رغاونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رغونه یوه عامه اصطلاح ده چې د توکو، سیستمونو او بنسټونو د جوړولو د هنر او علم په معنا ده، چې له لاتیني constructio (له com - «یو بل سره» او struere «یوځای کولو») او زوړ فرانسوي construction اخیستل شوی. رغول (construct) کړ(فعل) دی: د جوړولو عمل، نوم یې رغونه ده (construction): څه ډول یو شی جوړېږي، د هغه د جوړښت طبیعت.[۱][۲]

د رغونې کلیمه، په خپله پراخه کارونه کې، د ودانیو، زېربنا، صنعتي بنسټونو او د هغوی تر پایه نورې اړوندې چارې نغاړي. په معمول ډول په پلان جوړونه، مالي امکاناتو برابرولو او طرح کولو سره پیلېږي او تر هغه مهاله چې ودانۍ جوړېږي او ګټنې ته وړاندې کېږي، دوام مومي. په رغونه کې بیارغونه او یا هم د یوه کار زیانونه له منځه وړل، پراختیايي چارې، د شتمنۍ پراختیا او وده ورکول او د هغو ویجاړول، له منځه وړل یا له کاره غورځول شاملېږي.

د رغونې صنعت، د ډېرۍ هېوادونو د ناخالصو ملي تولیداتو په جوړولو کې ونډه لري. په ۲۰۱۲ ز کال کې په نړیواله کچه ۴ ټریلیونه ډالر په رغنیزو چارو لګول شوي و. نن ورځ د رغونې په صنعت کې د لګښتونو کچه په کلني ډول ۱۱ ټریلیونو ډالرو ته رسېږي، چې د نړیوالو داخلي ناخالصو تولیداتو ۱۳ سلنه جوړوي. داسې اټکل کېږي چې، په ۲۰۳۰ ز کال کې به دغه لګښتونه ۱۴.۸ ټریلیون ډالرو ته لوړ شي.[۳]

په داسې حال کې چې د رغونې صنعت، د اقتصادي ودې لامل کېږی او ګڼ شمېر هېوادونو ته غیر پولي ګټې له ځان سره لري، خو یو له خطرناکو صنعتونو نه هم دی. د بېلګې په توګه: په ۲۰۱۹ ز کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د صنعت د برخې نږدې ۲۰٪ (۱۰۶۱) زیانونه، د رغونې چارو ته اړوندېږي.[۴]

تاریخچه[سمول]

لومړني کورونه او پناه ځایونه په لاس یا ساده وسایلو سره جوړېدل. د برونزو په دوران کې د ښارونو په ودې سره، د حرفوي صنعتګرو ډلې، لکه: معماران او ترکاڼان راڅرګند شول. کله به هم، له غلامانو نه په رغنیزو چارو کې کار اخیستل کېده. په منځنيو پېړیو کې، رغنیز صنعتګران په مشخصو برخو کې تنظیم شول. په ۱۹ مه پېړۍ کې د بخار انرژۍ ماشینونه او وروسته په ډیزلو او برېښنا چلیدونکي نقلیه وسایط، لکه کرېنونه، سکواټر او بېلډوزر را څرګند شول.

چټکې رغنیزې چارې، په ۲۱ مه پېړۍ کې په زیاتېدونکي ډول مشهورې شوې. یو شمېر اټکلونه ښيي چې، ۴۰ سلنه رغنیزې پروژې اوس مهال چټکو رغنیزو چارو ته اړوندې دي.[۵]

د رغونې صنعت برخې[سمول]

په ټولیز ډول، رغونه په درېو څانګو وېشل کېږي: ودانۍ، زېربنا او صنعت:[۶]

  • ودانیزې رغنیزې چارې، معمولاً په هستوګنیزو او غیر هستوګنیزو چارو وېشل کېږي.
  • زیربنا، ورته لویې ودانیزې چارې یا د انجینرۍ لویې چارې ویل کېږي، چې په کې عامه چارې، د اوبو بندونه، پلونه، لویې لارې، رېل لیکې، د اوبو رسونې، کانالیزاسیون او برېښنا رسونې چارې شاملېږي.
  • په صنعتي رغنیزو چارو کې سمندري رغنیزې چارې (په عام ډول د برېښنا نصب)، د کانونو استخراج، تصفیه خونې، د برېښنا تولید، ژرندې او تولیدي کارخونې شاملېږي.

معیاري صنعتي ډل بندي او د شمالي امریکا نوې صنعتي ډل بندي هغه کمپنۍ دي چې، په رغنیزو چارو کې ونډه لري، په درې کوچنیو برخو وېشي: د ودانیو رغنیزې کمپنۍ، د لویو او ساختماني انجینرۍ رغنیزې کمپنۍ او تخصصي سوداګریز هوکړه کوونکي.  د تخصصي خدمتونو، (لکه: انجینرۍ، معمارۍ، سروې او د پروژو مدیریت کوونکې) وړاندې کوونکو شرکتونو ډل بندي هم شتون لري.[۷][۸][۹]

د ودانیو رغونه[سمول]

د ودانیو جوړول د ځمکې پر سر د جوړښتونو د زیاتولو بهیر دی، چې د املاکو د اصلي سایټونو په نوم هم پېژندل کېږي. په معمول ډول، یوه پروژه د یوه ملکیت د څښتن (چې کېدای شي یو کس یا یو بنسټ وي) په واسطه یا د هغه له خوا تحریک کېږي، ځینې مهال امکان لري، چې یوه ځمکه د عامه ګټنې په موخه په جبري ډول د هغه له څښتن نه وپېرل شي.

