Jump to content

رفح

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رفح
رَفَحْ (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
  لړۍ...
۱۷۱٬۸۸۹ — ۱۱۹٬۸۹۵[۱] — ۱۲۳٬۹۳۶[۱] — ۱۲۸٬۱۵۰[۱] — ۱۳۲٬۵۳۳[۱] — ۱۳۷٬۳۸۵[۱] — ۱۴۲٬۴۲۷[۱] — ۱۴۷٬۶۱۸[۱] — ۱۵۲٬۹۵۰[۱] — ۱۵۸٬۴۱۴[۱] — ۱۶۴٬۰۰۰[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
وګړنوم
رَفَحِيٌّRafahianRafahien ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
هېواد
اړين مالومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۶۴ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخې
برخه د
نور مالومات
پوسټ‌کوډ
P970 - P999 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۳۱°۱۷′۱۹″شمال ۳۴°۱۵′۰۷″ختیځ / 31.2886°شمال 34.2519°ختيځ / 31.2886; 34.2519 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

رفح ( (عربي: رفح) د غزې تړانګي په سویل کي یو فلسطیني ښار دی. دا ښار د فلسطین د رفح ولایت مرکز دی چي د غزې سوېل لویدیځ ته په ۳۰ کیلومتر (۱۹ ميل) فاصله کي موقعیت لري. په 2017 کي رفح 171,889 نفوس درلود. د اسرائیلو او حماس د جګړې پر مهال د غزې په ښار او خان یونس کې د پراخو بمباریو او ځمکنیو بریدونو په پایله کي د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې شاوخوا ۱.۴ میلیونه خلکو په رفح کي پناه واخیستل. [۲]

د ۱۹۴۸ کال د فلسطین له جګړې وروسته کله چي مصر په یاده سیمه باندي واکمن سو، د بې ځایه سویو فلسطینیانو لپاره د کډوالو کمپونه جوړ سول. په 1956 کي د سویز بحران په جریان کي چي اسراییل، انګلستان، فرانسه او مصر پکښي ښکیل وه، د رفح د ډله ایزې وژنې په ترڅ کي د 103 کډوالو په ګډون د اسراییلو پوځ 111 فلسطینیان ووژل. د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کي اسراییلو د سینا ټاپو وزمه او د غزې تړانګه له مصر څخه بیرته ونیول. په هغه کال کي اسرائیلي ځواکونو د رفح د کډوالو په کمپ کي ۱۴۴ کورونه په بمونو والوزول او ۲۳ فلسطینیان یې ووژل. [۳]

کله چې اسراییل په 1982 کي د سینا څخه ووتل، رفح د غزې په یوه برخه کي او د مصر په برخه کي ورسېدی، خو ترمنځ یې اغزن تارونه ولګول سوه. [۴] تر یادي پیښي وروسته د د ښار اصلي برخه د لوی بفر زون د رامنځ ته کولو لپاره د اسراییلو او مصر لخوا ویجاړه سول. [۵] [۶] [۷]

رفح اوس وخت د مصر او غزې تړانګې تر مینځ یوازینۍ تیریدونکې نقطه ده. د غزې یوازینی هوایی ډګر، یاسر عرفات نړیوال هوایی ډګر د ښار په جنوب کي موقعیت درلود. دغه هوايي ډګر له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۰۱ پوري رفح ته څېرمه فعالیت درلود، تر دې چي د اسرائیلي پوځ (IDF) لخوا بمبار او ونړول سو. [۸]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰۰ ۱٫۰۱ ۱٫۰۲ ۱٫۰۳ ۱٫۰۴ ۱٫۰۵ ۱٫۰۶ ۱٫۰۷ ۱٫۰۸ ۱٫۰۹ سرچينې تړی: http://www.pcbs.gov.ps/Portals/_Rainbow/Documents/rafa.htm.
  2. . 8 February 2024. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. Cattan, Henry (1969) Palestine, The Arabs & Israel.
  4. . 22 September 2005 http://weekly.ahram.org.eg/2005/761/re1.htm. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  5. Razing Rafah — Mass Home Demolitions in the Gaza Strip, pp. 27–28 and 52–66 (PDF text version) on, Summary:.
  6. Supplementary Appeal for Rafah.
  7. PCHR, Uprooting Palestinian Trees And Leveling Agricultural Land – The tenth Report on Israeli Land Sweeping and Demolition of Palestinian Buildings and Facilities in the Gaza Strip 1 April 2003 – 30 April 2004 On
  8. . 2005-05-19. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)