځیني بنسټیز ترتیبونه ردوي. په ۱۹۸۷ز کې د «سیاست» چاپ شوی کتاب د ټولنیز سیاست پر نومهالې نظریې باندې تر ټولو غوره انتقادي اثر ؤ؛ د جوړښتي او ایډیولوجیکي بدلون یوه نظریه په‌کې وپنځېدله او د نړۍ د تاریخ په هکله یې یوه بلونجه څرګندونه وړاندې کړه.

آثار او کتابونه[سمول]

  • پوهه او سیاست؛ فري خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۷۵ز.[۲۶]
  • په نومهالې ټولنه کې حقوق: د ټولنیزې نظریې د نقد کولو په لور؛ فري خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۷۶ز.[۲۷]
  • اشتیاق: د شخصیت په اړه مقاله؛ فري خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۶ز.[۲۷]
  • د انتقادي قانوني مطالعاتو غورځنګ؛ د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۶ز.[۲۸]
  • سیاست: په جوړښتي ټولنیزې نظریې کې یو اثر؛ د کمبرېج پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۷ز؛ درې ټوکه:
    • لومړی ټوک — کاذبه اړتیا: نااړینه ټولنیزه نظریه د راډیکالې دېموکراسۍ په چوپړ کې.[۲۹]
    • دوه‌یم ټوک — ټولنیزه نظریه: وضعیت او دنده یې – د سیاست یوه انتقادي پېژندنه: په جوړښتي ټولنیزې نظریه کې یو اثر.[۳۰]
    • درېیم ټوک — په واک کې نرمښت: د اقتصادي او نظامي بریالیتوب د بنسټیزو شرایطو په اړه پرتله‌ییز-تاریخي مطالعات. [۳۱]
  • حقوقي شننه څرنګه باید وي؟؛ وېرسو؛ ۱۹۹۶ز.[۳۲]
  • سیاست: د برخلیک پر وړاندې اساسي متنونه او تیوري؛ وېرسو؛ ۱۹۹۷ز؛ له کوی ژیوان سره.[۳۳]
  • دېموکراسي څرګنده شوې: پرمختللی بلونج؛ وېرسو؛ ۱۹۹۸ز.[۳۴]
  • د امریکا د پرمختګ‌پالنې راتلونکی: د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو لپاره یو نوښت؛ بیکن؛ ۱۹۹۸ز؛ له کورنېل وېست سره.[۳۵]
  • د کیڼ‌اړخي وړاندیز باید څه وي؟؛ وېرسو؛ ۲۰۰۶ز.
  • ځان‌متنبه: ناتړلی پراګماتیزم؛ هاروارډ؛ ۲۰۰۷ز.[۳۶]
  • ازاده سوداګري بیا تصور شوه: د کار نړیوال وېش او د اقتصاد مېتود؛ د پرېنستون پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۷ز.[۳۷]
  • کیڼ‌اړخی بلونج؛ وېرسو؛ ۲۰۰۹ز (دا کتاب د «د کیڼ‌اړخي وړاندیز باید څه وي؟؛ وېرسو؛ ۲۰۰۶ز» دوه‌یم اېډېټ دی).[۳۸]
  • د راتلونکو دین؛ هاروارډ؛ ۲۰۱۴ز.[۳۹]
  • منفرده نړۍ او د وخت واقعیت؛ د کمبرېج پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۱۴ز؛ له لي سمولین سره.[۴۰]
  • د پوهې اقتصاد؛ وېرسو؛ ۲۰۱۹ز.

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118949306  — د نشر نېټه: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://www.nytimes.com/2009/06/16/world/europe/16bric.html
  3. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12052828j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/65513827
  5. (په 3 October 2014 باندې). Lunch with the FT: Roberto Mangabeira Unger. Financial Times.
  6. . Roberto Mangabeira Unger's personal website..
  7. Waldron, Jeremy. "Dirty Little Secret", Columbia Law Review 98, 1 March 1998.
  8. (په 2 July 2012 باندې). A Vision and a Program for the American Left.
  9. Anderson, Perry, "Roberto Unger and the Politics of Empowerment", New Left Review 173 (February 1989).
  10. (په 3 February 2015 باندې). Dilma faz primeira troca de comando ministerial em seu segundo governo. Folha de São Paulo.
  11. Smolin, Lee. "No Eternal Truths, Just Divine Advancements", Times Higher Education Supplement, 31 August 2007.
  12. Neu, Jerome. "Looking All around for Our Real Selves", New York Times Book Review, 8 July 1984, p. 24
  13. "We Go To Sleep And Drown Our Sorrows In Consumption". The European. The European. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Lovin, Robin (1990). Critique and construction: a symposium on Roberto Unger's Politics. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-35208-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په February 7, 1988 باندې). [{{{url}}} Making the friendly world behave]. New York Times.
  16. Simon, William H. "Social Theory and Political Practice: Unger's Brazilian Journalism", Northwestern University Law Review 81 (1986-87): p. 312.
  17. "Biography of Octavio Mangabeira". Brazilian Academy of Letters. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Edyla Mangabeira Unger profile". AllAboutArts. allaboutarts.com.br. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Romano, Carlin (6 June 2008). "Harvard Law's Roberto Unger takes on the future of Brazil". Chronicle of Higher Education. 54 (39): B6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Romano, Carlin (6 June 2008). "Harvard Law's Roberto Unger takes on the future of Brazil". Chronicle of Higher Education. 54 (39): B6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 5 April 1976 باندې). Guggenheim Gives Fellowships for '76 Unger Gets Tenure, Too.
  22. Unger, Roberto Mangabeira (1975). Knowledge and Politics. New York: Free Press.
  23. Unger, Roberto Mangabeira (1976). Law In Modern Society: Toward a Criticism of Social Theory. New York: Free Press.
  24. Press, Eyal (March 1999). "The Passion of Roberto Unger". Lingua Franca. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Collins, Hugh (1987). "Roberto Unger and the Critical Legal Studies Movement". Journal of Law and Society. 14 (4): 388. doi:10.2307/1410255. JSTOR 1410255. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Knowledge and polotics" (PDF). www.robertounger.com. 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ "Law and modern society" (PDF). www.robertounger.com. 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Critical legal studies movement" (PDF). www.robertounger.com. 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "false necessities" (PDF). www.robertounger.com. 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Social theory" (PDF). www.robertounger.com. 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Plasticity into power" (PDF). www.robertounger.com. 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "What should legal analysis become" (PDF). www.robertounger.com. 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ نومبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  34. "Democracy realized" (PDF). www.robertounger.com. 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Future of American progressiveism" (PDF). www.robertounger.com. 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Self awakened" (PDF). www.robertounger.com. 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Free trade reimagined" (PDF). www.robertounger.com. 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Left alternative" (PDF). www.robertounger.com. 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Religion of the future" (PDF). www.robertounger.com. 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۱ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Singular universe" (PDF). www.robertounger.com. 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)