د هستوګن ځایونو رغونه[سمول]

د هستوګن ځایونو رغنیزې چارې کېدای شي، د ځمکې د څښتن (خپله یې جوړ کړي)، د کور جوړولو د متخصص، د املاکو د پراختیا ورکوونکي، عمومي قراردادیانو او یا هم د ټولنیز او عامه هستوګن ځایونو د وړاندې کوونکو (د بېلګې په توګه: سیمه ییزو چارواکو، د هستوګن ځایونو د ټولنو) له خوا ترسره شي. په هغو ځایونو کې چې د سیمه ییزو ودانیزو چارو پلان او پالیسي اجازه ورکوي، چې ګډې پراختیايي چارې ترسره شي، کېدای شي هم هستوګنیزې او هم غیر هستوګنیزې رغنیزې چارې ترسره شي، (لکه: دکانونه، پارکونه، دفترونه، عامه ودانۍ او نور).

د هستوګنیزو چارو ترسره کول، له ټکنالوژي او منابعو ګټنه باید د سیمه ییزو ودانیزو چارو له قواعدو او مقرراتو سره په همغږۍ ترسره شي. په عمومي ډول د ودانیزو چارو له هغو موادو نه په ګټنه ټینګار کېږي چې، په سیمه کې د لاسرسي وړ وي، (لکه: د ډبرو او لرګیو پرځای له خښتو نه ګټنه). د کورونو جوړولو لپاره د رغنیزو چارو لګښتونه د متر مربع (یا فوټ مربع) له مخې په اساسي ډول د سیمې له شرایطو، لاسرسي مسیرونو، سیمه ییزو قواعدو، د مقیاس له مخې د لګښتونو راکمولو (په فرمایشي ډول کور جوړول په عموم ډول لګښتمن پریوزي) او ماهرو سوداګرو سره اړه لري.

ناهستوګنیزې رغنیزې چارې[سمول]

د ودانۍ ډول ته په پام سره غیر هستوګنیزې ودانیزې چارې کېدای شي، په پراخه کچه د عامه او خصوصي بنسټونو له خوا چې سیمه ییزې ادارې، ښوونیز او مذهبي بنسټونه، ټرانسپورتي شرکتونه، هټیوال، هوټل لرونکي، د املاکو پراختیا ورکوونکي، مالي بنسټونه او خصوصي کمپنۍ په کې شاملېږي، تمویل شي. په دغه برخه کې ډېرې رغنیزې چارې، د عامه قراردادیانو له خوا ترسره کېږي.

زیربنايي رغنیزې چارې[سمول]

په ساختماني انجینري کې ډیزاین، رغونه او د فزیکي او طبیعي محیط د جوړښت خوندیتوب شاملېږي، چې په کې عامه چارې، لکه: د سړکونو، پلونو، کانالونو، اوبو بندونو، تونلونو، هوايي ډګرونو، د اوبو او کانالیزاسیون سیستم، نل لیکې او رېل کرښې شاملېږي. یو شمېر عامه قراردادیان د ساختماني انجینري په برخه کې تخصص لري، د ساختماني انجینرۍ قراردادي شرکتونه، په دغو برخو کې کار کوي او کېدای شي چې، یو شمېر نور یې د دغو زیربناوو په ځانګړو برخو کې تخصص ولري.[۱۰][۱۱]

صنعتي رغنیزې چارې[سمول]

په صنعتي رغنیزو چارو کې سمندریزې رغنیزې چارې ( په عمومي ډول د انرژۍ تاسیسات: د تیلو او ګازو د استخراج تاسیسات، د بادي برېښنا تاسیسات)، د کانونو اېستل، تصفیه خونې، د اوربشو د اوبو کارخونې، د تقطیر کولو کارخونې، نورې تولیدي کارخونې، د برېښنا بندونه، د پولادو کارخونې، ګودامونه او فابریکې شاملېږي.

رغنیز بهیرونه[سمول]

