راج ولي شاه خټک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکټر راج ولي شاه خټک (د ۱۹۵۲ ز کال د جنوري ۲۴، خيبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د چراټ سيمه- ۱۳۹۴ لمريز، ۲۰۱۵ ز کال) د کوزې پښتونخوا يو پښتون اديب، شاعر او ليکوال وو.

مخينه

راج ولي شاه خټک پر ۱۹۵۲ ز کال د کوزې پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د چراټ د سيمې په ډاک اسماعيل خيل نومي کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې

راج ولي شاه خټک خپلې زده کړې تر لسم ټولگي د خپل کلي په ښوونځي کې وکړې، بيا يې د پېښور په اسلاميه کالج او گورنمنټ کالج کې نورې زده کړې سر ته ورسولې. تر دې وروسته يې لوړې زده کړې په پېښور پوهنتون کې وکړې او د هنرونو د استادۍ (ايم-اے) بريليک يې له همدغه پوهنتون نه ترلاسه کړ. ده خپله دوکتورا (پي ايچ-ډي) هم له پېښور پوهنتونه ترلاسه کړې او تر دوکتورا لوړې زده کړې يې (پوسټ ډاکټرېټ) د امريکا متحدو ایالتونو د فلاډلفيا ايالت په پېنسلوانيا پوهنتون کې بشپړې کړې دي.

دندې

راج ولي شاه خټک د پېښور د اېډورډز پوهنځي کې د ښوونکي په توگه دنده پيل کړې ده. پر ۱۹۷۸ ز کال يې د پېښور پوهنتون د پښتو اکادمۍ سره په کار پيل وکړ او پر ۱۹۹۵ ز کال د پښتو اکادمۍ ريس وټاکل شو او دغې دندې يې تر ۲۰۰۴ ز کاله دوام درلود. تر دې وروسته پر ۲۰۰۸ ز کال د پېښور پوهنتون د پښتو څانگې د ريس په توگه په دنده وگومارل شو چې د ژوند تر پايه د دغې څانگې رئيس وو.

لاسه ته راوړنې

په ايم-اے کې په اول راتلو ورته د پوهنتون له خوا د سرو زرو تمغه ورکړ شوې ده. د پښتو نړېوال کنونشن ورته د ادبي خدمتونو په لړ کې د سوچه سرو زرو مېډال ورکړی دی. پر ۲۰۰۶ ز کال د پاکستان هېوادمشر نوموړي ته د هغه د ادبي خدمتونو په پار د امتياز تمغه ورکړه.

مړینه

راج ولي شاه خټک د ۲۰۱۵ ز کال (د ۱۳۹۴ لمريز کال په چنگاښ کې) له سوات څخه پېښور ته د تگ پر مهال په لاره کې د زړه د حملې له لامله او د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۶۳ کلو په عمر ومړ.

چاپ شوي آثار

تر اوسه پورې يې ۱۵ کتابونه چاپ شوي او نژدې اتيا څېړنيزې ليکنې او مقالې يې په بېلابېلو خپرونو او رسنيو کې چاپ شوي دي. ده د خپلې مورنۍ ژبې، پښتو، تر څنگ په اردو او انگرېزي ژبو هم گڼ شمېر ليکنې کړې دي. خټک په گڼ شمېر ملي او نړېوالو سېمينارونو کې گډون کړی. همداراز يې د ولسي او نړېوالو رسنيو سره د پښتو ادب، کولتور او تاريخ په اړه گڼ شمېر مرکې کړې دي. د دې ټولو تر څنگ يې په ولسي او نړېوالو رسنيو کې په همدغو موضوگانو ليکنې خپرې کړې دي. د چاپ شويو کتابونو لړليک يې په دې ډول دی:

  1. د پښتو ادبي تحريکونه
  2. زيست روزگار
  3. مناقب فقير
  4. د پښتو نوې املا، ليکلار
  5. پښتو ژبه
  6. پښتونولي
  7. د پښتنو کسبونه او هنرونه
  8. د روهي متلونو انگليسي ژباړه
  9. Walled City of Peshawar
  10. توري چې رڼا کوي
  11. د رحمان په شعر
  12. سنگزار
  13. An intangible heritage

ناچاپه آثار

د ښاغلي خټک د ناچاپو آثارو لړليک په دې ډول دی:

  1. خوشحال بابا
  2. حمزه شينواري
  3. غني خان
  4. پښتني کلتور
  5. د نوي دور استادان شاعران
  6. د انگرېزي ليکنو ټولگه
  7. اردو مضمونونه
  8. د فکر لارې

باندنۍ تړنې

سرچينې

  1. http://pa.azadiradio.org/content/article/27140243.html
  2. http://www.nunn.asia/49444/پښتون-لیکوال-او-څېړونکی،-ډاکټر-راج-ولي/
  3. http://www.bbc.com/pashto/interactivity/2015/07/150721_ma_raje_wali_sha_khatak