رمشا شفا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رمشا شفا
Ramsha shafa

شاليد
زېږون نوم مريم رشيد
زېږېدنه ١٩٩٢ عمر شاوخوا ٢٨ کاله ترمخه
کندهار، افغانستان
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات سپيشل اينسټرومينټز
د فعاليت کالونه ٢٠١٥– تر اوسه

رمشا شفا (مريم رشيد) يو افغانه سندرغاړې ده. هغې خپلي زدکړې په امریکا کې ترسره کړې دي او په څلورو ژبو (پښتو، فارسۍ، اردو، انګلیسۍ) خبرې کوي.
هغه په ٢٠٠٧ کال کې د کندهار څخه و امریکا ته ولاړه، رمشا شفا په اصل کې د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک د کلي اوسېدونکي ده. هغې په امریکا کې تر ماسټرۍ کچې پورې زده کړې، شفا ددې سره د شفا فاونډېشن په نامه يو خيريه ټولنه هم لري. د هغې په وینا چې په کابل کې يي په خپل اصلي نامه يو پوهنتون هم جوړ کړ چې د مريم پوهنتون په نامه يادېږي.

شخصی ژوند[سمول]

رمشا شېفا چې کله کندهار ولايت کې نړۍ ته راغله د مور او پلار يوازنی اولاد وو، کله چې هغه دوه کلنه وه مور او پلار يې طالبانو د نړيوال سازمان او امريکايي ځواکونو سره د همکارۍ په تور ووژل.

د هغه وروسته د نوموړي ساتنه د هغوی يو نږدې فاميل پر غاړه واخسته, په دوولس کلنۍ کې يې رامشا شیفا واده کړه، (او په ديارلس کلنۍ کې رامشا شیفا د يوې نجلۍ مور شوه)


د رامشا شیفا مېړه له پخوانۍ مېرمنې څخه درې اولاد درلودل. «رامشا شېفا د خاوند درېيمه مېرمن وه» او همدا راز غوښتل يې چې نور ودونه هم وکړي, د هغه کار د ترياکو او کوکنارو کرل او قاچاق وه،

د رامشا شیفا يو ټولګيوال او نږدې قوم چې د امريکا څخه کندهار ته راغلی وو، د هغې د دردونو ډک ژوند څخه خبر شو او هغه يې د خاوند څخه په غلا کابل ښار ته را وتښتول, رامشا شیفا په کابل کې پټ ژوند کاوه تر څو مېړه يې ونشي کولای پيدا يې کړي.

رامشا شیفا چې رسمي سواد يې نه درلود، د مکروریانو سيمه کې په الفتح عالي لیسې کې يې زده کړي پيل کړې, او وروسته يې د امريکا هېواد کې د زده کړي يو کلنه بورسیه تر لاسه کړه .

رامشا شېفا خپله لور سحر هغه کس ته وسپارل چې د مېړه څخه د تښتولو لپاره يې ورسره مرسته کړې وه ، او خپله د امريکا وېرجينا سيمې ته د زده کړې لپاره لاړل، نوموړي په امريکا کې د پنا غوښتې مخکې په دې هڅه کې وه چې څنګه خپله لور خپل امريکا ته را وغواړي, خو هغه هيڅ بریالۍ نشوه.

وروسته رامشا شیفا په افغانستان کې د امريکايي جنګيالي ځواکونو د ژباړنې په توګه له هغوی سره افغانستان هلمند ته راغله ،

په افغانستان کې د يو امريکايي عسکر سره ملګرې شوه او وروسته يې ورسره واده وکړ, د آمريکايي مېړه د ماموريت پای ته رسېدو سره سم هغه وتوانیده چې په خپله لور له ځانه سره امريکا ته يوسي.

د رامشا شېفا امريکايي مېړه هم درې اولاد درلودل او بله میرمن يې هم درلوده، وروسته له څو مياشتو رامشا شیفا د خپل امريکايي خاوند څخه يې هم بېله شوه (دليل يې دا وو چې هغه د مسلمانانو او افغانانو څخه کرکه او نفرت درلود.)

رامشا شیفا اوسمهال (۱۳۹۹) د امريکا لاس‌انجلېس سيمه کې اوسېږي، او اوسمهال د سندرو ويلو تر څنګ د کاليفورنيا پوهنتون په ټولنیزې او ارواپوهنې پوهنځي کې زده کړياله ده.




سرچینې[سمول]

رمشا شفا پرفېس بوک باندي