یو شمېررغنیزې پروژي، کوچنۍ ودانیزې او د بیارغونې چارې دي، چې د ودانۍ څښتن خپله د ټولې پروژې د طرح کوونکي، معاش اخیستونکي او کارګر رول لوبوي. په داسې حال کې چې یو شمېر پېچلې او لویې پروژې په معمول ډول څوګوني تخصص او انساني انرژي ته اړتیا لري، له همدې امله د کار څښتن کېدای شي، د یو یا څو تخصصي چارو فرمایش د کره پلان جوړونې، ډیزاین او کاري چارو د مخته وړو په موخه ورکړي. تر ډېره د کار څښتن یوه سوداګریزه ډله، له پروژۍ نه د څارنې په موخه ګوماري (کېدای شي یو طراح، قراردادي، د ودانیزو چارو مدیریت کوونکي او یا هم نورو مشوره ورکوونکو ته وسپاري). دغه ډول متخصصین، په عمومي ډول د پروژې د تحویل کولو په موخه ګومارل کېږي او مرسته کوي، څو د پروژې مالک ته د پروژې چارې روښانه کړي، د بودیجې او مهالوېش په اړه پریکړه وکړي، له اړوندو دولتي چارواکو سره اړیکه ټینګه کړي او د فرعي متخصصینو لپاره خدمات (ځنجیروي تامینات وکړي، فرعي قراردادیان ومومي) برابر کړي. په ټولو سوداګریزو چارو کې د خدمتونو د وړاندې کولو، په قانوني ډول د ټولو شرایطو له ترلاسه کولو نه د ډاډ موندلو، په خپل وخت د خدمتونو ترلاسه کولو، بودیجې معلومولو او ځانګړو چارو د خوندي اجرا په موخه قرارداد ترسره کېږي.

طراحي، مالي چارې او قانوني اړخونه، ټول یو بل ته اړوند دي. ډیزاین یا طراحي نه باید یوازې د جوړښت له پلوه سالم او د ګټنې او موقعیت له مخې مناسب وي، بلکې باید له مالي پلوه د جوړېدو وړ او له قانوني پلوه د استفادې وړ وي. د وړاندې شوې طرحې لپاره باید مالي جوړښت هم مناسب وي او باید هغه پیسې چې له قانوني کچې سره برابرې وي، ولګوي. په دې توګه، قانوني جوړښت او بیا ډیزاین له نورو چارو سره مدغم کوي، مالي او نورې رغنیزې چارې د اجرا وړ ګرځوي.

آرپوهنه[سمول]

د ودانولو ډولونه[سمول]

د ودانيو رغاوی[سمول]

د رغاونې پروسه[سمول]

د چارواکو له خوا یې رښتې[سمول]

د رغاونې بهیرونه[سمول]

د هاغو هېوادونو لړلیک چې ډېره پانگونه کوي[سمول]

| data_type =

Construction output in 2015 (billions in USD)

| label1 = (01) کينډۍ:India | data1 = 824 | label2 = (02) کينډۍ:United States | data2 = 599 | label3 = (03)  چين | data3 = 569 | label4 = (04) کينډۍ:JAP | data4 = 333 | label5 = (05)  فرانسه | data5 = 147 | label6 = (06) کينډۍ:DEU | data6 = 143 | label7 = (07) انگلستان | data7 = 131 | label8 = (08)  کاناډا | data8 = 131 | label9 = (09) آسټراليا | data9 = 115 | label10 = (10) کينډۍ:Russia | data10 = 111 | label11 = (11) برازيل | data11 = 109 | label12 = (12) ایټاليا | data12 = 107 | label13 = (13) اسپانیا | data13 = 104 | label14 = (14) کينډۍ:Indonesia | data14 = 93 | label15 = (15) کينډۍ:MEX | data15 = 92 | label16 = (16) کينډۍ:South Korea | data16 = 58 | label17 = (17)  ترکيه | data17 = 35 | label18 = (18) {{ {{{1}}} | alias = متحده عرب امارات | flag alias = Flag of the United Arab Emirates.svg | size = | name = متحده عرب امارات | altlink =

}} | data18 = 34 | label19 = (19) کينډۍ:VEN | data19 = 34 | label20 = (20) نېدرلېنډ | data20 = 34 | label21 = (21) Polonia پولېنډ | data21 = 34 | label22 = (22) د کينډۍ پته ترلاسه شوه: کينډۍ:CHE | data22 = 33 | label23 = (23) کينډۍ:SAU | data23 = 32 | label24 = (24)  ايران | data24 = 29 | label25 = (25) کينډۍ:COL | data25 = 29 | caption = The twenty-five largest countries in the world by construction output (2012)[۱۲] }}

دا هم وگورئ[سمول]

سرچينې[سمول]

کينډۍ:Library resources box

  1. "Construction" def. 1.a. 1.b. and 1.c. Oxford English Dictionary Second Edition on CD-ROM (v. 4.0) Oxford University Press 2009
  2. "Construction". Online Etymology Dictionary http://www.etymonline.com/index.php?term=construction accessed 3/6/2014
  3. "Global Construction Report 2030". GCP DBA. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Commonly Used Statistics: Worker fatalities". Occupational Safety and Health Administration. United States Department of Labor. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Knecht B. Fast-track construction becomes the norm. Architectural Record.
  6. Chitkara, pp. 9–10.
  7. Halpin, pp. 15–16.
  8. "The Top 250", Engineering News-Record, September 1, 2014 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Top 400" (PDF), Engineering News-Record, May 26, 2014 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "History and Heritage of Civil Engineering". ASCE. د اصلي آرشيف څخه پر 16 فبروري 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه 8 اګست 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "What is Civil Engineering". Institution of Civil Engineers. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Figures from the United Nations' UN National Accounts Database. for the countries of the world. Retrieved 1 February 2014.

کينډۍ:Construction industry by country کينډۍ:Technology